Regulation 724-1 - Pashto

کتاب:  پالیسۍ او مقررات

برخه:   700 - زده کوونکی

عنوان:   مقرره- حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او ځنډ سره حاضریدل

کوډ:   1-724

حالت:   فعال

تصویب شوۍ:   26 سپټمبر، کال 2018

د بیاځلی کتلو وروستی نیټه:   19 اګسټ، کال 2021

د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی:   11 اګسټ، کال 2021

 

زده کوونکي

مقرره 1-724

حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او ځنډ سره حاضریدل

د 724 پالیسۍ "د زده کونکو حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او په ځنډ سره حاضریدل،" د ویرجینیا د پوهنې ریاست مقرره 8 VAC20-730، او د ویرجینیا قانون هغه احکام چې د زده کوونکو اجباري تعلیم اداره کوي، سره په مطابقت، لاندې طرزالعملونه او مقررات د پرنس ویلیم کاونټي په ټولو عامه ښوونځیو کې په منظم ډول عملی کولو لپاره خپل شوي دي.

  1. د زده کوونکي حاضریدو لپاره قانوني شرایط
    1. د ویرجینیا د قانون پر اساس د اجباري حاضري عمر لرونکو ټولو ماشومانو څخه تمه کیږي چې هره ورځ ښوونځي ته حاضر شي کله چې ښوونځی پرانیستی وي، پرته له دې که د ښوونځي بورډ پالیسۍ، مقرراتو، او د اجباري حاضري قوانینو له مخې عذر شوي اوسی.
    2. زده کوونکي به د هغه وختونو په موده کې حاضر / موجود ګڼل کیږي کوم وختونو کی چې دوی باید د وبا پر مهال د جلا کولو یا قرنطین په پایله کی باید د خپلو کورونو څخه د ښوونځي چارو ته لاسرسی ومومي.
    3. لکه څرنګ چې د دې مقرری په III او IV برخه کې تشریح شوي دي، دا د والدینو/سرپرستانو مسؤلیت دی (هغه نور کسان پکی هم شامل دي چې د زده کوونکي کنټرول یا مسؤلیت په غاړي لري) چی دا ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ماشومان په منظم ډول یا دوام داره توګه ښوونځي ته حاضریږي. هغه زده کوونکي چې 18 کلن دي یا ډیر عمر لري، هغوي ښوونځي ته د حاضریدو لپاره پخپله مسٔولیت په غاړه لري. واده شوي (متهل) زده کوونکي د نورو زده کوونکو په څیر د ورته حاضري قواعدو او مقرراتو تابع دي، په شمول د دي شرط چی هغوي به د قانون لخوا ټاکل شوي عمر کې ښوونځي ته حاضریږي.
    4. لکه څرنګ چې د دې مقرری په IV-VI برخو کې په ‌ډاګه شوي دي، ښوونځي د قانون له مخې اړ دي چې د زده کوونکو ښوونځي ته په منظم ډول د حاضريدو ډاډ تر لاسه کولو لپاره ځینې اقدامات پورته کړي.
    5. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي لخوا د هغوي د حاضري ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اقداماتو پورته کولو سربیره ښوونځی ته حاضریدو کی پاتی راځي، او هغه والدین / سرپرستان چې ښوونځی ته د دې ډول حاضري ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپل مسؤلیت په غاړه نه مني، کیدای شي د ځوانانو او کورنیو اړیکو محکمه کې قانوني چارو سره مخ شي، لکه څرنګ چی د دې مقرری په V او VI برخو کې تشریح شوي دي.
  2. د تښتیدلو/پټیدلو، غیر حاضرۍ، او ځنډ سره حاضریدلو تعریف/ډلبندي

    تښتیدل/پټیدل د یو یا زیاتو غیر غذر شوي غیر حاضریو په معنی دۍ. غیرحاضري باید د عذر شوي یا غیر عذر شوي په توګه طبقه بندي یا ډلبني شي، لکه څنګه چې لاندې تشریح شوي دي.
    1. عذر شوي غیر حاضری

