Recovery Plan - Pashto

د چاپ کولو وړ PDF

غوړېدونکي راتلونکي برنامه پیل کول

بېرته رغونه، تسریع، او بیا بوختیا

image

د بېرته رغونې، تسریع، او بیا بوختیا لپاره د PWCS پلان په ښوونځیو کې هراړخیزه علمي، ټولنیز-عاطفي، او د رواني روغتیا ملاتړ چمتو کوي.

 


 

عمومي لنډیز

د 2021 د امریکا ژغورنې پلان قانون (ARPA) د ښوونځي سیستمونو ته اضافي فنډ چمتو کوي ترڅو د زده کړې د نیمګړیو هڅو ملاتړ وکړي. د Prince William کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) د نږدې 88 میلیون ډالرو ARPA فنډ مستحق دي له یو اضافي 4.8 میلیون ډالرو عنوان 6B ARPA فنډ سره. په Division لازمي ده چې تر 1 سپتمبر 2021 پورې د Virginia د تعلیم او تربیې ریاست ته درخواست داخل کړي، ددې لپاره چې ددې بودیجو مستحق شي. دا قانون په ځایي د ښوونې او روزنې ادارې (LEA) لازمي کوي چې له ARPA څخه خپل 20% فورمول فنډونه د ضایع شوې زده کړې/نیمګړې زده کړې د جبران کولو لپاره وکاروي. PWCS یو هراړخیز پلان رامینځته کړی چې د PWCS فورمول فنډونو شاوخوا 78%، یا PWCS ته د موجودو ټولو پیسو نږدې 72 میلیون ډالره، د ضایع شوې زده کړې/نیمګړې زده کړې د جبران کولو لپاره کاروي.

 

Tد نیمګړې زده کړې د پوره کولو لپاره به د ARPA بودیجې د سرچینې، خدمت او ملاتړ په لاندې عمومي برخو کې لګول کېږي:

  • 1. د اکاډیمیکي او ذهني روغتیا د اړتیاو د ملاتړ لپاره اضافي انساني سرچینې
  • 2. اضافي مواد او عامې ارزونې چې په معلومو شوو اکاډیمیکو برخو او همداراز په ټولنیزه عاطفي زده کړه کې د سختو، تسریع شوو، او ردیف شوو معیارونو پر اساس زده کړه کې مرسته کوي.
  • 3. د هغو زده کوونکو چې د ذهني روغتیا په خنډونو تسلط پیدا کوي او د اکاډیمیکي زده کړې په تسریع کې د مرستې د څېړنې پر اساس د بهترینو عملونو لپاره مشخصه مسلکي زده کړه.

د هغې څېړنې په نظر کې نیولو سره چې زمونږ په تر ټولو زیاتو ضعیفو شاګردانو او د زده کوونکو جمعیت باندې د COVID-19 او د هغې د اغېز له امله په نابرابریو رڼا اچوي، PWCS د سرچینو د اختصاص یوه پروسه طرحه کړه تر څو داسې اضافي سرچینې، مرستې او خدمتونه وړاندې کړي چې زمونږ د پرمختللو شاګردانو په ګډون د ټولو زده کوونکو مشخصې اکاډیمیکي او ټولنیزې-عاطفي اړتیاوې پوره کړي او/یا د هغې نه هم زیات وکړي. دې پروسه کې د زده کوونکو په هغو ډلو تمرکز شامل دی کوم چې وبا په نابرابر ډول اغېزمن کړي دي لکه معلولیت لرونکي زده کوونکي، انګلیسي زده کوونکي (EL)، او داسې زده کوونکي چې له اقتصادي پلوه زیانمن شوي دي.

د نیمګړې زده کړې د پوره کولو په لور ددې پانګونو څخه هاخوا، مونږ د اوړي د ښوونځي د ښوونکو د ګومارلو په برخه کې د مرستې لپاره د ARPA بودیجې کارولې دي، په دې توګه مو خپلو زده کوونکو ته د اوړي د ښوونځي مواقع ورکړي دي په کومو کې چې معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د توسیع شوي درسي کال (ESY) خدمتونه او زمونږ د انګلیسي زده کړې زده کوونکو لپاره تمرکزي ښوونه شامل دي. Division به همداراز د ARPA د بودیجې شاوخوا 11.3 میلیونه ډالر په ټولو کچو کې یوازې مجازي زده کوونکو لپاره د مجازي پروګرام د جوړولو لپاره وکاروي.

