لارښوونه
مقرره 2-640
د نصابی او غیر نصابی فعالیتونو پروګرامونو لپاره وړوالی
- په ورزشي لوبو، رسم ګذشت بانډ/ډله، او په ډرل یا تمرینی ټیم کې د ګډون کولو لپاره اکاډمیکی یا تعلیمي معیارونه:
وړوالی ته دوام ورکولو لپاره، د عالي ښوونځي هغه زده کوونکي چې د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ په فعالیتونو او ورزشي لوبو، رسم ګذشت ډلو/بانډ، او ډرل یا تمرینی ډله کې ګډون کوي، باید پنځه مضمونونو کی بریالی شي او د لومړۍ سمسټر په پائ کې او د ښوونځي کال په پائ کې په دوو مضامینو کې "C" یا تر دی ښه ګریډ ترلاسه کړي. د مرستیال زده کوونکی انتخابی مضامین او هغه کورسونه د کوم لپاره چی زده کوونکي له مخکی څخه کریډیټ ترلاسه کړی اوسی، (د بیلګی په توګه د لابراتوار مرستیالان، د لوړو نمرو تر لاسه کولو لپاره یو کورس بیاځلی اخیستل)، د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ او د PWCS د وړوالی معیارونو پوره کولو لپاره به نه شمیرل کیږي.- د ښوونځي بورډ لخوا د منل شوي جنتري (کیلنڈر) سره په مطابقت، د زده کوونکي د وړوالی او یا نه وړوالی لرلو بنسټیزه پرېکړه به د ښوونځي کال په لومړنۍ ورځ یا د لومړۍ سمسټر له پای رسیدو څخه وروسته سمدلاسه د کیلنڈر په لومړۍ ورځ تر سره کیږي.
- کله چې یو زده کوونکی د ویرجینیا د عالی ښوونځی لیګ لپاره وړوالی ومومي مګر د PWCS د وړوالی لرلو په معیارونو پوره کولو کې پاتې راشي، نو بیا باید د ښوونځی بورډ د 731 پالیسۍ سره سم، د استیناف یا اپیل کولو لپاره لاندې ذکر شوي کړنلاره خپله شی:
- زده کوونکی یا مور/پلار کولی شی په مستقیم ډول د ښوونځي مدیر ته په لیکلي ډول بیان وړاندی کولو سره اپیل وکړي او هغه لاملونه تشریح کړی چې له امله یی د معیار په ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو پایله درلوده. د راپور کارتونو صادرولو وروسته، اپیل باید په دری ښوونځي ورځو کې دننه ترسره شي.
- د ښوونځي مدیر باید اپیل وڅیړي او د اپيل ټولې غوښتنې، د مدیر د سپارښتنې سره په ګډه، د استناف د ترلاسه کیدو وروسته د ښوونځي په دریو ښوونځی ورځو کې دننه د زده کوونکو د فعالیتونو اداری رئیس ته وسپاری.
- د اپیل وړاندیزونه باید د زده کوونکي د حاضري، هڅی، چلند، نمرو او د ډسپلین د ریکارډ بیا کتلو پایله ولري، کله چی د وړوالی پرېکړې تر سره کیږي. د زده کوونکو د فعالیتونو د اداری رئیس لخوا تر سره شوې پریکړه به وروستی وي.
- زده کوونکی به د اپیل/ایستیناف د پروسې په بهیر کی وړوالی ونلري.
- که چیرته یو زده کوونکي د ټیټو نمرو یا ګریډونو له امله د راتلونکي ښوونځي کال په مني سمسټر کې د ګډون کولو لپاره وړوالی ونه مومي، نو زده کوونکی کولای شي په اوړي ښوونځي کې د دغی کورس بیاځلی ویلو په اړه فکر وکړي چی پکی پاتی راغلی یا په یو داسی نوي کورس کې نوم لیکنه وکړي چې د زده کوونکي د عالي ښوونځی ډیپلوم کریډټ په لور حساب شي. هغه نمرې چې د اوړی ښوونځی په کورس/کورسونو کې ترلاسه کیږي، باید د وړوالی موندلو شرایطو لپاره د راتلونکی تعلیمی کال په منی کې په نظر کې ونیول شی.
- د سمسټر په بهیر کې، روزونکي یا سپانسر کوونکي باید د نیمایي کال نمرې وګوري او ګډون کوونکی زده کوونکی ته دی په راتلونکی سمسټر کی د احتمالی نه وړوالی موندلو په اړه خبر وکړي. په هغو حالاتو کې کله چې غیر ښوونځي کارکوونکې د روزونکو یا ترېنرانو په توګه ګمارل شوي وي، د زده کوونکو د فعالیتونو ریٔیس باید د روزونکی (ترېنر) یا سپانسر سره د نیمایی کال نمرو په کتو کی مرسته وکړي او ګډون کوونکی زده کوونکی ته دی په راتلونکی سمسټر کی د احتمالی نه وړوالی موندلو په اړه خبر وکړي.
