Regulation 738-1 update 2021 in Pashto

زده کوونکيs

مقررات لمبر 738-1

د تازه کولو نیټه 31 اګست 2021

د زده کوونکو خلاف د جنسي ناوړه چلند د تورونو حل

  1. موخه

    د 1972 د تعلیمي اصلاحاتو عنوان IX (عنوان IX) او د ښوونځي د مدیره هیئت تګلاره 738 د جنس پر اساس، په ګډون د جنسیتي هویت او جنسي رجحان، د زده کوونکو د آزار او اذیت ممانعت کوي. دا مقرره د عنوان IX د حفاظتونو؛ د تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند د راپور ورکولو او ورته غبرګون ښودلو د پروسیجرونو؛ او د عنوان IX د شکایت د هغې پروسې په اړه خبرتیا ورکوي د کومې څخه چې د یو یا زیاتو زده کوونکو په اړه د جنسي آزار او اذیت چې د عنوان IX ("عنوان IX جنسي آزار") لاندې تعریف شوی لاندې د تور لګول شوي جنسي آزار او اذیت په اړه د رسمي شکایت د غبرګون، څېړنې او حل لپاره استفاده کېږي.

    د یو یا زیاتو زده کوونکو په اړه د جنسي ناوړه چلند تورونو باید په فوري توګه د Prince William کاونټي عامه ښوونځيو (PWCS) د عنوان IX کوارډیناتور ته او د زده کوونکو د عدالت افسر ("د عنوان IX کوارډیناتور") د هغو پروسیجرونو لاندې راپور ورکړی شي چې په دې مقرره کې ټاکل شوي دي.

    پوستې ادرس:

    PWCS Title IX Coordinator
    Prince William County Public Schools
    P.O. Box 389
    Manassas, Virginia 20108

    د دفتر موقعیت:

    14800 Joplin Road
    Building 3
    Manassas, Virginia 20112

    ټلیفون: 703-791-8595
    فاکس: 703-791-8124
    برېښنالیک: [email protected]

    کله چې تور ولګول شي چې د PWCS یو زده کوونکي داسې جنسي ناوړه چلند کړی دی چې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي، نو دغه تورونه باید دې مقرره کې د ټاکل شوو پروسیجرونو سره سم حل کړی شي1 کله چې تور لګول شوی جنسي ناوړه چلند د عنوان IX جنسي آزار او اذیت کې نه راځي، نو تورونه به د PWCS "د چلند کوډ" کې ټاکل شوو پروسیجرونو له مخې حل کولی شي.2

    کله چې داسې تور لګول شوی وي چې د PWCS یو کارمند یا د PWCS د کنټرول لاندې یو نفر جنسي ناوړه چلند کړی دی، نو تورونه به د هغو پروسیجرونو سره سم حل کېږي چې د کارمندانو د ناوړه چلند د څېړنې او حل په پروسه تطبیق کوي.
  2. تعریفونه