 


 

شالید

د مارچ 2020 څخه زمونږ زده کوونکي، فامیلونه، کارمندان او ټوله ټولنه د COVID-19 د وبا له امله په ژور ډول اغېزمن شوي دي. د روغتیايي بحران نه هاخوا، دا وبا په بې مثال ډول د ښوونځيو د بندېدلو، فامیلونو لپاره د زیات تعلیمي بار، د انساني انزوا، اقتصادي چیلنجونو، ذهني روغتیايي ستونزو، او نورو ډېرو پیچلتیاو باعث شوه چې زمونږ د فامیلونو سلامتیا، زمونږ د School Division کار او فعالیت او زمونږ د زده کوونکو د زده کړې پرمختګ ته یې زیان ورسولو. دې فاکټورونو په پای کې د زده کوونکو د لاسته راوړنې او موقعې دواړو ترمینځ خلاوې زیاتې کړې دي.

د 2021-22 درسي کال لپاره چمتووالي کې، او په زده کوونکو د دې وبا د منفي او اکثر نابرابره اکاډیميمکو او ذهني روغتیايي اغېزو په وړاندې غبرګون کې (PWCS) ژمن دی چې په لاندې چارو کې زمونږ هڅې زیات نه زیاتې کړو: د سخت لوړ کیفیت نصابي سرچینو ته برابری لاسرسی ورکول او په ټول Division کې د څېړنې پر اساس بهترینو عملونو او ټولنیزو-عاطفي کومکونو دوامداره تطبیق وړاندې کول.

PWCS د یوې سروی او په 15 جون او 22 جون ترسره شوو دوه عامه غونډو د ترسره کولو له لارې دې سرچینو لپاره د پلان د پرمختیا په لړ کې د ټولنې د خلکو نظر وغوښتلو. د 9,200 نه زیاتو خلکو سروی ته ځواب وویلو، او لاندې موضوعات پکې وپېژندل شول.

  • د زده کوونکو په ټولنیزو-عاطفي اړتیاو او د زده کوونکو او عملې د ذهني روغتیا په اړتیاو تمرکز؛
  • د زده کوونکو د هغه جمعیت ملاتړ چې خطر کې دي؛ او
  • د هدفي، د ثبوت پر اساس مداخلو او د زده کړې توسیعي پروګرامونو برابرول (د ښوونځي نه مخکې او وروسته، او داسې نور)

بهترین عملونه، چې د اوسنۍ تعلیمي څېړنې څخه رااخیستل شوي، به ددې لومړیتوبونو په ساتلو سره زمونږ په ټولنه کې د کارولو لپاره په شرایطو برابرول کېږي تر څو د اضافي فدرالي سرچینو په برابرۍ تقسیمولو سره د زده کوونکو انفرادي اړتیاوې پوره کړی شي ددې لپاره چې زمونږ د بېرته بهترېدو، بیا پیوست کېدلو، او حضوري زده کړې کې د بیا بوختیا په حال کې د زده کوونکو په زده کړې د تسریع سره کومک وکړی شي.

 


 

موخه

دا پلان د نابشپړې زده کړې ستونزه حل کوي او زمونږ هڅې دې لپاره ترکیبوي چې د COVID-19، د ښوونځيو د بندېدنو، او زمونږ په زده کوونکو د دوامداره مجازي ښوونځې اغېزې ناپ کړو، چې ځانګړی ټینګار به یې زمونږ په تر ټولو زیاتو آسیب پذیرو زده کوونکو وي. تشریح شوې ستراتیژیانې به ښوونځیو کې د جامعو اکاډیمیکي، ټولنیزو-عاطفي، او ذهني روغتیا د ملاتړونو په وړاندې کولو سره د بیا رغونې، تسریع او بیا بوختیا لپاره د Division په عمومي تګلاره کې د یو مهمې برخې په توګه کار کوي.

