کتاب پالیسۍ او مقررات
برخه 400 - ملاتړی خدمات
عنوان مقرره - د فیزکی تعلیم خوندیتوب
کوډ 1-403.09
تصویب شوۍ/خپل شوئ 30 مئ, 2018
ملاتړی خدمات
مقرره: 1-403.09
د فزیکی تعلیم خوندیتوب
ښوونکی باید د روغتیا او فزیکی تعلیم لپاره داسی د زده کړې فرصتونه وړاندی کړي چې خوندی، ښکیل کوونکی، او د روغتیا او فزیکی تعلیم لارښوونی په برخه کې بهترینی لاری چاری منعکس کړی.
د خوندیتوب لاندې ذکر شوي تدابیر یا کړنلاری باید پلی شی:
- زده کوونکي باید د هر فعالیت لپاره او په لاکر خونې کی د چلند لپاره د خوندیتوب معیارونو څخه خبر کړل شی.
- زده کوونکی باید د فیزکی فعالیت پر مهال داسی توکی وانه غوندی چی خطر رامنځته کوي لکه ګاڼی/زیورات، د غاړی ښار/پټه، د ویښتو لوازم او نامناسبی جامې.
- زده کوونکی باید د فزیکی تعلیم ټولګی لپاره هره ورځ په سمه توګه جامې واغوندئ. په سمه توګه جامې اغوستلو لپاره، زده کوونکی ممکن اړ شي چې ورزشی بوټان، ورزشی لنډی جامی، ورزشی پتلون، او ټی شرټونه یا بنیانونه واغوندي. د فزیکی تعلیم ښوونکی د جامو پالیسۍ د پلی کولو مسؤلیت په غاړه لری چې د لاندې ذکر شویو لارښوونو سره سمون خوری:
- د مناسبو جامو اغوستلو لپاره د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی (PWCS) "د چلند کوډ" تعقیبوی؛
- ورزشی بوټان باید په سمه توګه تړل شوی وی ترڅو د هر فعالیت لپاره ملاتړ او خوندیتوب رامنځ ته کړی؛ او
- پور اخیستل شوی یا کرایه شوی جمنازیوم جامو لپاره باید یو سیسټم شتون ولری.
- د مناسبو جامو اغوستلو لپاره د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی (PWCS) "د چلند کوډ" تعقیبوی؛
- د زده کوونکو د کارولو څخه دمخی، ښوونکی باید ځایونه او اړین د خوندیتوب وسایل وګوری.
- د PWCS "د چلند کوډ" سره په مطابقت، ګرځنده تلیفونونو، کیمرو، او نورو بریښنایی وسیلو یا توکو ته یوازی د ټولګی کارونی لپاره اجازه ورکول کیږي.
- په لاکر خونه او / یا د جامو بدلولو په ځایونو کی د ګرځنده تلیفون کارول منع دی.
- زده کوونکی به د فزیکی تعلیم پر مهال هر وخت د ښوونکی (یا د هغه/هغی استازی) لخوا نظارت کیږي.
- کارکوونکی باید د PWCS د لیږدیدو وړ فوټبال ګولونو خوندیتوب پروګرام پاپند وي.
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.
نوری حوالی