د خواړو لپاره پیسې باید څرنګ ورکړل شي

PWCS د زده کوونکو د خواړو پیسی ورکولو لپاره یو شمیر لاری وړاندې کوي.

وړیا او د ټیټ لګښت خواړه

  • د ټولنې د وړوالی پروګرام د یوې برخې په توګه، د 25-2024 ښوونیز کال په بهیر کې به په 68 ښوونځیو کې ټول زده کوونکي د سهار او د غرمی وړیا خواړه ترلاسه کوي.
  • د زده کوونکو کورنۍ څوک چې په هغه ښوونځیو کې دی چی د ټولنې د وړوالی لرلو په پروګرام کې نه دي شامل، کولی شي چی د وړیا او کم قیمت ښوونځي خواړه ترلاسه کولو لپاره په آنلاین ډول غوښتنه وکړي.

د خواړو لپاره پیسی ورکول

  1. زده کوونکی کولئ شي چی ښوونخی ته د پیسو چیک راوړی تر څو د هغوي په حساب کی اضافه کړل شي. د پیسو چکونه باید د کیفیټیریا اداره کوونکی ته ورکړل شي او د "پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي د خواړو او تغذیې څانګې" په نامه جوړ کړل شی.
  2. والدین / سرپرستان کولئ شي چی د MySchoolBucks.com ویب پاڼی په کارولو سره د ډیبټ کارتونو یا کریډیټ کارتونو لا لاری د خپلو ماشومانو په حساب کی فنډ یا پیسی اضافه کړي.
  3. زده کوونکی کولئ شي چی هره ورځ نغدي پیسی ورکړي.

مونږ په دی پوهیږو چې کله کله والدین په بی فکری سره په چیکنګ حساب کی د موجوده پیسو څخه زیاتی پیسی راباسی او ممکن ستاسو د بانک لخوا د پیسو چیک بیرته راستون شي. که چیرته د پیسو  چک د بانک لخوا بیرته راستون شی، نو د پیسو چک په اندازه پیسی به د زده کوونکی له حساب څخه لیرې کړل شی - په احتمالی توګه د زده کوونکی په حساب کی د منفی پیسو لرلو پایله لري. د بیرته راستون شوی چک پروسس کولو لپاره به د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو لخوا هیڅ ډول فیس نه اخیستل کیږی. مونږ به د دغه ډول حالتونو په شخصی او مسلکی توګه سنمبالولو لپاره هره هڅه وکړو.