globe

په زده کوونکو د COVID-19 نړیوالې او ملي اغېزې

د COVID-19 له امله متحده ایالاتو کې د ښوونځیو بندېدنې بې مثاله وې، د څېړنې ګڼ شمېر ادارې شته چې PWCS د زده کوونکو د زده کړې د پراخه بندېدنو د اغېزو د اټکل لپاره د هغې نه استفاده کړې ده. په داسې حال کې چې تعلیم پوهان او نور اوس هم لګیا دي د COVID-19 د وبا څخه په ټولو K-12 او ثانوي نه وروسته تعلیمې اغېزې معلوموي، ګڼ شمېر نړیوالو او ملي څېړنو یې د زده کوونکو په زده کړه او لاسته راوړنه او همداراز د زده کوونکو په ټولنیزه او عاطفي روغتیا د پام وړ منفي اغېزې ښودلې دي.

د McKinsey and Company (2021) یوې تازه څېړنې موندلې چې د زده کوونکو په اوسط ډول د پینځو نه تر نهو میاشتو پورې زده کړه نده بشپړه شوې چې دا مسله باید حل شي. دې څېړنې همداراز موندلې چې د وبا او نیمګړې زده کړې اغېز په رنګ والا زده کوونکو تر زیاتې لویې کچې پورې دی. برسېره پر دې، ملي او ریاستي ډاټا ښيی چې انګلیسي زده کوونکي، معلولیت لرونکي زده کوونکي او په اقتصادي ډول زیانمن شوي زده کوونکي د وبا او د ښوونځیو د بندېدو څخه په غیرمتناسب ډول اغېزمن شوي دي. ددې معلوماتو او په دې اړه د زده کړې د تاریخي رجحاناتو چې د ښوونځي نه بهر وخت زده کړه څرنګه اغېزمنه کوي پر اساس، مونږ د ډاټا په دې رجحاناتو او د زده کړې د هغو ترلاسه کوونکو په رابطه غور کړی چې زده کوونکي یې د یو عادي درسي کال په ارتباط باید په لوست کې تجربه کړي.

ریاضي سره د مربوطو ملي رجحاناتو په اړه معلومات توضیحوي چې څرنګه وړاندوینه شوې چې زده کوونکي به د تېر کال نه هم کمې د زده کړې ترلاسه کوونې ښيي، 50% نه کمو عادي ترلاسه کوونو په ستنولو سره. کله چې وبا په ختمېدو شي نو زده کوونکي به د زیاتې ټیټې لاسته راوړنې سره ښوونځي ته ستنېږي چې دغه ستونزه باید حل کړی شي. داسې اندېښنې هم شته چې د لوړو او ټیټو لاسته راوړنو زده کوونکو ترمینځ خلا به لا زیاته شي ( (Soland, 2020. ددې اندېښنو په نظر کې نیولو سره PWCS د Division موجوده رسمي او غیر رسمي ډاټا څېړلې ده تر څو زمونږ د هڅو او د زده کوونکو د اړینو ملاتړونو لپاره ترې معلومات واخیستل شي. داسې د زده کړې آلات لکه MasteryConnect، او Lexia، او همداراز د زده کړې د آنلاین پلیټ فارمونو څخه اداري ډاټا به ښوونکي او ملاتړې عمله د زده کړې په داسې ډاټا مجهز کړي چې د داسې زده کوونکو په معلومولو کې کومک کولی شي کوم چې د تعلیم نه لیرې وتلي وي او/یا په مکمل ډول د خوشې کولو په خطر کې وي (Hill & Loeb, 2020).

د امریکا Promise Alliance د وبا پر مهال یوه سروی ترسره کړې، کومې چې دا خبره موندلې چې په څلورو ځوانانو کې د یو نه زیاتو ویلي چې د پریشانۍ، خفګان، افسردګۍ او په خپل ځان د اعتماد د لاسه ورکولو له امله یې خوب نشته. د سروی ګډون کوونکو ویلي چې د آنلاین زده کړې پر مهال ښوونکو او د ښوونځي نورې عملې سره یې د کم پیوستون احساس کولو. دا معلومات د مرضونو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو (CDC) هغه موندنې تاییدوي چې د ذهني روغتیا په دلیلونو عاجلې څانګې ته د ورتګ تناسب زیات شوی دی. د 2019 په پرتله، دا ډاټا څرګندوي چې څرنګه د 5-11 کلونو عمر او 12-17 کلونو عمر والا ماشومانو د ذهني روغتیا سره مربوط تګ تناسب په ترتیب سره شاوخوا 24% او 31% زیات شوی دی. PWCS د دې مخ په زیاتېدونکي اجماع په ارتباط موجودو معلوماتو قوي غور کړی دی چې د 2020 په پسرلي کې د ښوونځیو بندېدنو او روانې وبا په احتمالي توګه د زده کوونکو په زده کړه منفي تاثیرات لرل (Kuhfeld et. Al, 2020).

