کتاب:  پالیسۍ او مقررات
برخه:  700 - زده کوونکي
عنوان:  مقرره - پلټل/تلاشی او ضبطول
کوډ:  1-737
حالت:  فعال
تصویب شوۍ:  4 اکتوبر، کال 2017


زده کوونکي

مقررات 1-737

پلټل/تلاشی او ضبطول

د دې مقرری موخه دا ده چې د زده کونکي د شخصی، لاکر، شخصي ملکیت، ګرځنده تلیفون، بریښنایی وسایلو، یا د هغوي د موټرو اړوند کوم چی د ښوونځي په ملکیت کی یا د ښوونځي لخوا په سپانسر شوي فعالیتونو کې موفیعت ولري، د پلټنی لپاره یی ځانګړي لارښوونې وړاندي کړي. یوازې اداره کوونکي، یا د هغوي استازي باید د زده کوونکو او کارکوونکو د خوندیتوب او هوساینې، د ملکیت خوندیتوب، او د ډسپلین ساتلو په موخه پلټنې ترسره کړي. پلټنه باید هغه وخت ترسره شي کله چې معقول شک شتون ولري چې زده کوونکي داسې توکي له ځانه سره لري چې د PWCS "د چلند کوډ"، د پرنس ویلیم کاونټي د ښوونځي بورډ پالیسیو، د PWCS مقرراتو، یا د آیالت او فډرال د قوانینو څخه سرغړونه وي.  
 

  1. د پلټنی صلاحیت/واک

    د پلټنې پیل کولو لپاره، د ښوونځي اداره کوونکی، یا د هغه/هغي استازی، باید معقول شک ولري، کوم چې د دې مقرری لپاره باید د " ناوړه عمل لپاره د ثبوت موندلو معقول چانس" په توګه تعریف شي، چې: 
    1. د آیالت یا فډرال قانون، د PWCS "د چلند کوډ"، د پرنس ویلیم کاونټي د ښوونځي بورډ پالیسي، د PWCS مقرری یا د ښوونځي د قواعدو څخه سرغړونه شوې ده، سرغړونه کیږي، یا ورڅخه سرغړونه کیدونکی ده؛ 
       
    2. یو مشخص زده کوونکی ممکن داسی توکی له ځانه سره ولري کوم چی د آیالت یا فډرال قانون، د PWCS "د چلند کوډ"، د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ پالیسي، د PWCS مقرراتو، یا د ښوونځي قوانینو لخوا منع شوي دي. 
       
    3. شکمنه سرغړونه یا تیروتنه د یو داسی نوعیت ده چې ممکن په اړه یی فزیکي شواهد شتون ولري.
       
    4. احتمال شته چې شواهد د یو کس سره وي، په لاکر کې وي، د هغوي د شخصي ملکیتونو یا توکو په منځ کې وي، یا د زده کوونکي (زده کوونکو) په موټر کی وموندل شي په چا چی په معقولی ډول د سرغړونې یا تیروتنی د تر سره کولو اراده لرلو شک کیږي. 
       

د پلټنې د ترسره کولو واک د ښوونځي د مدیر لخوا د ښوونځی کارکوونکو ته ورکړل شوی دۍ. په دغه کارکوونکو کې ممکن د مدیرانو مرستیالان، اداري کارکوونکي، ځانګړې دنده لرونکی ښوونکي، او د ښوونځي امنیتي پرسونل شامل وي. د ښوونځی هر غړی کیدی شي چی یو شاهد یا ګواه جوړ شي.  

 

د قانون پلي کوونکي افسران یا د ښوونځي د سرچینې افسران (SROs) باید یوازې د ښوونځي موخو لپاره د پلټنو ترسره کولو لپاره وکارول شي کله چې د ښوونځي د کارکوونکو یا د زده کوونکو د خوندیتوب اندیښنه موجود وي. د قانون پلي کوونکي چارواکي کولی شي چی د ویرجینیا د قانون سره په مطابقت د زده کوونکو څخه پوښتنی وکړي او/یا خپله هغوي ، د هغوي ملکیتونه، یا وسایط تالاشي کړي.   
 

  1. مشخصی پلټنی

    د نورو څیزونو تر منځ هم پلټنه تر سره کیدی شي، کله چې یو داسی معقول شک شتون ولري چې یو زده کوونکی ممکن له ځانه سره:
     
    1. یوه منع شوې وسله، چاودیدونکي توکي، یا نور داسی توکي ولري چې یو شخص یا ملکیت ته په فزیکي ډول ګواښ وړاندې کوي.  
       
    2. یو غیرقانوني نشه یی توکئ، غلا شوي ملکیت، یا نور غیرقانوني یا منع شوي توکي. 
       
