Regulation 711-2 - Pashto

کتاب:                                                 پالیسۍ او مقررات
برخه:                                                  700 - زده کوونکي
عنوان:                                               مقرره - ښوونځي څخه د زده کوونکو وتل/خوشی کول
کوډ:                                                    2-711
حالت:                                                 فعال
تصویب شوۍ:                               23 جنوری، کال 2019
په وروستی ورځ د کتلو نیټه:      16 نومبر، کال 2021


زده کوونکي

مقرره 2-711

ښوونځي څخه د زده کوونکو وتل/خوشی کول
 

په دې مقرره کې په ګوته شوي طرزالعملونه یا کړنلاری باید هغه وخت تعقیب شي کله چې یو زده کونکی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) څخه ایستل کیږي. والدین/سرپرست په کلکه هڅول کیږي چې د زده کوونکي د حاضری ښوونځي سره د زده کوونکي د وتلو پروسه بشپړه کړي.

کله چې یو زده کوونکی د PWCS څخه وځي، ښوونځی به د لیکلو یا بریښنایی اسنادو د ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي ترڅو د وتلو لامل معلوم کړي.

کله چې یو زده کوونکی د ښوونځي ډیویژن څخه ایستل کیږي، لاندې ذکر شوي پروسه باید تعقیب شي:

  1. ثبتوونکی (راجسټرار) یا سکرټر به:
    1. د PWCS د وتلو سلیپ بشپړولو لپاره د ښوونځي کارکوونکو سره په ګډه کار وکړئ. دا ډاډ ترلاسه کړئ چې د کتابتون ټول کتابونه، یونیفورم او توکی بیرته راستانه شوي دي او د ښوونځي ټول فیسونه او پیسې په بشپړ ډول ورکول شوي شوي.
    2. د مناسب وتلو کوډ په کارولو سره زده کوونکي د بریښنایی زده کوونکي معلوماتو سیسټم څخه وباسئ.
    3. د PWCS د زده کوونکي د وتلو سلیپ یوه کاپي، (که چیرې د تطبیق وړ وي) مور او پلار / سرپرست ته ورکړئ ترڅو د وتلو لامل او د والدین / سرپرست لاسلیک ترلاسه کړي.
    4. که چیرته یو زده کوونکی له هیواد څخه بهر وځي، مور او پلار به د زده کوونکي د تعلیمي ریکارډ یوه کاپي په مهر شوي لفافه یا پاکټ کې ترلاسه کړي.
  2. کله چې د ترلاسه کوونکي ښوونځی لخوا د نوم لیکنې خبرتیا او/یا د ریکارډونو غوښتنه ولیږدول شي، یوه کاپي به د زده کوونکي د تعلیمي ریکارډ #1 فایل کې داخل شي یا د زده کوونکي بریښنایی معلوماتو سیسټم ته پورته شي که چیرته زده کوونکی بریښنایی فایل #1 ولري.
  3. که اړتیا وي، د وتلو کوډ به د ریکارډ غوښتنې یا د هغې نشتوالي پراساس تنظیم شي. د نوي ښوونځي لخوا غوښتل شوي وي د ازموینې پایلې، د ځانګړي زده کړې حالت، که د تطبیق وړ وي، او نور اسناد به ولیږدول شي.

    یو ځل چې اسناد د زده کوونکي نوي ښوونځي ته واستول شي، د کورنۍ تعلیمي حقونو او محرمیت قانون (FERPA) افشا کولو لاګ کی باید د لاګ داخلول بشپړ شي کوم چی د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې موقعیت لري.
  4. که چیرته ښوونځی دا تصدیق ترلاسه نکړي چې وتلی زده کوونکي په کوم بل ښوونځي کې کی شامل شوۍ دئ، باید د ترلاسه کوونکي ښوونځي سره اړیکه ونیول شي کوم چې د والدینو / سرپرست لخوا په ګوته شوۍ وو او باید د بیاځلی نوم لیکنې کولو تصدیق دی ورڅخه وغواړي. که چیرته کوم تصدیق ترلاسه نشي، ښوونځي باید د وتلو کوډ تازه کړي ترڅو W880 منعکس کړي، او همدارنګه د تطبیق وړ W8 لامل وړاندې کړي، خو چی د جون تر 30 نیټی څخه وروسته نه شي.

