Regulation 757-3 - Pashto

زده کوونکې

مقرره 3-757

د روغتیایی درملنې پلانونو له لاری د زده کوونکو اداره کول

دا مقررات او ضمیمه شوي د روغتیا درملنې پلانونه (HTP) د درملنې او/یا کړنلارو لپاره دي کوم چې په لاندی ذکر شویو مقرراتو کی د HTP سره نشي اداره کیدی: 2-757، "په ښوونځي ترتیباتو/ د ښوونځي عمر ماشومانو لپاره د پاملرنې په پروګرامونو کې د حساسیت له امله عکس العمل ښوودنه اداره کول: د ایپینفرین پیچکاری (Epinephrine Auto-Injection) تطبقول؛ "5-757، "په ښوونځيو کې د ساه بندی ناروغی اداره کول"؛ 6-757، "په ښوونځيو کې د شکر ناروغۍ مدیریت"؛ 7-757، "په ښوونځيو / د ښوونځي عمر ماشومانو لپاره د پاملرنې په پروګرامونو کې د میرګی ډوله جټکو اداره کول"؛ او 8-757، "په ښوونځيو کی سرطان لرونکو زده کوونکو اداره کول."

  1. د روغتیا درملنې کړنلاری د روغتیا اړوند خدماتو په توګه پیژندل کیږي کوم چې د روزل شوي کورنۍ غړي، د ښوونځي کارکوونکی، یا د ماشوم د پاملرنې تړون کوونکی (CCC) لخوا تطبیق کیدی شي. هر هغه طبي عمل چې د ښوونځي کارکوونکو لخوا یی په ښوونځي کې، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) هر ډول غځول شوي ورځ یا په شپنې سیمه ییزه سفر کی، یا د ښوونځي عمر ماشومانو لپاره د پاملرنې (SACC) په پروګرام کی تر سره کیدو ته اړتیا وي، باید په HTP (ضمیمه I, II، یا III) کې ولیکل شي.، بشپړ شی او د روغتیا پالنی خدمتونه وړاندی کوونکی مرکز او د والدینو/سرپرست لخوا لاسلیک شي.
  2. د روغتیا درملنې عمل به یوازې په هغه وخت کی تر سره کیږي چې اړین وي او د ښوونځي ورځی په بهیر کی یی د تر سره کیدو غوښتنه شوي وي او په غځول شوي ورځی یا شپنی سیمه ییزه سفرونو کی د طبي پلوه په ګوته شوي وي.
  3. HTPs یا د روغتیا درملنې پلانونه چمتو کول هر کال د ښوونیز کال پیل کیدو څخه وړاندی اړین دي. اوسنی پلان کی باید د می د 1 نیټی څخه وروسته نیټه لیکل شوي وي.
  4. د ښوونځي نرس پرته باید هر کال لږترلږه درې کارکوونکي کوم چې د ودانۍ د مدیر لخوا ټاکل کیږي، د اړوند متخصصینو لخوا د طرزالعمل په اړه وروزل شي.
  5. ټول HTPs یا د روغتیا درملنې پلانونه باید د ښوونځي نرس او/یا نظارت کوونکی یا د ښوونځي د روغتیا خدمتونو کوردیناتور لخوا بیاځلی وکتل شي.
  6. ټول وسایل او توکی باید د والدینو / سرپرست لخوا ښوونځی/د ماشوم د پاملرنې تړون کوونکی (CCC) ته وړاندی شی. کله چې مناسب وی، د روغتیا پالنی مرکز یا د درمل جوړونکی لخوا په سمه توګه د نیټه وهلو سره ټول توکی باید په یو ډبی کی خوندی شي.
  7. والدین/سرپرست باید د درملو ټول لوازم او له وړاندی څخه ډبی شوی/اندازه شوي خواړو اندازه ښوونځی/د ماشوم د پاملرنې تړون کوونکی (CCC) ته ورکړي چی د روغتیا درملنې برخې په توګه یی تطبیق کولو ته اړتیا ده. ټول درمل باید د PWCS د 4-757 مقرری، "په ښوونځیو کی د درملو تطبیقونه اداره کول" (I ضمیمه) سره په مطابقت وي.
  8. والدینو / سرپرستانو د وسایلو او د درملنې د توکو پاکولو یا تعقیم کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. دا پروسه باید د ښوونځي سیسټم څخه بهر بشپړه شي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.

مقرره 3-757 - لومړئ ضمیمه 

مقرره 3-757 - دویمه ضمیمه

مقرره 3-757 - دریمه ضمیمه

مقرره 3-757 - څلورمه ضمیمه

مقرره 3-757 - پنځمه ضمیمه

مقرره 3-757 - شپږمه ضمیمه