 

globe

په Prince William کاونټي کې د COVID-19 تاثیراتو ته غبرګون

د زده کوونکو د موجودې ډاټا پر اساس، Division یو پلان طرحه کړی چې د نیمګړې زده کړې ستونزه د څېړنې پر اساس معلومولو شوو اخري ستراتیژیو په کارولو سره حل کړي، داسې لکه د لوړ کیفیت لوړ مقدار خصوصي ښوونه (Kraft & Goldstein, 2020)، د زده کړې پراخه شوی وخت، تسریع شوې زده کړه، رده اي نصابو او اپډیټ شوي د واحد لارښوونکي، په کومو کې چې داسې اړین علمي شرطونه او مهارتونه شامل دي چې د نابشپړه زده کړې د لومړیتوب په توګه پېژندل شوي دي.

PWCS اساسي ارزښتونه چې زمونږ د پلان لارښوونه به کوي معلوم کړي دي:

  • بهترین تعلیمي عملونه چې نتیجه به یې PWCS کې ټولو زده کوونکو لپاره اکاډیمیکه لاسته راوړنه وي؛
  • په خدمتونو، د زده کړې پروسه، هدفي ملاتړ او د پلان د اغېزمنتیا په څارنه کې امانتکاري؛
  • د بودیجو، کومکونو او ښوونځیو ته د ورکړی شوو سرچینو مساوي تقسیم

Division سپارښتنه کوي چې 2021-22 درسي کال لپاره عمده او بهترین د ښوونې موډل په هفته کې پینځه ورځې حضوري زده کړه ده. Division همداراز یو یوازې مجازي موډل وړاندې کوي او د انفرادي زده کوونکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د غیر روایتي پروګرامونو وړاندې کولو ته هم ادامه ورکوي.

PWCS ترجیحي علمي برخې معلومې کړې دي چې اساس یې له مارچ 2020 څخه راپدېخوا په زده کړې د اغېزونو په مهمو موندنو دی:

  • ریاضیات؛
  • وختي سواد؛
  • د انګلیسي ژبې هنرونه؛
  • ساینس؛
  • معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره اکاډیمیکه، ټولنیزه، او ارتباطي پرمختیا؛
  • د انګلیسي زده کوونکو لپاره اکاډیمیکه او د ټولنیزې ژبې پرمختیا؛
  • د ټولو مضامینو برخه کې اکاډیمیکه لاسته راوړنه او ګریډونه؛
  • ټولنیزه، عاطفي، او ذهني روغتیا

Division همداراز په ذهني روغتیا د تاثیراتو د ارزولو لپاره او زده کوونکو او عملې لپاره د اړینو کومکونو او خدمتونو د معلومولو لپاره موجوده ټولنیزه-عاطفي او د ذهني روغتیا ډاټا هم معاینه کړې ده تر څو یو بریالی کال یقیني کړی شي.

په لنډه توګه، د PWCS موندنې د زده کوونکو په لاسته راوړنه، مشغولتیا او ذهني روغتیا داسې د پام وړ منفي تاثیرات ښيي چې تړون یې د وبا سره دی. په دې د پام وړ منفي تاثیراتو کې د زده کوونکو ډلو کې د زده کړې او مواقعو د خلا زیاتوالی شامل دی چې زیاتې د نابرابرۍ تاثیرات یې د زده کوونکو په هغو لومړیتوب ډلو دي په کومو کې چې په اقتصادي ډول زیانمن شوي، د انګلیسي زده کوونکي او معلولیت لرونکي زده کوونکي شامل دي.

