Regulation 711-1 - Pashto

کتاب:  پالیسۍ او مقررات
برخه:  700 - زده کوونکي
عنوان:  مقرره - د زده کوونکی د نوم لیکنی شرایط او کړنلاری
کوډ:  1-711
حالت:  فعال
تصویب شوۍ:  23 جنوری، کال 2019
په وروستی ځل د کتلو نیټه:  16 نومبر، کال 2021



زده کوونکي

مقرره 1-711

د زده کوونکی د نوم لیکنی شرایط او کړنلاری

  1. د زده کوونکي نوم لیکنه (راجسټریشن)

    د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کی د شاملیدو لپاره به نوي زده کوونکي د نوم لیکنی (راجسټریشن) پروسه په مناسب ښوونځي کې بشپړه کوي کوم چې د هغوی د کور پتی په مربطاتو کی خدمات وړاندي کوي، پرته له دې که د 1-721 مقرری "د زده کوونکی لیږدوني – وړکتون/ابتدایه/منځنی ښوونځي” او 2-721 مقرری "د زده کوونکی لیږدونی – عالي ښوونځی" پر اساس د یو زده کوونکي د لیږد وړاندیز د انفرادي زده کوونکی د اړتیاو پر اساس تصویب شوې اوسی. په دې حالت کې، زده کوونکی به د خپل موجوده پتی ښوونځي پر ځای په هغه ښوونځی کی نوم لیکنه تر سره کوي کوم ته چی لیږدول کیږي. د نوم لیکنی لپاره د اړین اسنادو د بیاځلی کتنې وروسته د ښوونځي کارکوونکي دی باید د زده کوونکي د استوګنځي، د نوم لیکنی او ځای پر ځای کولو لپاره د وړوالی تصدیق وکړي. په ځینو حالاتو کې، ممکن د توقیف (سرپرستی) او زده کړۍ اړوند پوښتنی پوښتلو ته اړتیا ولیدل شي.

    دا کسان وړ دي چی یو زده کوونکي شامل کړي: مور یا پلار چې نوم یې د ماشوم د زیږون په سند کې لیکلی وي، هغه کس چی د توقیف په تړون کې یی نوم لیست شوی وي که چیرته توقیف د مور یا پلار سره نه وي، یا هغه کس چی نوم یی د لنډمهاله پاملرنې تړون کې لیست شوي وي. دغه کسان به اړ وي چې د حکومت لخوا صادر شوی تصویری پیژند پاڼه وړاندې کړي کله چی د ماشوم د زیږون اصلي سند یا تایید شوي کاپي وړاندې کوي. هغه زده کوونکي چې عمرونه یې 18 کاله یا تر هغی پورته وي، یا څوک چی خپلواکه وي، باید پخپله د ځان نوم لیکنه تر سره کړي.

