کتاب:  پالیسۍ او مقررات
برخه:  700 - زده کوونکي
عنوان:  مقرره - د زده کوونکو ځورول
کوډ:  1-733.01
حالت:  فعال
تصویب شوۍ:  26 جون، کال 2019

زده کوونکي

مقرره 1-733.01

د زده کوونکو ځورول

د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی د یو داسې ښوونځی چاپیریال رامینځته کولو ته ژمن دی چې د زده کوونکو د ځورونې څخه پاک وي. د ښوونځي اداره کوونکۍ باید د ځورونې د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته کړي او باید د ځورونې په اړه د راپورونو پر وړاندي په چټکی او ژمنتیا سره چلند وکړي. د دې مقرری موخه دا ده چی داسی لارښووني رامنځ ته کړي چی د مخنیوي او اصلاحي اقداماتو ډاډ رامنځ ته کړي. د ځورونکی چلند د پیژندلو په اړه د مرستی تر لاسه کولو معلومات په 1 ضمیمه "ځورونکی چلند/رویه: فزیکي یا احساساتي" کی وړاندي شوۍ دي. 
 

  1. د ځورونی تعریف
     
    ځورونه د هر ډول تیری او ناغوښتلی چلند په معنی ده کوم چې قرباني شخص ته د زیان رسولو، ګواښولو یا سپکولو لپاره وي. د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني کس تر منځ په حقیقت کی یا طاهرا غیرتوازن زور پکې شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره بیا بیا تکراریږي یا د شدید احساساتي صدمی لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه هم شامله ده، چې په هغي کی د بریښنایی پیغامونو او/یا عکسونو لیږد، لاس ته راوړل یا په ډاګه کول شامل دي. په "ځورونه" کې په عادي ډول تنګول، ټونګي وهل، لفظی شخړه، یا دټولګیوالو سره شخړه نه ده شامله. 


    په ځورونکي چلند کې هغه کړنی یا اقدامونو شامل دي چې په فزیکي، لفظي، یا احساساتي ډول د نورو د ځورولو لامل کیږي او باید ونه زغمل شي. پیغور، ګواښونه، توهین، اوازه، سپکاوی، تنګول، ټیله کول، خپه اچول، او وهل ټول ځورونکی چلند یا عملونه ګڼل کیږي. سایبری ځورونه د ځورونې یوه بله بڼه ده. سایبري ځورونه د یو زده کوونکي لخوا د بل زده کوونکی پر زد د هر ډول ګواښ په معنی دۍ، په نمونه یی ډول د بریښنالیکونو یا ویب پاڼو لا لاری (د بیلګې په توګه، بلاګونه، د ټولنیزو شبکې سایټونه) او د بریښنایی ارتباطاتو یا اړیکو له لاری کوم چې په قصدي ډول نورو ته د زیان رسولو په موخه د سخت دریزه، زیان رسوونکی پیغامونو څخه ملاتړ کوي؛ په دې کې داسې څیزونه شامل دي لکه د تند، فحش، یا ګواښونکي پیغامونو یا انځورونو لیږل؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات خپرول؛ د بل کس نوم خرابولو لپاره د هغه د نوم څخه ناوړه ګټه پورته کول؛ او د بدنامولو انلاین شخصي رای ورکولو ویب پاڼې. د ټیکنالوژۍ د نه منلو وړ ګټه پورته کونه کی د ښوونځي څخه بهر د ټیکنالوژۍ کارول شامل دي چې د ښوونځي څانګې په چارو یا عمومي هوساینې باندې د توکو له پلوه بده اغیزه لري، د تعلیمي پروسې بشپړتیا اغیزمنه کوي، د زده کوونکو، ښوونځی کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښی، دا کار هغه وخت پیښیږي کله چې زده کوونکی د والدینو پرځای د ښوونځي تر واک لاندې وي، یا په بل ډول د زده کوونکو یا کارکوونکو حقونه تر پښو لاندې کوي. سرغړونکي به د ښوونځیو څخه د ویستلو په شمول د اصلاحی اقداماتو تابع وي. 
     