    د جنسي نوعیت هر ناوړه چلند د عنوان IX په هغه آزار او اذیت کې نه راځي کوم چې ددې مقررې په دریمه برخه (C) کې تشریح شوی دی. د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت تعریفونه او نور کلیدي اصطلاحات همداراز په څوارلسمه برخه، د لغاتو فهرست، کې ورکړی شوي دي.
  3. د عنوان IX محفاظتونه
    1. په عنوان IX سره د PWCS د زده کوونکو او کارمندانو په هر هغه تعلیمي پروګرام یا فعالیت چې د PWCS لخوا چلول کېږي کې د جنسي تبعیض څخه حفاظت شوی دی، چې په هغې کې د عنوان IX جنسي آزار او اذیت شامل دی.
    2. عنوان IX جنسي تبعیض نه د زده کوونکو او کارمندانو حفاظت کوي، چې په هغې کې د عنوان IX جنسي آزار او اذیت شامل دي، بې له دې چې د متهم یا شکایت کوونکي جنسیت په نظر کې ونیسي، په دې مانا چې حتا که متهم او شکایت کوونکی د یو جنس کسان وي.
    3. د عنوان IX جنسي آزار او اذیت د جنس پر اساس یو داسې عمل دی چې په لاندې یو یا زیاتو عملونو کې راځي:
      1. یو د PWCS کارمند چې د PWCS د کومک، نفعې یا خدمت یو نفر ته رسول د هغه نفر په جنسي چلند کې ګډون سره مشروط کړي3;
      2. د جنسي نوعیت یو داسې ناوړه چلند چې د یو معقول تن لخوا دومره شدید، پراخ او عیناً سپکوونکی وي چې دا په اغېزمن ډول د یو زده کوونکي د PWCS تعلیمي پروګرام یا فعالیت ته د مساوي لاسرسي څخه انکار کوي؛ یا
      3. د یارۍ تاوتریخوالی، کورنی تاوتریخوالی، جنسي حمله، یا تنګول4
  4. د PWCS مقاماتو ته د جنسي نوعیت د ناوړه چلند راپور ورکول
    1. د ښوونځي د ټولنې ټول غړي مسوولیت لري چې د جنسي نوعیت د ناوړه چلند په اړه د ښوونځي چارواکو ته راپور ورکړي. PWCS ټول زده کوونکي دې ته هڅوي، او په ټولو کارمندانو لازمي کوي، چې د جنسي نوعیت هر ډول ناوړه چلند په اړه په سمدستي توګه په لاندې ټاکل شوې طریقه راپور ورکړي.
      1. یو زده کوونکی یا د زده کوونکي موروپلار باید د جنسي نوعیت ناوړه چلند سمدستي د عنوان IX کوارډیناتور ته راپور ورکړي، هر څو که د PWCS هر کارمند دغه ډول راپورونه ترلاسه کولی شي.
      2. یو د PWCS کارمند چې د یو یا زیاتو زده کوونکو په اړه د تور لګول شوي جنسي نوعیت ناوړه چلند راپور ترلاسه کړي؛ کوم چې د یو زده کوونکي لخوا یا یو زده کوونکي سره جنسي ناوړه چلند مشاهده کړي؛ یا کوم چې د یو یا زیاتو زده کوونکو لخوا جنسي ناوړه چلند سره مخ شوی وي، پرې لازمي ده چې ددې کار په فوري توګه او په هر صورت کې د پېښې د وخت نه 24 ساعتونو کې دننه د عنوان IX کوارډیناتور؛ سرمعلم؛ د سرمعلم مرستیال؛ یا، که کارمند د ښوونځي پر اساس نه وي، د کارمندانو سوپروایزر ته راپور ورکړي. د PWCS کارمند مکلف دی چې د جنسي ناوړه چلند د تورونو راپور ورکړي، پروا نه کوي که شکایت کوونکي د ناوړه چلند راپور ورکړی وي یا نه.
      3. هر هغه د سرمعلم مرستیال، سرمعلم، یا سوپروایزر چې د یو یا زیاتو زده کوونکو لخوا د تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند راپور ترلاسه کړي به د تورونو راپور د ناوړه چلند په اړه خبرېدو د وخت نه په 24 ساعتونو کې دننه د عنوان IX کوارډیناتور ته ورکوي. د سرمعلم مرستیال، سرمعلم یا سوپروایزر به د تورونو راپور همداراز مناسب کچې مل رییس ته هم ورکوي.
    2. ابتدايي راپور چې پورته ورته په الف (1) یا الف (2) کې اشاره وشوه، ښايي شفاهي یا په لیکلې بڼه وي. د تبعیض یا آزار او اذیت د تورونو د راپور ورکولو یوه فورمه د PWCS د عنوان IX د زده کوونکو د عدالت د دفتر په ویب پاڼه او د PWCS په انټرنیټ موجوده ده او ددغې څخه استفاده تشویق کېږي، هر څو که اړینه نده.
    3. د یو یا زیاتو زده کوونکو په اړه تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند ټول راپورونه به د عنوان IX کوارډیناتور ته رسول کېږي او د هغه لخوا به یې کتنه کېږي تر څو دا خبره معلومه کړی شي چې آیا تور لګول شوی ناوړه چلند، که ریښتیا وي، د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي که نه.
    4. چیرته چې د تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند راپورونه د نورو داسې جرمونو په اړه هم وي چې د PWCS "د چلند کوډ" لخوا منع شوي دي، نو دغه ډول جرمونه به د ډسپلین د هغو پروسیجرونو سره سم څېړل کېږي او حل کېږي چې د PWCS "د چلند کوډ" کې ټاکل شوي دي، که چیرې د تطبیق وړ وي. چیرته چې د تور لګول شوي ناوړه جنسي چلند راپورونه د تبعیض او جنسي آزار او اذیت د داسې نورو تورونو په اړه وي کوم چې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې نه راځي، نو داسې تورونه به د هغو پروسیجرونو لاندې څېړل کېږي او حل کېږي کوم چې په مقرره لمبر 738-3، "زده کوونکو خلاف د تبعیض یا جنسي آزار د تورونو حل"، کې ټاکل شوي دي.
    5. دا مقرره یو داسې زده کوونکی چې په یو داسې جنايي جرم متهم وي چې د "د Virginia کوډ" فرعي برخې G د § 16.1-260 سره سم لازمي ده رییس ته افشاء کړی شي د "د Virginia کوډ" د § 22.1-277.2:1 او د PWCS د مقرره لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه" له مخې یو متبادل تعلیمي پروګرام ته د بیا تعینولو څخه نه مستثنی کوي.
  5. د تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند راپورونو ته د عنوان IX د کوارډیناتور غبرګون
    1. د عنوان IX کوارډیناتور به د ټولو راپورونو جاج اخلي چې معلومه کړي آیا تول لګول شوی ناوړه چلند ددې مقررې لاندې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي که نه.
    2. چیرته چې تور لګول شوی ناوړه چلند د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې نه راځي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به د ښوونځي سرمعلم ته د هغې خبرتیا ورکوي. سرمعلم به بیا د تور لګول شوي ناسم چلند څېړنه د ډسپلن د هغو پروسیجرونو لاندې کوي کوم چې د PWCS "د چلند کوډ" کې ټاکل شوي دي، که چیرته د تطبیق وړ وي.
    3. چیرته چې تور لګول شوی ناوړه چلند د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به په فوري توګه شکایت کوونکي سره تماس نیسي تر څو د حمایتي تدابیرو د موجودګۍ په اړه ورسره خبرې وکړي، د حمایتي تدابیرو په اړه د شکایت کوونکو په خواهشاتو غور وکړي، شکایت کوونکی د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د رسمي شکایت ("رسمي شکایت") سره او ترې غیر د حمایتي تدابیرو د موجودګۍ خبر ورکړي، او شکایت کوونکي ته د رسمي شکایت داخلولو پروسه توضیح کړي. که شکایت کوونکی یو کارمند وي، نو د بشري سرچینو ریاست ښايي په دې خبرو اترو کې برخه واخلي. شکایت کوونکي ته به ددې مقررې یوه کاپي او ددې مقررې ضمیمه I، د عنوان IX جنسي آزار او رسمیت د رسمي شکایت فورمه ورکول کېږي.
    4. که متهم د PWCS کارمند یا د PWCS لاندې دریم جانب وي، د عنوان IX کوارډیناتور به په فوري توګه بشري سرچینو لپاره مل رییس، هر اړوند مل رییس او د خطر د سمبالښت او امنیتي خدمتونو رییس ته خبر ورکوي. دا ډول تورونه به د هغو پروسیجرونو سره سم حل کولی شي چې د کارمند د ناوړه چلند په څېړنه او حل تطبیق کوي.
    5. د عنوان IX کوارډیناتور به دې لپاره زده کوونکو لخوا د ناوړه جنسي چلند د ټولو راپورونو ریکارډ ساتي چې PWCS سره په خپلو هڅو کې مرسته وکړي تر څو PWCS کې ددې ډول چلند څارنه وکړي، حل یې کړي او مخنیوی یې وکړي. br>
  6. حمایتي تدابیر
    1. حمایتي تدابیر داسې غیر انضباطي، غیر مجازاتي انفرادي شوي خدمتونه دي چې په مناسب ډول، په معقولې موجودګۍ سره، او په وړیا ډول یا شکایت کوونکي یا متهم ته د رسمي شکایت د داخلولو نه مخکې یا وروسته یا په هغه صورت کې چې رسمي شکایت نه وي داخل کړی شوی وړاندې کېږي. دا ډول تدابیر دې لپاره طرحه شوي چې د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته مساوي لاسرسی په بل جانب د غیر معقول بوج اچولو نه غیر بېرته بحال کړی شي یا روان وساتل شي، په ګډون د داسې تدابیرو چې د ټولو جانبینو د خوندیتوب یا د PWCS د تعلیمي چاپېریال د حفاظت کولو لپاره، یا د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د مخنیوي لپاره طرحه شوي وي.
    2. کله چې تور لګول شوی ناوړه جنسي چلند د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي، نو د عنوان IX کوارډیناتور، سرمعلم یا د سرمعلم د مرستیال او، که اړینه وي، د کچې مل رییس سره په مشوره کې معلوموي چې آیا حمایتي تدابیر د تور لګول شوي ناوړه چلند د درولو، د یو یا زیاتو زده کوونکو یا نورو کسانو د حفاظت کولو، او/یا د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته د لاسرسي روان ساتلو لپاره اړین دي که نه. په حمایتي تدابیرو کې دا لاندې شامل دي، خو تر دې محدود نه دي: مشاورت؛ د ضرب الاجلونو یا کور سره نورو اړوندو تغیرونو غځول؛ د ټولګي د سیټ د وظیفو بدلول؛ د ټولګي مهالویشونه اصلاح کول؛ د مجازي زده کړې تعین؛ د مقرره لمبر 721-1، "د زده کوونکو انتقال - وړکتونونه/لومړني/مینځنی ښوونځی،" یا مقرره لمبر 721-2، "د زده کوونکو انتقال - عالي ښوونځی" سره سم بل ښوونځي ته اداري انتقال؛ د بس تعینات بدلول؛ د غرمنۍ مهالویشونه یا ترتیبات بدلول؛ د لاکرونو بیا تعین؛ د جانبینو ترمینځ په تماس محدودیت؛ زیات امنیت او څارنه؛ او، که د تطبیق وړ وي، د هر جانب د 504 ټیم یا د انفرادي شوي تعلیمي پروګرام (IEP) ټیم غونډه جوړول، د دغه جانب یا د جانب د ښوونځي د ادارې په غوښتنه.
    3. حمایتي تدابیر به تر هغه حده محرمانه ساتل کېږي چې محرمانه ساتل یې د حمایتي تدابیرو په وړاندې کولو کې د PWCS توان ته زیان نه رسوي.
  7. د خوندیتوب لپاره په عاجل ډول ایستل
    1. کله چې معلومه شي چې د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د تورونو څخه د کوم زده کوونکي یا بل هر تن بدني روغتیا یا خوندیتوب ته سمدستي تهدید رامینځته کېږي، نو د ښوونځي سرمعلم، د عنوان IX د کوارډیناتور په موافقې سره کولی شي چې متهم د PWCS د هر تعلیمي پروګرام یا فعالیت، یا دواړو څخه وباسي؛ خو په دې شرط چې لومړی د متهم یو انفرادي شوی د خوندیتوب او خطر تحلیل ترسره شوی وي. هر متهم ته به چې په عاجله توګه د ایستلو اقدام پرې وشي مؤقت تعلیمي خدمتونه وړاندې کېږي.
      1. په عاجل ډول د ایستل کېدو خلاف اپیل: په عاجل ډول له ایستل کېدو نه وروسته به متهم ته لیکلې خبرتیا ورکول کېږي او کولی شي چې اړوند د کچې مل رییس ته په عاجل ډول ایستل کېدو لیکلي اعتراض کولو، په ګډون د هر دلیل او ثبوتي معلوماتو ورکولو، سره دا اقدام چیلنج کړي.
      2. د کچې مل رییس به د متهم لیکلي بیان ته د انفرادي شوي خوندیتوب او خطر د تحلیل سره یو ځای کتنه کوي او د پینځو کاري ورځو دننه به یوه پرېکړه صادروي تر څو په عاجل ډول ایستل یې تایید کړي یا یې اپیل او د متهم د PWCS تعلیمي پروګرام یا فعالیت، یا دواړو، ته بېرته ستنېدل قبول کړي.
    2. د یو داسې متهم په عاجل ډول ایستل کېدل کوم چې د IEP پلان یا د 504 پلان زده کوونکی وي کې باید په هغو پروسیجرونو عمل وشي کوم چې ددې مقررې په لسمه برخه کې ټاکل شوي دي.