      باید د لاندی ذکر شوي لاملولو پر بنسټ یوازې د مور او پلار / سرپرست سره د تایید شوي اړیکی پر اساس د عذر په توګه ثبت شي:
      1. پخپله د زده کوونکي ناروغي. یو لیکلی یاداښت چې د زده کوونکي د طبي ډاکټر لخوا لاسلیک شوی اوسی او دا تصدیق کوي چې زده کوونکی د غیرحاضری لپاره د منلو وړ طبي دلیل لري، دا یاداښت ممکن د ښوونځي مدیر یا د هغه/هغې استازی لخوا هغه وخت وغوښتل شي کله چې زده کوونکي د ښوونځي کال لپاره 10 یا ډیر غیر حاضري تر سره کوي، او له هغې وروسته د هرې اضافي غیر حاضری لپاره هم.
      2. د ویرجینیا د روغتیا څانګې لخوا په ډاګه شوي لارښوونو سره سم د وبا په بهیر کی د زده کوونکي جلا کول یا ځان ته کول؛
      3. د ښوونځی د جوړی شوۍ لارښوونو سره په مطابقت کوم چی د ویرجینیا د ښوونې او روزنې ریاست لخوا رامنځ ته شوي دي، هغه زده کوونکي چې د رواني او / یا چلند روغتیا ناروغۍ ، روغتیایی نیمګړتیا یا ګډوډي تجربه کوي. له زده کوونکو څخه تمه کیږي چې ښوونځي ته د بیرته راستنیدو سر سم د خپل ښوونځي مشاور سره وګوري.
      4. طبي او د غاښونو معاینه او/یا د زده کوونکي درملنه کله چې دا ډول ملاقاتونه د ښوونځي ساعتونو پرته کوم بل وخت کی نه شي تر سره کیدۍ.
      5. د زده کوونکي په کورنۍ کې د نږدی غړی مړینه (نږدی غړي د پلار، مور، میرنی پلار، میرنی مور، ورور، خور، میرنی ورور یا میرنی خور، میرمن، زوی، لور، یا نیا/نیکه په توګه تعریف شوي)، باید د پرله پسې پنځو ورځو څخه زیات نه وي. هغه غوښتنې چې له پنځو پرله پسې ورځو څخه زیاتی وي باید د تصویب لپاره د زده کوونکو خدماتو دفتر ته راجع شي.
      6. مذهبي، عقیده یی، یا یادګاري مراسم. په دې مراسمو کې د ګډون کولو لپاره د ښوونځي غیر حاضري به د بهترین حاضري پر زد نه شمیرل کیږي، او نه باید زده کوونکي د کومې بلې جایزې یا د سیالۍ کولو وړوالی څخه محروم شي. زده کوونکو ته به اجازه ورکول کیږي چې هر ډول پاتی شوی کورنی دندی تر سره کړي او هر ډول پاتی شوي ارزونې بشپړې کړي. زده کوونکي به اړ نه وي چې د مذهبي، عقیده یی، یا یادګاري مراسمو څخه سمدستی یو ورځ وروسته پاتی شوي ارزونې تر سره کړي یا پاتی شوي دندي تسلیم کړي. هر یوی قضیې ته په کتو سره ښوونکي به له زده کوونکو سره هم هغه ډول چلند وکړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې پاتی شوي ارزونو ته په وخت سره لاسرسی ورکول کیږي. د کلینډر د ضمیمی او سرچینې په توګه، د مذهبي، عقیده یی، او یادګاري مراسمو لیست کوم چې په احتمالی ډول د زده کوونکو لخوا لمانځل کیږي، د ښوونځيو په ویب پاڼو او د ښوونځي ډیویژن په ویب پاڼه کې به د لاسرسی موندلو لپاره موجود وي.
      7. د زده کوونکي په کور کې بیړني حالات چې د زده کوونکي د کورنۍ نږدی غړي ناروغه کیدو یا ټپي کیدو له امله د پاملرنې کولو لپاره پکی د زده کوونکي لنډمهاله مرستې ته اړتیا وي. په هرصورت، د دې عذر په تکراری ډول کارول، یا د ورته موخو لپاره د پرله پسې پنځو ورځو لپاره د غیر حاضرۍ غوښتنه کول، باید د تصویب لپاره د زده کوونکو خدماتو دفتر ته راجع شي. د زده کوونکو د خدماتو دفتر له تصویب پرته زده کوونکو ته به د دا ډول لاملونو لپاره د ښوونځي کال په بهیر کې له 10 مجموعي ورځو څخه ډیر رخصت نه ورکول کیږي.
      8. والدین/سرپرستان دا اختیار لري چې خپل ماشوم ته په داسې حالاتو کې ښوونځي ته د تلو اجازه ورنکړي چې د والدینو/سرپرست په اند د دوی په ګاونډ کې سړکونه یا د پیاده تګ راتګ لارې د کارولو لپاره خورا خطرناکې دي. والدین/ سرپرستان باید د دی ډول غیر حاضری په اړه ښوونځي ته د بریښنایی لارو چارو یا تلیفوني اړیکی له لارې له وړاندي څځه خبرتیا ورکړي. په داسې حالاتو کې، د زده کوونکي غیر حاضرۍ باید عذر شي، مګر د پاتی شوي کورنی دندو بشپړولو ته به اړ وي.
