اړین دي چی:
والدین/سرپرستان باید په ParentVUE کې د زده کوونکی معلوماتو ته د لاسرسی موندلو څخه وړاندی بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړ کړی. بیرته ښوونځي ته د ستنیدو پاکټ به د سه شنبی په ورځ، د روان 2024 کال د اګست میاشتی په 6 نیته پرانیستل کیږي.
والدین/سرپرستان باید په ParentVUE کې د زده کوونکی معلوماتو ته د لاسرسی موندلو څخه وړاندی بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړ کړی. بیرته ښوونځي ته د ستنیدو پاکټ به د سه شنبی په ورځ، د روان 2024 کال د اګست میاشتی په 6 نیته پرانیستل کیږي.
25 - 2024 ښوونځي کال ته ښه راغلاست!
رخصتیانو او او ځینی ځانګړی ورځو کی ښوونځی تړلی وي.
هر زده کوونکی، هر ورځ
بیرته ښوونځی ته د ستنیدو کلنی پاکټ به د سه شنبی په ورځ، 6 اګسټ، 2024 نیټه په ParentVUE کی شتون ولري، چیرته چی والدین/سرپرستان کولی شی بیړنی معلوماتونه وګوری او د اړیکی ټینګولو معلومات تازه کړي، او کلنی پالیسی او تصدیقونی بشپړ کړي. ټولی کورنی باید تر جمعی ورځ، 13سپتمبر، 2024 کال نیټی پورې بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړ کړی. کوم معلوماتونه چې تاسو شریکوي، د ښوونځي کارکوونکو ته به دا فرصت ورکړي چې په دې ښوونځي کال کې ستاسو د ماشومانو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کړی.
مهربانی وکړئ د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا د ParentVUE فعال حساب نلرئ.
د بس ابتدایی مهالویشونه به د دوشنبې ورځ، د اګست 12 نیټی، 2024 کال پورې په ParentVUE او StudentVUE کې د لیدلو لپاره شتون ولری. د ځانګړی زده کړو او د Independence غیر دودیز ښوونځی زده کوونکو لپاره مهالویشونه به د ۱۲ اګست په اونۍ کې خپاره شی.
د زده کوونکو د نوم لیکنې له امله د ښوونځي کال په پیل کې د بس لارو په اړه معلوماتونه بدلون موندلی شي، او ParentVUE/StudentVUE والدینو او زده کوونکو ته د دې وړتیا وړاندې کوي چې د بس لارو په اړه تر ټولو تازه معلومات ترلاسه کړي. والدین/سرپرستان هڅول کیږي چې د بدلونونو په لټه کی اوسی.
د بس مهالویشونه به والدینو/سرپرستانو ته د برښنالیک له لاری نه لیږل کیږي، او د امنیتي اندیښنو له امله، مونږ به د بس لارو په اړه معلومات په خپله ویپ پاڼه کې نه خپروو.
د Here Comes the Bus اپلیکیشن او د بس د ځنډیدو ویب پاڼه د بس ټرانسپورټ په اړه تازه معلومات وړاندی کوي.
د هر ښوونځی لپاره د ټرانسپورټ د اړیکی شمیره وګورئ
د وړکتون زده کوونکو سره باید والدین، سرپرستان یا بل مسٔول کس د بس تمځایونو پوری د تګ راتګ په وخت کی ملګرتیا وکړي. د وړکتون ټول والدین/سرپرست باید د وړکتون لباره د اجازی فورمه ډکه کړي او بشپړ شوی فورمه خپل د ماشوم ښوونځي ته بیرته وسپاری. ستاسو ماشوم به یوازې هغه کس یا کسانو سره پری ښودل کیږي چې:
ستاسو ماشوم به بیرته ښوونځي ته وړل کیږي که چیرته د بس په تمځای کې کوم مسٔول کس شتون ونلري یا که د اعتبار وړ دولتي/آیالت لخوا ورکړل شوي پیژند پاڼه یا ID ونلري.
د 25-2024 ښوونځی کال لپاره د زنګ یا ټلی وهلو په مهالویشونو کې هیڅ بدلون شتون نلری.
2024-25 ښوونځي کال لپاره د ښوونځی د زنګ یا ټلی وهلو مهالویش وګورئ
په 68 ښوونځیو کې وړیا خواړه
د ټولنې د وړوالی پروګرام د یوې برخې په توګه، د 25-2024 ښوونیز کال په بهیر کې به په 68 ښوونځیو کې ټول زده کوونکي د سهار او د غرمی وړیا خواړه ترلاسه کوي. په دې کال کې 24 نور ښوونځی په دې پروګرام کې شامل شوی دی.
د اضافی خواړو لګښتونه دلته وګورئ.
د لاندې لینکونو په کارولو سره وړیا او د ټیټ لګښت خواړو غوښتنلیکونو ته لاسرسی موندل کیدی شي کوم چې نور خدمات اغیزمن کوي چی کورنی ورته اړتیا لري.
