ملاتړی خدمات
مقرره 1-404.04
د خطرناکو حالتونو له امله د ښوونځیو تړل کیدل
- موخه
- د دې مقرری موخه دا ده چی د هوا په خطرناکو یا ګړکیچن حالتونو کی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) چارو لپاره کړنلاری رامینځته کړي. په دی کی د دندو پرمخ وړلو چاری او د دی مشخص کولو تګلاری شامل دی چی کومو کارکوونکو ته اړتیا ده تر څو د ښوونځی ډویژن لپاره اړینی چاری پرمخ ویسی.
- کله چې د ډویژن سپرانټینډنټ (سپرانټینډنټ) په نظر، داسې شرایٔط شتون ولري چې د زده کوونکو او کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب لپاره خطرناک وي، نو سوپرانټینډنټ باید مناسب اقدام پورته کړي چې پکی د ټولو کارکوونکو څانګو لپاره د راپور ورکولو د وخت ځنډول شامل وي یا د لاندی ذکر شویو له لاری:
- د ښوونځیو پرانیستل ځنډول (د زده کوونکو لپاره دوه ساعته ځنډ سره ښوونځی پرانیستل)؛
- د کارکوونکو او/یا د زده کوونکو له ښوونځي څخه له وخت مخکی رخصتول (ښوونځی له وخت مخکی تړل)؛
- د ټولې ورځې لپاره د ښوونځي تړل (شین کوډ یا سور کوډ)؛
- د ښوونځی ودانیو تړل او د اوږدی مودې لپاره له مجازی لاری چاری پر مخ وړل، لکه پنځه یا ډیری کاری ورځې، (نارنجی کوډ)؛ یا
- د زده کوونکو او کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ساتلو لپاره نور اړین اقدامات ترسره کول.
- په هغه صورت کې چې د پورته ذکر شویو ګامونو څخه هر یو واخیستل شي، سوپرانټینډنټ باید د زده کوونکو د ټرانسپورت په سیسټم کې مناسب بدلونونه رامینځته کړی او د کارکوونکو، زده کوونکو ، والدینو او په بیله کی ټولنې سره اړین معلومات شریک کړی.
- د انفرادی ښوونځیو دننه د خطرناکو حالتونو په صورت کې، د ښوونځی مدیران باید د زده کوونکو او کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړی. د پریکړې کولو تګلاری لپاره د IX برخی سی (C) جز وګورئ.
- د ښوونځیو د تړلو ، په ځنډ سره د پرانیستلو ، یا له وخت مخکی د رخصتولو په اړه معلومات به د PWCS.edu ویب پاڼی او PWCS-TV چینل سره سره د بریښنالیکونو او د ټلیفونی پیغامونو له لارې د والدینو / سرپرستانو هغه ګرځنده ټلیفونونو ته لیږدول کیږي چی هغوي د بیړنی حالت اړیکو ټینګولو لپاره ورکړی دي. د ښوونځی مدیران او د ښوونځی کارکوونکی د دغو سرچینو له لاری د پریکړې په اړه د ځان خبرولو مسؤلیت په غاړه لری.
- تعریفونه
- دلیبرل رخصتی (د خرابی هوا له امله غیر مهالویش شوی اضافه رخصتی): کارکوونکی کولی شي د سختې هوا یا ورته بیړنی حالت په صورت کې د لیبرال رخصتۍ اخیستلو غوښتنه وکړی، کوم چې په خوندی ډول دندی ته د هغوي د حاضریدو مخه نیسی (په شخصی ډول یا له مجازی لاری) یا که د نارنجی یا شین کوډ، په ځنډ سره د ښوونځی پرانیستلو، یا له وخت مخکی د ښوونځی رخصتیدلو پر مهال د خپل مهالویش شوی وخت لپاره په دنده کی پاتی کیږي. کارکوونکو ته به د معاش سره رخصت ورکول کیږي (د بیلګې په توګه، کلنی رخصت، پرته د معاش د چکر رخصت، یا شخصی رخصت) یا له معاش پرته به رخصت ترلاسه کړی. هغه کارکوونکی چې د کلنۍ رخصت مستحق نه دي، ممکن د ناروغۍ رخصت کارولو لپاره ومنل شی کله چې لیبرال رخصت د پلی کیدو وړ وي ( 542-9 مقرره، "لیبرال رخصت" (د خرابی هوا په حالت کی رخصت) وګورئ).
- دغیر مستثنی کارکوونکی (هغه کارکوونکی چی د اضافی کار لپاره د معاش مستحق دي): د عادلانه کار معیارونو قانون (FLSA) سره په مطابقت، دا هغه کارکوونکی دي چې د یوې اونۍ په بهیر کې د 40 ساعتونو څخه زیات فزیکي کار کولو په صورت کې د اضافي کار معاش ترلاسه کولو مستحق دي. په PWCS کې، غیر مستثنی کارکوونکي د "طبقه بندي شوي یا کلاسیفایډ" کارکوونکو په توګه پیژندل کیږي او د 1 څخه تر 11 پورې د معاش ګریډ لري او د سور کوډ / نارنجي کوډ / شین کوډ معاش ترلاسه کوي لکه څرنګ چی په D برخې کې تعریف شوي دي. غیر مستثنی موقتی کارکوونکي یوازې د هغه ساعتونو لپاره معاش ترلاسه کوي چې یې پکی په فزیکي ډول کار کړی وي، او د سور کوډ / نارنجي کوډ / شین کوډ معاش ترلاسه کولو مستحق نه دي لکه څرنګ چی په D برخې کې تعریف شوي دي.
- خرابې هوا کی دنده تر سره کوونکی کارکوونکي: دا هغه کارکوونکی دی چې د ډیویژن چاری پر مخ تللو لپاره حساس یا اړین ګڼړل شوي دي او د بیړنی/ اضطراري حالت یا د ډیویژن تړل کیدنه په پام کی نیولو پرته د چا چی دندی ته حاضریدل ممکن اړین وي. د خرابی هوا دغه پرسونل باید په مشخص شوي وختونو کې دندو ته حاضر شي ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی.