    د فډرال او آیالت قوانین دا په ډاګه کوي چې بې کوره ماشومان او تنکی ځوانان، او پالونکي ماشومان او تنکی ځوانان باید په داسې طریقه شامل شي چې په ښوونځي کې یی نوم لیکنه او ځای په ځای کول په چټکی سره تر سره شي. د ښوونځي کارکونکي باید په 1-718 مقرری، "زده کوونکي بې کوره کیده تجربه کوي" او په 1-714 مقرری، "فوسټر (مور یا پلار/سرپرست پرته) پاملرنه: تعلیمي ثبات، نوم لیکنه او د زده کوونکو شاملول" کی په ‌ډاګه شوي کړنلارو باندی عمل وکړي.
    1. د نوم لیکنی کولو لپاره اړین اسناد
      1. د نوم لیکنی پروسه پیل کولو څخه دمخی باید د پرنس ویلیم کاونټي په بنسټیزه ښوونځي د حاضری ساحه کې استوګنځی باید تصدیق شي. د استوګنځې لپاره اړین اسناد په 3-711 مقرری "استوګنځې" کې بیان شوي دي.
      2. د نوم لیکنې پروسې د یوې برخې په توګه د کورني ژبې سروې (HLS) باید د ټولو زده کوونکو لخوا بشپړ شي. هغه زده کوونکي چې د انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه خبرې کوي او / یا پری پوهیږي باید د نړیوال ښه راغلاست مرکز له لارې نوم لیکنه او د انګلیسي ژبې د مهارت ارزونه بشپړ کړي.
      3. د زده کوونکي د پیدایش د سند اصلي یا تصدیق شوی کاپي. یوازی د ماشوم د پیدایش د سند کاپي دا شرط نه پوره کوي. که چیرته د پیدایش سند موجود نه وي، نو د پیدایش تحلیف پاڼه بشپړول اړین دي (مقرره نمبر 2-723 وګورئ، "د پیدایش د نیټې تایٔید کول"). که چیرته د پیدایش سند پر ځای د پیدایش تحلیف پاڼه ورکړل شي، د ښوونځي کارکوونکو لخوا باید لاندې ذکر شوۍ کړنلارې په لار واچول شي:
        1. د پیدایش د تحلیف پاڼی یوه کاپي باید سمدستي د ښوونځي سرچینې افسر یا د خطر مدیریت دفتر او امنیتی خدماتو یا چارو دفتر ته واستول شي؛ او
        2. والدین/سرپرست باید د نوم لیکنې څخه وروسته په 90 ورځو کې د پیدایش رسمي سند وړاندې کړي.
      4. د اړینو واکسینونو مستند ثبوت (6-723 مقرره، "د واکسینونو شرایط" وګورئ).
      5. د هغو زده کوونکو لپاره د نري رنځ (توبر کلوز) د معایناتو منفي پایلې چې د راجسټریشن نیټې څخه دمخه یی په تیرو پنځو کلونو کې د متحده ایالاتو یا متحده ایالاتو له سیمو څخه بهر د دریو یا ډیرو پرله پسې میاشتو لپاره وخت تیر کړی اوسی (4-723 مقرره، د "نري رنځ (TB) معایناتو شرایط" وګورئ).
      6. د وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره بشپړ فزیکي معاینات چې د زده کوونکي په لومړي ځل عامه ښوونځي ته د ننوتو څخه دمخی په تیرو 12 میاشتو کې تر سره شوي اوسی (5- 723 مقرره، "فزیکي معاینات" وګورئ). یو زده کوونکی باید د ساري او میکروبی ناروغیو څخه پاک وي لکه څرنګ چې په 728 پالیسۍ "اجباري ښوونځي حاضرۍ څخه اخراج او معافیعت" کې ذکر شوي دي.
      7. د نوم لیکنې فورمی څخه دمخی د هر نوي زده کوونکي لپاره د ماشوم د انضباطي او جرمي تاریخ معلومول باید بشپړ شي. (مقرره نمبر 5-715، "د نوم لیکنې دمخی د ماشوم انضباطي او جرمي تاریخ معلومول") وګورئ.
      8. هغه زده کوونکی چې د ځانګړي زده کړې خدمات ترلاسه کوي، د هغوی د اوسني انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) یوه کاپي.
      9. د توقیف اسناد، که د تطبیق وړ وي.
      10. بشپړ شوی بیړنی کارت.
    2. په هغه ښوونځیو کی د زده کوونکو نوم لیکنه (راجستریشن) چی د هغوي د کورونو پتو مربوط نه وي
      1. هغه زده کوونکي چې لیږدول کیږي - د (1-721 مقرری، "د زده کوونکی لیږد - وړکتون/ابتدایه/منځنی ښوونځی"، او 2-721 مقرری، "د زده کوونکی لیږد - عالي ښوونځی") پر اساس هغه زده کوونکي چې د منظور شوي لیږد وړاندیز له امله د انفرادی ضرورت لپاره د PWCS په بل یا مختلف ښوونځي کې نوم لیکنه تر سره کوي، باید کوم ښوونځی لپاره یی چی د لیږد وړاندیز کړۍ وي، هغي ښوونځي ته د تصویب شوي لیږد ثبوت وړاندې کړي.