PWCS د سهار او غرمی خواړی وړاندی کوي. د سهار او غرمی خواړو مینو وګورئ. تاسو کولی شئ په میاشتنی ډول د مینو په اړه بریښنالیک ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ. د خواړو د نرخونو او د تغذیې / الرجی یا حساسیت په اړه معلومات د خواړو او تغذیی څانګی ویب پاڼی له لاری شتون لري.
د زده کوونکو د خواړو په حسابونو کی پیسی د ډیری لارو اضافه کیدی شی. تاسو کولی شئ ښوونځی ته د پیسو چیک واستوئ، د MySchoolBucks له لارې د خپل ماشوم په حساب کی د انلاین لاری پیسی اضافه کړئ، یا ستاسو ماشوم نقدی پیسی هم ورکولی شی. د خپل ماشوم د خواړو په حساب کې د پیسی اضافه کولو د څرنګوالی په اړه دلته ولولئ.
زده کوونکو لپاره د روغتیا خدمتونه وړاندی کولو ویب پاڼه د لاندی ذکر شویو سره په تړاو اړینی سرچینې او معلوماتونه لری:
ParentVUE اپلیکیشن یوه داسی وسیله ده چې والدینو او سرپرستانو ته اجازه ورکوی چی د خپلو زده کوونکو درجو یا نمرو ته، د حاضری معلوماتونو ته ، او نور ډیر څه معلوماتونو ته لاسرسی ومومی. والدین او سرپرستان کولی شی چی په ParentVUE کې د اړیکو ټینګولو په اړه تازه معلومات دلته وسپاری، د زده کوونکو حاضری وګوری، او د مهالویش کولو مودی په بهیر کی د کورس وړاندیز وسپارئ.
والدین باید د فعالولو کوډ په کارولو سره د ParentVUE حساب جوړولو لپاره غوښتنه وکړی کوم چې د ښوونځی سره په ریکارډ کې د والدینو بریښنالیک حساب ته د بریښنالیک له لارې لیږل کیږی. کله چې حساب جوړیږي، والدین به خپل یوزر نوم (د کاروونکی نوم) او پټنوم یا پاسورډ انتخابوي او کولی شی چی ParentVUE ته د ننوتلو په پاڼه کی د نورو اختیارونو / هیر شوی پټنوم په کارولو سره دا پټنوم اداره کړی.
ParentVUE ته د ویب براوزر له لارې یا ستاسو د ټلیفون یا ټابلیټ لپاره د اپلیکیشن له لارې لاسرسی موندل کیدی شی کوم چې په اپل سټور/App Store او ګوګل پلی سټور/Google Play Storeکې شتون لری.
په یاد ولرئ چې په اپلیکیشن نسخه کې یی فعالیتونه محدود دی، نو دا تجویز وړاندی کیږی چې د امکان په صورت کې د ویب پاڼی نسخه وکاروئ.
کینوس د ټولو زده کوونکو لپاره د زده کړې مدیریتی سیسټم دی.
والدین او سرپرستان به د خپل زده کوونکی یا زده کوونکو نوم سره تړلی د کینوس حساب ولری کوم چې والدینو ته د کورس ډاټا، د زده کوونکو درجو/نمرو ، کورنی دندو ، پیښو او د کورس تعاملاتو ته لاسرسی ورکوی. د والدینو/ سرپرست حساب جوړولو لپاره (د مشاهده کوونکی حساب په توګه)، تاسو د خپل زده کوونکی لپاره د جوړه کوونکی کوډ ته اړتیا لرئ.
د جوړه کوونکی کوډونو ترلاسه کولو او د مشاهده کوونکی په توګه د کینوس حساب جوړولو په اړه معلومات د PWCS کینوس او Zoom ویب پاڼه کې موندل کیدی شی.
کله چې ستاسو حساب جوړ شي، د نورو ماشومانو لپاره هم د جوړه کولو اضافی کوډونه ستاسو په حساب کې اضافه کیدی شی، نو تاسو به وکولی شئ چی د کینوس مشاهده کوونکی حساب څخه د خپلو ټولو زده کوونکو د کینوس ټولګیو ته لاسرسی ومومئ.
نوټ: والدینو ته به د PWCS زوم (Zoom) حسابونو نه ورکول کیږي.
که والدین یا زده کوونکی د کینوس سره ستونزې لری، مهربانی وکړئ د مرستی او ستونزې حل کولو لپاره خپل ښوونځی یا ښوونکو سره اړیکه ټینګه کړئ.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د زده کوونکو او کارکوونکو والدین او سرپرستان په اتومات ډول د ټلیفون، پیغام او د بریښنالیک لپاره د PWCS د خبرتیا او پیغام رسولو خدمتونو کی شاملیږي. د PWCS مرکزي دفتر او ښوونځي دا سیسټم، د ښوونځي په ځنډ سره د پرانیستلو او د ښوونځي د تړلو معلوماتو، په بیړني حالت کی پېغامونو استولو، او د حاضري، د خواړو د حساب بیلانس، او د ښوونځي لخوا د پېغامونو لیږدولو په اړه د خبر ورکولو لپاره کاروي. مهربانی وکړئ له دغی ګډن څخه مه وځی یا مونږ مه بلاک کوئ ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې تاسو د خپل ماشوم د ښوونځی لخوا په وخت سره تازه معلومات ترلاسه کوئ.