- د سور/ نارنجی کوډ معاش: د سور کوډ یا نارنجی کوډ په ورځو کې، او وروسته له هغی چې د خرابی هوا له امله ټول کارکوونکی له وخت مخکی رخصت شوي وي، دنده تر سره کیږي یا کله چې د اونۍ پائ رخصتی کی یا د رخصت پر مهال د خرابی هوا له امله د ښوونځیو د پرانستلو او چمتو کولو لپاره کارکوونکی رابلل کیږی، یو کلاسیفایډ کارکوونکی (نه موقتی کارکوونکی) چی ورته اړتیا وي یا په محل کی د دندی تر سره کولو لپاره منظور شوي وي، باید د کارکوونکی د یو ساعت معاش پر ځائ یو نیم معاش تر لاسه کړی. دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ. دا یو نیم چنده معاش د کاري اونۍ په جریان کې د کار شوي ساعتونو او همدارنګه د خرابی هوا حالت په جریان کې د نورو کار شوي ساعتونو په پام کی نیولو پرته د پلی کیدو وړ دي. (غیر رسمی کاري ورځې چې د خرابی هوا پیښې یوه برخه دي، او کله چی د ښوونځي سپرانټینډنټ یا د هغه/هغی استازی لخوا منظور شوي وي) غیر مستثنی موقتی کارکوونکو ته یوازې د هغه ساعتونو لپاره معاش ورکول کیږي چی په فزیکی ډول یی دنده تر سره کړی اوسی، او د سور / نارنجی کوډ معاش تر لاسه کولو لپاره مستحق نه دي.
- د شین کوډ معاش: د خرابی هوا هغه کارکوونکي چې د ډیویژن د پرانیستی د رسمی وخت څخه وړاندی په شین کوډ ورځو کې په محل/سیمه کې دنده تر سره کوی، یو کلاسیفایډ کارکوونکی (نه موقتی کارکوونکی) چی په ساحه کې د دندی تر سره کولو لپاره ورته اړتیا وي یا په سیمه/محل کی دندی تر سره کولو لپاره منظور شوي وي، باید د کارکوونکی د عادي معاش پر ځائ یو نیم برابر معاش تر لاسه کړی. دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ. دا یو نیم چنده معاش د کاري اونۍ په جریان کې د کار شوي ساعتونو او همدارنګه د خرابی هوا حالت په جریان کې د نورو کار شوي ساعتونو په پام کی نیولو پرته د پلی کیدو وړ دي. (غیر رسمی کاري ورځې چې د خرابی هوا پیښې یوه برخه دي، او کله چی د ښوونځي سپرانټینډنټ یا د هغه/هغی استازی لخوا منظور شوي وي) غیر معاف شوی (غیر مستثنی) موقتی کارکوونکو ته یوازې د هغه ساعتونو معاش ورکول کیږي چی په فزیکی ډول یی پکی دنده تر سره کړی اوسی او د شین کوډ معاش اخیستلو لپاره وړ ندی.
- د ښوونځیو تړل/ په ځنډ سره پرانیستل او له ښوونځی وروسته فعالیتونه
د ښوونځی د تړلو/ په ځنډ سره د پرانیستلو لاندې ذکر شوي تګلاری د دی لپاره کارول کیږي ترڅو کارکوونکو ته د خرابی یا خطرناکی هوا له امله دندی ته د حاضریدو یا له وخت مخکی د رخصتیدو په اړه خبر ورکړي. خبری رسنیو ته هم په هغه وخت کی خبرتیا ورکول کیږي کله چی په مهالویش کی بدلونونه اعلان شی.
حالت په چارو کې بدلونونه سور کوډ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلی وي. کارکوونکي دندو ته نه حاضریږی پرته له دی که د خرابی هوا کارکوونکو په توګه اعلان شي. د خرابی هوا کارکوونکی باید په مشخص شوي وختونو کې دندو ته حاضر شي ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی. نارنجي کوډ د ښوونځيو ودانی او دفترونه تړلی وي. له مجازی لاری لارښوونې (همهاله یا غیر همهاله) او خدمتونه د ښوونځی د نورمال مهالویش سره سم په مجازی ډول یا غیر حضورې توګه وړاندې کیږی، پرته له دې چې بل ډول ویل شوي وي. د ښوونکو د ګریډ په کچه ټول کارکوونکی اړ دي چې د کور څخه لارښوونه کولو لپاره په مجازی ډول دنده تر سره کړي. (همهاله یا غیر همهاله) ټول اداره کوونکی او ټول کلاسیفایډ کارکوونکی اړ دي چې د عادي کاري ساعتونو په وخت کې په مجازی ډول دندی تر سره کړي. هغه کارکوونکي چې دندې یې د لیرې څخه نشي ترسره کیدی (د بیلګې په توګه، د خواړو او تغذیی، ټرانسپورت، او اسانتیاوې برابرولو څانګي)، هغوي به د خپلو نظارت کوونکو څخه ځانګړي لارښوونې ترلاسه کړي. شين کوډ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلی وي. ځینی پازوالان یا اداره کوونکی او کارکوونکی چی په مشخصه توګه د خرابی هوا پرسونل په توګه مشخص شوي وي، هغوی باید په مشخص شویو وختونو کې دندو ته حاضر شي، ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی. ټول پازوالان یا اداره کوونکی ( چی د معاش سکیل یی 13 یا لوړ وي) او د 250 ورځو کلاسیفایډ کارکوونکی باید د سوپرانټینډنټ لخوا په مشخص شوی وخت کی دندی ته حاضر شي (I ضمیمه وګورئ). لیبرال رخصت (د خرابی هوا له امله غیر مهالویش شوی اضافه رخصتی) کارول کیدی شی. ښوونکي (د 12 ګریډ ټول کارکوونکي) او ټول غیر مستثنی کارکوونکی چې له 250 ورځو څخه کم د ښوونځی مهالویش لري، دندی ته نه حاضریږي. دوه