        استثنا: په ځانګړي پروګرام یا د سایټ مشخص پروګرام کی د منل کیدو له امله چی د کومو زده کوونکو لیږد منظور شوي وي، بیاځلی نوم لیکنی کولو ته اړتیا نلري، خو بیا هم، ښوونځي ممکن د والدینو/سرپرستانو څخه غوښتنه وکړي چې د زده کوونکی د معلوماتو په سیسټم کې معلومات تازه کړي.
      2. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي کال په جریان کې د کاونټی دننه د یو ښوونځی څخه بل ښوونځی ته بدلیږي - هغه زده کوونکي چې د استوګنځې د بدلون له امله په PWCS کې ښوونځي بدلوي باید په نوي ښوونځي کې بیا له سره نوم لیکنه تر سره کړي.
      3. هغه زده کوونکي چی د اړوند لیږد پرته د ښوونځی د ځای پر ځای کیدو بدلون سره مخ کیږي - زده کوونکي باید په منظور شوي ښوونځي کې بیا له سره نوم لیکنه تر سره کړي او د ځای پرځای کیدو لپاره منظور شوي اسناد وړاندي کړي.
    3. د ځانګړي نوم لیکنی لپاره پاملرنی
      1. بې کوره زده کوونکي - هغه زده کوونکي چې د ژوند کولو او اقتصادي ستونزو له امله بې کوره کیده تجربه کوي، باید سمدلاسه یی نوم لیکنه تر سره شي. زده کوونکي د لاندې ذکر شوي اسنادو وړاندي کولو لپاره 60 ورځې وخت لري: د فزیکي معایناتو اسناد، د استوګنځې ثبوت، او د واکسینو ریکارډ. ښوونځي باید د دې ریکارډونو یا اسنادو تر لاسه کولو لپاره د والدینو / سرپرستانو سره د مرستې کولو هڅې مستند کړي.