  8. د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د رسمي شکایت لپاره د عنوان IX د شکایت پروسه
    1. د رسمي شکایت داخلول:
      1. یو شکایت کوونکی کولی شي چې په یو رسمي شکایت لاسلیک وکړي او د عنوان IX کوارډیناتور ته یې ورکړي، په کوم کې چې د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت تور لګوي او PWCS نه د څېړنې غوښتنه کوي. چیرته چې لازمي وي، د عنوان IX کوارډیناتور په یو رسمي شکایت لاسلیک کولی شي په کوم کې چې په یو متهم د عنوان IX جنسي آزار تور لګول شوی وي، چې په دې توګه څېړنه پیل شي. ددې ډول رسمي شکایت لپاره د عنوان IX کوارډيناتور نه شکایت کوونکی دی او نه د شکایت یو جانب دی.
        1. وړتوب: په هغه وخت کې چې رسمي شکایت داخل کړی شي، لازمي ده شکایت کوونکی د PWCS کارمند وي یا د PWCS په یو تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې ګډون کوي یا د ګډون کولو هڅه کوي.
        2. شکایت داخلول: یو شکایت کوونکی کولی شي چې رسمي شکایت د عنوان IX کوارډیناتور ته لاس په لاس ورسوي، یا د U.S. پوسټ له لارې، یا د الیکټرونیکي میل له لارې. ددې مقررې د ضمیمه I، د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د رسمي شکایت د فورمې څخه د استفادې په قوي توګه تشویق کېږي، هر څو که اړینه نده، او د عنوان IX د کوارډیناتور څخه ترلاسه کېدلی شي.
      2. د رسمي شکایت په ترلاسه کولو سره به د عنوان IX کوارډیناتور د هغې یوه کاپي د شکایت کوونکي او متهم دواړو د ښوونځیو سرمعلمانو او اړوند د کچې مل رییس(انو) ته واستوي.
    2. د رسمي شکایت یا مشخصو تورونو ردول:
      1. د عنوان IX کوارډيناتور به یو رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې مشخص تورونه په هغه صورت کې ردوي چې په یوه ابتدايي څېړنه کې معلومه شي چې ناوړه چلند: (الف) د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې نه راځي څرنګه چې ددې مقررې په دریمه برخه (C) کې تشریح شوی؛ (ب) د PWCS په یو تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې نه و شو؛ یا (ت) په متحده ایالاتو کې د یو تن سره نه و شوی.
      2. د عنوان IX کوارډیناتور کولی شي یو رسمي شکایت یا په رسمي شکایت کې مشخص تورونه رد کړي که چیرې د عنوان IX د شکایت د پروسې پر مهال هر وخت: (الف) یو شکایت کوونکی د عنوان IX کوارډیناتور ته په لیکلي ډول خبر ورکړي چې شکایت کوونکی خپل رسمي شکایت یا په هغې کې کوم تور بېرته اخیستل غواړي؛ (ب) شکایت کوونکی د PWCS په یو تعلیمي پروګرام یا فعالیت کې ګډون نه کوي او نه پکې د ګډون کولو هڅه کوي؛ (ت) متهم نور په PWCS کې داخل نه وي؛ یا (ج) مشخص شرایط د هغه ثبوت د راغونډولو مخنیوی کوي کوم چې د یو رسمي شکایت یا رسمي شکایت کې د مشخصو تورونو د معلومولو لپاره کافي وي.
      3. د رسمي شکایت هر جانب ددې مقررې د ضمیمه II، د عنوان IX د شکایت د پروسې د اپیل د فورمې، یا داسې لیکلي بیان چې د عنوان IX کوارډیناتور لخوا د اخراج پرېکړه چیلنج کوي او کوم چې د اخراج د پرېکړې د خبرتیا نه وروسته په پینځو ورځو کې دننه ورکړی شوی وي په ورکولو سره د رسمي شکایت یا رسمي شکایت کې د مشخصو تورونو د ختمولو اپیل وکړي. د اپیل د فورمې کارول تشویقول کېږي، ولې اړین ندی، او دا به جانبینو ته ورکړی شي. هر اپیل لاندې یو یا زیاتو دلیلونو پورې محدود دی:
        1. د پروسیجر بې نظمي چې په پرېکړه یې اغېز کړی؛
        2. نوی ثبوت چې د ټاکنې پر مهال په معقول ډول موجود نه و، خو کوم چې په نتیجه تاثیر کولی شي؛ یا
        3. د عنوان IX کوارډیناتور، د عنوان IX څېړنکار، یا د عنوان IX پریکړه کوونکي د یو جانب سره د منافعو داسې ټکراو یا تعصب لرلو چې په نتیجه یې تاثیر کاوه.
      4. کله چې د رسمي شکایت یو جانب د اخراج د پرېکړې اپیل پیل کړي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به بل جانب ته په لیکلي ډول خبرتیا ورکوي. د اپیل د لیکلي بیان د خبرتیا د پینځو تقویمي ورځو دننه هغه جانب چې اپیل یې نه وي کړی کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور ته د اخراج د پرېکړې په ملاتړ کې یو لیکلی بیان ورکړي.
      5. د عنوان IX کوارډیناتور به د عنوان IX پرېکړه کوونکي ته د اخراج پرېکړه، د اپيل بیان او د غبرګون بیان ورکوي. د عنوان IX پرېکړه کوونکی به د لسو رسمي ورځو دننه په عین یو وخت کې دواړو جانبینو ته لیکلې پرېکړه صادروي په کومه کې چې ورته د اپیل نتیجه او دلیل ورکوي. د عنوان IX د پرېکړه کوونکي پرېکړه نهايي ده.
      6. د یو رسمي شکایت ختمول یا ددغه ډول ختمولو اپیل د PWCS "د چلند کوډ" لاندې ډسپلني اقدام نه باید مخنیوی ونیسي او نه یې باید وځنډوي.
    3. د رسمي شکایت قبلول او جانبینو ته خبرتیا::
      1. د رسمي شکایت په قبلولو سره به د عنوان PWCS کوارډیناتور جانبینو ته ددې مقررې یوه کاپي ورکوي، او د PWCS د عنوان IX د شکایت پروسه به ورته شریح کوي. د عنوان IX کوارډیناتور به هر جانب ته همداراز د لاندې لیکلې خبرتیا ورکوي، د هر ډول مرکې د پیل نه مخکې د غبرګون د چمتو کولو د کافي وخت سره: (الف) تور(تورونه) چې په احتمالي توګه د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي، د هغو جانبینو چې پېښه کې ککړ وي د هویتونو په ګډون، که معلوم وي؛ هغه ناوړه چلند چې د تور له مخې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي؛ او د تور لګول شوې پېښې نېټه او موقعیت، که معلوم وي؛ (ب) دا فرضیه کې چې متهم د تور لګول شوي ناوړه چلند مسوول ندی او دا چې د مسوولیت پرېکړه به یوازې د عنوان IX د شکایت د پروسې په پای کې کېږي؛ (ت) د هر جانب د یو مشاور حق، کوم چې وکیل کېدلی شي خو لازمي نده چې وکیل وي؛ (ج) د هر جانب دا حق چې ځینې ثبوت معاینه کړي او کتنه ورته وکړي؛ او (د) په پوهې سره د ښوونځي چارواکو ته د درواغ بیانونو ورکولو یا درواغ معلوماتو داخلولو، او یا د کوم فرد چې د عنوان IX د شکایت د پروسې راپور ورکوي یا پکې ګډون کوي څخه د انتقال یا بې حوصله کولو څخه د PWCS "د چلند کوډ" ممانعتونه.
      2. هر رسمي شکایت لپاره د عنوان IX د شکایت پروسه چې د عنوان IX د کوارډیناتور لخوا قبوله شوې وي باید په عام ډول د 60 رسمي ورځو دننه سر ته ورسول شي، مګر دا چې د عنوان IX کوارډیناتور، د عنوان IX څېړنکار، د عنوان IX پرېکړه کوونکی، یا د استیناف اړوند پرېکړه کوونکی په مؤقت ډول د عنوان IX د شکایت پروسه وځنډوي یا د یوې ښې وجې لپاره یې وخت وغځوي او شکایت کوونکي او متهم دواړو ته د ځنډ یا غځولو د اقدام د دلیل(ونو) په لیکلې توګه خبرتیا ورکړي. په ښو وجوهاتو کې شامل دي، خو تر دې محدود نه دي، د رسمي شکایت د یو شاهد یا یو جانب غیاب یا غیر موجودګي؛ په عین وخت کې د نافذ قانون یا د ماشومانو د حفاظتي خدمتونو (CPS) فعالیت؛ د ژبې د مرستې د معلولیت د هستوګنځي اړتیا؛ یا نور شرایط چې د PWCS دې پروسیجر سره په اړوندو چارو اغېز کوي.
    4. د رسمي شکایت تفتیش:
      1. عمومي: په رسمي شکایت کې د تورونو به تفتیش کېږي، او شکایتونه ښايي یو ځای کړی شي چیرته چې دا ډول شکایتونه د یو ډول حقایقو یا شرایطو څخه رامینځته شوي وي یا په بل ډول یو بل سره مربوط وي. څېړنې به د شرایطو لاندې له معقولې تېزۍ سره ترسره کېږي او د CPS، پولیسو، یا بل دولتي مقام لخوا هرې څېړنې سره یو ځای ترسره کېدلی او/یا غځول کېدلی شي.
      2. وسعت: چیرته چې مناسبه وي، نو په تفتیش کې ښايي د شکایت کوونکي، متهم یا نورو کسانو چې د حقایقو او شرایطو پوهه لري سره یوه یا زیاتې شخصي مرکې شاملې وي. په تفتیش کې همداراز ښايي د نورو هرو معلوماتو او هغو موادو چې اړوند ګڼل کېږي کتنه شامله وي، که د جانبینو لخوا پېژندل شوي یا افشاء شوي یا نه. په داسې معلوماتو یا موادو کې ښايي شامل وي، خو تر دې محدود نه، ویډیو تصویرونه، عکسونه، ایمیلونه، متني پېغامونه، او د ټولنیزو رسنیو تماسونه.
        1. د شکایت هر جانب کولی شي چې د خپلې خوښې یو مشاور ولري، کوم چې ښايي وکیل وي اما اړینه نده چې وکیل وي. د PWCS کارمندان به د عنوان IX د مشاورینو په توګه کار نه کوي او PWCS به هیڅ جانب ته مشاور نه ورکوي. دا به د هر جانب مسوولیت وي چې که مشاور لري نو د عنوان IX کوارډیناتور ته په وخت د هغه د هویت او تماس د معلوماتو خبر ورکړي. که یو جانب زیر سن وي نو موروپلار یې هرې مرکه کې یا بل هر هغه ملاقات کې چې د جانب حضور پکې لازمي وي ورسره حضور لرلی شي؛ یو مشاور د جانب په بلنه حضور لرلی شي. په ټولو مرکو او ملاقاتونو کې به د هر جانب د مشاور رول د یو خاموش شاهد تر حده محدود وي، استثناء له استماعیه غونډې.
        2. د رسمي شکایت هر جانب چې ګډون ته بلل شوی وي یا یې توقع کېږي، ته به هغه یا هغې سره د ټولو مرکو او ملاقاتونو د نېټې، وخت، موقعیت، ګډون کوونکو او هدف په لیکلې بڼه خبرتیا او ګډون لپاره د چمتووالي کافي وخت ورکول کېږي.
        3. د رسمي شکایت هر جانب به د ثبوت وړاندې کولو او شاهدانو معرفي کولو مساوي فرصت ورکول کېږي..
      3. اضافي تورونه: که د تفتیش په اوږدو کې د عنوان IX څېړنکار د شکایت کوونکي یا متهم په اړه داسې تورونو د څېړنې پرېکړه وکړي کوم چې پورته د اتمې برخې (C) (1) له مخې خبرتیا کې نه وي شامل کړی شوي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به جانبینو ته د اضافي تورونو خبرتیا ورکوي.
      4. ثبوت ته د جانبینو لاسرسی: د تفتیشي راپور له بشپړولو او داخلولو وړاندې به د عنوان IX څېړنکار هر جانب او د هر جانب مشاور ته مساوي فرصت ورکوي چې نېغ په نېغه اړوند ثبوت معاینه کړي او کتنه ورته وکړي. دا ډول ثبوت به په داسې توګه اصلاح کېږي چې د جانبینو نه غیر د نورو زده کوونکو د شخصي هویت د معلوماتو حفاظت وشي. په داسې لاسرسي کې د عنوان IX د څېړنکار شخصي یادداښتونه چې مشورتي استفادې لپاره وي یا د اسنادو مسودې شامل ندي. د عنوان IX څېړنکار به هر جانب ته د نېغ په نېغه ثبوت د خبرتیا نه لس تقویقمي ورځې وخت ورکوي چې د ثبوت په اړه خپل لیکلې ځواب ورکړي تر څو د IX څېړنکار پرې غور وکړي؛ د هر دې ډول ځواب یوه کاپي به بل جانب ته ورکول کېږي.
      5. تفتیشي راپور: له بشپړاوي وروسته به یو داسې تفتیشي راپور چې د اړوند ثبوت شفاف لنډیز وړاندې کوي د عنوان IX پرېکړه کوونکي ته استول کېږي، او همداراز هر جانب ته او د هر جانب مشاور ته د مسوولیت د پرېکړې یا استماعیه غونډې څخه، که چیرته وي، لږ تر لږه لس تقویمي ورځې مخکې ددې لپاره چې هغوی یې وګوري او په لیکلې بڼه یې ځواب ورکړي. د تفتیشي راپور په اړه هر لیکلی ځواب لازمي ده چې د تفتیشي راپور د خبرتیا نه وروسته په درې تقویمي ورځو کې دننه د عنوان IX کوارډیناتور ته ورکړی شي.
    5. د مسوولیت پرېکړه:
      1. د رسمي شکایت هر جانب کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور له لارې د تفتیشي راپور د خبرتیا نه وروسته په درې ورځو کې دننه بل جانب څخه په لیکلې بڼه اړوندې پوښتنې وکړي یا شاهد معرفي کړي. هرې پوښتنې چې د غیر اړوند په توګه وویستل شوې باید د عنوان IX د پرېکړه کوونکي لخوا په ګوته کړی شي او توضیح یې ورکړی شي.
