Regulation 630-2 - Pashto

لارښوونه

مقرره 2-630

د ځانګړې فرصت پروګرامونه

په دې مقرره کې د ځانګړی فرصت دوه ډوله پروګرامونه شامل دی: تخصصي پروګرامونه او ځینی د کیریٔر (خرفه) او تخنیکی زده کړو (CTE) پروګرامونه.

  1. د غوښتنلیک پروسه
    1. غوښتنلیک

      په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو کې د ځانګړی فرصت پروګرامونو لپاره په غوښتنلیک کی باید لاندې برخې شامل وي:
      1. د والدینو یا سرپرست لخوا اجازه چې د غوښتنلیک لپاره یی د معلوماتو راټولولو ته رضایت ښکاره کړی اوسی.
      2. د زده کوونکی په اړه بنسټیزه معلومات ( د بیلګې په توګه، د اړیکی ټینګولو معلومات، د زده کوونکی نمرې، اکاډمیکی ټرانسکرپټ (اطلانامه)؛
      3. دا پوښتنه چې آیا یو زده کوونکی داسی اسانتیاوي لري چی د PWCS سره مستند شوي دي کوم چې د زده کوونکي ښوونځي لخوا د هغه ځانګړي پروګرام سره شریکی شي، کوم ته چې زده کوونکی غوښتنه وړاندی کوي تر څو ورسره د غوښتنلیک پروسې ته د لاسرسي موندلو په برخه کې مرسته وکړي.
      4. په دی پوهیدل چې که چیرته یو زده کوونکی د کومی اړینی ارزونی یا د غوښتنلیک پروسې هرې برخې ته د لاسرسي موندلو لپاره اسانتیاوو ته اړتیا لري، هغه اسانتیاوې نشي کولی په بنسټیزه توګه د غوښتنلیک پروسه بدله کړي.
      5. هغه زده کوونکي چې د هنر او نندارې، عملي نرسنګ، د Pre-Governor ښوونځی، یا د Governor’s School @ Innovation Park ښوونځي ته د داخلې لپاره غوښتنه کوي، باید آډیشن/ارزونه ورکړي او/یا د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو لنډیز وړاندې کړي.
      6. هغه زده کوونکي چې د عملي نرسنګ، دPre-Governor ښوونځی، یا د Governor’s School @ Innovation Park ښوونځي ته د داخلې لپاره غوښتنه کوي، باید یو پورټ فولیو، سپارښتن لیکونه، او/یا یوه مقاله وړاندې کړي؛ او
      7. د زده کوونکي او کورنۍ لخوا د پروګرام ټولو اصولو او قوانینو باندې عمل کولو ته غاړه ایښودل.
    2. د غوښتنلیک مهالویشونه
      1. هغه زده کوونکي چې د غوښتنلیک په کال، د جنوري له لومړۍ نېټې څخه مخکې په پرنس ویلیم کاونټۍ کې اوسیږي، د غوښتنلیک ټول توکی باید د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه یا تر هغی وړاندی وسپارل شي. دغو زده کوونکو ته باید د مارچ د لومړۍ نیټې څخه مخکې د هغوي د غوښتنلیکونو د څرنګوالی په اړه خبر ورکړل شي. زده کوونکی او د هغوي کورنۍ باید د مارچ ۵ نیټی پوری یا تر هغی مخکې څوکۍ یا ځائ ومنی.
      2. هغه زده کوونکي چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه وروسته په PWCS کې داخلیږي، د هغوي غوښتنلیکونه باید په ښوونځی کی نوم لیکنی تر سره کولو نیټی څخه وروسته په ۳۰ ورځو کې دننه وسپارل شي. دغو زده کوونکو ته باید د بشپړ غوښتنلیک تر لاسه کولو وروسته په 30 ورځو کی دننه د غوښتنلیک د څرنګوالی په اړه خبر ورکړل شي. زده کوونکی ممکن د موجودو څوکیو یا ځای پر بنسټ ومنل شی.
    3. د معیارونو بیاځلی کتنه یا ارزونه
      1. ټول غوښتنلیکونه باید بیاځلی وکتل شي ترڅو ډاډ ترلاسه شی چې غوښتنلیکونه بشپړ دی. هغه غوښتنلیکونه چې بشپړ نه وی، نه به ارزول کیږي. که چیرته کوم غوښتنلیک ونه ارزول شی، نو درخواست کوونکی او / یا د هغوی کورنۍ ته به یی د لامل په اړه خبر ورکول کیږي. که چیرته غوښتنلیک بشپړ نه وی او لا هم د فبروری له لومړۍ نیټې څخه مخکې نیټه وی، درخواست کوونکی کولی شی د فبروری تر لومړۍ نیټې پورې خپل غوښتنلیک بشپړ کړی ترڅو د پروګرام لپاره په پام کې ونیول شی.
      2. ټول بشپړ شوي غوښتنلیکونه باید وکتل شي، ترڅو دا ډاډ رامینځته شي چې زده کوونکي د پروګرام لپاره ټاکل شوي معیارونه پوره کوي، په شمول د زده کوونکي د ټولګي درجی او هغه مضمونونه چې د پروګرام لپاره جوړ شوی دی.
      3. غوښتنه کوونکی کولی شی د غوښتنلیک په هر دوره کې تر دریو پوری پروګرامونو لپاره درخواست وړاندی ورکړی.