ساعته ځنډ سره ښوونځی پرانیستل ښوونځی به د دوه ساعته ځنډ سره پرانیستل کیږي. د خرابی هوا کارکوونکی او د خواړو او تغذیې څانګی کارکوونکی په خپل وخت سره حاضریږي. ښوونکي (د 12 ګریډ ټول کارکوونکي) او ټول غیر مستثنی کارکوونکی چې له 250 ورځو څخه کم د ښوونځی مهالویش لري، دندی ته دوه ساعته ځنډ سره حاضریږي. پازوالان او د 250 ورځو کلاسیفایډ کارکوونکي د یو ساعت ځنډ سره حاضریږي. بس چلوونکی ، د بس چلوونکو مرستیالان، د لارې اداره کوونکی، او لیږدونکی باید د یو ساعت ځنډ سره حاضر شي. (دریمه برخه وګورئ ، C. ، 4.). لیبرال رخصت (د خرابی هوا له امله غیر مهالویش شوی اضافه رخصتی) کارول کیدی شی. ښوونځی له وخت مخکی تړل: ښوونځی باید له وخت مخکی وتړل شی. ښوونکي، د ښوونکو مرستیالان، د کتابتون رسنی مرستیالان، د اشارو ژبې ژباړونکي، او د ښوونځي نرسان (هغه کارکوونکی چې اصلي مسؤلیت یې د زده کوونکو سره په ګډه کار کول دي) ممکن د ښوونځی مدیر لخوا له وخت مخکی رخصت کړل شي کله چی زده کوونکی په خوندی ډول لاړ شي. نور ټول کارکوونکي باید خپل نورمال کاری مهالویش تعقیب کړی پرته له دې چې په ځانګړي ډول د سوپرانټینډنټ لخوا د اعلان په ترس کی رخصت کړل شي. لیبرال رخصت (د خرابی هوا له امله غیر مهالویش شوی اضافه رخصتی) کارول کیدی شی.
- سور کوډ
- ښوونځی تړلی وي او د ښوونځی ټول فعالیتونه (د شپی او ورځی لخوا) لغوه کیږي. د ښوونځی بسونه چاری پرمخ نه وړي. د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پروګرام (SACC) نه پرانيستل کېږي.
- کارکوونکی به دندی ته نه حاضریږي. ځینی پازوالان یا اداره کوونکی او کارکوونکی چی په مشخصه توګه د خرابی هوا پرسونل په توګه مشخص شوي وي، هغوی باید په مشخص شویو وختونو کې دندو ته حاضر شي، ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی.
- د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په شمول د غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي. د شمالی ویرجینیا د ټولنېز کالج (NVCC) د ټولګیو د لغوه کولو مسؤلیت د کالج چارواکو په غاړه دۍ.
- د اوبو لوبو مرکز ممکن د کوډ سور له امله ونه تړل شي. هغه کلاسیفایډ/طبقه بندی شوي کارکوونکي چې دندی تر سره کول یی اړین وي، د سور / نارنجی / شین کوډ معاش به ترلاسه کوي. لنډمهاله/موقتی کارکوونکی به د ساعت په سر خپل عادي معاش تر لاسه کوي. د چارو په وختونو کې هر ډول بدلونونه به د اوبو لوبو د مرکز په ویب پاڼه کی پوسټ کیږي.
- نارنجي کوډ
- د ښوونځیو او / یا د دفترونو ودانۍ د اوږدې مودې لپاره تړلی وی. له مجازی لاری لارښوونې (همهاله یا غیر همهاله) او خدمتونه د ښوونځی د نورمال مهالویش سره سم په مجازی ډول یا غیر حضورې توګه وړاندې کیږی، پرته له دې چې بل ډول ویل شوي وي. د ښوونځی بسونه چاری پرمخ نه وړي. د SACC یا د ښوونځی عمر ماشومانو د پاملرنی پروګرام نه پرانیستل کیږي.
- د سیمه ییزه سفرونو، د ډله ییزه تمریناتو، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمینځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول په مخامخ شکل یا فیزکی ډول د ښوونځي ټول فعاليتونه (د ورځې او ماښام لخوا) لغوه کیږي. له لیرې واټن یا کور څخه فعاليتونه ممکن تر سره شي.
- د خرابی هوا پرسونل باید د اړینو چارو ترسره کولو لپاره په وخت سره حاضر شي، لکه د واورې لیرې کول.
- ټول پازوالان (13 ګریډ او پورته) او ټول کلاسیفایډ کارکوونکي باید د عادی کاری ساعتونو پر مهال د ټیلی ورک په شکل دنده تر سره کړي یعنی (د خپل دندی د موقعیت پر ځائ د بل ځائ څخه دنده تر سره کول). هغه کارکوونکي چې دندې یې د لیرې ځائ څخه نشي ترسره کیدی (د بیلګې په توګه، د خواړو او تغذیی څانګی، ټرانسپورت، او اسانتیاوې برابرولو کارکوونکی)، هغوي به د خپلو نظارت کوونکو څخه مشخصی لارښوونې ترلاسه کړي.
- د ښوونکو د ګریډ په کچه (12 ګریډ) ټول کارکوونکي باید د ښوونځی د عادی ورځې مهالویش په تعقیبولو سره د ټیلی ورک بڼه خپله کړي او په مجازی ډول لارښوونی وړاندی کړي (همهاله یا غیر همهاله)، پرته لدې چې بل ډول ورته ویل شوي وي.
- لیبرال رخصت (د خرابی هوا له امله غیر مهالویش شوی اضافه رخصتی) کارول کیدی شی. د سختې خرابی هوا یا ورته بیړنی حالت په صورت کې چې د کارکوونکو په خوندی ډول د حاضریدو مخه نیسی، (په فزیکی ډول یا له مجازی لاری)، هغه کارکوونکي چی نشی کولی د ټیلی ورک (د بل ځائ څخه دنده تر سره کولو) له لاری یا په شخصی ډول د حاضریدو له لاری دندی تر سره کړي، کولی چی د رخصت غوښتنه وکړي.