      9. د عالي ښوونځی د وروستی کال زده کوونکی باید په کالج کی د نوم لیکنه کولو یا د فراغت تر لاسه کولو وروسته د دندو لپاره غوښتنلیک بشپړولو لپاره عذر شي. په هر حالت کې، زده کوونکي باید له وړاندی څخه د پرنسپل (مدیر) یا د هغه د استازی هوکړه (تایید) تر لاسه کړي.
      10. په مدنی غونډه کی د ښکیل کیدو لپاره د منځني او عالي ښوونځی زده کوونکي باید د یوي ښوونځي ورځې لپاره غذر یا معاف شي. د امکان په صورت کې زده کوونکي باید د غیر حاضرۍ په اړه له مخکی څخه خبرتیا ورکړي. دغه ډول غونډو په موخه اضافي عذر شوي غیر حاضريو ته اجازه ممکن د ښوونځي د مدیر / استازی او / یا د زده کوونکو د خدماتو دفتر په اختیار سره ورکړل شي.
      11. د یو داسی زده کوونکی محکمی ته حاضریدل چا چی محکمی ته د حاضریدو لپاره لیک، احضار، یا د محکمې حکم تر لاسه کړۍ اوسی ، یا بیان ورکولو لپاره ورته اړتیا وي، یا د زده کوونکي پر وړاندې جنایي تورونو دوسیی ته ځواب ویلو لپاره. هغه سند په کوم کی چې د زده کوونکي څخه محکمی ته د حاضریدو لپاره غوښتنه شوي اوسی، د هغي یوه کاپی باید مدیر یا د هغه/هغې استازی ته د غیرحاضریدو څخه وړاندي ورکړل شي.
      12. یو زده کوونکي ته والدینو/ سرپرست سره د لیدو لپاره ممکن تر پنځو ورځو پورې عذر شوۍ رخصت ورکړل شي د چا والدین/سرپرست چی فعاله پوځی دندی ته بلل شوي وي، د پوځی دندې څخه په رخصت راغلی اوسی، یا په سمدستي توګه د جګړی له ډګره یا د جګړیزه پوستې څخه بیرته راستون شوي وي. زده کوونکی باید له مخکی څخه د تصویب شوي غذر شوۍ غیر حاضرۍ اړتیاوې پوره کړي لکه څرنګ چې لاندې بیان شوي دي.
      13. د غیر حاضری کولو لپاره له مخکې څخه د منظوری اخیستلو څخه باید ډده وشی او د هری قضیې څرنګوالی ته به په کتو سره یوازې د مدیر یا د هغه د استازی لخوا منل کیږی. مونږ زده کوونکی هڅوو چی کورنۍ سفرونه د ښوونځي رخصتیو پر مهال او د اوړی رخصتیو په وخت کی مهالویش کړی. د کورنۍ سفرونو غیرحاضری به نه عذر کیږی پرته له دې که چیرته په غیر معمولي شرایطو کی تر سره شوي اوسی. د زده کوونکو د چارو دفتر سره په همغږی، د غیر معمولي حالاتو د څرنګوالی په اړه پریکړه یوازی د مدیر په اختیار کې ده. کله چی له مخکې څخه تصویب شوي غیرحاضرۍ اوږدوالی ومومي، ممکن د دې لامل شي چې غیر حاضري غیرغذر شوي وګڼل شي او د اجباري زده کړې قوانینو سره د برابرولو په موخه د حاضري افسر ته راجع شي. له مخکۍ څخه تصویب شوي غیرحاضرۍ چې د زده کوونکي / والدین / سرپرست لخوا د ښوونځي د 15 پرله پسې ورځو څخه زیاتو ورځو لپاره غځول کیږي، د ویرجینیا د پوهنې ریاست مقرراتو سره په مطابقت به د زده کوونکي د ښوونځي څخه د ایستلو لامل کیږي. د دې لپاره چې مخکې له مخکې تصویب شوي غیر حاضرۍ، د عذر په توګه طبقه بندي شي، مدیر به لاندې په پام کې ونیسي:
        1. د غیر حاضرۍ د تر سره کولو څخه وړاندي باید د ښوونځی مدیر/د هغه یا هغي استازی په لیکلی بڼه له وړاندي څخه د اجازه اخیستلو وړانديز څخه، د غیر حاضری لاملونو، او د غیر حاضری مودی څخه په مناسب وخت کی خبر شي.
        2. نمری (ګریډ)؛ او
        3. د حاضرۍ ریکارډ.
        د پاتی شوي دندو د بشپړولو لپاره د ښوونکو څخه د بیلابیلو غوښتنو له امله، د کار د ډول / مقدار او دا چی له مخکې څخه تصویب شوي غیرحاضریو لپاره زده کوونکي څخه وخت باید پاتی شوي دندی بشپړ کړي، ښوونکي یی باید د مشخص کولو اختیار ولري.
      14. هغه زده کوونکي چې بې کوری تجربه کوي، لکه څرنګ چې په 1-718 مقرره، "هغه زده کوونکي چې بې کوری تجربه کوي،" کې تعریف شوي دي، څوک چې د ترانسپورت وړاندیز پروسس کولو ته په تمه دي، باید عذر شوي وګڼل شي. د مستند کولو لپاره د زده کوونکو د خدماتو په دفتر کې د مک کیني - وینټو (McKinney-Vento) لخوا په لیکلې بڼه د وړاندیز او د هغه وړاندیز د تاییدی له لاری د والدینو خبرتیا اړینه ده.
      15. د ښوونځی څخه بهر ځنډول. کله چې د ښوونځي اداره کوونکی یو زده کوونکی له ښوونځي څخه بهر وځنډوي، له ښوونځي څخه غیر حاضري باید د عذر شوي غیر حاضری په توګه طبقه بندي شي.
