Regulation 689-1 - Pashto

لارښوونه

مقرره 1-689

د اوړي ښوونځي پر مهال دنده: مرکزي او ځاي مشته پروګرامونه

  1. د اوړي ښوونځی پروګرامونه
    1. د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو (PWCS) د مرکزی اوړي ښوونځی نیټې او عارضی وړاندیزونه ( د درسونو ) باید د اپریل میاشتی تر 1 نیټی پوری، یا د ښوونځی بورډ لخوا د اوړي ښوونځی پروګرام لپاره د تصویب سره اعلان شی. ټول وړاندیزونه (د درسونو ) به د بودیجې تصویب تابع وی.
    2. هغه ښوونځی چې د اوړی ښوونځی پروګرام کوربه توب کولو لپاره تصویب شوی وی، باید په خپل ښوونځی کی اوسنی کارکوونکو ته د اوړی ښوونځی نیټې او په عارضی توګه د مضمون وړاندیزونه اعلان کړی.
  2. د اوړي ښوونځی مرکزي پروګرامونه
    1. جواز لرونکی کارکوونکی چې ټول معیارونه پوره کوی یا ورڅخه ډیره وړتیا یا کارکردګی لري، کولی شی چی د بشری سرچینو څانګې ته پام کی نیولو لپاره د غوښتنلیک سپارلو سره د اوړي ښوونځی مرکزی پروګرام پوستونو لپاره وړاندیز وکړي.
    2. هغه کارکوونکی چې پدې وروستیو کې تقاعد شوی دي او په خدمت کې یی خپله وقفه نه ده پوره کړئ، او تقاعد فرصت ګډون کوونکی (ROP) چې د راتلونکی ښوونځی کال لپاره یې د ROP ساعتونه نه دی بشپړ کړی، په اوړي ښوونځی کی دنده تر سره کولو لپاره وړ ندی.
    3. نوي ګمارل شوی ښوونکی چې د جواز تر لاسه کولو لپاره وړ دي مګر لا تر اوسه یی نه دی ترلاسه کړئ، کولی شي وړاندیز وکړي.
    4. عوضی، موقتی کارکوونکی، او په لنډمهاله دنده مسلکی ښوونکی (TPOTA) چې په بریالیتوب سره یی اوږدمهاله دندې بشپړې کړی وی، کولی شي وړاندیز وړاندی کړي.
    5. هغه درخواست وړاندی کوونکی چې اوس مهال د عادی ښوونځی کال په بهیر کې د مضون تدریس کوی، د اوږي ښوونځی دندو لپاره هغوي ته لومړیتوب ورکول کیږي، پرته له دی چی د اوړی ښوونځی په پخوانیو دورو کی د هغوي تجربی په پام کی ونیول شی.
    6. د اوړي ښوونځی پوسټونه ډکولو لپاره لاندی ذکر شوي معیارونه به په پام کې نیول کیږي:
      1. مناسبی تصدیق نامی او د تدریس/ښوونی تجربه؛
      2. د دندې فعالیت / کارکردګی؛
      3. د اوړی ښوونځی پروګرام اړتیاوې؛ او
      4. د تیر اوړی ښوونځی دنده.
    7. هغه ښوونکی چې په اوړی ښوونځی کی د تدریس لپاره غوره کیږي، خپل د خوښی مضمون ښودلو لپاره به ګمارل کیږی، پرته له حالتونو چې د خوښی مضون وړاندیز کوونکی شتون ونلری.
    8. د اوړی ښوونځی ښوونکو معاش به د اوسنی تصویب شوی بودیجې نرخ پر اساس وی لکه څرنګ چې د بودیجې په لارښود کې مشخص شوی دي.
    9. د اوړي ښوونځی ټولې ګمارنې د زده کوونکو په کافی اندازه نوم لیکنی، د پروګرام اړتیاو ، او د اوړي ښوونځی لپاره د ښوونځی بورډ لخوا د بودیجی تصویب پورې اړه لری.
  3. د اوړی ښوونځی مرکزی پروګرامونه - د ښوونځی مدیران او مرستیالان
    1. د اوړی ښوونځی د مدیر او مرستیال پوستونه به د راتلونکی اوړي ښوونځی پروګرام کال تر لومړی فبروری نیټی پورې په کلنی توګه اعلانیږي. په اعلان کی باید د پوست لپاره دندې، مسؤلیتونه او وړتیاوې مشخص شي.