      4. په ټولو غوښتنلیکونو کی باید د غوښتل شوی پروګرام لپاره د خوښی ترتیب په ډاګه شوي وی.
    4. په پروګرام کی ځای په ځای کول
      1. ټول غوښتنلیکونه د هر پروګرام څانګی لخوا کتل کیږی.
      2. د زده کوونکي په خپل لومړي انتخاب شوي پروګرام کې شاملولو لپاره باید ټولې هڅې تر سره شي.
      3. د فاین او پرفارمنګ آرټس لپاره د مرکز پروګرام، د اور وژنې پروګرام، عملي نرسنګ، د Pre-Governor ښوونځي، او Governor’s School @ Innovation Park ښوونځی په شمول د وړتیا یا میرټ پر بنسټ د پروګرامونو پرته، د نورو ټولو پروګرامونو لپاره زده کوونکو نومونه د قرعې اندازی له لارې مشخص کیږي چې د پروګرام لپاره ټاکل شوي شرایط پوره کوي.
      4. غوښتونکو ته په یو کال کې یوازې په یو پروګرام کې د ګډون کولو لپاره موقع ورکول کیدی شي، او څوکی یا ځایونه د خوښی ترتیب له مخی وړاندی کیږي.
      5. که چیرته یو زده کوونکی د خپلی خوښی لومړی پروګرام کې د ګډون کولو لپاره انتخاب نه شی، نو هغوي به د دویم انتخاب پروګرام لپاره په لاټری یا قرعه اندازی کې اچول کیږي، که چیرته هغوی د دغی پروګرام لپاره په شرایطو برابر وي. که چیرته یو زده کوونکی د خپلی خوښی په لومړی او په دویم پروګرام کی د قرعه اندازی یا لاټری لپاره انتخاب نه شي، نو هغوي به د خپلی خوښی په دریم پروګرام کی د لاټری یا قرعه اندازی لپاره په نظر کی نیول کیږي، که چیرې هغوی د دغې پروګرام لپاره شرایط پوره کوي.
      6. هغه زده کوونکی چې د لاټری له لارې په دودیز ښوونځی پروګرام کې د ګډون کولو لپاره نه انتخابیږي، د انتظار په لیست کې کی به اچول کیږي.
      7. هغه زده کوونکی چې په Governor’s School @ Innovation Park کی د داخلیدو لپاره شرایط پوری کوي مګر څوکی یا ځای نه ورکول کیږي، هغوي به د انتظار په لیست کې اچول کیږي.
      8. کله چې یو درخواست کوونکی ته څوکۍ یا ځائ وړکړل شی، نور ټول غوښتنلیکونه (د بیلګې په توګه، د دویم انتخاب، د دریم انتخاب) له منځه ځی، پرته د هغو زده کوونکو چی د انتظار په لسټ کی اچول شوي وي.
      9. هغه غوښتنلیکونه چې ناسم یا جعلی معلومات لری یا د PWCS د اکاډمیکی بشپړتیا معیارونو څخه یی سرغړونه کړي وي، نه به منل کیږي، یا ممکن د سرغړونې د موندلو په وخت کې د زده کوونکی منل کیدنه بیرته لغوه شی.
    5. د خبرتیا ورکولو کړنلارې
      1. پرته د عملی نرسنګ او Governor’s School @ Innovation Park پروګرامونو څخه، په نورو پروګرامونو کی د شاملیدو خبرتیا به د مارچ په لومړۍ نیټه یا له هغی وړاندی د غوښتنلیک پورټل یا ویب پاڼی له لارې شتون ولري.
      2. زده کوونکی او کورنۍ باید د مارچ په 5 یا له هغی وړاندی د غوښتنلیک پورټل یا ویب پاڼی له لارې د پروګرام لپاره وړاندیز شوی څوکۍ یا ځائ قبول یا رد کړی.
      3. د مارچ له ۵ نیټی څخه وروسته، نه اخیستل شوي یا نه ادعا شوي څوکۍ ممکن نورو غوښتنلیک وړاندی کوونکو ته ورکړل شی.
      4. پرته له دې چې بل ډول مشخص شي، په ټولو پروګرامونو کی شاملونی یا ځای په ځای کونی باید د می تر 30 نیټی پورې ترسره شی.
    6. د استیناف غوښتلو یا اپیل کړنلاری
      1. که چیرته یو زده کوونکی د خپل لومړی انتخاب پروګرام لپاره ونه منل شی، نو کولی شی پر ضد یی د لومړی انتخاب پروګرام د ښوونځی مدیر ته په مستقیم ډول اپیل واستوي.
      2. زده کوونکی د خبرتیا د تر لاسه کولو نیټې څخه وروسته د ښوونځی اته ورځې لری چی د لومړی انتخاب پروګرام د ښوونځی مدیر ته اپیل وکړی.
      3. د لومړی انتخاب پروګرام د ښوونځی مدیر د اپیل د ترلاسه کولو څخه وروسته د ښوونځی پنځه رسمی ورځې وخت لری چی غوښتنه ومنی یا رد کړی.
      4. دا اپیل یو اکاډمیکی اپيل ګڼل کیږی او په 1- 731 مقرره کې د ذکر شویو اکاډمیکی اپیلونو تګلاری تعقیقوي.
    7. د لیږد یا تبدیلی کړنلارې