    2. نا عذر شوي غیر حاضري
      1. لاندینی باید د نا عذر شوي غیر حاضري په توګه طبقه بندي شي.
        1. د ښوونځی څخه ټوله ورځ تیښته یا پټیدل؛
        2. یوازی د یو ټولګي څخه تیښته یا پټیدل؛
        3. سپرلۍ، یا بس ورڅخه تل، یا د موټر ستونزې؛
        4. یوازی د مجازی لاری زده کوونکی، کوم چې د کینوس په کارولو سره د ټولګي یا ښوونځي ورځې لپاره په ژوندی بڼه لارښوونو لپاره نه حاضریږی؛
        5. یوازی د مجازی لاری زده کوونکی. کوم چې د ځانګړي شرایطو له امله د بدیل حاضري/ګډون طرزالعمل لپاره یی غوښتنه نه وي کړی او د ښوونکي او/یا مدیر لخوا یی غوښتنه نه وي منل شوی او خپله کمره نه فعالوي او د ښوونځی یا ټولګي لپاره د لارښوونې او زده کړې فعالیتونو پرمهال د ښوونکي لخوا نه لیدل کیږي؛
        6. په سمه توګه د مخکۍ څخه د خبرتیا ورکولو پرته یا د کوم جواز او له مخکۍ څخه د اجازی اخیستلو پرته ترتیب شوي غیر حاضري تر سره کول؛ او
        7. د غیر حاضری یا غوښتل شوي اسنادو لپاره په وخت سره د مناسب توضیحاتو وړاندي کولو کې پاتې راتلل.
      2. د غیر حاضریو جواز. د مور او پلار/سرپرست لخوا لاسلیک شوی لیکلی بیان یا د والدینو/سرپرست لخوا بریښنایی ارتباط کوم چې د غیر حاضري لپاره دلیل وړاندې کوي، د غیر حاضری جواز تاییدولو لپاره غوره لاره ده. د تاییدولو لپاره په بدیلو لارو چارو کې ممکن د مور او پلار/سرپرست سره تلیفوی یا بل ډول بریښنایی اړیکه ، د مدیر یا د هغه/هغی اسازی سره د والدینو / سرپرست کنفرانس (ملاقات)، د زده کوونکي د طبي ډاکټر لخوا لاسلیک شوی لیکلی تصدیق ، یا داسې نوری لاری چاری (میتودونه) چې د مدیر لخوا کافي ګڼل کیږي، شامل دي. (د ښوونځي کارکوونکي باید د غیر حاضرۍ ټول تاییدونه او د حاضری اړوند د والدینو لخوا د اړیکو ټینګولو اسناد د پنځو کلونو لپاره خوندي وساتي، لکه څرنګ چې د ویرجینیا د ریکارډ ساتلو او د اجباري حاضري قوانینو سره د برابریدو لپاره اړین دي.)
      3. د غیر حاضرۍ ټول توضیحات او د زده کوونکي په معلوماتی سیسټم کې هر ډول بدلونونه، که چېرته ورته اړتیا وي، باید د ښوونځي لخوا د غیر حاضرۍ وروسته په پنځه ورځو کی تر لاسه او تر سره شي. تر پنځمې ورځې پوری د غیر تصدیق شوي غیر حاضرۍ په اړه په توضیحاتو ورکولو کی پاتې راتلل به د غیر عذر شوي طبقه بندي (UAB) پایله ولري پرته له دې که د غیر حاضرۍ وضاحت تر هغه وخت پوری د مدیر لخوا منل شوی اوسي.
      4. یو زده کوونکی چې غیر حاضري یې عذر شوي نه اوسی، بیا هم ورڅخه تمه کیږي چې ټولې پاتی شوي دندې او ارزونی ترسره کړي. والدین/سرپرستان باید د کورنی دندو د ناوخته تسلیمولو یا پاتی کیدو لپاره د ښوونځي د لارښوونو څخه خبر وي. دغه کورنی دندي باید د ښوونځي لخوا په ټاکل شوي موده کی بشپړ شی.
    3. ناوخته یا په ځنډ سره حاضریدل
      1. ښوونځي ته په ځنډ سره حاضریدل باید د لاندې ذکر شوي لاملونو لپاره عذر شي:
        1. د دې مقرری په پورته II (A) برخه کې ټول لیست شوي لاملونه؛
        2. بیړني حالات چې د غیر معمولي هوا شرایطو له امله رامینځته کیږي؛ او
        3. ټول هغه ځنډونه چې د بسونو ناوخته راتللو له امله رامینځته کیږي باید معاف شي او په ځنډ سره د راتللو د نورو لاملونو (BTY) څخه جلا ثبت شي.
      2. په هغو ښوونځیو کې چې زده کوونکي د ورځې په اوږدو کې ټولګي بدلوي، ټولګي ته ځنډ سره راتلل باید د ښوونځي د طرزالعملونو سره سم د ښوونځي چارواکو لخوا اداره شي.
      3. د کافي دلیلونو لپاره ممکن زده کوونکی ښوونځي ته له حاضریدو څخه وځنډول شي یا خارج شي. په هرصورت، د ویرجینیا قانون یوازې د پټیدو یا تښتیدو ستونزو پر اساس د ښوونځی څخه ځنډول منع کوي.
    4. په غیر معمولي حالاتو کې، د بیلګې په توګه، د وبا په حالت کې، سوپرانټینډنټ ممکن د غیرحاضرۍ او ناوخته حاضریدو ډلبندي کی بدلون رامنځ ته کړي.
  3. د والدینو مسٔولیت

    لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو "د چلند کوډ" لخوا اړتیا لیدل کیږي، په عامه ښوونځی کی د شامل هر زده کوونکي مور او پلار دنده لري چې ښوونځي سره د اجباري حاضري په پلي کولو کې مرسته وکړي، او که اړتیا وي، د ښوونځي مدیر یا د هغه/هغې استازی سره وګوری تر څو د ښوونځي د اجباري حاضري سره د زده کوونکي برابریدل ډاډمن کړي، د زده کوونکي د حاضري د ښه کولو په اړه خبری اتری وکړي او د زده کوونکي د غیر حاضرۍ د ستونزی حل لپاره یو پلان رامنځ ته کړي. لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ §§ 258-22.1 او 262-22.1 ، کی په ډاګه شوي دي، د دغی کارونو تر سره کولو کې پاتې راتلل کولي شي د مور او پلار/سرپرست پر وړاندې د ځوانانو او کورنیو اړیکو په محکمه کی د شکایت درج کولو پایله ولري.
  4. د ښوونځي مداخله او مسؤلیتونه - د غیر حاضرۍ، کنفرانسونو، او اړوند اسنادو خبرتیا
    1. د ښوونکو لخوا د حاضرۍ ریکارډ ساتل
      1. د ویرجینیا کوډ § 259 -22.1 له مخی ښوونکي اړ دي چی په خپلو ټولګیو کې د هر زده کوونکي د حاضري دقیق ورځني ریکارډ وساتي.
      2. د ټولګی ښوونکي باید هره ورځ د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې په خپلو ټولګیو کې د زده کوونکو غیر حاضري ثبت کړي. په هغو ښوونځیو کې، چې د جلا جلا ټولګي حاضري سیسټم کاروي، د ټولګي ښوونکي باید د هر ټولګي لپاره د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې په خپلو ټولګیو کې د زده کوونکو غیر حاضري ثبت کړي.
      3. د هر ښوونځي مدیر باید داسی طرزالعملونه رامینځته کړي ترڅو ډاډ دا ترلاسه شي چې د ښوونځي په ورځ کی زده کوونکي حساب شوي دي. دا به د ښوونکي مسؤلیت وي چې دغه طرزالعملونه تعقیب او عملی کړي.
    2. والدینو/ سرپرست ته د غیر حاضرۍ او اړین اسنادو په اړه د ښوونځی خبرتیا