  2. د شکایت کولو کړنلاره

    ټول زده کوونکي باید د ځورونکی چلند پر وړاندې د خپل محافظت حق او د شکایت درج کولو حق څخه خبر شي که چیرته هغوي په دي باور وي چې هغوي د ځورونکی چلند قرباني دي. د ښوونځي اداره کوونکي دا مشخص کولو لپاره چې آیا شکایت د پورتني تعریف سره سم مشروع دی او که څرنګ، د هر یو شکایت د څیړلو مسؤلیت په غاړه لري، او د مناسب اصلاحي اقدام پورته کولو مسٔولیت په غاړه لري. هر یو زده کوونکی کولی شي چی د ښوونځی اداره کوونکي سره د خبرو کولو یا د شکایت فورمه (دوهمه ضمیمه) ډکولو له لاری شکایت پیل کړي، او دا فورم بیرته د ښوونځي اداره کوونکی ته وسپاری. هر یو اداری غړی هم کولی شي چی د یو زده کوونکي یا والدینو / سرپرست په استازیتوب شکایت پیل کړي څوک چې د اداره کوونکي سره د خبرو کولو له لاری او/یا د شکایت فورم ډکولو سره د ځورونې راپور ورکوي (دوهمه ضمیمه). د ښوونځي ټول کارکوونکي باید د شکایت پیل کولو لپاره د زده کوونکي د حق څخه خبر شي او باید د دې وړتیا ولري چې زده کوونکو ته د شکایت پيل کولو لپاره د څرنګوالی په اړه سلا مشوره ورکړي. د ښوونځي اداره کوونکي باید د لاندې لارښوونو سره په مطابقت د ځورونې شکایتونو ته ځواب ووایي. 
     
  3. د زده کوونکی د ځورونې شکایت ته د ځواب ویلو لپاره لارښوونې

    د ځورونې په اړه د راپور ترلاسه کولو سره سم د ښوونځي مدیر یا د هغه استازی باید په سمدستي ډول څیړنه ترسره کړي. د ښوونځي په کچه ګمارل شوی د ځورونې مخنیوي کوردیناتور به د مدیر سره د شکایتونو په حل کولو کی، د مرکو په مستند کولو کی، او مدیر ته د راپور په وړاندي کولو کې مرسته کوي. 
     
    1. د شکایت کوونکي سره به ملاقات کوي؛ 
      1. لومړني معلومات په راغونډوي (څوک، څه، کله، چیرته)؛
      2. کله چې امکان ولري له زده کوونکي څخه په لیکلي بڼه بیان ترلاسه کړئ؛
      3. د شاهدانو یا تصدیق کوونکي معلوماتو / شواهدو په اړه پوښتنه وکړئ؛
      4. کله چی مناسب وي، د سلا مشورې ورکولو خدمات ورته وړاندې کړئ؛
      5. د غچ اخیستنې د ډار پر وړاندې دی ورته د خوندیتوب ډاډ ورکړي؛
      6. د تعقیبی اقداماتو طرزالعملونه تشریح کړئ؛
      7. د امکان تر حده پوری د ټولو اړخونو محرمیت ساتل او پرده خوندي کول؛ او
      8. د پیښې څخه وروسته په 48 ساعتونو کې دننه د پیښې راپور بشپړ کړۍ او د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو دفتر سره یی ثبت کړئ. 
         
    2. ثبتونه وګورۍ او د شاهدانو سره مرکه تر سره کړۍ؛ 
       
    3. د ځورونکي کس سره وګورۍ؛ 
      1. ځورونکی چلند او د هغې جدیت تشریح کړئ؛
      2. تورونه وړاندې کړۍ؛ 
      3. د ځواب ورکولو/ په قانونی دلایلو دفع کولو لپاره فرصت ور کړئ؛
      4. د تفتیش او تعقیب طرزالعملونه تشریح کړئ؛
      5. د غچ اخیستنې یا ځوابی عکس العمل ښوودلو پر وړاندې احتیاط؛
      6. مناسب اصلاحي / انضباطي اقدام پورته کول؛ او
      7. د اړتیا په صورت کې د ځنډونی/ پیښو راپور بشپړول. 
         