        1. د عنوان IX کوارډیناتور واک نلري چې جانبین یا شاهدان دې ډول پوښتنو ته په ځوابونو ورکولو مجبور کړي. کوم جانبین او/شاهدان چې ځواب ورکول غواړي پرې لازمي ده چې دا ډول ځوابونه د پوښتنو د خبرتیا نه وروسته په درې تقویمي ورځو کې دننه د عنوان IX کوارډیناتور ته ورکړي.
        2. د عنوان IX کوارډیناتور به دغه ځوابونه بل جانب ته ورکوي او په یوه داسې موده کې به د محدودو تعقیبي پوښتنو او ځوابونو اجازه ورکوي چې د عنوان IX د کوارډیناتور لخوا مناسب ګڼل شوی وي، خو د مسوولیت د پرېکړې نه مخکې وي.
        3. د عنوان IX پرېکړه په خپل واحد اختیار سره کولی شي چې د رسمي شکایت جانبینو ته لیکلي ځوابونه ورکړي. کوم جانبین چې ځواب ورکول غوره کړي پرې لازمي ده چې دا ډول ځوابونه د لیکلو پوښتنو د خبرتیا نه وروسته په درې تقویمي ورځو کې دننه ورکړي. د عنوان IX پرېکړه کوونکی به دواړو جانبینو ته دا ډول پوښتنې او هر ځوابونه ورکوي.
      2. د عنوان IX پرېکړه کوونکی به هر جانب ته ددې فرصت وړاندیز کوي چې په هغه صورت کې چې د رسمي شکایت نتیجه اوږدمهاله ځنډ، بیا ټاکنه، او/یا د اخراج سپارښتنه وي نو د عنوان IX د زده کوونکو د ډسپلین په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. د عنوان IX پرېکړه کوونکی به د رییس د استماعیې د افسر په توګه کار کوي، او دا ډول د استماعیې غونډه به د مقرره لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه"، مقرره لمبر 743-1 "د زده کوونکو ډسپلین"؛ او لمبر 745-1، "د زده کوونکو اوږدمهاله ځنډول یا اخراج" لاندې د ډسپلین د اهدافو لپاره د پروسې د غوښتنو شرطونه پوره کوي.
        1. په هغه صورت کې چې په استماعیه غونډه کې د ګډون وړاندیز وشي، نو د داسې استماعیه غونډې لیکلي پروسیجرونه باید جانبینو ته د مخکې نه ورکړی شي.
        2. د دې ډول استماعیه غونډې په اوږدو کې به د استماعیه افسر د هر جانب سره جلا جلا ویني. .
        3. د یو مور یا پلار څخه تمه کېږي چې یو زیر سن جانب سره د هغه یا هغې په استماعیه غونډه کې حضور ولري او یو مشاور کولی شي چې د جانب په بلنه حاضر شي؛ ولې فقط یو تن د جانب د وکیل په توګه کار کولی شي.
        4. د استماعیه افسر کولی شي چې د هر جانب او هر شاهد چې استماعیه کې حاضرېږي څخه پوښتنې وکړي.
        5. د استماعیه غونډه به دوه پړاوو کې مخته ځي. د لومړي پړاو ("د استماعیه لومړی پړاو") پر مهال به د استماعیه افسر دې هدف لپاره د عنوان IX جنسي آزار او اذیت د تورونو په اړه معلومات اوري تر څو معلومه کړي چې آیا د عنوان IX او دې مقررې څخه سرغړونه شوې که نه.
        6. استماعیه به هغه وخت دویم پړاو ("د استماعیې دویم پړاو") ته ادامه کوي که چیرته د استماعیې افسر معلومه کړه چې د عنوان IX او دې مقررې یا د PWCS "د چلند کوډ" څخه سرغړونه شوې ده او دا نتیجه یې واخیستله چې اوږدمهاله ځنډ، یو متبادل تعلیمي ترتیب ته بیا تعین، یا اخراج لپاره سپارښتنه به یو مناسب حل وي. د استماعیې د دویم پړاو هدف دا دی چې د استماعیې افسر ته د د Virginia د کوډ د § 22.1-277.06 سره سم د متهم د ځانګړو شرایطو سره اړوند معلومات ورکړی شي، او دا چې آیا د اوږدمهاله ځنډ، بیا تعین یا اخراج سپارښتنه وکړي که نه.
        7. هیڅ یو جانب د استماعیې لومړي پړاو ته شاهدان نشي بللی. متهم د استماعیې دویم پړاو ته شاهدان د حضور لپاره بللی شي؛ خو دا ډول شاهدان یوازې داسې ثبوت وړاندې کولی شي چې د متهم د ځانګړو شرایطو سره مربوط وي څرنګه چې په مقرره لمبر 745-1، "د زده کوونکو اوږدمهاله ځنډول یا اخراج"، کې تشریح شوي دي، چې په هغې کې د سرغړونې د نوعیت او شدت سره اړوند ثبوت شامل دی.
      3. د اداري ریکارډ په کتنې او د ثبوت د معیار د لومړیتوب په تطبیقولو سره به د استماعیې افسر، د عنوان IX د پرېکړه کوونکي په صفت، دواړو جانبینو ته په یو وخت کې یوه لیکلې پرېکړه صادره کړي په کومه کې چې دا شامل وي: د هغو تورونو پېژندنه چې په احتمالي ډول د عنوان IX په آزار او اذیت کې راځي؛ د اجرائي اقداماتو یو لنډیز؛ د حقیقت موندنې؛ په حقایقو د PWCS "د چلند کوډ" د تطبیق په اړه نتیجې؛ د هر تور په تړاو د مسوولیت د پریکړې یو بیان او د هغې منطق؛ د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو، څرنګه چې مناسب وي، ته د شکایت کوونکي د مساوي لاسرسي د بيرته روانولو یا روان ساتلو لپاره هر حل؛ او د اپیل د پروسیجرونو یو بیان.
      4. که اپیل داخل نه کړی شو نو د مسوولیت پریکړه نهايي کېږي، او د عنوان IX د شکایت پروسه په هغې نېټه ختمېږي په کومه چې به اپیل نور په خپل وخت نه ګڼل کېږي. که چیرته اپیل وشو، نو د مسوولیت پرېکړه په هغې نېټه نهايي کېږي په کومه چې د ځانګړو زده کړو او د زده کوونکو د خدمتونو مل رییس ("د استیناف پرېکړه کوونکی") جانبینو ته د اپيل د نتیجې لیکلې خبرتیا ورکړي.
      5. چیرته چې د استماعیې افسر/د سرللیک IX پرېکړه کوونکی معلومه کړي چې د ناوړه چلند تورونه د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې نه راځي، ولې د PWCS "د چلند کوډ" لاندې د ډسپلین په اساساتو کې راځي، نو زده کوونکی ښايي لنډ مهال لپاره وځنډول شي (د لسو یا کمو ورځو لپاره وځنډول شي)، په اداري توګه د PWCS یو بل ښوونځي یا پروګرام ته انتقال کړی شي چې د متبادل تعلیمي پروګرام نه بدل وي، یو متبادل تعلیمي ترتیب ته واړول شي، اوږدمهال لپاره وځنډول شي، یا اخراج کړی شي څرنګه چې په مقرره لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه"؛ 743-1، "د زده کوونکي ډسپلین"؛ او 745-1، "د زده کوونکو اوږدمهاله ځنډول یا اخراج" کې راغلي دي. په متبادل ډول، د استماعیې افسر کولی شي چې معامله بیرته سرمعلم ته د ښوونځي پر اساس ډسپلین لپاره مراجعه کړي.
    6. د عنوان IX حلونه:
      1. چیرته چې د یو متهم خلاف د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت د مسوولیت پریکړه شوې وي نو شکایت کوونکي ته حلونه ورکول کېږي. حلونه دې لپاره طرحه شوي چې د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته مساوي لاسرسی بیرته روان کړی شي یا روان وساتل شي.
      2. په حلونو کې ښايي هماغه انفرادي شوي خدمتونه شامل وي چې پورته په شپږمه برخه کې د حمایتي تدابیرو په توګه تشریح شوي. په حلونو کې ښايي همداراز د اصلاحي تدابیر او/یا ډسپلیني بندیزونه شامل وي چې د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت لپاره مسوول متهم باندې اغېز کوي.
        1. د پېښې د شدت او د PWCS د زده کوونکو راتلونکي کې د جنسي آزار او اذیت نه حفاظت د اړتیا په اتکاء، په اصلاحي تدابیرو کې ښايي دا شامل وي، خو تر دې محدود ندي: د ټولګي مهاولیشونه اصلاح کول؛ مجازي زده کړې ته تعین؛ د بس وظیفې تغیرول؛ شکایت کوونکي سره د تماس محدودیت؛ په غیر نصابي او نصابي فعالیتونو کې د ګډون د امتیاز لغوه کېدل؛ یا د متبادل تعلیمي پروګرام نه غیر د PWCS یو بل ښوونځي یا پروګرام ته اداري انتقال.
        2. د پېښې د شدت او د PWCS د زده کوونکو راتلونکي کې د جنسي آزار او اذیت نه حفاظت د اړتیا په اتکاء، په ډسپلیني بندیزونو کې ښايی لنډمهاله ځنډ؛ اوږدمهاله ځنډ، یو متبادل تعلیمي پروګرام ته بیا تعین، او/یا اخراج لپاره سپارښتنه شامل وي.
      3. هر اصلاحي تدابیر او هر د متبادل تعلیم د پروګرام بیا تعین چې د عنوان IX د پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوي وي به د هغې نېټې څخه په اغېز کې وي په کومه چې د مسوولیت پرېکړه نهايي شي.
      4. هر لنډ مهاله ځند چې د عنوان IX د پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوی وي به د هغې نیټې نه په اغېز کې وي په کومه چې په اپیل د کچې مل رییس پرېکړه شوې وي یا، که اپیل نه وي شوی، په هغې نېټه په کومه چې اپیل لپاره د کچې مل رییس وخت تېر شوی وي.
      5. هر اوږدمهاله ځند چې د عنوان IX د پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوی وي به د هغې نیټې نه په اغېز کې وي په کومه چې په اپیل د ښوونځي د مدیره هیئت پرېکړه شوې وي یا، که اپیل نه وي شوی، په هغې نېټه په کومه چې اپیل لپاره د ښوونځي د مدیره هیئت وخت تېر شوی وي.
      6. هر اخراج به د هغې نیټې نه په اغېز کې وي په کومه چې د ښوونځي مدیره هیئت د اخراج پرېکړه کړې وي یا څرنګه چې د ښوونځي د مدیره هیئت لخوا ټاکل شوي وي. په داسې وخت کې چې پرېکړه د ښوونځي د مدیره هیئت سره روانه وي، متهم به تعلیمي خدمتونه د کمپیوټر پر اساس زده کړې (CBI) له لارې ترلاسه کوي؛ یا، که متهم ځانګړي تعلیمي خدمتونه ترلاسه کوي، نو د PWCS د باقاعده ښوونځي نه غیر یو بل موقعیت کې، د داسې خدمتونو سره چې د IEP د پروسې سره سم به یې پرېکړه کېږي.
    7. د استیناف پروسیجرونه:
      1. د عنوان IX د پرېکړه کوونکي مسوولیت د پرېکړه په اړه د شکایت کوونکي یا متهم لخوا د هغو پروسیجرونو لاندې اپیل کېدلی شي چې لاندې په برخه H کې تشریح شوي دي.
      2. که د عنوان IX پرېکړه کوونکی پرېکړه وکړي چې متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت لپاره مسوول دی، نو بیا متهم د هر لنډمهاله ځنډ، متبادل ترتیب ته د بیا تعین، اوږدمهاله ځنډ یا اخراج لپاره د سپارښتنې خلاف څرنګه چې لاندې په نهمه برخه کې تشریح شوي اپیل کولی شي. ولې ددې ډول ډسپلیني اقداماتو هیڅ اپیل به تر هغه وخته پورې پروسس نکړی شي تر څو چې د مسوولیت د پریکړې که کوم اپیل وي نو هغه د عنوان IX لاندې سر ته نه وي رسول شوی.
      3. که د عنوان IX پرېکړه کوونکي پریکړه وکړه چې متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت مسوول ندی، خو د PWCS "د چلند کوډ" څخه یې سرغړونه کړې ده، نو بیا متهم د متبادل تعلیم د ترتیب هر بیا تعین، لنډمهاله یا اوږدمهاله ځنډ، یا اخراج لپاره د سپارښتنې په اړه د هغو پروسیجرونو لاندې اپیل کولی شي چې په مقرره لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه"؛ 744-1، "د زده کوونکو لنډمهاله ځنډول"؛ یا مقرره لمبر 745-6، "د اوږدمهاله ځنډ او اخراج اپیلونه د ښوونځي مدیره هیئت ته" کې تشریح شوي دي. ولې تر هغه وخته به د PWCS "د چلند کوډ" لاندې د ډسپلني بندیزونو هیڅ اپیل نه پروسس کېږي تر څو چې د عنوان IX لاندې د مسوولیت د پریکړې هر اپیل سر ته نه وي رسول شوی.
    8. د عنوان IX د پریکړه کوونکي د مسوولیت د پریکړې په اړه اپیل:
      1. د عنوان IX د شکایت د پروسې لاندې، د عنوان IX د پریکړه کوونکي د لیکلې پریکړې په اړه هر اپیل تر دې موندنې محدود دی چې متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت مسوول دی یا ندی.
      2. د پرېکړه کوونکي لخوا تحمیل شوو اصلاحي تدابیرو په اړه اپیل نشي کېدلی. اما د لنډمهاله یا اوږدمهاله ځنډ، د بیا تعین، یا اخراج د ډسپلني بندیزونو په اړه د هغو پروسیجرونو لاندې اپیل کېدلی شي کوم چې په مقرره لمبر 744-1، "د زده کوونکو لنډمهاله ځنډ"؛ لمبر 745-6، "د اوږدمهاله ځنډ او اخراج اپیلونه د ښوونځي مدیره هیئت ته"؛ یا لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه"، څرنګه چې په لاندې نهمه برخه کې د تطبیق وړ دي او اصلاح شوي دي.