      هر کله چې یو زده کوونکی هره ورځ ښوونځي ته په حاضریدو کی پاتی راشي او د ښوونځي پرسونل لخوا داسې کومی نښې نښانی تر لاسه شوي نه اوسی چې دا په ډاګه کی چی د زده کوونکي والدین / سرپرست د غیر حاضری څخه خبر دي او ملاتړ یې کوي، د ښوونځي پرسونل یا رضاکاران څوک چې د دې موخو لپاره د ښوونځي ادارې لخوا تنظیم شوي دي، باید یوه معقوله او مستنده هڅه وکړئ چې مور او پلار/سرپرست ته د ټلیفون، بریښنالیک یا نورو بریښنایی وسیلو له لارې خبر ورکړئ ترڅو د زده کوونکي د غیر حاضری وضاحت ورڅخه ترلاسه کړي. ښوونځي کولی شي د دې خبرتیا لپاره غیر تدریسي پرسونل وکاروي.
    3. ښوونځی باید د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې د هرې غیر عذر شوي غیر حاضری لپاره د ښوونځي لخوا د مور او پلار/سرپرست سره ټولې نیول شوي اړیکې مستند کړي او د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کی د نظر ورکولو په ځاي کې د غیر حاضرۍ لاملونه په ډاګه کړي. دا باید د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې د زده کوونکي د حاضري په پاڼه کې د اړوند نیټې نظرونو په برخه کې مستند شي.
    4. د بنسټیزه مداخلې کنفرانس او ​​اړین اسناد:
      1. هرکله چې د ټول ښوونځی کال په بهیر کی یو زده کوونکی په مجموعی ډول باندی د ښوونځي پنځه مهالویش شوي ورځو لپاره ښوونځی ته په حاضریدو کی پاتی راشي، او د ښوونځي پرسونل لخوا کومی داسې نښې نښانی ترلاسه نه شي چی دا په ‌ډاګه کړي چی د زده کوونکي والدین / سرپرست د زده کوونکي له غیر حاضری څخه خبر دي او ملاتړ یې کوي، او د والدینو/سرپرست خبرولو لپاره معقوله حڅه ناکامه شوي اوسی، د ښوونځي مدیر او/یا د هغه/هغې استازی باید مناسبه هڅه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د د مور او پلار/سرپرست سره په مستقیم ډول په شخصي توګه، د تلیفون لا لاري یا د نورو بریښنایی وسایلو له لارې اړیکه نیول کیږي، تر څو د زده کوونکي د غیر حاضری لپاره ورڅخه وضاحت وغوښتل شي، او والدین/سرپرست او زده کوونکي ته د دوامداره غیر حاضرۍ د پایلو په اړه معلومات ورکړي. دا معلومات باید د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې مستند شي.
      2. د دې بنسټیزه مداخلې کنفرانس د یوې برخې په توګه، د ښوونځي کارکوونکي باید د غیر حاضرۍ ستونزی حل کولو په موخه د زده کوونکي او مور او پلار/سرپرست سره د حاضري پلان جوړ کړي او باید د حاضري دغه پلان د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د "حاضري-بنسټیزه کنفرانس" په توګه مستند کړي. د حاضرۍ په پلان کې باید د زده کوونکي د غیر حاضرۍ په اړه د لیکل شوي دلیلونو اسناد شامل وي، او والدین/سرپرست او زده کوونکي ته باید د دوامداره غیر حاضري د پایلو په اړه سلا مشوره ورکړل شي. د حاضري پلان پلي کولو او د قضیې مدیریت کی د مرستی کولو په موخه کیدی شي زده کوونکی او والدین ښوونځي - میشته څو اړخیزه ډلی ته راجع شي. د حاضری پلان باید د هر حاضر شخص نوم (په شمول د تلیفون یا نورو مخابراتی وسیلو له لارې)، د کنفرانس د تر سره کولو نیټه، چی څه پکی رامنځ ته شوي اوسی، د هغي لنډیز، او راتلوونکی ګامونه هم مستند کړی. د دې سند یوه کاپي باید د زده کوونکي په دوسیه کې وساتل شي او د راتلوونکي پنځو کلونو لپاره وساتل شي. په هغه صورت کې چې والدین / سرپرست د بنسټیزه مداخلې کنفرانس لپاره موجود نه وي، هغوي ته د لاسرسی موندلو لپاره ټولې هڅې باید مستند شي، په شمول د نیټې، د اړیکو وسیله، او د هغی پایلې. د حاضري د پلان یوه کاپي باید والدین/سرپرست ته واستول شي او د حاضري-ابتدايي کنفرانس ریکارډ د "والدینو د خبرتیا نیټی" په برخه کې نوټ شي.
    5. د ټول شموله ټیم یا (بیلابیلو څانګو) غونډه او اړین اسناد
      1. که چیرته یو زده کوونکی د ابتدايي مداخلې کنفرانس څخه وروسته د یوې اضافي ورځې لپاره هم غیر حاضر وي، او ښوونځي دا خبرتیا نه وي ترلاسه کړې چې مور او پلار یې د غیر حاضرۍ څخه خبر دی او ملاتړ یې کوي، مدیر یا د هغه / هغې استازی باید د زده کوونکی، مور او پلار/سرپرست، او د ښوونځي پرسونل سره کنفرانس یا ملاقات مهالویش کړي.
      2. د دی خبری په پام کی نیولو پرته چې د زده کوونکی والدین / سرپرست د کنفرانس څخه راضی دی او که نه، د انټراجنسۍ یا ټول شموله ټیم باید د 10 مې نا عذر شوي غیر حاضری څخه وروسته په 10 ښوونځي ورځې کی دننه غونډه تر سره کړي. په غونډه کې باید والدین/سرپرست، زده کوونکي، او د ښوونځي پرسونل شامل وي (کوم چې کیدای شي د زیاتو انضباطي ډلو څخه استازی یا استازي وي) او کیدای شي د ټولنې خدمات وړاندي کوونکي او د ښوونځي نور پرسونل هم شامل وي، څوک چې د زده کوونکي سره پیژنی او څوک چې کولی شي د حاضری ښه کولو په موخه هر ډول اکاډمیکی، ټولنیز، احساساتي، او کورنۍ ستونزو په اړه خبری اتری وکړي. د حاضري افسر باید په غونډه کې ګډون وکړي، که چیرته موجود وي.