    4. د حقایقو په راټولولو او ارزونو کې شامل دي، مګر دی پوری محدود نه دي: 
      1. د چلند بڼی په شمول د پیښی توضیحات؛
      2. یو اقدام یا عمل څو ځلی رامنځ ته شوی؛
      3. آیا پخوانۍ پیښې موجود وې یا د چلند دوام داره نمونې/کړنی؛
      4. د ښکیلو اړخونو ترمنځ اړیکه؛
      5. د ښکیلو اړخونو ځانګړتیاوې (د بیلګې په توګه، ټولګۍ، عمر، جندر، توکم، او نور وغیره)؛
      6. د هغو کسانو پیژندنه او شمیر چې په ځورونه یا ځورونکي چلند کې یې برخه اخیستی؛
      7. د ادعا شوې پیښې یا پیښو موقعیت، وخت او نیټه؛ او
      8. آیا دغه ډول اقدام یا چلند د زده کوونکي په زده کړی باندي په منفي ډول اغیزه کړې یا په تعلیمي چاپیریال یی منفي اغیزه درلودۍ؛ کوم چی د قربانی زده کوونکي د نمرو (ګریډ)، حاضري، چلند، د ملګرو سره تعامل، په ښوونځي کې ګډون او لا زیات نصابي فعالیتونو، او د نورو کړنو/فعالیتونو یا چلند شاخصونو په پام کې نیولو لا لاری مشخص کیږي. 
         

د نیټو، وختونو، ځایونو، د شاهدانو د نومونو نوټونو، او د مرکو او پیښو په اړه د نورو معلوماتونو په شمول اداری کارکوونکي به د زده کوونکو سره د ټولو غونډو او خبرو اترو په لیکلی شکل د ریکارډ ساتلو مسؤلیت په غاړي لري. د دې لارښوونو څخه هر ډول بهر وتل باید د غیر معمولي شرایطو پراساس د منلو وړ وي.  
 
یو داسی راپور چې دا په ډاګه کوي چې آیا ځانګړی عمل یا پیښه د ځورونې پالیسي او "د چلند قانون" څخه سرغړونه ده او که څرنګ، د حقایقو او شاوخوا شرایطو پر اساس پریکړی ته اړتیا لري او په دې کې شامل دي: 

 

  1. د ځورونې او/یا تنګوونکی چلند بندولو لپاره اړین وړاندیز شوي ګامونه؛
  2. د خوندیتوب پلان او د قرباني سره تعقیبی خبری اتری؛ او 
  3. مدیر ته وروستی راپور.
     
  1. والدینو/سرپرستانو ته خبرتیا ورکول

    د ادعا شوي ځورونې په پیښه کې د هر یو ښکیل زده کوونکي مور/پلار او سرپرستانو ته باید ژر تر ژره په عملي توګه خبر ورکړل شي، مګر د ځورونې د تور له خبرتیا وروسته چی د ښوونځي پنځه ورځو څځه زیاتی تیری نه شي. 
     
  2. که چیرته معلولیت لرونکی زده کوونکی په ځورونه کی ښکیل وي، هغوي باید په پام کی ونیول شي. د معلولیت لرونکو زده کوونکو ځینې ځورونی کیدای شي د تیري بڼه ولري او د مدني حقونو قوانینو تر لاندي اضافي مسؤلیتونه رامینځته کوي. د دې مشخص کولو لپاره چی آیا د ځورونی د اغیزو له امله د زده کوونکي په اړتیاوو کی بدلون رامنځ ته شوي او که څرنګ، او آیا د انفرادي زده کړې پروګرام (IEP) نور د معنی لرونکی تعلیمي ګټو وړاندي کولو لپاره نه دی ډیزاین شوی، باید ځانګړۍ کړنلاری وکارول شي. د IEP ټیم لخوا باید پریکړۍ تر سره شي او باید د معلولیت لرونکو اشخاصو د زده کړې قانون د والدینو د ګډون احکامو سره مطابقت ولري.
     