      3. د عنوان IX د پریکړه کوونکي د لیکلې پریکړې د خبرتیا نه وروسته په پینځه ورځو کې دننه، د رسمي شکایت هر جانب کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور ته ددې مقررې د ضمیمه لمبر II، د عنوان IX د شکایت د پروسې د اپیل د فورمې، یا د مسوولیت د پریکړې د چیلنج کولو یو لیکلي بیان په داخلولو سره د عنوان IX د پریکړه کوونکي د مسوولیت د پریکړې په اړه اپيل وکړي. د اپیل د فورمې کارول تشویقول کېږي، ولې اړین ندی، او به جانبینو ته ورکړی شي. د مسوولیت د پریکړې په اړه هر اپیل لاندې یو یا زیاتو دلیلونو پورې محدود دی:
        1. د پروسیجر بې نظمي چې په پرېکړه یې اغېز کړی؛
        2. نوی ثبوت چې د ټاکنې پر مهال په معقول ډول موجود نه و، خو کوم چې په نتیجه تاثیر کولی شي؛ یا
        3. د عنوان IX کوارډیناتور، د عنوان IX څېړنکار، یا د عنوان IX پریکړه کوونکي د یو جانب سره د منافعو داسې ټکراو یا تعصب لرلو چې په نتیجه یې تاثیر کاوه.
      4. کله چې د رسمي شکایت یو جانب د مسوولیت د پرېکړې اپیل پیل کړي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به بل جانب ته په لیکلي ډول خبرتیا ورکوي. د اپیل د خبرتیا د پینځو تقویمي ورځو دننه، هغه جانب چې اپیل یې نه وي کړی کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور ته د مسوولیت د پریکړې د ملاتړ لپاره یو لیکلی بیان ورکړي.
      5. د عنوان IX کوارډیناتور به د اپیل بیان، د غبرګون بیان، او اداري ریکارډ د استیناف پریکړه کوونکي ته ورکوي، کوم چې به، د دغې د ترلاسه کولو نه وروسته د لسو رسمي ورځو دننه یوه رسمي پریکړه صادروي په کومه کې چې به د اپیل نتیجه او د نتیجې منطق بیانوي. د استیناف پریکړه کوونکی به لیکلې پریکړه په عین وخت کې دواړو جانبینو ته ورکوي.
      6. د عنوان IX د پریکړه کوونکي د مسوولیت د پریکړې په اړه د اپیل په صورت کې، په متهم تحمیل شوي اصلاحي تدابیر او/یا ډسپلني بندیزونه به د اپیل د پرېکړې د مودې پورې پاتې وي.
      7. د مسوولیت د پریکړې په اړه اپیل باندې د استیناف د پریکړه کوونکي پریکړه نهايي ده او د عنوان IX د شکایت پروسه سر ته رسوي.
  9. د عنوان IX لاندې تحمیل شوو ډسپلني بندېزونو اپیل
    1. د لنډمهاله ځنډ اپیل: متهم د مسوولیت د پریکړې د نهايي کېدو نه پینځو تقویمي ورځو کې دننه د عنوان IX کوارډیناتور ته د لنډمهاله ځنډ د چیلنج کولو د یو لیکلي بیان په ورکولو سره د لنډمهاله ځنډ په اړه اپیل کولی شي.
      1. هر اپیل لازمه ده چې په لیکلې بڼه داخل کړی شي او هر دلیل یا ثبوتي او تاییدي معلومات ولري.
      2. کله چې متهم د لنډمهاله ځنډ په اړه اپیل کوي، نو د عنوان IX کوارډیناتور به بل جانب ته په لیکلې بڼه خبر ورکوي. د اپیل د خبرتیا د پینځو تقویمي ورځو دننه، هغه جانب چې اپیل یې نه وي کړی کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور ته د لنډمهاله ځنډ د ملاتړ لپاره یو لیکلی بیان ورکړي.
      3. د عنوان IX کوارډیناتور به د اپیل بیان، د غبرګون بیان، او اداري ریکارډ اړوند د کچې مل رییس ته ورکوي، کوم چې به، د دغې د ترلاسه کولو نه وروسته د لسو رسمي ورځو دننه یوه رسمي پریکړه صادروي په کومه کې چې به د اپیل نتیجه او د نتیجې منطق بیانوي.
      4. لنډمهاله ځنډ به په اپیل سره درول کېږي.
      5. په اپیل د کچې مل رییس پریکړه نهايي ده.
    2. د اوږدمهاله ځنډ، یو متبادل تعلیمي پروګرام ته بیا تعین، یا اخراج لپاره سپارښتنې په اړه اپیل: متهم د عنوان IX دې ډسپلني بندیزونو په اړه د ښوونځي مدیره هیئت ته اپیل کولی شي. د اصلاحي تدابیرو، د لنډمهاله ځنډ، او د مسوولیت د پریکړې اپیل د ښوونځي مدیره هیئت ته نشي کېدلی.
      1. د ښوونځي مدیره هیئت ته په هر اپیل د وخت هغه موده او هغه پروسیجرونه حاکم دي کوم چې په مقرره لمبر 745-6، "د اوږدمهاله ځنډ او اخراج اپیلونه د ښوونځي مدیره هیئت ته"؛ یا ماده لمبر 681-1، "غیر روایتي تعلیمي پروګرامونه"، څرنګه چې د تطبیق وړ وي او د لاندې اصلاحات سره:
        1. د اپیل په ترلاسه کولو سره به، د عنوان IX کوارډیناتور شکایت کوونکي ته په لیکلې بڼه خبر ورکوي.
          1. چیرته چې به په اپیل د ښوونځي د مدیره هیئت لخوا د اداري ریکارډ په اساس غور کېږي، شکایت کوونکی د اپيل د خبرتیا نه پینځه تقویمي ورځو کې دننه کولی شي چې د عنوان IX کوارډیناتور ته د ډسپلني بندیز(ونو) په ملاتړ کې یو لیکلی بیان ورکړي، کوم چې به د اپیل د بیان او اداري بیان سره یو ځای د ښوونځي مدیره هیئت ته ورکول کېږي.
          2. چیرته چې د اپیل نتیجه د ښوونځي د مدیره هیئت په وړاندې د استماعیې غونډه شي، نو شکایت کوونکي ته به فرصت ورکول کېږي چې د ښوونځي د مدیره هیئت په استماعیه غونډه کې حضور ولري. د دې ډول استماعیه غونډې په اوږدو کې به د ښوونځي مدیره هیئت د هر جانب سره جلا جلا ویني.
          3. د عنوان IX هر هغه ډسپلیني بندیزونه چې په متهم تحمیل شوي وي او ددغو بندیزونو د اپیل لپاره د وخت موده به د عنوان IX د پریکړه کوونکي د مسوولیت د پریکړې د اپیل پورې درول کېږي.
        2. د ښوونځي مدیره هیئت اختیار لري چې د عنوان IX د کوارډیناتور نه د پروسیجر د مسئلو او/یا د متبادلو انتظاماتو یا تعلیمي حمایتي خدمتونو د موجودګۍ یا مناسب والي په اړه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي.
  10. معلولیت لرونکي زده کوونکي
    1. IEPs والا جانبینو لپاره محفاظتونه:
      1. په هغه صورت کې چې د عنوان IX پریکړه کوونکی ومومي چې متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت مسوول دی، که د رسمي شکایت کوم یو جانب ځانګړي تعلیمي خدمتونه ترلاسه کوي، نو IEP ټیم(ټیمونه) به یو بل سره ویني تر څو معلومه کړي چې آیا ددې خبرې د یقیني کولو لپاره په خدمتونو کې بدلون یا ځای پر ځای کېدنه اړینه ده چې زده کوونکی د وړیا مناسبو عامه زده کړو (FAPE) ترلاسه کولو ته ادامه ورکړي.
      2. که مخکې نه وي بشپړ شوی، نو یوه د تصمیم د څرګندونې کتنه (MDR) به ترسره کېږي چیرته چې د ډسپلین نتیجه د زده کوونکي د اوسني تعلیمي ځای نه د 10 نه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره لیرې کول کېدلی شي یا یې نتیجه د لیرې کولو یوه سلسله کېدلی شي کوم چې ښايي یوه داسې نمونه تشکیل کړي چې د مقرره لمبر 745-2، "معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ډسپلین"، په برخه VI (A)(2) کې تعریف شوې ده. MDR به معلوموي چې آیا تور لګول شوی ناوړه چلند، که ریښتیا وي، د متهم د معلولیت څرګندونه وه. دا محفاظت په هغو زده کوونکو تطبیقېږي کوم چې تر اوسه پورې ځانګړو زده کړو او اړوندو خدمتونو لپاره حقدار نه وي څرنګه چې د مقرره لمبر 745-2 په لسمه برخه کې تشریح شوي دي.
        1. که د MDR نتیجه دا وي چې تور لګول شوی ناوړه چلند د متهم د معلولیت څرګندونه وه، نو د عنوان IX پریکړه کوونکی ښايي داسې اصلاحي تدابیر تطبیق کړي چې په هغوی کې د متهم یو برابر موقعیت ته اداري انتقال شامل وي؛ اما اجازه نشته چې متهم د خپل اوسني تعلیمي ځای نه لیرې کړی شي تر څو چې لاندې شرطونه نه وي پوره کړی شوي:
          1. IEP ټیم د ځای د بدلولو سره موافقه وکړي؛ یا
          2. متهم ته د عنوان IX پریکړه کوونکي لخوا یو مناسب مؤقت متبادل تعلیمي ترتیب تعین شي کوم چې د 45 درسي ورځو نه زیاتې مودې لپاره نه وي، دا Virginia د اداري کوډ، 8VAC20-81-160، برخې C.5 سره سم؛ یا
          3. د ځانګړو زده کړو د یوې روانې پروسې د اجراآتو نه وروسته، د روانې پروسې د استماعیې افسر متهم لپاره د ځای د بدلولو امر ورکړي، دا Virginia د اداري کوډ 8 VAC 20-81-160، برخې E.2 سره سم.
        2. که MDR پریکړه وکړه چې تور لګول شوی ناوړه چلند د متهم د معلولیت څرګندونه نه وه، نو بیا د عنوان IX پریکړه کوونکی کولی شي چې اصلاحي تدابیر او/یا ډسپلني بندیزونه په متهم باندې په هماغې طریقه او هماغې مودې لپاره ولګوي څرنګه چې یې په یو غیر معلول متهم لګوي.
      3. که یو متهم ددې مقررې لاندې د خپل اوسني تعلیمي ځای نه د 10 نه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره لیرې کړی شو یا د داسې مسلسلو لنډمهاله مودو لپاره لیرې کړی شو چې یوه نمونه تشکیلوي، نو بیا لازمي ده چې تعلیمي خدمتونه ورته برابر کړی شي تر څو متهم وتوانولی شي چې په عام تعلیمي نصاب کې ګډون ته ادامه ورکړي او د خپلو IEP اهدافو د پوره کولو په لور پرمختګ وکړي.
    2. د برخې 504 پلان والا جانبینو لپاره محافظتونه:
      1. په هغه صورت کې چې د عنوان IX پریکړه کوونکی ومومي چې متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت مسوول دی، او که د رسمي شکایت کوم یو جانب ځانګړي د برخې 504 لاندې سهولتونه ترلاسه کوي، نو 504 ټیم(ټیمونه) به یو بل سره ویني تر څو معلومه کړي چې آیا ددې خبرې د یقیني کولو لپاره په سهولتونو کې بدلون اړین دی چې زده کوونکی تعلیمي خدمتونو او پروګرامونو ته لاسرسي ته ادامه ورکړي.
      2. که مخکې نه وي بشپړه شوې، نو یوه د علت معلومولو استماعیه به ترسره کېږي چیرته چې د ډسپلین نتیجه د زده کوونکي د اوسني تعلیمي ځای نه د 10 نه زیاتو پرله پسې درسي ورځو لپاره لیرې کول کېدلی شي یا یې نتیجه د لیرې کولو یوه سلسله کېدلی شي کوم چې ښايي یوه نمونه تشکیل کړي. د علت معلومولو استماعیه کې به معلومول کېږي چې آیا تور لګول شوي ناوړه چلند، که ریښتیا وي، د متهم د معلولیت سره کوم د علت ارتباط لرلو.
        1. که چیرې د علت معلومولو د استماعیې نتیجه دا موندنه وه چې د تور لګول شوي ناوړه چلند سبب نېغ په نېغه د متهم معلولیت و، نو بیا به د عنوان IX پریکړه کوونکی متهم د هغه یا هغې د اوسني تعلیمي ځای څخه نه لیرې کوي، هر څوک یو برابر موقعیت ته د اداري انتقال اجازه شته.
        2. که علت د معلومولو د استماعیې نتیجه دا موندنه وي چې د تور لګول شوي ناوړه چلند سبب نېغ په نېغه د متهم معلولیت نه و، نو بیا د عنوان IX پریکړه کوونکی کولی شي چې اصلاحي تدابیر او/یا ډسپلیني بندیزونه په هماغې طریقه او هماغې مودې لپاره تحمیل کړي څرنګه چې یې په یو معلولیت نه لرونکي متهم تطبیقوي.
      3. متهم به د ځنډ یا اخراج د هیڅ مودې پر مهال د تعلیمي خدمتونو د ترلاسه کولو د ادامې حق نلري.
  11. متفرقه مادې
    1. محرمیت: تر کومه حده چې امکان لري، د رسمي شکایت او څېړنې سره اړوند معلومات به محرمیت کې ساتل کېږي، استثناء له هغو چې د یوې پوره او شفافې څېړنې د ترسره کولو یا د کوم د مسوولیت پریکړه او/یا ډسپلني بندیزونو ته د اپیل لپاره اړین وي؛ متهم ته اجازه ورکول کې چې د خپل ځان دفاع وکړي، د مناسبو حمایتي تدابیرو او حل لارو تطبیقول؛ یو د احضار امر، د محکمې امر یا دولتي څېړنې ته ځواب ویل؛ یا د رسمي شکایت په نتیجه کې رامینځته شوي هر قانوني اقدام یا د شکایت پروسه کې د PWCS یا یې د کارمندانو دفاع کول.