    3. فحش مواد یا ارتباطات، لیکل شوي یا بریښنایی، لکه بد مواد، فحش، یا جنسي لحاظه لوڅه مجله. 
       
    4. د نورو زده کوونکو یا کارکوونکو په اړه مواد یا ارتباطات، لیکلي یا بریښنایی، کوم چې په نوعیت کې تنګوونکی یا ځورونکی وي یا د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ پالیسیو یا PWCS مقرراتو څخه سرغړونه کوي کوم چې دغه ډول څیزونه منع کوي او کوم چی د نورو زده کوونکو یا کارکوونکو فزیکي خوندیتوب یا رواني روغتیا او هوساینی ته زیان رسوي. 
       
    5. داسی مواد یا اړیکی (ارتباطات) چې د نورو زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب یا هوساینې ته په مستقیم ډول ګواښ وړاندي کوي. 
       
    6. نورهر ډول مواد یا توکي چې یو زده کوونکی یې په ښوونځي کې له درلودلو څخه منع شوی دۍ، یا کوم چی د خلکو یا شتمنیو هوساینې لپاره کواښ وي، یا کوم چې نظم او ضبط ته خطر وړاندې کوي، که چیرته ورته د زده کوونکی په ملکیت کی د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي. 
       
  2. د پلټنی د کړنلاری محدودیت
     

د زده کوونکو تالاشی یوازې هغه وخت جواز لري کله چې د پلټنی ترسره کولو لپاره اخیستل شوي اقدامات په معقول ډول د پلټنی موخو سره تړاو ولري او د زده کوونکي عمر او جنسیت په رڼا کې یا د سرغړونې په نوعیت کی په زیاته کچه لاس وهنه نه وي. 
 
لکه څنګه چې د دې مقرری په IV جز "د لټون مشخصی لارښوونې" تر لاندې په ‌ډاګه شوي دي، د زده کوونکي شخصی پلټنه باید د امکان تر حده د خلکو له سترګو څخه پناه ترسره شي. یو بالغ کارکوونکی باید د یو شاهد په توګه حاضر وي کله چې د زده کوونکو یا د هغوي د شخصی شتمنیو پلټنه ترسره کیږي، غیر حاضری باید په بیړني حالت کې وي. د زده کوونکي تلاشي هغه وخت نه شي پیل کیدی کله چې د کمیسونو، بلوزونو، پتلونونو، یا د کالو لیری کولو ته اړتیا وي کومو کالو چی د کالو تر لاندي توکی پناه کړي اوسي.  
 
د ښوونځي د اداره کوونکو، یا استازو لخوا پلټنه باید د زده کوونکي محاکمه کولو لپاره نه وي، مګر باید د پورته ذکر شویو موخو لپاره وي. ناقانونه توکي چی د پلټنې پر مهال کشف کیږي، د توکو د نوعیت له امله باید پولیسو ته وسپارل شي. که چیرته یو اداره کوونکی، یا د هغه استازی، د پلټنی په پایله کې داسی کوم توکي، مواد، یا ارتباطات پیدا کړي چې ممکن د ماشومانو فحش یا کوم بل ډول فحش عمل په ډاګه کوي، کوم چې د قانون لخوا منع شوي دي، دغه ډول توکي، مواد، یا ارتباط باید د ښوونځي د نورو پرسونل سره شریک نه شي، مګر سمدستي باید پولیسو ته وسپارل شي. که چیرته په توکی باندی دا ډول شک وي چې مرمی ویشتوونکی وسله یا کوم بل ډول وسله ده کوم چی د قانون لخوا منع شوې دي، د پولیسوڅخه باید سمدستي مرسته وغوښتل شي. وروسته بیا، د محاکمې کولو پریکړه د پولیسو او د دولت مشترک څارنوالۍ دفتر په اختیار کې ده. 
 
هغه توکي چې درلودل یې غیر قانوني نه دي، مګر په بل ډول منع دي، باید د ورځې په پائ کې زده کوونکي ته، یا د زده کوونکي والدینو / (سرپرست) ته بیرته وسپارل شي، په دې هوکړي سره چې دا توکي باید بیرته ښوونځي ته را نه وړل شي، پرته له دې که دا ډول توکي د پلټنی لټون څخه رامینځته شوي وي او په کوم انضباطي عمل کې ثبوت یا شواهد وي. په داسې صورت کې، توکي باید د هر ډول انضباطي عمل د استیناف وروسته زده کوونکي یا د زده کوونکي مور یا پلار / (سرپرست) ته وسپارل شي. 