 

  1. پر تعلیمي اساس تمرکز

    PWCS د پوهې ظرفیت او د تعلیم پوهانو هغو مهارتونو چې د زده کوونکو د کومک لپاره ورته اړتیا ده لوړولو ته ژمن دی؛ د هغوی داسې مشغولتیا زیاتول چې د هغوی د خپلې زده کړې سره تړلې وي. په تعلیمي اساس تمرکز کولو سره به PWCS کې زده کوونکي چیلنجي منځپانګې ته لاسرسی لري او ورسره مخ کېږي به.

    د بودیجې ژمنې:

    • د انګلیسي ژبې هنرونه (ELA) درسي کتابونه او اساسي مواد به ټولو ښوونځیو ته ورکول کېږي
    • عملي ساینس، تجربه، سرچینې او مواد به ټولو ښوونځیو ته ورکول کېږي تر څو د تحقیق پر اساس ساینسي زده کړه کې کومک وکړی شي
    • په ټولو ښوونځیو کې د تعلیمي دورو د تطبیقولو لپاره مسلکي زده کړه
    • د تمرکز او ترجیحي ښوونځیو لپاره هر 500 زده کوونکو لپاره یو مرستیال ښوونکی
    • یو د ریاضي تخصصي ملاتړې عمله، هر ښوونځي کې هغو ښوونځیو لپاره چې د ترجیحي په توګه پېژندل شوي دي
  2. سخت، د لوړ کیفیت، په کولتوري توګه اړوند نصاب ته مساوي لاسرسی

    PWCS تعلیم پوهانو ته د لوړ کیفیت د نصابي چوکاټونو، سرچینو او پلان جوړونې د مواقعو ورکولو ته ژمن دی چې تمرکز به یې په بهترینو عملونو او همکارۍ وي. د ښوونځیو تمرکز به په داسې پلان جوړونه وي چې داسې تعلیمي مواد پکې شامل وي کوم چې د ایالت د معیارونو سره ردیف وي.

    د بودیجې ژمنې:

    • Canvas کې د نصاف واحدونه چې د زده کوونکي د زده کړې د اړتیاو، شالید او علاقې سره ردیف وي (په ګډون د ټکنالوجۍ) به ټولو ښوونځیو ته ورکول کېږي
    • Lexia Core 5 انفرادي شوي انطباقي تسریع لپاره د لوست په ټولو کچو کې ټولو زده کوونکو لپاره په ګډون د پرمختللیو زده کوونکو، په مشکل سره لوستونکو، معلولیت لرونکو زده کوونکو او انګلیسي زده کوونکو (Pre-K-5)
    • Lexia Power Up انفرادي شوي انطباقي تسریع لپاره د لوست په ټولو کچو کې ټولو زده کوونکو لپاره په ګډون د پرمختللیو زده کوونکو، په مشکل سره لوستونکو، معلولیت لرونکو زده کوونکو او انګلیسي زده کوونکو (6-12 ټولګي)
    • پینځلس تعلیمي د کوچنګ پوسټونه چې د معلومو شوو ترجیحي ښوونځیو ترمینځ به شریکول کېږي
    • ټولو ښوونځیو ته د زده کوونکي د اړتیا پر اساس د لوړ مقدار خصوصي ښوونې لپاره د هر شاګرد په سر بودیجه
  3. د لوړ مقدار خصوصي ښوونې د زده کړې د تسریع، اړینې مداخلې، او تمدید شوې/پراخه شوې د زده کړې موقعې

    PWCS تعلیم پوهانو ته څرنګه چې هغوی هغه حیاتي او شرطي علم، مهارتونه او نسبتونه چې زده کوونکو لپاره د نوو درې ستراتیژیو له لارې د ګریډ لیول منځپانګې ته لاسرسي لپاره اړین وي معلوموي د مواقعو او ملاتړ په برابرولو کې ژمن دی.