      کله چې یو شکایت کوونکی د عنوان IX جنسي آزار او اذیت تور لګوي خو د محرمیت غوښتنه کوي، نو داسې غوښتنه ښايي د PWCS توان په څېړنه او اړین اصلاحي اقدام کولو کې محدود کړي. کله چې یو شکایت کوونکی د IX جنسي آزار او اذیت تور ولګوي خو PWCS نه د څیړنې نه کولو غوښتنه وکړي، نو PWCS به پریکړه کوي چې د تطبیق وړ قوانینو سره سم دا غوښتنه قبوله کړي یا نه. په داسې وضعیتونو کې PWCS پریکړه کولی شي چې د تور څیړنه وکړي یا یې قانون نافذوونکو یا CPS ته راپور ورکړي.
    2. د وظیفو سپارنه: په دې مقرره کې تشریح شوې دندې او وظیفې ښايي هغسې وسپارل شي څرنګه چې د نافذ قوانین سره په مطابقت اړین وي.
    3. درواغ بیانونه ممنوع دي: یو زده کوونکی یا زده کوونکې چې په پوهې سره درواغ راپور یا شکایت ورکوي، یا که یو څوک په پوهې سره درواغ بیان ورکړي، نو هغه به د PWCS "د چلند کوډ" لاندې ډسپلین شي. په همدې توګه، هر د کارمند چې په پوهې سره درواغ راپور یا شکایت وکړي، یا په پوهې سره درواغ بیان وړاندې کړي، نو هغه د مقرره لمبر 503-1، "ټولو کارمندانو لپاره د رسمي چلند معیارونه"؛ او مقرره لمبر 572-1، "د ډسپلین اقدام" لاندې ډسپلین کېږي، چې په هغې کې د وظیفې نه تر اخراج پورې اقدام شامل دی.
    4. د ریکارډ ساتل: څرنګه چې د قانون لخوا لازمي ده، PWCS به اوه ورځو لپاره د هر ډول اقداماتو ریکارډونه ساتي، په ګډون د حمایتي تدابیرو، کوم چې د داسې تور لګول شوي جنسي ناوړه چلند چې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راځي د راپور په غبرګون کې شوي وي. PWCS به همداراز د عنوان IX د هرې څیړنې؛ د مسوولیت د هرې پریکړې؛ د هر هغه حلونو چې شکایت کوونکي ته ورکړی شوي وي او/یا اصلاحی تدابیرو یا ډسپلیني بندیزونو چې په متهم تحمیل شوي وي؛ د هر اپیل او د هغې د نتیجې؛ او هر هغو موادو چې د عنوان IX د څیړنکار، د عنوان IX د کوارډیناتور، د عنوان IX د پریکړه کوونکي او د استیناف د پریکړه کوونکي د روزنې لپاره ترې استفاده شوي وي ریکارډونه د اوه ورځو لپاره ساتي.
    5. قانون نافذوونکو ته راپورونه: سرمعلم به په فوري توګه د پولیسو ریاست ته د هرې هغې پېښې راپور ورکوي کومه چې ښايي یو جرم تشکیلوي، په ګډون د جنسي حملې یا تنګولو ("Virginia د کوډ" د § 18.2-60.3 سره سم) چیرته چې دا ډول عمل د ښوونځي په بس، د ښوونځي په ملکیت، یا د ښوونځي په مرسته فعالیت کې رامینځته شوی وي، څرنګه چې "Virginia د کوډ" د § 22.1-279.3:1 سره سم لازمي ده. د ښوونځي چارواکي کولی شي چې داسې نور راپورونه قانون نافذوونکو یا نورو دولتي مقاماتو ته ورکړي، څرنګه چې شرایط لازمي کوي.
    6. انتقام او/یا مداخله ممنوع ده: PWCS د یو داسې تن چې د جنسي ناوړه چلند تور یې لګولی وي؛ یو رسمي شکایت ورکوي؛ یا داسې څوک چې د عنوان IX جنسي آزار د تور په څېړنه کې کومک کوي، ګډون کوي یا د ګډون نه انکار کوي، پر ضد انتقامي اقدام کول په سختۍ سره منع کوي. زده کوونکي او کارمندان اجازه نلري چې یوه څېړنه کې مداخله وکړي یا پکې خنډ جوړ کړي او یا د یو شاهد په بیان اثر واچوي یا پرې د اثر اچولو هڅه وکړي. د یو زده کوونکي دا ډول ناوړه چلند به د PWCS "د چلند کوډ" لاندې حل کېږي او ښايي چې نتیجه یې د ډسپلین اقدام شي، چې په هغې کې PWCS نه تر اخراج پورې اقدام شامل دی. د یو کارمند دا ډول چلند به غیر مسلکي چلند ګڼل کېږي چې د مقرره لمبر 503-1، "کارمندانو لپاره د مسلکي چلند معیارونه"؛ او مقرره لمبر 572-1، "ډسپلني اقدام" له مخې ډسپلین لري چې په هغې کې د وظیفې نه اخراج پورې اقدام شامل دی.
  12. د تګلارې انتشار