  3. د تحقیقاتو د پایلو راپور ورکول 

    درې احتمالي پایلې شتون لري:
     
    1. اصلاحي اقدام/عمل - که چیرته پیښه د ځورونې د پالیسۍ چوکاټ سره برابر وي، د جوړ شوي انضباطي طرزالعملونو سره سم باید مناسبې پایلې او/یا مداخلې پلي شي. ټاکل شوي یا وړاندیز شوي اقدامات باید د ځورونې مخنیوي او اصلاح کولو لپاره ډیزاین شي او باید داسی مداخلې پکې شاملې وي کوم چې د چلند د کړی وړی او شدت سره مناسب وي. د پیښې جديت، مخکینیو پیښو، او په راتلوونکي کی د قربانیانو او د نورو زده کوونکو د ځورونی څخه د ساتلو اړتیا ته په کتو سره، په اصلاحي اقدام کیدای شي د نصیحت څخه نیولۍ تر ځنډونی یا اخراج پورې شامل وي. هغه نورو ته باید مناسب مرستندویه خدمات وړاندي شي څوک چې د ځورونې د چلند له امله اغیزمن شوي وي. 
       
    2. که چیرته پیښه د ځورونې د پالیسۍ د دائرې څخه بهر وي، او/یا د جنایی عمل په توګه مشخص شي، باید د قانون پلي کوونکو مناسب چارواکو او د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو دفتر ته راجع شي. 
       
    3. که چیرته پیښه د ښوونځي ډیويژن د پالیسۍ د دائرې څخه بهر وي، او د جنایی عمل په توګه نه وي مشخص شوې، په ځورونه کی د ټولو ښکیل زده کوونکو والدین /سرپرستانو ته باید خبر ورکړل شي.

 

  1. د نورو قوانینو سره اړیکه/lمطابقت
     
     
    د ښوونځي څانګه (ډیویژن) د تیری، تهدیدولو، یا ځورونې اړوند د آیالت او فډرال ټولو قوانینو سره په مطابقت چاری پرمخ بیایی. د سیمه ییزه، آیالت یا فډرل قانون تر لاندی په قانوني توګه په خوندي شوي ماده کې د جنسیت یا غړیتوب پر بنسټ، په پالیسي کې هیڅ کوم څیز یو زده کوونکي، والدین/سرپرست، یا د ښوونځي څانګه د ځورونې، یا د تبعیض د مخنیوي لپاره د اقدام کولو څخه نه منع کوي. 

     
  2. د ځوابی اقدام یا عکسالعمل څخه ساتنه
     
    زده کوونکي باید د تورن کس لخوا د ځوابی اقدام ویرې پرته د ځورونې د پیښو په اړه په آزاده ډول راپور ورکړي. د ځوابی اقدام کولو لپاره هر ډول هڅه به د اخراج په شمول د مناسبو اصلاحي اقداماتو لا لاری اصلاح شي. 

     
  3. د اپیل یا استیناف کړنلاری

    دواړه خواوې حق لري چې په هر حالت کې چې د ځورونکی چلند پکې شامل وي، د ښوونځي ادارې پریکړې پر زد د استیناف غوښتنه وکړي. استیناف/اپیل باید د مور او پلار/سرپرست یا آزاد یا خپلواکه زده کوونکي لخوا په لیکلي بڼه تر سره شي او مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته ولیږدول شي. د 731 پالیسۍ، "د زده کوونکو د مسایلو استناف/اپیل" او 1-731 مقرره، "د زده کوونکو د مسایلو استناف/اپیل" سره سم والدین/سرپرست او آزاد یا خپلواکه زده کوونکي د لیول ایسوسی ایټ سپرنټنډنټ او د ښوونځي بورډ ته د لا نورو اپیلونو حق لري. 