میزونه، د ښوونځي خپل یا اجاره شوي کمپیوټرونه او نور بریښنایی وسایل، او لاکرونه د ښوونځي څانګې ملکیت دي، او هر وخت د مدیرانو، یا استازو لخوا د کنټرول کیدو او تلاشی کیدو تابع دي. دغه ډول پلټنی باید د ښوونځي موخو لپاره ترسره شي لکه څنګه چې مخکې مشخص شوي دی، نه د محاکمه کولو لپاره. د دې ډول پلټنو موخو لپاره، د میزونو او لاکرونو توکی باید د زده کوونکي "شخصی، کاغذونه، او توکی" ونه ګڼل شي کوم چې خوندي شوي وي. 

 

  1. د مشخصی پلټنی لپاره لارښوونې
     
    1. د زده کوونکي شخصی پلټنه باید په پرده کی یا په پناه ځای کی او د هم جنس زده کوونکي پرسونل لخوا ترسره شي.
       
    2. هغه کس چې پلټنه ترسره کوي باید یو بالغ کارکوونکي د شاهد په توګه هلته موجود ولري او دغه شاهد کس باید د زده کوونکي هم جنس وي. 
       
    3. د زده کوونکي د پلټنی ترسره کولو لپاره په عمومي کړنلاره کی باید لاندینی شامل وي:
       
      1. زده کوونکی باید خپل جاکټ یا کوټ لیرې کړي. اداره کوونکي، یا استازی باید جیبونه، د هغې برخې، او استرونه تلاشي کړي. 
         
      2. زده کوونکی باید خپل جیبونه خالي کړي او جیبونه داخل څخه بهر طرف ته سر چپه کړي. اداره کوونکۍ، یا استازی، باید د زده کوونکي له جیبونو څخه ایستل شوي توکي وګوري. 
         
      3. زده کوونکی باید مدیر یا استازی ته خپله بټوه، د کتابونو کڅوړه، د جیم کڅوړه، یا نور هغه توکي ورکړي چې د شخصي توکو د وړلو لپاره کارول کیږي. اداره کوونکي، یا استازی، باید توکی چیک یا وګوري. 
         
      4. اداره کوونکي، یا استازی، باید نامناسب توکي په نښه کړي او باید له زده کوونکي څخه د موندل شوي توکو په اړه مناسبې پوښتنې وکړي. 
         
    4. زده کوونکی باید خپلو لاکرو، موټرو (II ضمیمه وګورئ)، ګرځنده تلیفون، یا نور بریښنایی وسیلی ته لاسرسی ور کړي کله چې ور څخه غوښتنه وشي او هغه شخصی ملکیت باید یوازې تر هغه کچي پوری وپلټل شي چې تر څو چی منع شوي یا غیرقانوني توکی، مواد یا ارتباطات وموندل شي. 
       
    5. اداره کوونکي، یا استازی باید د زده کوونکي څخه د هر یو اخیستل شوي توکي لپاره د "ملکیت ضبط، لیږد، او اختصاص ریکارډ" فورمه ډکه کړي ( I ضمیمه وګورئ). 
       
    6. په هغو مواردو یا حالاتو کې کله چې په زده کوونکی باندي د وسلو یا نشه یی توکو د درلودلو شک وي، او پورته بیان شوي طرزالعملونو شکمن توکي نه وی په ډاګه کړي، یا که زده کوونکي د تلاشی کیدو څخه انکار کوي، د پلټنی لپاره د خپل ملکیت سپارلو څخه انکار کوي، یا لاکر یا موټر ته د لاسرسي ورکولو څخه انکار کوي، لاندې ذکر شوي کړنلارې باید پلي شي: 
      1. زده کوونکی جلا کړئ او یو کارکوونکی وټاکئ تر څو د زده کوونکي څخه نظارت وکړي.
         
      2. د زده کوونکي مور یا پلار سره اړیکه ټینګه کړۍ، وضعیت ورته تشریح کړئ، او ورڅخه وغواړئ چې هغوي سمدستي ښوونځي ته راشي ترڅو په پراخه ډول پلټنه ترسره شي. 
         
      3. مدیر ته زر تر زره خبر ورکړئ که چیرته مور یا پلار / سرپرست به ښوونځي ته نه راځي یا ورسره اړیکه نه شی نیول کیدۍ تر څو پریکړه تر سره شي. دا ممکن مناسب وي چې د SRO سره اړیکه ونیول شي که چیرته د وسلې، نشه یی توکو، یا نور غیرقانوني توکو شک موجود وي. 

 

د مالیي او ملاتړی خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. 
 
د مالیی او ملاتړی خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) په 2020 کال کی د دې پالیسۍ د بیاځلی کتلو مسؤلیت په غاړه لري.