- د مسلکی ودی یا پراختیا فعالیتونه له مجازی لاری تر سره کیدي شي. هغه څانګه یا ښوونځی چی دغه فعالیت یا پروګرام سپانسر کوي باید خپلو اړوندو اداری کارکوونکو ته د مسلکی پراختیا د اړتیاو په اړه معلومات وړاندی کړی.
- د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په شمول د غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي. د شمالی ویرجینیا د ټولنېز کالج (NVCC) د ټولګیو د لغوه کیدو اعلان مسؤلیت د کالج چارواکو په غاړه دۍ.
- د اوبو لوبو د مرکز د چارو وختونه به د دغی مرکز په ویب پاڼه کی پوسټ شي.
- شين کوډ
- د زده کوونکو لپاره ښوونځی تړلی وي او د ښوونځی ټول فعالیتونه (د ورځی او شپی لخوا) لغوه کیږي. د SACC یا د ښوونځی عمر ماشومانو د پاملرنی پروګرام نه پرانیستل کیږي. د ښوونځی بسونه چاری پرمخ نه وړي. د ځینو هغو فعالیتونو لپاره چې بیاځلی مهالویش کېدای نه شي یا د هوا د ښه کېدو په ورځو کې نشی تر سره کیدی، ډیری کمی استثناوې رامینځته کېدای شي. دغه ډول استثناوې باید د سوپرانټینډنټ یا د اړونده لیول ایسوسی ایټ لخوا منظوری شی.
- ځینی پازوالان یا اداره کوونکی او کارکوونکی چی په مشخصه توګه د خرابی هوا پرسونل په توګه مشخص شوي وي، هغوی باید په مشخص شویو وختونو کې دندو ته حاضر شي، ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی. معاوضه به یی وخت او د کارکوونکی د عادي معاش په نسبت یو نیم برابر زیات وي. دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ. د شین کوډ معاش د ډیویژن د پرانیستلو وخت پوری د پلی کیدو وړ دئ کوم چی د ښوونځي ډیویژن د سوپرانټینډنټ لخوا مشخص کیږي.
- ټول پازوالان یا اداره کوونکی (د 13 ګریډ او پورته) او د 250 ورځو کلاسیفایډ کارکوونکي باید د سوپرانټینډنټ لخوا په ورکړل شوي مشخص وخت باندی دندی ته حاضر شي، یا که چیرته هغوي دندی ته نه شی حاضریدی، باید خپلو نظارت کوونکو سره اړیکه ټینګه کړئ ترڅو د رخصت غوښتنه وکړی (9-542 مقرره، "لیبرال رخصت").
- د ښوونکو د ګریډ په کچه ټول کارکوونکی (د 12 ګریډ کارکوونکی) او ټول غیر مستثنی کارکوونکی چې له 250 ورځو مهالویش څخه کم مهالویش لري، باید دندی ته حاضر نه شی.
- د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په شمول د غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي. د شمالی ویرجینیا د ټولنېز کالج (NVCC) د ټولګیو د لغوه کیدو اعلان مسؤلیت د کالج چارواکو په غاړه دۍ.
- د اوبو لوبو د مرکز د چارو وختونه به د دغی مرکز په ویب پاڼه کی پوسټ شي.
- دوه ساعته ځنډ سره ښوونځی پرانيستل
- د خرابی هوا پرسونل (د بیلګې په توګه، د صفایی کارکوونکی، د ځانګړو تاسیساتو کارکوونکي ، او د بس د حفظ و مراکبت یا ساتنې کارکوونکي) باید په خپل نورمال وخت سره حاضر شي. د خرابی هوا د پرسونل په توګه د پیژندل شوي کار کوونکو لسټ لپاره د V برخی A جز وګورئ.
- د خواړو او تغذیې کارکوونکی باید په خپل وخت سره حاضر شي.
- ټول پازوالان یا اداره کوونکی (د 13 ګریډ او پورته) او د 250 ورځو کلاسیفایډ کارکوونکي باید د سوپرانټینډنټ لخوا په ټاکل شوي مشخص وخت باندی دندی ته یو ساعت ځنډ سره حاضر شي، یا که چیرته هغوي دندی ته نه شی حاضریدی، باید خپلو نظارت کوونکو سره اړیکه ټینګه کړئ ترڅو د رخصت غوښتنه وکړی (9-542 مقرره، "لیبرال رخصت").
- بس چلوونکي، د بس مرستیالان، د لارې اداره کوونکی، او لیږدونکي باید دندی ته یو ساعت ځنډ سره حاضر شي.
- نور ټول کارکوونکی چې پورته 1 څخه تر 4 پوری برخو کې نه دی ذکر شوي، باید دندی ته دوه ساعته ځنډ سره حاضر شي.
- کلاسیفایډ کاروونکو ته به د هغوي د ورځنی کاری مهالویش څخه زیاته معاوضه نه ورکول کیږي لکه څرنګ چې د معاش ورکولو سیسټم لخوا تعریف شوی دی، پرته لدې که هغوي د خپل نورمال کاری ورځی څخه زیات ساعتونه دنده تر سره کړی.
- ساده سا سپک سباناری به ورکول کېږي. سیمه ییزه سفرونه لغوه کیږي. اتلیتکی یا ورزشی سفرونه ممکن انفرادی حالت ته په کتو سره د اړوند لیول ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ او د ټرانسپورت ریٔیس لخوا منظور شی، مګر د سړک د حالت څرنګوالی پورې اړه لری.
- د غرمې ډوډۍ یا خواړه به ورکول کېږي.
- کله چی په ځنډ سره د پرانیستل کیدو مهالويش د پلی کېدو وړ وي، والدين/سرپرستان باید زده کوونکی ښوونځی ته له وخت مخکی را نه ولی، ځکه چې د ښوونځي کارکوونکي هم ممکن ښوونځي ته په ځنډ سره راشي.
- د SACC پروګرام به دوه ساعته ځنډ سره پرانیستل کیږي.