     
  4. خبرتیا/خبرداری ورکول
     
    زده کوونکي او والدین/ سرپرستان باید د "چلند قانون" له لاری خبر شي چې ځورونکی چلند باید ونه زغمل شي. د ښوونځي اداره کوونکي باید د زده کوونکو او کارکوونکو د ځورونی د مخنیوي او د شکایتونو د راپور ورکولو د کړنلارو څخه د خبرولو لپاره د اعلانونو، خبرتیاوو، د پوهنځیو غونډو، یا نورو مناسبو لارو چارو څخه ګټه پورته کړي. د ښوونځي ډیویژن ویب پاڼه باید د ځورونې د راپور ورکولو په اړه معلومات او د ډیویژن د ځورونې د مخنیوي کوردیناتور سره د اړیکی ټینګولو معلومات په څرګنده ډول خپاره کړي. 
     
    پرته له دې که د قانون لخوا ممکن منع شوي وي، هر هغه عمل چی د جنایی جرم بڼه په ‌ډاګه کوي، د ښوونځی مدیر باید سمدلاسه د کم عمره زده کوونکی چې ممکن د دغه عمل قرباني وي، والدینو / سرپرست ته راپور ورکړي. د ښوونځی مدیر باید والدینو ته دا راپور ورکړي چې د پیښی په اړه سیمه ایزه قانون پلي کوونکو چارواکو ته راپور ورکړل شوۍ دۍ او دا چې والدین/سرپرست کولی شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره سیمه ایز قانون پلي کوونکو سره اړیکه ټینګه کړي، که والدین وغواړي. 

     
  5. لارښوونه
     
    د ځورونې نامناسبوالی باید د کردار زده کړې پروګرام له لارې اصلاح شي کوم چې د ټولنیزو مطالعاتو او K-12 ښوونځي سلا مشوری درسی نصاب سره سره د "چلند قانون" د لارښوونې له لاری ښودل کیږي. 

     
  6. مخه نیوونکي تدابیر
     
    1. د ځورونې مخه ممکن ونیول شي که چیرته د ښوونځي ټول کارکوونکي د زده کوونکو او کارکوونکو ته لاندی معلومات ورکولو کی مرسته وکړي:
       
      1. ځورونکی چلند څه شی دی (تعریف)؛
         
      2. دا چی ځورونه باید ونه زغمل شي؛
         
      3. عواقب یا پایلی یی څه دي؛
         
      4. د شکایتونو په اړه باید څرنګ راپور ورکړل شي؛
         
      5. شکایتونه څرنګ اداره کیږي؛ او
         
      6. دا چی مور یا پلار/سرپرستانو ته باید خبر ورکړل شي. 
         
    2. د چلند څارنه او د قواعدو پلي کول
       
      1. د شکایتونو په اړه په چټکی سره، په عادلانه او پریکړه کوونکي ډول اقدام کول. 
         
      2. زده کوونکو ته د لاندې ګامونو د پورته کولو په اړه خبر ورکول که چیرته وځورول شي:
         
        1. ځورونکي ته په ښکاره ډول وویاست چې دا ډول کړنې نه غوښتونکی دي.
           
        2. ځورونکي ته په کلکه وویاست چی بس کړي؛
           
        3. د ځورونی د حقیقی پیښو په اړه د نیټو، وخت، ځایونو، د شاهدانو نومونه، او د نورو معلوماتو په اړه لیکلی نوټونه وساتۍ.
           
        4. د ځورونی نوټونه، لیکونه او د ځورونې نور شواهد وساتئ.
           
        5. د سلاکار یا اداره کوونکی سره خبرې وکړئ او که مناسب وي، شکایت ثبت کړئ. 
           
    3. د پوهنځي او کارکوونکو تعلیم
       
      1. د ځورونې د پیژندلو، د مداخلې پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او پایلو په اړه کلنۍ زده کړې باید ترسره شي.
         
        1. د پرنس ویلیم کاونټي د عامه ښوونځیو د " چلند کوډ" د ځورونې د تعریف، د اندیښنو د راپور ورکولو پروسې، او د پایلو په اړه د زده کوونکو، کورنیو او کارکوونکو لپاره معلومات لري.  
           