      هغه درخواست کوونکی چې د ځانګړي فرصت پروګرام د ګډون ساحې څخه بهر اوسیږي، باید په 1-721 او 2-721 مقرراتو کې بیان شوی د لیږد یا تبدیلی کولو کړنلارې تعقیب کړی.
      1. دا چی یو زده کوونکی د ځانګړی فرصت پروګرام لپاره د لیږد یا تبدیلی کوونکی زده کوونکی په توګه ومنل شي، زده کوونکی باید په ټاکلی شوی موده کې درخواست ورکړی او په پروګرام کې ومنل شی.
      2. په هغه حالاتو کی کله چې دوه یا ډیر ورته پروګرامونه شتون ولري، د حاضرۍ ساحی به رامینځته کیږي او په کلنی توګه به یی په اړه د کورنیو سره معلومات شریک کیږي.
      3. هغه درخواست کوونکی چې د ځانګړي فرصت پروګرام د ګډون ساحې څخه بهر اوسیږي، باید خپل ټاکل شوي ښوونځي ته درخواست وړاندی کړي لکه څرنګ چې په دی مقرره کی ذکر شوي دي.
      4. د ځانګړی فرصت پروګرام لپاره د ټاکل شوی حاضری سیمې څخه بهر غوښتنلیکونه به رد کیږي.
      5. بل ښوونځي ته لیږدونه امتیاز ګڼل کیږي. د "چلند قانون"، د ښوونځی څخه د تیښتی، یا له وخت مخکی د غیر عضر شوي تګ، یا د ناوخته راتلولو ، یا د ځانګړې فرصت پروګرام د شرایطو سره په مطابقت عمل کولو کې د پاتې راتللو له امله د هر ډول جدي سرغړونې لپاره لیږدونه یا تبدیلی ممکن د روان کال لپاره بیرته فسخه شي یا د راتلوونکی کال لپاره رد شي.
      6. د ځانګړی فرصت په پروګرام کی ګډون کوونکی زده کوونکی اړتیا نه لری چې هر کال له سره د پروګرام لپاره درخواست وړاندی کړی، که چیرته د ځانګړې فرصت پروګرام لپاره په شرایطو پوری کیدو ته دوام ورکړي. د پروګرام کوردیناتور به په کلنی توګه د زده کوونکو، د هغوی کورنیو، او د اړوندو کارکوونکو سره یوځای کار کوي ترڅو دا مشخصه کړي چې څوک به په دې پروګرام کې پاتې کیدو ته دوام ورکړی، او د هغوی په استازیتوب به د ټرانسپورت لپاره وړاندیزونه تر سره کړي.
  2. د درسی نصاب کاری چوکاټ او د لارښوونی وړاندی کول
    1. د ځانګړی فرصت پروګرامونو لپاره جوړ شوي د مطالعې پروګرامونه باید د ویرجینیا د ښوونی او روزنی ریاست لخوا د منظور شوي درسی نصاب کاری چوکاټ په شمول د ویرجینیا د زده کړې معیارونو، د وړتیا پر بنسټ د لارښوونی او/یا د پوځی خدمت د مشخصو شرایطو سره په مطابق وي چی د دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.
    2. د ځانګړی فرصت پروګرامونو لپاره د رامنیځته شوي پروګرامونو کاپيانې باید د هر پروګرام په ویب پاڼه کې د کتنې لپاره شتون ولري او باید د PWCS د عالي ښوونځی کلني کورس په کټلاګ کې چاپ شي. د زده کړی دا پروګرامونه باید هغه اړین کورسونه په ډاګه کړی چې په دې پروګرام کې شامل دی.
    3. د ځانګړی پروګرام شرایط باید د کتنې لپاره شتون ولري. زده کوونکی او کورنۍ به په غوښتنلیک کې دا په ډاګه کوي چې هغوي په پروګرام کی د ګډون کولو لپاره شرایٔط لوستلی او پری پوهیږی.
    4. له زده کوونکو څخه تمه کیږی چې د پروګرام شرایط پوره کړی ترڅو د ځانګړی فرصت پروګرام کې د ګډون کولو لپاره وړ پاتې شی.
      1. هغه زده کوونکي چې که په هر یو سمستر کې د خپل پروګرام لپاره لږ تر لږه شرایٔط پوره نکړي، هغوي ته به د دغو شرایٔطو په پوره کولو کې د پاتی راتلو په اړه خبر ورکول کیږی.
      2. هغه زده کوونکی چې د پروګرام لږ تر لږه شرایٔط نه پوره کولو ته دوام ورکوي، په راتلونکی کال کې به په پروګرام کې د ګډون کولو لپاره نه مهالویش کیږي.
      3. تبادله کوونکی زده کوونکی چې د پروګرام لپاره لږ تر لږه شرایٔط نه پوره کوی، د راتلونکی تعلیمی کال لپاره ممکن خپلو ځایی ښوونځیو ته وګرځول یا ولیږدول شی.
    5. هر کال، زده کوونکي باید د پروګرام د کورس په لړۍ کې لږ تر لږه په یو کورس کې نوم لیکنه وکړي ترڅو په ځانګړي فرصت پروګرام کې شامل وګڼل شي.
  3. د ټولنی ښکیلتیا
    1. هر پروګرام باید یوه مشورتی کمیټه ولري چی د زده کوونکو، کورنیو، کارکوونکو او د ټولنې غړو څخه جوړه شوي وي. دا مشورتي کمیټه کیدای شي خپلواکه اداره اوسی، یا د ښوونځي د مشورتي کمیټې یوه فرعي برخه هم کیدای شي.
  4. ارتباطات او تبلیغات
    1. د ځانګړو فرصتونو د پروګرامونو په اړه تفصيلي معلومات او د هر پروګرام لپاره د مشخص وړوالی د پوره کولو شرایٔط به د ښوونځي ډیویژن په ویب پاڼه کې د CTE او/یا د ځانګړو پروګرامونو په پاڼو کې شتون ولري.
    2. د معلوماتو مهالویش
      1. د کاونټی په کچه به د معلوماتي ناستو نیټې، وختونه او ځایونه رامینځته کیږي او هر کال به د ښوونځي ډیویژن په رسمي ویب پاڼه کې اعلانیږی. د عالي ښوونځی، منځنۍ ښوونځی او ابتدایهٔ ښوونځئ د ځانګړو فرصتونو پروګرامونو لپاره عمومي ناستی جوړیږي.
      2. د ښوونځیو سایټونه باید د خپلو ځانګړو فرصتونو پروګرامونه تشریح کولو لپاره د اکتوبر د 1 او د فبروری د 1 نیټی ترمینځ لږ تر لږه دوه معلوماتی ناستی وړاندې کړی.
      3. هغه زده کوونکي چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه وروسته ښوونځی ډیویژن ته داخلیږی، د هغوي لپاره به د ډیویژن په ویب پاڼه کی او د هر ښوونځی د CTE او / یا د تخصصی پروګرام په پاڼه کې معلومات شتون ولري.
      4. هغه زده کوونکی چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه وروسته ښوونځی ډیویژن ته داخلیږی باید د ټاکلی وخت څخه بهر د غوښتنلیک وړاندیز کولو لپاره د پرمختللی اکاډمیکی او تخصصی پروګرامونو دفتر ته بریښنالیک واستوی.
  5. د اسانتیاوو بدلول یا نوی کول او ملاتړی خدمتونه
    1. د ښوونې او روزنې دفتر او د مسلکي او تخنیکي زده کړو څانګه باید د اسانتیاوو برابرولو څانګی سره په ګډه د اسانتیاوو د بدلولو او رامینځته کولو لپاره په پلان جوړولو کی مرسته وکړي.
    2. د ټرانسپورت د ځانګړی اړتیاوو په اړه باید د ټرانسپورت څانګی سره معلومات شریک شي.
  6. کلنی راپور