- د اوبو لوبو د مرکز د چارو وختونه به د دغی مرکز په ویب پاڼه کی پوسټ شي.
- د سختی خرابی هوا پر مهال، ځینې والدین / سرپرستان ممکن پخپلو سیمو کې سړکونه او پیاده لاري د زده کوونکو د تګ لپاره ناخوندی وګڼړي. په هغو حالتونو کی، والدين/سرپرستان اختيار لري چې خپل ماشوم ښوونځي ته ونه لېږي. خو بیا هم د زده کوونکي څخه تمه کېږي چې ټولې کورنۍ دندې بشپړې کړي. سربیره پر دی، زده کوونکی به په اکاډمیکی ډول نه جریمه یا سزا کیږي او زده کوونکي ته به غذر شوي غیر رخصت ورکړل شي.
- ښوونځی له وخت مخکی تړل:
- له وخت یو ساعت مخکی ښوونځي تړل
- د بسونو تګ راتګ به په عادی ډول وي. د پری سکول د غرمی مهالویش کی به هیڅ بدلون نه راځی.
- د غرمې ډوډۍ یا خواړه به ورکول کېږي.
- سیمه ییزه او ورزشی سفرونه لغوه کیږي.
- د ښوونځي رسمی ساعتونو وروسته به د SACC پروګرام نه پرانيستل کېږي.
- ښوونکي، د ښوونکو مرستیالان، د کتابتون رسنیو مرستیالان، د اشارو ژبې ژباړونکي، او د ښوونځي نرسان (هغه کارکوونکی چې اصلي مسؤلیت یې د زده کوونکو سره په ګډه کار کول دي) ممکن د ښوونځی مدیر لخوا له وخت مخکی رخصت کړل شي مګر وروسته له هغی چی ټول زده کوونکی له ښوونځی ودانی او ملکیت څخه په خوندی ډول لاړ شی. دغه کارکوونکو ته به له وخت مخکی د رخصتیدو لپاره یوازی تر یو ساعت پورې کریډټ ورکول کیږی. کلاسیفایډ کاروونکو ته به د هغوي د ورځنی کاری مهالویش څخه زیاته معاوضه نه ورکول کیږي لکه څرنګ چې د معاش ورکولو سیسټم لخوا تعریف شوی دی، پرته لدې که هغوي د خپل نورمال کاری ورځی څخه زیات ساعتونه دنده تر سره کړی.
- اداري کارکوونکي او نور ټول غیر مستثنی کارکوونکي به په خپل نورمال کاری مهالویش کې پاتې کیږي پرته له دې چې په مشخصه توګه د سوپر انټینډنټ لخوا د اعلان په تر س کی رخصت کړل شي.
- هغه کارکوونکي چی د خرابی هوا حالت له امله په دنده کی نه شی پاتې کیدلی، باید د رخصت غوښتلو لپاره خپل نظارت کوونکی سره اړیکه ټینګه کړي (9-542 مقرره، "لیبرال رخصت").
- د ورځې او ماښام لخوا ټول غیر ښوونځي فعالیتونه لغوه کیږي. د شمالی ویرجینیا د ټولنېز کالج (NVCC) د ټولګیو د لغوه کیدو اعلان مسؤلیت د کالج د چارواکو په غاړه دۍ.
- سوپرانټینډنټ دا صلاحیت لری چی د ښوونځی ډیویژن د تړلو وخت مشخص کړی یا وټاکی.
- له وخت دوه ساعته مخکی ښوونځي تړل
- د بسونو تګ راتګ به په عادی ډول وي. که چیرته د ښوونځی د تړلو اعلان د ماسپښین د پری سکول ماشومانو بس کی ښوونځی ته د وړلو وخت څخه وړاندی تر سره شی، نو بیا به د ماسپښین ټولګی لغوه کیږی.
- د سهار لخوا او د بشپړ ورځی د پری سکول (وړکتون) زده کوونکی به د خپل عادي مهالويش وخت څخه دوه ساعته مخکی رخصت کېږي. د ماسپښن له خوا به د پری سکول (وړکتون) ټولګی نه وي.
- سیمه ییزه سفرونه به لغوه کیږي پرته له دې که له وړاندی څخه یی سفر پيل کړی اوسی. د بیرته ستنولو یا ګرځولو هڅی باید پیل شی. د بس ناوخته او ورزشی فعالیتونه لغوه کیږي.
- د ښوونځي رسمی ساعتونو وروسته به د SACC پروګرام نه پرانيستل کېږي.
- ( که اړتیا ولیدل شی نو د بدیل مهالویش سره به) د غرمې ډوډۍ ورکول کېږي.
- ښوونکي، د ښوونکو مرستیالان، د کتابتون رسنیو مرستیالان، د اشارو ژبې ژباړونکي، او د ښوونځي نرسان (هغه کارکوونکی چې اصلي مسؤلیت یې د زده کوونکو سره په ګډه کار کول دي) ممکن د ښوونځی مدیر لخوا له وخت مخکی رخصت کړل شي مګر وروسته له هغی چی ټول ماشومان له ښوونځی ودانی او ملکیت څخه په خوندی ډول لاړ شی. دغه کارکوونکو ته به له وخت مخکی د رخصتیدو لپاره یوازی تر دوه ساعتونو پورې کریډټ ورکول کیږی. کلاسیفایډ کاروونکو ته به د هغوي د ورځنی کاری مهالویش څخه زیاته معاوضه نه ورکول کیږي لکه څرنګ چې د معاش ورکولو سیسټم لخوا تعریف شوی دی، پرته لدې که هغوي د خپل نورمال کاری ورځی څخه زیات ساعتونه دنده تر سره کړی.
- اداري کارکوونکي او نور ټول غیر مستثنی کارکوونکي په خپل نورمال کاری مهالویش کې پاتې کیږي پرته له دې چې په ځانګړي ډول د سوپرانټینډنټ لخوا پریښودل شي.