    2. اوسنی مرستیال مدیران او وړ کارکوونکی چې د اداری انټرن، مرستیال مدیر، یا مدیر پوسټ لپاره یی په بریالیتوب سره د سوپرانټینډنټ سکرینینګ پینل پاس کړی وی، کولی شي د اوړي ښوونځی مدیر او / یا مرستیال مدیر پوسټ لپاره وړاندیز وړاندی کړی. سربیره پردې، دغه کس باید د کاکردګی ټول معیارونه پوره کړی یا ورڅخه لوړه وړتیا ولري. په اعلان شوي پوسټ کې د مشخص شوي وروستی نیټې پوری باید د بشری سرچینو مشر افسر ته ملاتړ لیک او سی وی وسپارل شی.
    3. د زده کوونکو د زده کړو رئیس، یا د هغه/هغی استازی باید د اوړی ښوونځی د مدیرانو او مرستیالانو ګمارنو لپاره د بشری سرچینو مشر افسر ته سپارښتنی وړاندی کړی څوک چې باید دا سپارښتنی وګوری او بیا یی سوپر انټینډنټ ته ولیږدوي. سوپر انټینډنټ به د ښوونځی بورډ ته په خپل وخت سره خبر ورکړی.
    4. د اوړی ښوونځی مدیرانو لپاره به جبران په لاندې ډول وی:
      1. هغه کارکوونکی چې د مرکزی اوړی ښوونځی د مدیر او مدیر مرستیال موقف یا پوسټونو لپاره ګمارل کیږی، هغوي به د تصویب شوی نرخ سره په مطابق جبران کیږي لکه څرنګ چی د بودیجې په لارښود کی مشخص شوی دی.
    5. د مرکزی اوړی ښوونځیو د مدیرانو ارزونه
      1. د اوړی ښوونځی مدیران به د اوړي ښوونځی پروګرام په پائ کې ارزول کیږي. د دې ارزونې یوه کاپی به د کارکوونکو په فایل یا دوسیه کې د ځای په ځای کولو لپاره د بشری سرچینو څانګی ته لیږل کیږی.
      2. د اوړی ښوونځی پروګرام د مختصر والی له امله ، یو کارکوونکی چې د پروګرام په پائ کې معیار ته رسیدونکی یا معیار نه پوره کونکی په توګه نمری ترلاسه کړی، که په هره کټګوری کی وي، هغوي به سلا مشوره کیږي او ممکن په راتلونکی کی د اوړي ښوونځی د مدیر او مرستیال مدیر پوسټونو ته وړاندیز کولو لپاره وړ نه وی.
      3. د زده کوونکو د زده کړو څآنګی رئیس، یا د هغه/هغی استازی به د اوړی ښوونځی د مدیرانو د ارزولو مسؤلیت په غاړه لری. د اوړی ښوونځی مدیر به د اوړی ښوونځی د مرستیال مدیر د ارزونې مسؤلیت په غاړه ولری. د اوړی ښوونځی د مرستیال مدیر ارزونه به د زده کوونکو د زده کړو څانګي رئیس یا د هغه/هغی استازی لخوا کتل کیږي.
      4. ارزونې به د کارکوونکی په شخصی فایل یا دوسیه کې ساتل کیږي.
  4. د مرکزی اوړی ښوونځی پروګرامونه - ملاتړی کارکوونکی
    1. کلاسیفایډ کارکوونکی چې اوس مهال د پرنس ویلیم کاونټی ښوونځی بورډ لخوا ګمارل شوی دي او ټول معیارونه پوره کوی یا ورڅخه زیاته وړتیا لري، کولی شي د اوړی ښوونځی پوسټونو لپاره غوښتنلیک وړاندی کړی.
    2. د اوړی ښوونځی دندی لپاره غوښتنلیکونه باید د بشری سرچینو ریاست ته وسپارل شي.
    3. د اوړي ښوونځی پوسټونه ډکولو لپاره لاندی ذکر شوي معیارونه به په پام کې نیول کیږي:
      1. د اوړی ښوونځی پروګرام اړتیاوې؛
      2. د در خواست کوونکی وړتیا؛
      3. سمه یا مناسبه تجربه؛
      4. د دندې کارکردګی / فعالیت؛ او
      5. د تیر اوړی ښوونځی دنده.
    4. د غوښتنلیکونو ، حوالو او نور وغیره لپاره ټول شراېط باید د دندې څخه وړاندی بشپړ شی.
    5. د اوړی ښوونځی کلاسیفایډ کارکوونکو معاش به د تصویب شوی بودیجې نرخ پر اساس وی لکه څرنګ چې د بودیجې په لارښود کې مشخص شوی دي.
    6. د اوړي ښوونځی ټولې ګمارنې د زده کوونکو په کافی اندازه نوم لیکنی، د پروګرام اړتیاو ، او د اوړي ښوونځی لپاره د ښوونځی بورډ لخوا د بودیجی تصویب پورې اړه لری.
  5. دسایټ پر بنسټ د اوړی ښوونځی پروګرامونه