    • لوړ مقدار خصوصي ښوونه: زده کوونکو ته اضافي مواقع برابرول چې د وقف شوو خصوصي ښوونکو له لارې په یو-په-یو او د کوچنیو ګروپونو ترتیب کې د ګریډ سره مناسبې منځپانګې ته لاسرسی ولري تر څو د اساسي مضامینو برخه کې د پوهې په ترلاسه کولو تمرکز وکړي. د لوړ مقدار خصوصي ښوونه د داسې ښوونې په توګه تعریف شوې چې په هفته کې د درې ورځو نه زیات او یا د 36 هفتو کې د لږ تر لږه 50 ساعتونو په نرخ ترسره کېږي. د خصوصي ښوونځې دا بڼه د ښوونځي په ورځ کې دننه نغښتل شوې وي.
    •  
    • اړینې مداخلې: د ملاتړ د مختلفو ردو د سیستمونو د برخې په توګه به زده کوونکي د ردې 2 او ردې 3 اصلاح او مداخلې ترلاسه کوي داسې لکه د لوست یا د ریاضي د متخصصیونو سره په کوچنیو ډلو کې ښوونه.
    •  
    • د زده کړې تمدید شوي او پراخه شوي مواقع: د ښوونځي نه مخکې او وروسته د نصابي او غیر نصابي پروګرام جوړونې له لارې د ښوونې وخت زیاتوي.
    •  

    د بودیجې ژمنې:

    • هغو معلومو ښوونځیو کې چې تمرکزي یا ترجیحي ملاتړ ترلاسه کوي تمدید شوې/پراخه شوې زده کړې لپاره د هر شاګرد په سر بودیجه، چې په هغې کې د ښوونځي نه مخکې، د ښوونځي نه وروسته، نصابي او/یا غیر نصابي فعالیتونه/مواقع شامل وي
    • یو د پوره وخت د مرستیال ښوونکي پوسټ د هر تمرکزي یا ترجیحي ښوونځي لپاره (د 500 زده کوونکو لپاره یو)
    • د لوړ مقدار خصوصي ښوونې لپاره د هر شاګرد په سر بودیجه چې ټولو ښوونځیو لپاره به موجوده وي (د زده کوونکي د انفرادي اړتیا پر اساس)
  4. د لوړ کیفیت، عین په وخت کې مسلکي زده کړه

    PWCS تعلیم پوهانو او د ښوونځیو رهبرانو ته د لوړ کیفیت روزنې ورکولو ته ژمن دی، چې تمرکز یې د پلان په Priority Indicators او د PWCS ستراتیجیک پلان په هدفونو دی. دا به د زده کوونکي په کارکردګۍ کې د پرمختګ په څارلو سره او د تعلیمي او مشرۍ دواړو عملونو په قوي کولو سره بشپړه کولی شي.

    د بودیجې ژمنې:

    ټول ښوونځي به د تمرکز په لاندې برخو کې مسلکي زده کړه ترلاسه کوي:

    • د تعلیمي اساس بهترین عملونه
    • د تعلیمي دورو پروټوکول
    • د کولتوري غبرګون ښوونه
    • د ښوونځي کولتور او د ښوونځي او د فامیل بیا بوختیا
    • ، ځانګړو زده کړو، او پرمختللیو زده کوونکو لپاره بهترین عملونه
    • په خطر کې د شاخص د استعمال د کومک لپاره منتظمینو لپاره درې میاشتنی ټریننګ تر څو هغه زده کوونکي معلوم کړي کوم چې خدمتونو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري
    • تمرکزي او ترجیحي ښوونځیو لپاره اضافي مسلکي زده کړه چې اساس یې د ټول کال اوږدو کې د د زده کوونکي د روانې اکاډیمیکي ارزونې په ډاټا وي
  5. د ټولنیز عاطفي ملاتړ خدمتونه

    PWCS زمونږ د زده کوونکو او عملې د عاطفي روغتیا یقیني کولو ته ژمن دی تر څو دا خبره یقیني کړی شي چې زمونږ ټولنه وغوړېږي. ټولنیز-عاطفي ملاتړ په ځانګړي ډول هغو زده کوونکو لپاره مهم کېدلی شي چې معلولیتونه لري ځکه چې دا په ارتباطاتو او ټولنیزو تعاملاتو تاکید کوي، زده کوونکو سره د خوندیتوب او تعلق د احساس په پیدا کولو کې کومک کوي. مجازي زده کړې معلولیت لرونکو زده کوونکو او د هغوی فامیلونو ته ډېر زیان رسولی دی، نو د ارتباطاتو جوړولو ته ادامه ورکول او بېرته حضوري زده کړې ته د ستنېدو په دوام کې د زده کوونکو انفرادي اړتیاو کې کومک کول مهم دي. ښوونځي به د زده کوونکو او عملې د عاطفي اړتیاو د ارزولو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي او د تمرکزي مشغولتیا او رغېدنې بنیاد به کېږدي.