که چیرته تاسو د خپل ښوونځی یا PWCS څخه بریښنالیکونه نه ترلاسه کوئ، مهربانی وکړئ د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ ترڅو وګورئ چې آیا تاسو خو په غیر ارادی ډول مونږ بلاک کړئ نه یاستو یا له ګډون څخه خو به نه یی وتلی.
Facebook @PWCSnews
Instagram @PWCSnews
TikTok @PWCSnews
Twitter @PWCSnews
YouTube
د PWCS خبرتیاوو په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره په اړیکه کی د پاتې کیدو ویب پاڼه وګورئ.
د ویرجینیا قانون له مخی اړین دی چې د ښوونځی عمر ټول ماشومان هره ورځ په ښوونځی کی اجباری ګډون وکړي کله چی ښوونځی پرانیستی وي، پرته له دې چې د ښوونځی بورډ پالیسی یا د ویرجینیا قانون لخوا بل ډول ویل شوي وي. دا د والدینو مسؤلیت دی چې دا ډاډ رامنځ ته کړی چې د هغوي ماشومان په منظم ډول ښوونځی کی ګډون کوي. والدین باید په دی خبر وی چی د ښوونځي د حاضری افسران دا واک لري چې د حاضری شرایٔط عملی کړي او د اړتیا په صورت کې زده کوونکي او/یا والدین د قانوني چلند لپاره محکمې ته راجع کړي.
حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او په ځنډ سره حاضریدل (مقرره 1-724)
له تاسو څخه به غوښتل کیږی چې دا اعتراف یا تصدیق وکړئ چې تاسو د PWCS د حاضرۍ پالیسی لوستلې ده کله چې بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړوئ.
ځان پوه کړئ چی کله باید زده کوونکی له ښوونځی څخه، په کور کی وساتئ
زمونږ په ښوونځی ډیویژن کی زده کوونکو او بالغ کسانو ته د بریالیتوب په لور لارښوونه کولو لپاره د چلند کوډ کې اړین معلومات شامل دی. والدینو او سرپرستانو لپاره دا اړینه ده چې په لنډیز شویو پالیسو، مسؤلیتونو ، توقعاتو ، او قواعدو باندی ځان پوه کړي او زده کوونکو ته یی د اهمیت په اړه ټینګار وکړی. ستاسو په مرسته، مونږ کولی شو چی زمونږ په ټولو ښوونځیو کې د مثبت او خوندی زده کړې چاپیریال ډاډ رامنځ ته کړو.
لکه څرنګ چی (د ویرجینیا کوډ 279.3 -22.1§) لخوا اړین شوي دي، د هر یو زده کوونکی مور/پلار یا سرپرست باید د چلند کوډ په محتوي باندی د پوهیدلو تصدیق وکړي. کله چې تاسو په پیرنټ وییو کی بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړوئ، له تاسو به غوښتل کیږی چې دا اعتراف یا تصدیق وکړئ چې تاسو د PWCS د چلند کوډ لوستلې دۍ.
پداسی هال کی چی د PWCS زده کوونکو او کارکوونکو د روغتیا، خوندیتوب، او حقونو او زمونږ د زده کړې د چاپیریال کیفیت څخه ملاتړ کوي، "د تګ لاری دغه قوانین" په PWCS کې د چانسونو او ننګونو څخه د ګټو اخیستلو لپاره وکاروئ،
کله چې تاسو بیرته ښوونځی ته د ستنیدو پاکټ بشپړ کړئ، نو تاسو به غواړئ چی نور فورمونه او اسنادونه وګورئ چی ممکن بشپړولو ته اړتیا ولري او د خپل زده کوونکی ښوونځی ته یی وسپارئ.
تاسو به د زده کوونکی د روغتیا په ویب پاڼه کې د زده کوونکی د طبی معلوماتو تازه کولو لپاره ټول اړین فورمونه او لارښوونې ومومئ. د اجازه ورکولو د فورمونو بشپړولو او په دوسیه کی د موجودیت پرته به هیڅ زده کوونکی ته درمل نه ورکول کیږي. درمل باید د اجازه ورکولو فورم سره یو ځائ په نوی، بند ډبی کې راوړل شی. زده کوونکی نشی کولی چی ښوونځی ته درمل راوړی او بیرته ویسی. هر هغه درمل چې د PWCS په مقرراتو باندی نه وی برابر، ستاسو زده کوونکی ته به نه ورکول کیږي.