    PWCS تعلیمي پروګرامو او فعالیتونو کې د جنسيتي هویت او جنسي رجحان په ګډون د جنس پر اساس تبعیض نه کوي. په PWCS د 1972 د تعلیمي اصلاحاتو د عنوان IX او د فدرالي مقرراتو د کوډ د عنوان 34 د برخې 106 لخوا لازمي ده چې په دې طریقه تبعیض ونکړي. دا مکلفیت تر داخلې او وظیفې پورې پراخوالی لري.

    PWCS به ددې تګلارې خبرتیا داخلې او وظیفې لپاره درخواست ورکوونکو، زده کوونکو، موروپلار، کارمندانو او هغو ټولو مسلکي سازمانونو چې د PWCS د کارمندانو سره مربوط دي ته ورکوي.

    د عنوان IX د تطبیق او برخه IX په اړه پوښتنې د PWCS د عنوان IX کوارډیناتور، د متحده ایالاتو د تعلیم او تربیې وزات مرستیال سکرتر، یا دواړو ته مراجعه کېدلی شي.
  13. د عنوان IX لازمي روزنه

    PWCS به د عنوان IX د آزار او اذیت د تعریف؛ د PWCS د تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو د وسعت؛ د تفتیشونو د ترسره کولو؛ او د عنوان IX د شکایت د پروسې، په ګډون د استماعي غونډو، اپیلونو، او د اړوندو حقایقو په اړه د قضاوت نه ځان ساتلو، د ګټو ټکر، او تعصب په ګډون په بې طرفۍ کار کولو په اړه د عنوان IX کوارډیناتور، د عنوان IX څېړنکار، د عنوان IX پریکړه کوونکي، او د استیناف پریکړه کوونکي ته روزنه ورکوي.

    PWCS به د عنوان IX پریکړه کوونکي او د استیناف پریکړه کوونکي ته د پوښتنو او ثبوت د مربوطیت په مسئلو روزنه ورکوي، په ګډون ددې چې کله د شکایت کوونکي د جنسي رغبت یا پخواني جنسي چلند په اړه پوښتنې او ثبوت ارتباط نلري.

    PWCS به یقیني کوي چې د عنوان IX څیړنکار د اړوندو مسئلو په اړه روزنه ترلاسه کړي تر څو یو داسې تفتیشي راپور جوړ کړي چې د اړوند ثبوت په شفافه توګه لنډیز وړاندې کوي.