        نوری اسانتیاوی باید په وخت سره سره ورته برابر شي (مقرره نمبر 1-718، "هغه زده کوونکي چې بې کوره کیده تجربه کوي").
      2. پاملرنه کیدونکی (فوسټر کیر) زده کوونکي (هغه زده کوونکي چی د والدینو پر ځای یی له بل چا لخوا پاملرنه تر سره کیږي) - د فوسټر کیّر زده کوونکي 30 ورځې وخت لري چی د فزیکي معایناتو او د واکسینونو ریکارډ یا اسناد وړاندي کړي. د نوم لیکنی وړاندی کولو وروسته دغه زده کوونکي باید سمدلاسه د ښوونځي ورځې د پای ته رسیدو څخه وړاندی شامل شي. د مشخص معلوماتو لپاره مقرره 1-714 "فوسټر کییٔر: د زده کړې ثبات، نوم لیکنه، او د زده کوونکو شاملول" ته مراجعه وکړئ.
      3. په IEP کی د ځای پر ځای کولو پریکړه - هغه زده کوونکي چې د IEP ټیم لخوا د پریکړې پر اساس یی ځاي بدل شوي اوسی، هغوي به په نوي ښوونځي کې بیاځلی نوم لیکنه تر سره کولو ته اړ وي.
      4. فعاله پوځی دندې لرونکی کس سره تړلی زده کوونکي - د هغو زده کوونکو والدین چې د پرنس ویلیم کاونټي څخه بهر اوسیږي، او پلان لري چی د فعاله پوځی دندی پر اساس په پرنس ویلیم کاونټي کی کورنی ځای پر ځای کړي، باید د خدمت کوونکی مور یا پلار د دندي د احکام کاپي یا د خدمت کوونکی مور یا پلار د قوماندانی څخه رسمی لیک وړاندي کړي چی په PWCS کی د کورنی ځای پر ځای کیدل پکي په ډاګه کوي. د ماشوم د نوم لیکنې څخه وروسته په 120 ورځو کې دننه باید د ښوونځي څانګې ته هغه اسناد ورکړل شي چې په پرنس ویلیم کاونټي کې یی دایمي پته په ډاګه کوي، په بل صورت کی، ورڅخه به د زدکړي فیس اخیستل کیږي، په شمول د هغه ورځو لپاره چې د کوم وخت څخه ماشوم په ښوونځي کې شامل شوي اوسی. دا چی کوم ښوونځي کی باید شامل شي، هغه د PWCS لخوا مشخص کیږي. فعاله دنده لرونکی پوځی والدین/سرپرستان باید I ضمیمه بشپړ کړي او وړاندیز کوونکی ښوونځي او د زده کوونکو خدماتو څانګې ته دی یې وسپاري.
    4. ورک شوي ماشومان
      1. د ویرجینیا د کوډ 31.1-52 برخه پولیس اړ باسی چی باید د PWCS د ښوونځي مدیر ته چیرته چې ماشوم شامل شوۍ دی یا په دې وروستیو کې شامل شوی وی، د ورک شوي زده کوونکي د نوم په اړه خبر ورکړي او ښوونځی ته د ورک شوي کس د راپور په اړه خبر ورکړي. د ورک شوي ماشومانو د نومونو څخه د ښوونځي د څانګی د خبرولو لپاره باید د قانون پلي کوونکی اداری د SP183 فورمه، د ویرجینیا د ورک شوي ماشومانو د معلوماتو مرکز راپور، وکاروي. هر هغه ښوونځی چې په دې میاشتني راپور کې یی یو زده کوونکي لیست شوی وي څوک چې د ورک شوي ماشوم د ریکارډ یا د ورک شوي ماشوم په اړه د نورو معلوماتو لپاره وړاندیز تر لاسه کوي، باید د پرنس ویلیم کاونټي پولیسو او د PWCS د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو څانګې ته خبر ورکړي.
      2. د "ورجینیا کوډ" 289-22.1 § سره په مطابقت، د سیمه ییزه ښوونځي مدیر یا استازی باید سیمه ییزه پولیسو یا د پولیسو د مشر څانګی ته د یو شامل شوي زده کوونکی د احتمالي ورک ماشوم په توګه، د څیړنی کولو لپاره خبر ورکړي کله چې د ماشوم ټولیز ریکارډ د نوم لیکنې په 60 ورځو کې یا د هغی څخه مخکی تر لاسه نه شي، او که چیرته مدیر او سمدستي اداري څارونکي موافق شي چې د یو زده کوونکي د ورک ګڼلو لپاره د شک کولو دلیل شتون لري.
    5. محافظت/ ساتنه (کسټډي)
      1. محافظت یا ساتنه معمولا طبیعي مور یا پلار پوری اړه لري، او ښوونځی ممکن داسې فکر وکړي چې هغه مور یا پلار چې د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره کوي، د ساتنی مسٔولیت یی په غاړه لري پرته له دې که ښوونځی یی په اړه د دې برعکس معلومات ولري. که چیرته هغه کس څوک چې زده کوونکي شاملوي، طبیعي یا پالوونکي مور/پلار یی نه وي، ښوونځی باید د هغه کس څخه پوښتنه وکړي چې د زده کوونکی د توقیف یا ساتنی مسٔولیت څوک په غاړه لري.
      2. د محافظت، ښوونی او د نوم لیکنې وړوالی لپاره د زده کوونکو د معلوماتو کاری پاڼه (مقرره 3-711، I ضمیمه وګورئ) باید د هغه معلوماتو د مستند کولو لپاره بشپړ شي کوم چی په پام کی نیول کیږي، کله چې یو زده کوونکي د مور یا پلار پرته د بل چا لخوا شاملیږي. دا فورم باید د زده کوونکو د تعلیمي ریکارډ د یوې برخې په توګه وساتل شي او یوه کاپي یی باید د زده کوونکو خدماتو څانګې ته واستول شي. کله چې د کورس لپاره فیس ته اړتیا وي، د کورس (ټیوشن) فیس د مشخص کولو لیک (مقرره 3-711، II ضمیمه وګورئ) باید هغه بالغ کس ته ولیږدول شي چې د زده کوونکي د شاملولو هڅه کوي. مهرباني وکړئ د کورس (ټیوشن) فیسونو او اپیل پروسې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره 1-346 مقرری، "ټیوشن/کورس" ته مراجعه وکړئ.
      3. د "ورجینیا کوډ" 22.1.254A§ تر لاندې، هر هغه څوک چې د ښوونځي د عمر ماشوم کنټرول یا مسؤلیت په غاړه لري، باید ماشوم په ښوونځي کې شامل کړي. که زده کوونکی د فوسټر کییر (چی د مور/پلار پرته یی د بل چا لخوا پاملرنه کیږي) په حالت کې وي، د ټولنیزو خدماتو څانګۍ استازی یا د ماشوم ځای پرځای کولو لپاره جواز لرونکي ادارې استازی باید ماشوم په ښوونځي کې شامل کړي. دغه شخص باید د ماشوم د نوم لیکنې لپاره د محافظت یا سرپرستی ثبوت وړاندی کړي.
      4. که چیرته هغه کس چی د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره کوي، د محافظت مسٔولیت یی نه لري، ښوونځی باید هغه بالغ کس ته مشوره ورکړي چې د زده کوونکي نوم لیکنه دی باید د والدینو، سرپرستانو، یا د ساتنی مسٔولیت لرونکی کس لخوا تر سره شي. په PWCS کې د شاملولو لپاره د مور یا پلار، د محکمې لخوا د ټاکل شوی سرپرست، قانوني سرپرست یا مسٔولیت لرونکی کس، یا د پاملرنې په تړون کې د لیست شوي خپلوان، په فیزکی ډول موجودیت اړین دۍ. پرته له دې که یو زده کوونکي په پرنس ویلیم کاونټي کې د اعتبار وړ استوګنځای په ‌ډاګه کړاي شي، یا دا چی زده کوونکي یو فوسټر ماشوم دۍ، لکه څنګه چی په 3-711 مقرری کې ذکر شوي دي، نو هغه څوک چې د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره کوي باید د 1-346 مقرری پر اساس د زده کړي یا ټیوشن فیس یی ورکړي.
    6. د ځوانانو توقیف مرکز (JDC) یا د اصلاحي زده کړو ښوونځیو (DCE) څانګی لخوا د زده کوونکو شاملول
      1. یو زده کوونکي چې له دغو تاسیساتو یا څانګو لخوا بیاځلی داخلیږي، باید په دوه کاري ورځو کې بیرته ځایی یا د پتی ښوونځي کی شامل شي. د ګمارل شوي ځایی ښوونځي د بیا نوم لیکنې ټیم مشر (RTL) به د بیاځلی نوم لیکنې ټیم غونډه مهالویش او تر سره کړي ترڅو د بیاځلی نوم لیکنې پلان رامینځته کړي او د اړتیا وړ مشورې موده مشخص کړي. که چیرته یو زده کوونکی د ځانګړي زده کړې خدمات ترلاسه کړي نو د ځانګړي زده کړې رییس یا مشر باید خبر شي.
      2. کله چې یو زده کوونکي د JDC یا DCE ښوونځیو لخوا یا څخه بیرته داخلیږي، د ننوتلو مناسب کوډ (RIA) باید د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کی داخل شي.
  2. د وړکتون څخه تر 12 ټولګیو پوری د نوم لیکنې لپاره لارښوونې