    د ځانګړو فرصتونو پروګرامونه باید هر کال د جون میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې د پرمختللو اکاډمیکو چارو او ځانګړو پروګرامونو نظارت کوونکی او/یا د مسلکي او تخنیکي زده کړو نظارت کوونکی ته کلنۍ نظارتی ډاټا وړاندې کړي.
    1. په دغه ډاټا کی باید د ټول کال لپاره موخې / پایلې شاملی وي (د جلب و جذب او د پروګرام کورسونه وړاندی کولو لپاره موخې شاملی کړی). موخې باید:
      1. په واضح ډول په ډاګه شوي؛
      2. د مشاهده کیدو وړ وي؛
      3. اندازه کولو وړ وي؛
      4. د څیړنې یا د ننداری اړتیا له خوا ملاتړ شوی اوسی؛ او
      5. د پروګرام د موخو پورې تړاو ولری.
    2. هغه معلومات چې د موخو د ترلاسه کولو لپاره په نظارت یا څارنه کې مرسته کوي؛
    3. د کال په پیل کې د موخو/پایلو په تړاو معلومات؛
    4. د پروګرام د پلی کولو لپاره عملی پلان (په دی کی ځانګړی فعالیتونه/پیښی، مهال ویش او مسؤل شخص شامل دي)؛
    5. د پروګرام د اوسنیی ګډون کوونکو لسټ، په شمول د هغو زده کوونکو شمیر چی په بریالیتوب سره یې پروګرام په ټاکلي وخت پای ته رسولی دی:
    6. د کال په پائ کې د موخو/پایلو په تړاو معلومات؛ او
    7. د ودې یا پرمختګ په اړه غور کول
  7. د ځانګړې فرصت پروګرام له منځه وړل