    د دی شرط / اړتیا څخه په استسنا کی لاندینی شامل دي مګر ورپوری محدود نه دي: د W3xx او W5xx وتل کله چې مور او پلار / سرپرست او / یا وړ زده کونکي د وتلو پروسه بشپړه کړې وي او د PWCS څخه د زده کونکي د ایستلو لپاره یی د خپل هوډ په رسمي ډول اعتراف وړاندي کړي وي (د بیلګې په توګه، اصلي لاسلیک، بریښنایی اړیکه / لاسلیک) او/یا د PWCS د حاضري افسر یا استازی تصدیق ترلاسه کړی وي کوم چې باید د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې مستند شي او یوه کاپي یی باید د زده کوونکي د زده کړې ریکارډ #1 فایل کې داخل شي، یا د زده کوونکي د معلوماتو بریښنایی سیسټم کې اپلوډ شي که چیرته زده کوونکی د حوالې لپاره بریښنایی فایل #1 ولري.
  5. د اوسني ریکارډ مدیریت طرزالعملونو سره سم د زده کوونکي تعلیمي ریکارډ به له هغی وروسته د PWCS د ریکارډ مرکز ته ولیږدول شي لکه څرنګ چې د PWCS د ریکارډ مرکز لخوا ویل شوي دي.
  6. که چیرته یو زده کوونکی د ښوونځي کال د پای ته رسیدو څخه د 15 څخه د ډیرو ښوونځي ورځې مخکی د PWCS څخه ولیږدول شي، ښوونځی به د زده کوونکی اړین ریکارډ ترلاسه کوونکي ښوونځي ته استوي. ښوونځی به د زده کوونکي د ترفیع موندلو یا په خپل ځاي پاتی کیدلو په اړه کوم رسمي اقدام نه کوي مګر دا ډول اقدام به تر لاسه کوونکي ښوونځي ته د تر سره کولو لپاره پریږدي. کله چې یو زده کوونکی له ښوونځي څخه ایستل کیږي، د خارجیدو/ وتلو مناسب کوډ باید هغه وخت وکارول شي.
  7. که چیرته یو زده کوونکی د ښوونځي کال په وروستیو 15 ورځو کې د PWCS څخه بل ښوونخی ته ځي، نو ښوونځی به هم هغه طرزالعملونه تعقیبوي کوم چې د هغه زده کوونکو لپاره کارول کیږي څوک چې د ښوونځي کال بشپړ کړي. د ښوونځي لپاره دا ممکن اړین وي چې د ښوونځي څخه د وتلو څځه وړاندي د وروستۍ ازموینې تر سره کولو په موخه د دې زده کوونکو لپاره شرایط وړاندی کړی. د خارجیدو/ وتلو هیڅ ډول کوډ باید داخل نشي.
  8. که چیرته والدین/سرپرست او/یا وړ زده کوونکی د وتلو رسمي پروسه بشپړه نه کړي، ښوونځی باید د جون د PWCS ریکارډ مرکز ته د زده کوونکی د زده کړې ریکارډ د لیږلو څخه وړاندي تر 30 نیټی پوری د زده کوونکي د حالت معلومولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي او د زده کوونکي د معلوماتو په بریښنایی سیسټم کې د وتلو مناسب کوډ داخل کړي.
  9. PWCS د 8VAC20-110-130 لخوا اړ دی چې هر هغه زده کوونکی د خپل حاضری څخه وباسی چې د 15 پرله پسې ورځو یا ډیرو ورځو لپاره غیر حاضر وي او زده کوونکي دی د وتلی په توګه وپیژنی. هغه زده کوونکي چې د دغه ډول لامل لپاره وتلی وي ممکن په PWCS کې بیا نوم لیکنه تر سره کړي، تر کومه پوری چی هغوي د 1-711 مقرری "د زده کوونکي نوم لیکنه یا راجستریشن" په شرایطو برابر وي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.

نوری حوالی


711-0-07 - خبرتیا - زده کوونکی نوم لیکنه او وتل (بیرړنی بدلونونه د COVID-19 له امله تړل)