      3. کارکوونکی باید دغه کنفرانس د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د "حاضری - ټول شموله ټیم ناستې" تر نامه لاندی مستند کړي. حاضر کارکوونکی باید د حاضرۍ پلان بیاځلی وګوری کوم چې د زده کوونکي او والدین / سرپرست سره د ابتدايي مداخلې کنفرانس په جریان کې رامینځته شوی اوسی ترڅو د زده کوونکي د غیر حاضري پورې اړوند ستونزی حل کړي، او باید د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې خپلی هڅې د "د والدینو سره د حاضری - ټول شموله ټیم ناستې" تر نامه لاندي مستند کړي. په کنفرانس کې د حاضرو اشخاصو نومونه (په شمول د تلیفون یا نورو مخابراتي وسیلو لا لاری ګډون کوونکو)، د کنفرانس تر سره کولو نیټه، چی څه پکی رامنځ ته شوي اوسی، او راتلوونکی ګامونه باید د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د انټراجنسي یا ټولو شموله ټیم د غونډي لنډیز تر لاندی مستند شي. د حاضرۍ پلان باید د زده کوونکي عمومی فایل کې اضافه شي او د پنځو کلونو لپاره وساتل شي.
      4. که چیرته زده کوونکی/مور/پلار/سرپرست د انټراجنسي یا ټول شموله ټیم په ناسته کې په ګډون کولو کی پاتی راشی یا ور څخه انکار وکړي، دا باید هم د زده کوونکي د معلوماتو په سیسټم کې نوټ شي. په کنفرانس کې د حاضرو اشخاصو نومونه (په شمول د تلیفون یا نورو مخابراتي وسیلو لا لاری ګډون کوونکو)، د کنفرانس تر سره کولو نیټه، چی څه پکی رامنځ ته شوي اوسی، او راتلوونکی ګامونه باید د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د انټراجنسي یا ټولو شموله ټیم د غونډي لنډیز تر لاندی مستند شي. د حاضري د پلان یوه کاپي باید والدین/سرپرست ته واستول شي، او دغه ناسته باید د "له والدینو پرته د حاضرۍ-انټراجنسي ټیم غونډه" په توګه مستند شي او والدینو ته د خبرتیا ورکولو نیټه نوټ کړئ.
  5. د حاضری د پلان نظارت او د حاضری افسر ته راجع
    1. د ښوونځي د حاضري ټیم باید د زده کوونکي حاضري وڅاري او د اړتیا پر اساس د اندیښنو لیري کولو او اضافي مداخلې پلان کولو لپاره بیاځلی ملاقات کولۍ شي، که چیرته په حاضري کی ښه والی رامنځ ته نشي. په داسې حالاتو کې چې والدین قصدا د اجباري حاضري شرایطو سره برابر نه وي، مدیر یا د هغه/هغې استازی باید د حاضري افسر ته راجع وکړي. د حاضری افسر باید د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د دې ډول اسنادو د ترلاسه کولو نیټه نوټ کړي، د حاضري افسر ته د ښوونځي لپاره د اجباري حاضري پروسې لیږد مني.
    2. د حاضري افسر باید د راجع تر لاسه کولو وروسته په 10 ورځو کی دننه د زده کوونکي او د هغه والدینو/ سرپرست سره د حاضري اندیښنی حل کولو لپاره کنفرانس مهالویش کړي او د اجباري حاضري قانون سره د اجباري برابرولو په موخه د محکمی د ډیزاین شوي یا جوړ شوي اقدام څخه والدین / سرپرست خبر کړي.
  6. د اجباری حاضری لپاره د محکمې اقدام
    1. وروسته له دې چې د حاضري افسر د زده کوونکي او د هغه والدینو/سرپرست سره ناسته تر سره کړي او زده کوونکی یو یا ډیری غیر حاضري تر سره کړي، پرته د ښوونځي پرسونل ته د دي په ‌ډاګه کولو چې مور او پلار یې له غیر حاضری خبر دي او د غیرحاضری ملاتړ کوي یا د ماشوم غیر حاضری کمولو سره مور او پلار/سرپرست لخوا د حاضری د قوانینو سره ځان برابرولو کی پاتی راتلل یا د مدیر، د مدیر استازی، د انټراجنسی ډلی یا د حاضری افسر سره په ملاقات کولو کی پاتی راځی، بیا د حاضری افسر د مدیر او یا د هغه استازی سره په مشوره باید د اجباري حاضري قوانینو احکام د لاندې ذکر شویو یو یا دواړو پر اساس پلي کړي:
      1. د ماشومانو او کورنیو اړیکو په محکمه کی د "څارنې یا خدماتو ته اړتیا لرونکي ماشوم" (CHINS) لپاره دوسیه داخلول، کوم کی چی دا ادعا کیږي چې زده کوونکی یو ماشوم دی څوک چې نطارت/خدماتو ته اړتیا لري لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ § 278.4-16.1 یا § 5-278 -16.1، لخوا تعریف شوی دي، او لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ § 258-22.1 لخوا منل شوي دۍ؛ او/یا
      2. د ورجینیا کوډ §241.2-16.1 او/یا § 262 -22.1 سره سم د ماشومانو او کورنیو اړیکو محکمه کې د مور او پلار/سرپرست پر زد د اجرااتو پیل کول، لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ § 258-22.1 لخوا منل شوي دي.
    2. کله چې د محکمې سره د CHINS عریضه داخلیږي، د حاضري افسر باید د ښوونځي د اړیکو، مداخلو، او د زده کوونکي او د هغه/هغی د والدینو/سرپرست سره د غونډو لیکل شوي اسناد او د حاضری ټول پلانونه او وړاندی شوی خدمات وړاندي کړي، په شمول د هغه پلانونو چی د ټول شموله ډلی لخوا رامنځ ته شوي اوسی. په هغه صورت کې چې مور او پلار دواړو ته د زده کوونکي ګډ قانوني او/یا فزیکي توقیف ورکړل شوی وي او ښوونځي د توقیف حکم ترلاسه کړی اوسی، دواړه والدین باید د هر ډول عریضی یا شکایت ثبتولو څخه باید خبر شي او د والدینو لخوا ښوونځی ته د ورکړل شوي وروستی پتی ته خبر واستوي.
    3. لکه څرنګ چې د ویرجینیا کوډ § 258-22.1 لخوا وړاندي شوی دي، د حاضري افسران او د ښوونځي نور پرسونل، یا رضاکاران کوم چې د ښوونځي د چارواکو لخوا د اجباري حاضري قوانینو سره د موافقت په موخه تنظیم شوي دي، والدین ته د زده کوونکی د غیر حاضری خبرتیا یا د قانون او دې مقرراتو لخوا ورته خبرتیا ورکولو کې د پاتې راتللو په تړاو د هر ډول مدني یا جنایي مسؤلیت څخه معاف دي.
  7. محکمه ممکن د 18 کلونو څخه کم عمره زده کوونکو ته د موټر چلولو ورکول شوۍ جوازونه وځنډوي