- هغه کارکوونکي چی د خرابی هوا حالت له امله په دنده کی نه شی پاتې کیدلی، باید د رخصت غوښتلو لپاره خپل نظارت کوونکی سره اړیکه ټینګه کړي (9-542 مقرره، "لیبرال رخصت").
- (د ورځې او ماښام لخوا ) ټول غیر ښوونځي فعالیتونه لغوه کیږي. د شمالی ویرجینیا د ټولنېز کالج (NVCC) د ټولګیو د لغوه کیدو اعلان مسؤلیت د کالج د چارواکو په غاړه دۍ.
- سوپرانټینډنټ دا صلاحیت لری چی د ټولو کارکوونکو لپاره د ښوونځی ډیویژن د تړلو وخت مشخص کړی یا وټاکی.
- له وخت یو ساعت مخکی ښوونځي تړل
- د فعالیتونو او د ماښام لخوا د پروګرامونو لغوه کول
وروسته له هغی چی ښوونځی رخصت شی، یا د ښوونځی د غیر رسمی ورځو (د اونی پائ ورځی) پر مهال ځینې د خرابی هوا حالتونه یا نوری پیښی ممکن رامینځته شي، مګر د خوندیتوب په موخه ټول فعالیتونه ممکن لغوه شی. کله چې دا کار د ښوونځی ورځی په بهیر کی رامینځته شي، د SACC پروګرام به د ماسپښین په 5 بجو تړل کیږي.
- سور کوډ
- ټیلی ورک (د دندی موققیت پر ځای د بل ځائ څخه دنده تر سره کول)
- د ( 561-1، مقرری "د دندی موققیت پر ځای د بل ځائ څخه دنده تر سره کول/ ټیلی ورک" پر اساس) د سور کوډ او نارنجی کوډ په ټولو حالتونو کی، ښوونکي ممکن په داوطلبانه شکل د "ټیلی ورک/ لیری ځای څخه کار" یا د کور څخه د کار کولو د کومی بلی ستراتیژی په کارولو سره لکه، ډاټا داخلول، د زده کوونکو آزموینو ته نمری ورکولو یا د خپلو عادی کارونو د بشپړولو هڅې کولو له لاری دنده تر سره کړي مګر اړ نه دی چی دا کار تر سره کړي. په دې شکل د کار کولو لپاره اخیستل شوۍ وخت په کلکه یو داوطلبانه عمل دی او د قرارداد ساعتونو یا په بل ډول معاوضه کې نه شمیرل کیږي.
- لکه څرنګ چې غیر مستثنی کارکوونکو ته باید د ترسره کړی ټولو کارونو لپاره چی د ښوونځی ډیویژن لپاره تر سره شوي وي، معاوضه ورکړل شی، هغوی د نظارت کوونکی لخوا له وړاندی څخه د منظوری شوي اجازی پرته په "ټلی ورک یا د لیری څخه دنده تر سره کولو" یا د کور څخه د ندی په نورو ستراتیژیو کې د ښکیل کیدو څخه منع دی پرته له هغی چی د نارنجی کوډ له امله د تړل کیدو لپاره تشریح شوي دی. مقرره 1-561، "ټول کارکوونکي- ټیلی ورک” وګورئ. د ښوونځیو د غیر مهالویش شوی تړل کیدو او ځنډ سره د پرانیستل کیدو په تړاو لا زیات ځانګړی لارښوونې لاندې ځائ کی لیست شوی دي.
- خرابې هوا کی دنده تر سره کوونکی کارکوونکي
- د خرابی هوا کارکوونکی هغه کارکوونکی دی چې د ډیویژن چاری پر مخ تللو لپاره حساس یا اړین ګڼړل شوي دي او د بیړنی/ اضطراري حالت یا د ډیویژن تړل کیدنه په پام کی نیولو پرته د چا چی دندی ته حاضریدل ممکن اړین وي او د دندې څخه د هغوي غیر حاضری کولی شی د ډیویژن او / یا تاسیساتو خوندیتوب یا هوساینه له خطر سره مخ کړی. د خرابی هوا دغه پرسونل باید په مشخص شوي وختونو کې دندو ته حاضر شي ترڅو د خرابی هوا د حالاتو سره سم اړینی دندی پرمخ ویسی.
- د خرابی هوا کارکوونکی چې زمونږ د زده کوونکو ، کارکوونکو، او د ډیویژن ملکیت د خوندیتوب ډاډ رامینځته کوي، دغو کی لاندی ذکر شوي کارکوونکی شامل دی: (د ستوری (*) نښه لرونکی کارکوونکی هغه وخت دندی تر سره کوي "کله چی ورته اړتیا وي")
- اجرایوی کابینه*
- ښوونځی میشته/ د مرکزی دفتر پازوالان/اداره کوونکي*
- ښوونځی میشته/ د مرکزی دفتر صفایی کوونکی
- د اسانتیاو برابرولو مشخص کارکوونکي*
- د ټرانسپورت مشخص کارکوونکي*
- د ګودام مشخص کارکوونکي*
- د ښوونځی د ګزمی امنیتی کارکوونکی
- د ښوونځی د امنیتی چارو افسر*
- د ټولنې د امنیتی چارو افسر*
- د ښوونځی پازوالان (اداری کارکوونکی) او د بیلابیلو څانګو ریٔیسان به د دې خبری د ډاډ رامینځته کولو مسؤلیت په غاړی لري چې انتخاب شوي کارکوږنکی له وړاندی څخه د خرابی هوا حالت په اړه خبر دي، هغه دا چی هغوي د ډیویژن چاری پر مخ وړولو لپاره د خرابی هوا کارکوونکو په توګه پیژندل شوی دي.
- که څه هم دا مقرره د خرابی هوا کارکوونکو د پیژندلو لپاره تګلاری وړاندی کوي، مګر د چارو د پرمخ وړلو لپاره د ځانګړې اړتیاوو، ناڅاپي پېښو، یا د اړتیا وړ د نورو توجیهپذیرې مسایلو له امله په دی لسټ کی د پرسونل د اضافه کولو او لیری کولو د وروستی پریکړی اختیار سوپرانټینډنټ، اجرایوی کابینه، او ریٔیسان لري.