        2. په هر ښوونځي کې د ځورونې د مخنیوي کوردیناتور به د ځورونې د پیژندلو، د مداخلې کولو پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او په کلني مسلکي پراختیا کې د پایلو په اړه معلومات اضافه کړي. 
           
        3. د ځورونې څخه د مخنیوي کولو روزنه، د څیړنې پر بنسټ د پروګرامونو کارول، او د تخنیکونو پلي کیدل به دوام مومي. 
           
        4. د ښوونځي څانګې د ځورونې مخنیوي کوردیناتور به د مسلکي زده کړو دفتر سره د آنلاین ځورونې مخنیوي روزنې وړاندي کولو کې مرسته کوي کوم چې د ځورونی د پیژندلو، د مداخلې پروسې، د راپور ورکولو پروسې، او د ځورونکی چلند پایلې په ګوته کوي. 
           
      2. د زده کوونکو، پوهنځیو یا فاکولتو، کارکوونکو، او والدینو/سرپرستانو تر منځ به د ډیويژن کلنی سروي ترسره کیږي ترڅو هڅې او پروګرامونه وو ارزول او تعدیل شي. 
         
      3. هغه ښوونځي چې د څیړنې پر بنسټ د پروګرامونو په پلي کولو کې روزل شوي دي، د زده کوونکو سروې کولو ته دوام ورکوي ترڅو د هغوي د مداخلو اغیزې وو ارزوي او هڅې او پروګرامونه نوي کړي. 
         
      4. د ډیویژن په کچه د ځورونې مخنیوي همغږي کوونکی (کوردیناتور) به د اکاونټیبیلټی (حساب کونی) دفتر سره په همکارۍ د هڅو ارزونه وکړي. 
         
  7. د سلا مشورو لپاره د ځورونې د قربانیانو او مرتکبینو د راجع کولو کړنلارې 

    کله چې د ځورونې یا ځورونې شک کیږي یا کله چې د ځورونې پیښې په اړه راپور ورکول کیږي، د مداخلې لپاره باید یو پروتوکول شتون ولري. د پیښو د ممکنه شدت مناسبی کچي پوری په ملاتړ کی شامل دي: (د هغو زده کوونکو څخه نیولی چې کولی شي د ټولنیزو مهارتونو له روزنې څخه ګټه پورته کړي تر هغو زده کوونکو پوری چی جنایی کړنو تورونو سره به مخ کیږي) 
     
    1. د راجع کولو پیل کولو لپاره په واضح ډول د ارتباط پروسه؛
       
    2. د مناسب ښوونځي پر بنسټ خدماتو په پام کې نیولو لپاره د ښوونځي مداخلې ټیم ته راجع کول چې په دی کی ممکن لاندینی شامل وي:
       
      1. د ځورونې د قربانیانو اړتیاوو ته د رسیدو لپاره سلا مشوری او ملاتړ، چې د زده کوونکو د خدماتو د ملاتړ کارکوونکو یا سلاکارانو دفتر لخوا وړاندي کیږي؛ 
         
      2. د څیړنې پر بنسټ سلا مشوری/ مداخلې تر څو د هغه زده کوونکو د چلند په اړه خبری اتری وشي چې نور خلک ځوروي (د بیلګې په توګه، د خواخوږۍ یا پوهی روزنه)؛ او 
         
      3. د څیړنې پر بنسټ سلا مشورې/مداخلې چې په هغي کی د والدینو/سرپرستانو څخه ملاتړ کول شامل دي، که اړین یا مناسب وګڼل شي.

 

اداره کوونکي او د ښوونځي ټول کارکوونکی په دوامداره توګه د خپلو مسٔولیتونو په دایره کې د دې مقرری د پلي کولو او د امکان تر حده پوری د زده کوونکو د محرمیت د تضمین کولو مسؤلیت په غاړه لري.
 

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) او لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. 
 

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.