    د بودیجې ژمنې:

    • د ښوونځیو د منتظمینو لپاره چمتو شوې سرچینې تر څو د عملې مثبت کولتور او سلامتیا کې کومک وکړي
    • د زده کوونکو د درسونو چمتو شوي پلانونه، او په K-12 ګریډونو کې زده کوونکو لپاره د ټولنیزې او عاطفي زده کړې آنلاین کتابتون
    • د ټولنیزې عاطفي زده کړې نصاب
    • تمرکزي ښوونځیو لپاره د نیمه وخت ټولنیز/عاطفي زده کړې کوچ یا روزونکی
    • ترجیحي ښوونځیو لپاره د پوره وخت د ټولنیز/عاطفي زده کړې روزونکي
    • د ذهني روغتیا د اندېښنو او د ملاتړي ستراتیژیو د تطبیق لپاره د عملې روزنه
    • د غم او زیان ګروپونه/لنډمهاله او اوږدمهاله انفرادي مشاوره
    • مشاورې لپاره او اوږدمهاله عاطفي ملاتړي سرچینو ته د مراجعې لپاره عملې ته نېغ په نېغه لاسرسی
    • د هغو زده کوونکو چې عاطفي اړتیا لري چې په زده کړه اغېز کوي د پېژندلو او د هر تن د سمالښت لپاره په ټول Division کې د زده کوونکو د کومک ټیمونه
  6. د فامیلونو بیا بوختیا

    PWCS د فامیلونو تشویقولو او هغوی سره پارټنرشپ کولو او د فامیلونو د مشغولتیا داسې مواقعو زیاتولو ته ژمن دی چې ټولو زده کوونکو لپاره د هغوی د تعلیمي وړتیا په ښه کولو کې مرسته کوي. هغو زده کوونکو چې د حاضرۍ شرحه یې اغېزمنه شوې، انګلیسي زده کوونکو، او په اقتصادي توګه داسې زیانمنو شوو زده کوونکو او فامیلونو چې د وبا له لاسه په نابرابر ډول اغېزمن شوي دي لپاره په بیا بوختیا تمرکز دی. د فامیلونو د بیا بوختیا لپاره به یو په شریکه طرحه شوی ماډل په ښوونځیو کې کېښودل شي، کوم چې به فامیلونو ته ښوونکو او د ښوونځیو مشرانو سره په شریکه د کار کولو، د فیډبیک راغونډولو، او د زده کوونکو د بریالیتوب لپاره شریکو ژمنتیاو کولو مواقع ورکوي.

    د بودیجې ژمنې:

    • د موروپلار د مشغولتیا میاشتنۍ سلسلې چې د انګلیسي زده کوونکو د فامیلونو لپاره طرحه شوي دي تر څو موروپلار د Division د مواقعو، د ښوونځیو د پروګرامي پیشکشونو، د زده کوونکي په تجربه کې د تکمیل لپاره د اکاډیمیکو، او ټولنیزو او عاطفي کومکونو نه خبرول
    • د روزل شوې عملې لخوا د شنبې او یکشنبې په ورځو او ماښام کې د کورني ملاقاتونو له لارې د فامیل د مشغولتیا ملاتړ
    • د ښوونځیو د ساعتونو نه بېرون د ثانوي ښوونځي نه وروسته د انفرادي پلان جوړونې مرسته
    • د زده کوونکي د خدماتو دفتر حضوري غونډې او په غوښتنې سره د موروپلار ملاتړ سیریز
    • موروپلار لپاره د ځانګړو زده کړو د سرچینو د مرکز غونډې برابرول
    • هغو زده کوونکو لپاره د موروپلار رابطې چې د وبا له امله یې د حاضرۍ نرخ اغېزمن شوی او داخله پکې ټیټه ده
    • ذهني روغتیا او اساسي اړتیاو (خواړه، سرپناه، کالي) لپاره سیمه ییزو اژانسونو سره د همکارۍ له لارې د ټولنې پر اساس د قضیې مدیریت

image

سرچینه: City, E.A., Elmore, R.F., Fiarman, S.E., Teitel, L. & Lachman, A. (2018).