- د خرابی هوا کارکوونکی چې شتون یی اړین وي مګر د خرابی هوا حالت پر مهال دندی ته په حاضریدو کی پاتی راشي (پرته لدې که رخصت یی منظور شوي وي) ممکن د انضباطی اقدام سره مخ شي.
- هغه ټول کارکوونکي چی د خرابی هوا پرسونل په توګه ټاکل کیږي، د دندو د هغه لسټ پر اساس مشخص کیږي او تصویب کیږي چی په ټول ډیویژن کی په بیړنی حالتونو کی د دندو ترسره کولو لپاره روزل شوی دي. دا لیسټ د هر مالی کال له پیل کیدو څخه وړاندی چمتو کیږي او کارکوونکو ته یی په اړه په لیکلی ډول خبر ورکول کیږی.
- د دوهم شفټ یا وخت کارکوونکي
لاندې ذکر شوي لارښوونې د پاک کاری (صفایی) کارکوونکو او د دوهم شفټ هغه نورو کارکوونکو لپاره دی څوک چې د ښوونځی عادی ورځی په تعقیبولو سره د ماښام لخوا د ښوونځی په ودانیو کې پاتې کیږی:- کله چې د ښوونځي د عادي ورځی وروسته هوا خرابېدل پیل شي، او د کارکوونکو د خوندیتوب په موخه، سوپرانټینډنټ ممکن د خطرناکې او خرابی هوا له امله د پاک کاری یا صفایی کارکوونکو او د دوهم شفټ نورو کارکوونکو ته له وخت مخکی د رخصتیدو اجازه ورکړي. سوپرانټینډنټ یا د هغه/هغی استازی به له وخت مخکی د رخصتیدو لپاره وخت مشخص کوي. کله چې دا کار تر سره شی، له وخت مخکی د رخصیدو د وخت څخه راپدیخوا د پاتی ښوونځی ورځی لپاره به اغیزمن شوی کارکوونکو ته معاوضه ورکړل کیږي.
- د ښوونځي او د صفایی د پرسونل له وخت مخکی د رخصیدو وړاندی هغوي باید د راتلونکی ورځی لپاره د ودانی د پرانیستل کیدو هره حڅه تر سره کړي.
- د خرابی هوا هغه کلاسیفایډ کارکوونکي چې د سوپرانټینډنټ لخوا د ښوونځی د تړلو وخت مشخص کیدو وروسته دنده تر سره کوي، هغوي ته به د تړل کیدو وخت څخه راپدیخوا د عادی مهالویش شوي ورځی لپاره معاوضه ورکړل شي. سربیره پر دې ، هغوي به د ټاکل شوي تړل کیدو وخت څخه راپدیخوا د کاری ساعتونو لپاره د خپل عادی معاش پر ځائ یو نیم برابر معاش تر لاسه کړي. دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ.
- د ښوونځی ډیویژن د وخت او حاضرۍ مدیریتی سیسټم
ډیویژن خپله دا اختیار لري چې د خرابی هوا حالتونو له امله د ښوونځي د تړلو یا پرانیستلو ځنډولو پر مهال د وخت ثبتولو څرنګوالی مشخص کړي. لاندې کړنلاری باید وکارول شی:- هغه کلاسیفایډ کارکوونکی چې د خرابی هوا کارکوونکو په توګه مشخص شوی یا ټاکل شوي دی، او څوک چې د خرابی هوا له امله د ښوونځیو د تړلو پر مهال دندی تر سره کوي، چی پکی د اونۍ پائ ورځو یا رخصتی کی دندی تر سره کول هم شامل دي ترڅو د ښوونځی پرانستلو لپاره چمتو شی، هغوي باید د ډیویژن د حاضری په سیسټم کی د دندی پيل کولو او پائ ته رسولو وخت دننه کړی. د سور کوډ یا نارنجي کوډ پر مهال د ښوونځی تړل کیدو په وخت کی په ودانی کی کاری ساعتونه، او د ښوونځی پرانیستلو د رسمی وخت څخه مخکې کاری ساعتونه چی د سپرانټینډنټ لخوا مشخص شوی وي، باید لپاره یی یو نیم چنده معاش ورکړل شي (د سور/نارنجي/شین کوډ معاش). دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ. د شین کوډ پر مهال د ډیویژن لخوا په رسمی توګه د ښوونځیو د پرانیستل کیدو وروسته کاری ساعتونو لپاره به کارکوونکی عادی نرخ سره معاش تر لاسه کوي، دندی ته حاضریدو لپاره به ورته هیڅ ډول اضافی معاوضه نه ورکول کیږي.
- غیر مستثنی لنډمهاله یا موقتی کارکوونکو ته یوازې په فیزکی ډول د تر سره کړي ساعتونو لپاره معاش ورکول کیږي او د سور/ نارنجی / شین کود معاش تر لاسه کولو لپاره وړ نه دي.
- هغه کارکوونکي چې د ډیویژن د تړلو په وخت کی یی خپل مهالویش شوي کاری ساعتونه نه وي بشپړ کړي، هغوي به د پاتی کاری ساعتونو لپاره کریډټ تر لاسه کوي.
- لکه څرنګ چی د معاش د ریکارډ سیسټم لخوا تعریف شوي دی، که چیرته یو کارکوونکی په منظوریغ شوي رخصتئ کی وی او ډیویژن په ځنډ سره پرانیستل کیږي، د سور کوډ یا شین کوډ له امله تړل کیږی یا له وخت مخکی رخصت کیږي، نو د کارکوونکی په پاتی رخصت کی د اړونده سمون سره به کارکوونکی د بیړنی حالت له امله د تړل کیدو ساعتونو لپاره کریډیټ ترلاسه کوي (که چیرته د مشخص کارکوونکی په څانګه باندی د پلی کیدو وړ وي).