    د ښوونې او روزنې څانګی لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ کولی شی چی د لاندې ذکر شويو لاملونو لپاره د ځانګړی فرصت پروګرام ختمولو سپارښتنه وکړي:
    1. د پروګرام لپاره د غوښتنلیکونو او یا د نوم لیکنې کچه د تیرو دوو اکاډمیکو کلونو په اوږدو کې یا د پروګرام د اټکل شوي ظرفیت له ۵۰ سلنه څخه ټیټه وه؛
    2. دغه پروګرام په تیرو دوو اکاډمیکو کلونو کې له ۳۰ څخه کم غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي؛
    3. د ښوونځي چارواکی او/ یا د پروګرام ښوونکو د دوه ځل خبرداري تر لاسه کولو وروسته بیا هم د پروګرام لپاره منظور شوی درسی نصاب نه وړاندې کوی، حتی که پروګرام خپل بشپړ ظرفیت پوره کړی هم وي؛
    4. دا پروګرام نور د متحده ایالاتو او / یا د ویرجینیا د دولت مشترکه قوانینو سره مطابقت نه لری او / یا د PWCS پالیسیو او مقرراتو سره مطابقت نلری.

د ښوونی او زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سوپرانټینډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.

په وروستی ځل د کتل کیدو نیټه: 26 سپټمبر 2023