    د وړکتون څخه تر 12 ټولګیو پوری نوم لیکنه به په آنلاین ډول تر سره کیږي، او والدین / سرپرستان کولی شي خپل زده کوونکي په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسې په کارولو سره راجستر کړي چې د ښوونځي کال د مارچ په دریمه دوشنبه کی، د مني د پیل نیټې څخه دمخی پیل کیږي.

    والدین کولی شي چی د نوم لیکنې په سیسټم کی د مرستې تر لاسه کولو لپاره د خپل ځایی ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړي. هغه زده کوونکي چې د انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه خبرې کوي او/یا پری پوهیږي، باید په آنلاین ډول نوم لیکنه بشپړ کړي او د نړیوال ښه راغلاست مرکز لخوا به ورسره مرسته تر سره شي.
  3. ځای پر ځای کول/شاملول
    1. هغه زده کوونکي چې PWCS ته لیږدول کیږي، د زده کوونکي تعلیمي ریکارډ ته په کتو سره به په مناسب ډول ځای پر ځای شي.
    2. که چیرته د یو زده کوونکي درسي ریکارډ شتون ونلري کله چې زده کوونکی ښوونځي کی شاملیږي، زده کوونکی ممکن د مور/پلار یا سرپرست لخوا په وړاندیز شوي ټولګي کې ځای پر ځای شي. وروسته له هغی چې د لیږدونکی ښوونځي څخه ریکارډ ترلاسه شي، دا ممکن اړین وي چې زده کوونکي د لیږونکي ښوونځي څخه د لاس ته شوي ریکارډ پر اساس مناسب ټولګی کچه کې وګمارل شي.
    3. مقرره نمبر 3-722، "د غیر عامه ښوونځیو او د کور د لار ښوونی منظور شوي پروګرامونو څخه د زده کوونکو په اکاډمیکی ډول ځای پرځای کول" د خصوصي ښوونځيو یا د کور لارښوونو پروګرامونو څخه راستنیدونکو زده کونکو لپاره د په مضمونونو کی د ارزونې طرزالعملونه په ګوته کوي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.