- کله چې یو کارکوونکی د سور کوډ، نارنجي کوډ، یا شین کوډ په ورځ باندی په کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره مهالویش شوي وی (د بیلګې په توګه، پریزنټیشن وړاندی کوي یا روزنه کی ګډون کوي)، په کنفرانس کی ګډون کول د کارکوونکی او د کارکوونکی د نظارت کوونکی اختیار دۍ. د کارکوونکی د عادي معاش څخه زیاته معاوضه به نه ورکول کیږي.
- د ښوونځي بورډ غونډه
- د خرابی هوا حالت یا د نورو بيړنيو حالاتو په صورت کې، چې د سوپرانټینډنټ لخوا له وخت مخکی د ښوونځیو د رخصتولو یا تړلو لامل کیږي، د ښوونځی بورډ منشي به د ښوونځی بورډ د غړو پول یا رایه اخیستل پيل کړي تر څو دا معلومه کړي چی آیا د 137 پالیسۍ، "د پرنس ویلیم کانټي د ښوونځی بورډ پول یا رایه" سره په مطابقت غونډه لغوه شي یا وځنډول شي او که څرنګ.
- که چیرته د ښوونځی بورډ دا پریکړه وکړی چې د سور کوډ یا نارنجی کوډ په ورځ یا د ښوونځیو له وخت مخکی د رخصتیدو وروسته به غونډه تر سره کیږي، نو سوپرانټینډنټ به د کارکوونکو خوندیتوب په پام کی نیولو سره دا مشخص کوي چی کوم کارکوونکی باید دندی ته حاضر شي. که چیرته سوپرانټینډنټ د سور کوډ یا نارنجی کوډ اعلان وکړی، نو هغه کلاسیفایډ کارکوونکی چی په ودانی کی دندی تر سره کول یی اړین وي، د خپل عادی معاش پر ځائ به یو نیم برابر معاش تر لاسه کړي. دا معاش د کارکوونکی د نورمال معاش سربیره دۍ.
- پریکړه کونه او ارتباط/اړیکه
- د ښوونځيو پرانیستلو وخت ځنډول، د سور کوډ، نارنجي کوډ، یا شین کوډ په ورځو کې د ښوونځيو د تړلو، یا له وخت څخه مخکې د رخصتولو پرېکړه د ښوونځي د سپرانټینډنټ (یا د هغه/هغی د استازی) استحقاق دی.
- د سړکونو د خرابو حالتونو له امله د سور کوډ، نارنجی کوډ، یا شین کوډ په ورځو کې د ښوونځیو د تړلو پریکړه باید د ټرانسپورت رییٔس او اجرایوي ریٔیس د سپارښتنو پراساس وي.
- هغه د ښوونځی مدیران یا ریٔیسان چې د نورو خرابو شرایطو له امله د یو یا ډیرو ښوونځیو تړلو لپاره لاملونه لری باید خپلی سپارښتنی اړوند لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته وړاندی کړی. لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ باید د اجرایوي ریٔیس او د بشری سرچینو عمومی رییس سره په مشوره سپرانټینډنټ (یا د هغه/هغی استازی) ته سپارښتنه وړاندی کړي. وروستۍ پریکړه به سپرانټینډنټ (یا د هغه/هغی استازی) تر سره کوي.
- که څه هم د ښوونځی مدیران او اړونده نظارت کونکی د پرسونل د روغتیا او خوندیتوب او د بیړنی حالت پر مهال د ملکیت د خوندی ساتلو مسؤلیت په غاړه لری، د بیړنی حالتونو سره مقابله کولو لپاره د کلاسیفایډ کارکوونکو لپاره د اضافی وخت کارونه باید لږترلږه اندازی پورې محدود وساتل شي.
- د سور کوډ ، نارنجی کوډ ، یا شین کوډ په وخت کی د ښوونځیو د تړلو یا د ښوونځیو په ځنډ سره د پرانستلو پریکړه باید د امکان تر حده پوری ډیری ساعتونه مخکی تر سره شی. پرته له دې چې په غیر معمولی حالاتو کې بیړنی اقدامات پورته کولو ته اړتیا وي، پریکړه باید یوه شپه مخکی، یا د ښوونځی د تړل کیدو یا په ځنډ سره د پرانیستل کیدو په ورځ تر سهار 4:30 بجو پوری تر سره شی. دا کار به د معلومات خپرولو عمومی ریٔیس ته اجازه ورکړی چی والدینو / سرپرستانو ، کارکوونکو او زده کوونکو ته په وخت سره خبرتیا ورکړي.
- د ښوونځیو له وخت مخکی د رخصتولو خبرتیا به د معلومات خپرولو ریٔیس (یا د هغه/هغی استازی) لخوا خبری رسنیو ته ورکول کیږي. دغه راز دا پیغام باید د مرکزی دفتر د کارکوونکو لخوا د ټلیفونی لړی او برېښنالیک له لارې ښوونځیو او اداری څانګو ته هم واستول شي.
- کله چې د داسی لاملونو لپاره د ښوونځیو له وخت مخکی تړل اړین وی چې عام خلکو ته څرګند نه وي، د بیلګې په توګه، د بریښنا یا برق خرابیدل یا د اوبو کمښت، دا د ښوونځی د مدیرانو مسؤلیت دی چې د خبرتیا ورکولو لپاره یو سیسټم ولری لکه والدینو او د ماشومانو د پاملرنې کوونکو پروګرامونو ته په اتومات ډول د غږیز پیغام ورکولو سیسټم/بریښنالیک لیږدول. دا پروسه په ځانګړی توګه د ابتدایهٔ ښوونځی زده کوونکو لپاره اړینه ده.
- استثناوي
د ښوونځيو سوپرانټینډنټ حق لري چې په دې مقررې کی استثناوې رامینځته کړي، کله چې ورته مناسب ښکاره شي.
عمومي اجرایوي رئیس، د بشري سرچینو عمومي رئیس، لیول ایسی سویټ سپرانټینډنټ، د معلومات خپرولو عمومي رئیس، او د مالیې عمومي رئیس (یا د هغوي استازی) د دې مقررې د پلی کولو او نظارت کولو مسٔولیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.