- د ویرجینیا عالی ښوونځی لیګ فعالیتونو لپاره د لیږد وړوالی
د دې مقرری موخي لپاره، د زده کوونکي "ځایی ښوونځي" د ګډون کولو لپاره د ټاکل شوې ښوونځی په معنی دۍ چی د زده کوونکي استوګځې سره تړاو لری. هغه زده کوونکي چې د خپل ټاکل شوي استوګنې له حدودو څخه بهر ښوونځي ته د انتقال/لیږد لپاره منظوري ورکړل شوي وي، د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ په فعالیتونو او ورزشي لوبو کې د ګډون کولو لپاره وړ دي، کله چې ښوونځي ته د لومړي ځل لپاره د نهم ټولګي زده کوونکي په توګه او یا د لسم ټولګي د زده کوونکي په توګه په یو ځانګړي ځايي پروګرام (تخصصی پروګرام) کې د لومړي ځل لپاره شاملیږي.- هغه زده کوونکي چې په یو تخصصی پروګرام کې د ګډون لپاره یو ښوونځي ته انتقاليږي، د اتلیټیکی وړوالی ساتلو لپاره باید په پروګرام کی د ګډون کولو ټول شرایط پوره کړي.
- هغه زده کوونکي چې په یو ښوونځي کې یې خپل وړوالی ثابت کړې اوسی، او وروسته بیا په همدغه ښوونځي کې یو بل تخصصی پروګرام ته تبدیلیږي یا ورڅخه وځي، د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ د 28A-7-1(3) مادې سره په مطابقت، هغوي به په دغه ښوونځي کې د پروګرام څخه د وتلو نیټې څخه راپدیخوا د 90 ښوونځی ورځو لپاره وړوالی له لاسه ورکوي.
- که چیرته د تخصصی پروګرام کوردیناتور د تخصصی پروګرام د شرایٔطو پوره کولو کی د پاتی راتلو له امله یو زده کوونکی د پروګرام څخه وباسي، نو زده کوونکی باید بیرته خپل اصلی یا ځايي ښوونځی ته په راتلونکي ښوونځي کال کې وګرځی. زده کوونکی به د ویرجینیا د عالی ښوونځی لیګ لیږد/انتقال قانون 28A-7-1 (Note D) سره په مطابقت د 365 جنتری ورځو لپاره وړوالی له لاسه ورکوي.
- که چیرته یو زده کوونکی د یو تخصصی پروګرام څخه د وتلو خوښه څرګندوی، نو زده کوونکی به خپل اصلی/ځایی ښوونځی ته په ورپیسی ښوونځي کال کې بیرته ګرځي. زده کوونکی به د ویرجینیا د عالی ښوونځی لیګ لیږد/انتقال قانون 28A-7-1 (Note D) سره په مطابقت د 365 جنتری ورځو لپاره وړوالی له لاسه ورکوي.
- د دولسم ټولګي زده کوونکي ته به اجازه نه ورکول کیږي چی د عالي ښوونځیو لپاره د ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) له ځانګړي اجازی پرته دغه ډول تخصصي پروګرامونو ته ځان ولیږدوي. زده کوونکی به د ویرجینیا د عالی ښوونځی لیګ لیږد/انتقال قانون 28A-7-1 سره په مطابقت د 365 جنتری ورځو لپاره وړوالی له لاسه ورکوي.
- یو زده کوونکي ته د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ د لیږد قانون څخه معاف کیدو لپاره ابرألیک ورکول کېدای شي، کله چې د زده کوونکی نو په مشخصه توګه ذکر کولو سره د ښوونځي بورډ او یا د ډیویژن د سپرانټینډنټ لخوا ولیږدول شي. د ویرجینیا د عالي ښوونځی لیګ د لیږد قانون 28A-7-2 (7) سره په مطابقت، دغه ډول ابرا لیکونه باید د زده کوونکي او/یا ښوونځي ډیویژن د فلاح او بهبود لپاره وي نه د ورزشي لوبو او/یا فعالیتونو موخو لپاره.
- هغه زده کوونکي چې په یو تخصصی پروګرام کې د ګډون لپاره یو ښوونځي ته انتقاليږي، د اتلیټیکی وړوالی ساتلو لپاره باید په پروګرام کی د ګډون کولو ټول شرایط پوره کړي.
د عالي ښوونځیو لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ ( یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.