    د سایټ پر بنسټ د اوړی ښوونځی پروګرامونو په ارتباط باید لاندی ذکر شوي لارښوونی تعقیب شی:
    1. د ښوونځی مدیران باید د زده کوونکو د زده کړې څانګی رئیس، یا د هغه/هغی استازی ته 31 مارچ نیټی پوری د سایټ لرونکی اوړی ښوونځی ارادی فورمه وسپاری کوم چی د زده کوونکو د زده کړې اوړی پروګرامونو د لانچ پیډ پاڼه کې شتون لري. د ښوونځی مدیر باید لومړی د مربوطه ایسی سویټ سوپر انټینډنټ څخه تصویب او لاسلیک ترلاسه کړی. بیا د ښوونځی مدیر باید د زده کوونکو د زده کړې څانګی رئیس یا د هغه/هغی استازی ته بشپړ کړی د ارادی فورمه ولیږدوی.
    2. د ښوونځی هغه مدیران چې په ځایی ښوونځی کی د اوړی ښوونځی پروګرامونه لري، د لاندی ذکر شویو برابرولو مسؤلیت په غاړه لری:
      1. درسی نصاب؛
      2. ارزونی/آزموینی
      3. ګرید یا نمری ورکول؛ او
      4. درسی مواد او سرچینې.
    3. هغه مدیران چې د سایټ پر بنسټ د اوړی ښوونځی ستر پروګرامونه لري، کولی شی د اوړی لپاره یو معتبر کوردیناتور انتخاب کړی ترڅو د سایټ پر بنسټ پروګرام لپاره ورسره په اسانتیا برابرولو کی مرسته وکړي. د عادی ښوونځی کال اداره یا چارواکی د اوړی ښوونځی پروګرام د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري او باید هر وخت په ځائ کی شتون ولري.
    4. سایټ پر بنسټ د اوړی ښوونځی کارکوونکی باید د لارښوونې او کلاسیفایډ پرسونل لپاره د مرکزی دندی شرایطو ته غاړه کیږدی. د سایټ پر بنسټ د اوړي ښوونځی مدیران ممکن د ځايي ښوونځی څخه موجود کارکوونکی وګماری او / یا د خالی پوسټونو د اعلانولو یا پوسټ کولو لپاره وړاندیز وکړی.
    5. د سایټ پر بنسټ د اوړي ښوونځی مدیرانو څخه ممکن دا تمه ولرل شي چی د اوړی ښوونځی پروګرام پر مهال د پلی کیدو وړ مدیرانو روزنېزو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
    6. ټول هغه زده کوونکی چې د سایټ پر بنسټ د اوړي ښوونځی په پروګرامونو کې شامل دي، باید د زده کوونکو په مدیریتی سیسټم کې راجسټر شی.
    7. د ښوونځی مدیر (یا د هغه/هغی استازی) به د سایټ پر بنسټ د اوړي ښوونځی پروګرامونو اداره کولو مسؤلیت په غاړه ولري.

د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ (یا د هغه/هغی استازی) او د بشری سرچینو مشر افسر (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.