په تعلیم کې د ښوونې دورې: د ښوونې او زده کړې د بهترولو لپاره یوه شبکه یي تګلاره.Harvard Education Press.

 


 

د سرچینو مساوي اختصاص

د هغې څېړنې په نظر کې نیولو سره چې زمونږ په تر ټولو زیاتو ضعیفو شاګردانو او د COVID-19 او د هغې د اغېز له امله په نابرابریو رڼا اچوي، PWCS د ترجیحي سرچینو د اختصاص یوه پروسه طرحه کړه تر څو داسې اضافي سرچینې، مرستې او خدمتونه اختصاص کړي چې د ټولو زده کوونکو مشخصې اکاډیمیکي او ټولنیزې-عاطفي اړتیاوې پوره کړي او/یا د هغې نه هم زیات وکړي.

ترجیح ښودونکو کې شامل دي د زده کوونکي د غړیتوب ډموګرافکیس (لکه د زده کوونکي متنوعې اړتیا او د معلولیت لرونکو زده کوونکو فیصدي، انګلیسي زده کوونکي، او په اقتصادي توګه زیانمن شوي زده کوونکي)، هغه نرخ په کوم چې زده کوونکي ښوونځي کې داخلېږي او خوشې کوي یې، د زده کوونکي اکاډیمیکه کارکردګي (د منځني ښوونځي او لیسې کورسونو کې دوه یا زیات ناکام ګریډونه)، په وخت د سواد لاسته راوړنې، دوامي غیر حاضري، او د زده کوونکو د زیپ کوډ په حساب د COVID-19 شرحې.

برسېره پر دې، د ټولنیزو-عاطفي او ذهني روغتیا لپاره جلا ښودونکي (لکه شخصي اندېښنو لپاره د مشاورې تماسونه، او همداراز د زده کوونکي د خوندیتوب او سلامتیا په اړه د سروی نتیجې) جوړ کړی شوي او ډاټا تحلیل شوې وه تر څو خدمتونو او ملاتړ لپاره د زده کوونکو او ښوونځیو اړتیاوې معلومې کړی شي.

سرچینې، ملاتړ او بودیجه اکاډیمیکو او ټولنیزو-عاطفي ملاتړو دواړو لپاره په سیسټماټیکو موډلونو عمل کوي کوم چې Priority Indicators سره په ردیف کې دی. لاندې د ښوونځیو د ملاتړو درې ډولونه دي.

  • عمومي - سرچینې، ملاتړ او بودیجه د ټولو ښوونخیو د ملاتړ لپاره
  • تمرکزي - اضافي اثاثې، ملاتړ او بودیجه د ځینو ښوونځیو لپاره کومو کې چې د Priority Indicator ډاټا د لا زیاتو سرچینو اړتیا ته اهمیت ورکوي
  • ترجیحي - اضافي اثاثې، ملاتړ او بودیجه ځینې ښوونځیو لپاره په کومو کې چې د Priority Indicator ډاټا د لا زیات پراخه خدمتونو او سرچینو اړتیا ته اهمیت ورکوي

په عموم کې د Division د بېرته رغونې پلان د برابرۍ، امانتکارۍ او ټولو زده کوونکو لپاره د علمي بریالیتوب د اساسي ارزښتونو سره په ردیف کې دی. د زده کوونکو هغه اړتیاوې او فاکټورونه چې په اکاډیمیکو او د مواقعو په خلاو، د زده کوونکو په کارکردګۍ او مشغولتیا، په ټولنیز-عاطفي سلامتیا اغېز کوي، او د ښوونځیو د ټولنې دننه په زده کوونکو د COVID-19 د وبا اغېزې، دا ټول هغه عوامل دي چې د School Division په ښوونځیو او زده کوونکو د اضافي سرچینو، ملاتړونو او خدمتونو د ویش او تطبیق لپاره کاروي.

 


 

مراجع