    هر هغه مواد چې د عنوان IX د کوارډیناتور، د عنوان IX د څیړنکار، د عنوان IX د پریکړه کوونکي، او د استیناف د پریکړه کوونکي د روزنې لپاره ترې استفاده کېږي اتکاء به یې په جنسي کلیشو نه وي او د آزار او اذیت د رسمي شکایتونو بې طرفه څيړنو او قضاوتونو ته به وده ورکوي.
  14. لغات
    1. په "اداري ریکارډ" کې چې د عنوان IX پریکړه کوونکي ته ورکول کېږي داسې ریکارډونه شامل دي لکه رسمي شکایت؛ په عاجل ډول د ایستلو هره پریکړه؛ هر نېغ په نېغه اړوند ثبوت؛ نېغ په نېغه اړوند ثبوت ته د هر جانب لیکلی غبرګون؛ تفتیشي راپور؛ تفتیشي راپور ته د هر جانب لیکلی غبرګون؛ او هرې لیکلې اړوندې پوښتنې چې هر جانب یا شاهد نه شوې وي، او همداراز د هغوی هر ځوابونه. هغه اداري ریکارډ چې د عنوان IX د استیناف پریکړه کوونکي ته ورکول کېږي کې به د عنوان IX پریکړه کوونکي لیکلې پریکړه هم شامله وي. هغه اداري ریکارډ چې په اپیل کولو سره د کچې مل رییس یا د ښوونځي مدیره هیئت ته ورکول کېږي کې به هم د عنوان IX د پریکړه کوونکي لیکلې پریکړه شامل وي، او همداراز هر هغه لیکلې پریکړه چې د عنوان IX د استیناف د پریکړه کوونکي لخوا شوې وي.
    2. د "رسمي ورځ" مانا ده هر هغه ورځ په کومه چې د PWCS اداري دفترونه پرانیستي وي.
    3. د "تقویمي ورځ" مانا ده په یوه طرحه شوي وخت کې هره ورځ، د هغه عمل یا پېښې ورځ پکې نده شامله د کومې نه چې طرحه شوې وخت پیل کېږي.
    4. د "شکایت کوونکی" مانا ده یو زده کوونکی یا د PWCS کارمند کوم چې د لګول شوي تور له مخې متهم لخوا د هغه ناوړه چلند قرباني وي کوم چې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راتللی شي. د شکایتونو یا اپیلونو د داخلولو یا بیرته اخیستلو د اهدافو لپاره یا ددې مقررې لاندې د خبرتیاو د ترلاسه کولو لپاره، په شکایت کوونکي کې د 18 کالو نه کم عمر والا زده کوونکي موروپلار شامل دي.
    5. د "رضامندۍ" مانا ده واضح، معلوم او د خپلې خوښې الفاظ یا اعمال کوم چې د یو خاص جنسي فعالیت لپاره اجازه څرګندوي. په هغه وخت کې به د رضامندۍ نشتوالی ګڼل کېږي کله چې د دړکو؛ بدني زور؛ تهدید؛ یا ناتوانۍ ثبوت موجود وي، چیرته چې د "ناتوانۍ" مانا دا ده چې د یو نفر د پریکړې کولو توان ته داسې زیان رسېدلی وي چې تر دې حده د جنسي ارتباط د پوهېدلو ظرفیت نلري چې ددې پریکړې اجازه ورکړي چې آیا جنسي فعالیت غواړي که نه. (د ناتوانۍ علت عمر؛ په مؤقت ډول یا تل لپاره ذهني یا فزیکي معلولیت؛ خوب یا بې هوشي؛ داسې فزیکي محدودیت چې په خپله خوښه نه وي؛ او/یا د مخدره موادو، الکولو، دوا یا نورو موادو اثر کېدلی شي).
    6. د "نېغ په نېغه اړوند ثبوت" مانا ده هر هغه ثبوت چې د عنوان IX د تفتیش د برخې په توګه ترلاسه کړی شوی وي کوم چې نېغ په نېغه هغو تورونو سره مربوط وي چې په رسمي شکایت کې لګول شوي وي، په ګډون د هغه ثبوت د کوم پر اساس چې د عنوان IX پریکړه کوونکی د مسوولیت پریکړې ته د رسېدلو لپاره اتکاء نه کوي او د قصور یا بې قصورۍ ثبوت، که هغه د یو جانب یا بلې کومې سرچینې څخه ترلاسه شوی وي.
    7. د "تعلیمي پروګرام یا فعالیت" مانا ده، ددې مقررې د اهدافو لپاره، هغه موقعیتونه، غونډې یا شرایط په کومو کې چې PWCS په متهم او هغه سیاق و سباق په کوم چې کې د عنوان IX جنسي آزار او اذیت رامینځته شوی دواړو د پام وړ کنټرول لري.
    8. د "رسمي شکایت" مانا ده یو داسې سند چې یو شکایت کوونکي ورکړی وي، یا د عنوان IX کوارډیناتور لخوا لاسلیک شوی وي، په کوم کې چې په یو متهم د عنوان IX د جنسي آزار او اذیت تور لګول شوی وي، او ددې مقررې لاندې د عنوان IX جنسي آزار او اذیت د تور د څېړنې غوښتنه کوي.
    9. د "خبرتیا" مانا هغه نېټه ده په کومه چې یو سند ایمیل شوی؛ په لاس ورکړل شوی؛ یا، که چیرته د متحده ایالاتو د پوسټ له لارې لېږل شوی وي، د استولو نېټه جمع درې رسمي ورځې. داسې ګڼل کېږي چې PWCS سره په فایل کې د تماس معلومات صحیح دي تر څو چې د عنوان IX کوارډیناتور د تماس د مختلفو معلوماتو خبر نه وي ورکړل شوی. د ټولې پروسې په اوږدو کې دا خبره یقیني کول د هر جانب مسوولیت دی چې د عنوان IX کوارډیناتور د صحيح پوسټي او الیکټرونکي ادرس لري.
    10. د "موروپلار" مانا هر هغه مور او پلار، سرپرست، قانوني واک لرونکی یا بل تن دی چې د یو زه کوونکي کنټرول یا واک په لاس کې لري.
    11. د PWCS"د چلند کوډ" کې، ددې مقررې د هدف لپاره شامل دي مقررې لمبر 681-1، "د غیر روایتي زده کړو پروګرامونه"؛ 743-1، "د زده کوونکو ډسپلین"؛ 744-1، "د زده کوونکو لنډمهاله ځنډونه"؛ 745-1، "د زده کوونکو اوږدمهاله ځنډونه یا اخراج"؛ 745-2، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین"؛ 745-3، "د اوړي د ښوونځي د زده کوونکو ډسپلین"؛ او د PWCS "د چلند کوډ".
    12. د "متهم" مانا هغه زده کوونکی، کارمند یا د PWCS د کنټرول لاندې یو دریم جانب دی د کوم په اړه چې راپور ورکړی شوی وي چې داسې ناوړه چلند یې کړی دی چې د عنوان IX په جنسي آزار او اذیت کې راتللی شي. ددې مقررې لاندې د اپیلونو د داخلولو او خبرتیاو د ترلاسه کولو د هدف لپاره، په شکایت کوونکي کې د 18 کالو نه کم عمر والا زده کوونکي موروپلار شامل دي.
    13. د "درسي ورځ" مانا هر هغه ورځ ده په کومه چې د ټولګي درس ورکول کېږي.
    14. د "زده کوونکي" مانا ده یو داسې فرد چې د PWCS په یو ښوونځي یا پروګرام کې داخل وي، یا پکې داخلېدل غواړي.
    15. د "د عنوان IX کوارډیناتور" مانا هغه تن دی چې د PWCS لخوا د خپلو هڅو د هماهنګ کولو لپاره ټاکل شوی وي او اختیار لري تر څو د 1972 د فدرالي تعلیمي اصلاحاتو د عنوان IX لاندې خپل مسوولیتونه سر ته ورسوي. په عنوان IX او د زده کوونکو د عدالت دفتر کې د عنوان کوارډیناتور او د عنوان IX څیړنکار(ان) شامل دي.
    16. د "د عنوان IX جنسي آزار او اذیت" مانا ده د جنس پر اساس یو داسې عمل دی چې په لاندې یو یا زیاتو عملونو کې راځي:
      1. یو د PWCS کارمند چې د PWCS د کومک، نفعې یا خدمت یو نفر ته رسول د هغه نفر په غیر مطلوب جنسي چلند کې ګډون سره مشروط کړي ؛6;
      2. د جنسي نوعیت یو داسې ناوړه چلند چې د یو معقول تن لخوا دومره شدید، پراخ او عیناً سپکوونکی وي چې دا په اغېزمن ډول د یو زده کوونکي د PWCS تعلیمي پروګرام یا فعالیت ته د مساوي لاسرسي څخه انکار کوي؛ یا
      3. د تاوتریخوالي یو مشخص عمل:
        1. د مینې او یارۍ په تاوتریخوالي کې څرنګه چې 34 U.S.C. 12291(a)(10) کې تعریف شوی، داسې تاوتریخوالی شامل دی ې د یو داسې زده کوونکي لخوا ترسره شوی وي: الف) څوک چې قرباني سره د مینې محبت یا صمیمي نوعیت په ټولنیز ارتباط کې وي یا و؛ او (ب) چیرته چې به ددې ډول ارتباط ټاکنه د ارتباط د مودې، د ارتباط د ډول، او په ارتباط کې د دخیلو زده کوونکو ترمینځ د تعامل په کثرت د غور پر اساس کېږي.
        2. په کورني تاوتریخوالي کې څرنګه چې 34 U.S.C. 12291(a)(8) کې تعریف شوی هغه جرمونه یا د تاوتریخوالي هغه جرمي سرغړونې شاملې دي چې د قرباني د یو اوسني یا پخواني خاوند یا ښځې یا صمیمي پارټنر لخوا ترسره شوی وي، د یو داسې تن لخوا چا سره چې قرباني په شریکه یو ماشوم لري، د یو داسې تن لخوا چا سره چې قرباني یو ځای اوسېږي یا دغه تن قرباني سره د ښځې یا خاوند یا صمیمي پارټنر په توګه اوسېدلی وي، د یو داسې تن لخوا چې د کورني او فامیلي تاوتریخوالي د پیسو د مرستې ترلاسه کوونکي قضايي صلاحیت د قوانینو لاندې په ورته وضعیت کې د قرباني ښخه یا خاوند وي، یا د بل هر تن لخوا د یو بالغ یا ځوان قرباني سره کوم چې د دغه تن د عمل څخه د قضایي صلاحیت د کورني یا فامیلي تاوتریخوالي د قوانینو لاندې محفوظ کړی شوی وي.
        3. جنسي حمله څرنګه چې 20 U.S.C. 1092(f)(6)(A)(v) کې تعریف شوې، غیر له نوازشه، د عنوان IX د هدف لپاره د هغه عمدي او غیر رضایتي عمل په توګه تعریف کېږي چې هغې کې تناسلي اندام (که د جامو دپاسه وي یا لاندې) او/یا سینه، یا د جامو نه لاندې کوناټي لمس شوي وي؛ یا په عمدي او نارضایتي ډول د جامو دپاسه نه د سینې، تناسلي اندام یا کوناټو په داسې طریقه لمس کول چې نتیجه یې د یوې لمحې نه زیات تماس وي یا شکایت کوونکي سره په مرتب ډول یو چلند جوړ شي. نوازش، که د رضامندۍ نه غیر هم وي، به هغو شرایطو کې لمس نه حسابېږي چې د پېښې حالات جنسي اراده نه څرګندوي.
        4. تنګول څرنګه چې په 34 U.S.C. 12291(a)(30) کې تعریف شوي، هغې کې په پرله پسې توګه یو داسې چلند شامل دی چې د یو مشخص تن په لور وي کوم چې په یو معقول تن کې: الف) د خپل ځان د خوندیتوب یا د نورو د خوندیتوب په اړه د ویرې سبب شي؛ یا ب) هغه د پام وړ احساسي پریشانۍ سره مخ کړي.

د عنوان IX کوارډیناتور او د ځانګړې زده کړې او د زده کوونکو خدماتو مل رییس د دې مقرراتو د عملي کولو او نظارت کولو مسوولیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړوند پالیسي باید لږترلږه هرو پنځه کلونو کې یې بیاکتنه وشي او د اړتیا له مخې اصلاح شي.

ضمېمه I - د عنوان IX جنسي آزار رسمي شکایت

ضمېمه II - د عنوان IX د شکایت د پروسې لپاره د اپیل یا مرافعه غوښتنې فورمه

فوټ نوټونه

1 - په دې مقرره کې پروسیجرونه د جنسي آزار او اذیت په هغو شکایتونو تطبیقېږي کوم چې د اتهام له مخې په 14م اګست 2020 یا دغې نه وروسته ترسره شوي وي، د هغې لارښوونې سره سم چې د متحده ایالاتو د تعلیم او تربیې د وزارت د ملکي حقونو د دفتر لخوا ورکړی شوې ده. د هغه جنسي آزار او اذیت چې د اتهام له مخې ددغې نیټې نه مخکې شوی وي شکایتونه به به د تول لګول شوي جرم په وخت کې د نافذې لارښوونې سره سم حل کېږي، ددې خبرې د یقیني کولو د تغیر سره چې د پروسې اجراآت به د PWCS د داسې چارواکو لخوا کېږي کومو چې د عنوان IX سره اړوندو مسایلو کې لوړه روزنه ترلاسه کړې وي.

2 - ددې مقررې د هدف لپاره، د PWCS "د چلند کوډ" په حواله کې شامل دي مقررې لمبر 681-1، "د غیر روایتي زده کړو پروګرامونه"؛ 743-1، "د زده کوونکو ډسپلین"؛ 744-1، "د زده کوونکو لنډمهاله ځنډونه"؛ 745-1، "د زده کوونکو اوږدمهاله ځنډونه یا اخراج"؛ 745-2، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین"؛ 745-3، "د اوړي د ښوونځي د زده کوونکو ډسپلین"؛ او د PWCS "د چلند کوډ".

3 - په دې ډول تورونو هغه پروسیجرونه حاکم دي چې د کارمندانو د ناوړه چلند د څېړنې او حل په پروسیجرونو تطبیق کوي.

4 - ددې اصطلاحاتو تعریفونه په څوارلسمه برخه، د لغاتو فهرست، کې ورکړی شوي دي.

5 - د عنوان IX او د زده کوونکو د عدالت د ویب پاڼې یو لینک په دې ادرس www.pwcs.edu، د "Departments" لاندې پیدا کېدلی شي.

6 - په داسې تورونو هغه پروسیجرونه حاکم دي کوم چې د کارمندانو د ناوړه چلند په څېړنه او حل تطبیق کوي چې په مقرره لمبر 507-2، "جنسي آزار چې کارمندان پکې ککړ وي" کې تشریح شوي دي.