    د داسې نورو لارو چارو سربیره کوم چې د ماشومانو او کورنیو اړیکو محکمې ته د زده کوونکي د اجباري حاضري قوانینو څخه د سرغړونې په تړاو شتون لري، محکمه د ویرجینیا کوډ § 334-46.2 تر لاندي دا واک لري چی د هغه زده کوونکي د موټر چلولو جواز وځنډوي چې عمر یې له 18 کلونو څخه کم وي څه وخت چې زده کوونکي د ښوونځي په پرله پسې ورځو کې له ښوونځي 10 یا ډیر نا عذر شوي غیر حاضري ولري، یا کله چې یو زده کوونکي د محکمې لخوا نظارت ته اړتیا لرونکی زده کوونکی په توګه وپیژندل شي.
  8. د نه شامل شوي زده کوونکو راپور او څیړنه
    1. د ښوونځي له پرانستلو وروسته په لسو ورځو کی دننه، د سوپرانټینډنټ د استازی په توګه، هر یو مدیر یا د هغه/هغې استازی باید د لاندی ذکر شویو په اړه د حاضري افسر ته راپور ورکړي:
      1. په ښوونځي کې د شامل شوي هر زده کوونکي د نوم، عمر، او ټولګي او د زده کوونکي د مور او پلار / سرپرست نوم او وروستی معلومي پتی په اړه؛ او
      2. د مدیر د معلوماتو پر اساس، د هر ماشوم د نوم په اړه چې د اجباري حاضري قوانینو تابع دی، څوک چې په ښوونځي کې شامل وي مګر د ښوونځي کال له پیل راهیسې ښوونځي ته نه دی تللی، او د مور/ پلار یا سرپرست نوم او وروستی معلومی په اړه معلومات. د حاضري افسر ته د راپور وړاندې کولو دمخه، ښوونځی باید هڅه وکړي چې د زده کوونکي له کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي او د زده کوونکي د غیر حاضرۍ لاملونه مستند کړي (د بیلګې په توګه، کورنۍ له هیواد څخه بهر ده یا له دی ځاي څخه تللې دي، د زده کوونکو د معلوماتو په سیسټم کې د ټولو شمیرو په کارولو سره د والدینو / سرپرستانو سره اړیکه نشي نیول کیدۍ، او داسې نور).
    2. په هر ښوونیز کال کی، په هغه نیټو کې چې د ویرجینیا د پوهنې ریاست لخوا مشخص شوي دي، د زده کوونکو د خدماتو دفتر باید سوپرانټینډنټ ته د حاضري د کنفرانسونو شمیر په اړه راپور ورکړي د کوم تر سره کولو چی اړین وو او د حاضري پلانونو په اړه راپور ورکړي د کومو چې جوړولو ته اړتیا وه. په دې راپور کې د دغو کنفرانسونو د ترسره کیدو یا نه ترسره کیدو لاملونه هم شامل وي. مخکی له دی چی دغه معلومات د ویرجینیا د عامه معلوماتو سوپرانټینډنټ ته وسپارل شي، ښوونځي اړ دي چې د زده کوونکو د خدماتو دفتر سره په ګډه کار وکړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ورکړل شوي معلومات دقیق دي.
    3. د هغو ماشومانو لپاره د حاضري د افسر مسٔولیتونه کوم چې نه دي شامل

      د حاضري افسر باید د مدیر لخوا سپارل شوي راپورونه بیاځلی وګوري او د سپارل شوي راپورونو د لاس ته کولو وروسته په پنځه ورځو کی دننه باید د هغو ماشومانو د نومونو لیست جوړ کړي چې هیڅ کوم ښوونځي ته نه ځي او څوک چې د ښوونځی حاضری څخه معاف نه دي.

      د حاضری افسر باید د نه شاملیدو یا غیر حاضری ټولی قضیې وڅیړی او، کله چې د منلو وړ کوم دلیل ونه موندل شی، باید والدینو/ سرپرست یا هغه کس ته چې د ماشوم کنټرول لري خبر ورکړي چی د خبرتیا تر لاسه کولو نیټی وروسته په دریو ورځو کی ښوونځی ته د ماشوم حاضري یقینی کړي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې له سره شي یا پکی بدلون رامنځ ته شي.