د ګرځنده ټلیفون او د بیسیم مخابراتی وسیلی کارولو تګلاری - Pashto

د ګرځنده ټلیفون او د بیسیم مخابراتی وسیلی کارولو تګلاری

د چاپ وړ نسخه وګورئ

د ګرځنده ټلیفونونو او نورو شخصي بې سیم مخابراتي وسیلو (پشمول د ساعتونو، ګوشکیانو، او د اغوستلو وړ نورو ټیکنالوژیو، مګر دغو پوری محدود نه دي،) لپاره د تګلارو په رامینځته کولو سره لاندې ذکر شوی تګلاری د زده کوونکو لپاره خوندي او د عمر مطابق مناسب چاپیریال رامینځته کوي. زده کوونکی باید دا لارښوونې تعقیب کړی کله چې د ښوونځی په ملکیت کې، د ښوونځی بسونو کی، یا د ځاي په پام کی نیولو پرته د ښوونځی لخوا سپانسر شوي پیښو/پروګرامونو کې شتون ولري.

د اړتیا په صورت کی د 504 برخې پلانونو یا IEPs له لارې د معلولیت اسانتیاوو په توګه د دی تګلارو څخه استثنا هم ورکول کیدی شی ترڅو ښوونځی ته او د ښوونځی لخوا سپانسر شوي فعالیتونو ته د زده کوونکی د لاسرسی لرلو ډاډ رامنځ ته شي. د زده کوونکی د روغتیا، خوندیتوب، یا د ملاتړ نورو پلانونو برخو په توګه هم استثناوې ورکړل کیدی شی.

لارښودنې/تګلاری

د وړکتون څخه تر 8 ټولګی پوری زده کوونکو لپاره

  • د شخصی بېسیم مخابراتی وسیلو دننه ټول کارونه/فنکشنونه باید د ښوونځی ورځی په بهیر کې خاموش وي او باید لیری کیښودل شي.
  • دوه موخه ییزه لاسی ساعتونه په ښوونځی کې اغوستل کیدی شی، مګر د ښوونځی ورځی په بهیر کې یی باید د بېسیم/سیلولر یا ټلیفونی ځانګړتیاوی ګل یا بند وي (د بیلګې په توګه ، باید د پرواز په څیر (ایروپلین موډ) حالت کې وساتل شی).
  • ګرځنده ټلیفونونه او بیسیمه مخابراتي وسیلې د ښوونځي په بسونو کې کارول کیدی شي، په دې شرط چې دغه وسیلی د موټر چلوونکی پام ګډوډ نکړي، خوندیتوب د ګواښ سره مخ نه کړي، یا د منع شوی محتوي او د ټولو زده کوونکو لپاره د لاندې تشریح شوي احکامو څخه سرغړونه ونه کړي.

9 څخه تر 12 ټولګۍ پوری زده کوونکو لپاره

  • د ګوشکیانو په شمول شخصی بېسیم مخابراتی وسیلې باید خاموش وي، او د ټولو درسی ساعتونو په بهیر کې لیری کیښودل شي.
  • دوه موخه ییزه لاسی ساعتونه اجازه لري، مګر د درسونو په بهیرکی یی باید د بېسیم/سیلولر یا ټلیفونی ځانګړتیاوی ګل یا بند وي (د بیلګې په توګه ، باید د پرواز په څیر (ایروپلین موډ) حالت کې وساتل شی).
  • شخصی بېسیم مخابراتی وسایل او یوازی د یوی ګوشکی کارونه د غرمې خواړو په وخت کې او په دالیزونو کی د تیریدو پر مهال اجازه لری مګر په ټولو لاکر خونو او تشنابونو کې منع دی.
  • ګرځنده ټلیفونونه او بیسیمه مخابراتي وسیلې د ښوونځي په بسونو کې کارول کیدی شي، په دې شرط چې دغه وسیلی د موټر چلوونکی پام ګډوډ نکړي، خوندیتوب د ګواښ سره مخ نه کړي، یا د منع شوی محتوي او د ټولو زده کوونکو لپاره د لاندې تشریح شوي احکامو څخه سرغړونه ونه کړي.

ټولو زده کوونکو لپاره منع شوي محتوی او د هغی استعمال

زده کوونکی اجازه نلری چی داسی محتوی چمتو کړي، ته لاسرسی ومومی یا د نورو سره شریک کړی چې د وړکتون څخه تر 12 پوری د ټولګیو تعلیمی چاپیریال سره په مطابق نه وي، کله چې د ښوونځی په ملکیت، په ښوونځی بسونو، یا د ځائ په پام کی نیولو پرته، د ښوونځی لخوا په سپانسر شوي پیښو/پروګرامونو کې شتون ولري. په بیلګو کې شامل دي، مګر دغو پوری محدود نه دي:

  • داسی محتوی چی فحش/ناوړه وي، سپکاوی پکی شوی وي، یا چې پکی غیرقانونی عملونه شامل وي یا د غیر قانونی عملونو د تر سره کولو ګواښ شوی وی.
  • ځان د نورو خلکو په څیر څرګنده کولو لپاره د ساختګي زیرکتیا (ارټیفیشل انټیلیجنس) پروګرام په شمول داسی محتوی چې نور خلک تنګوي، ځوروي، ګواښی، یا سپکاوی یی کوي، په کلکه منع دي.
  • ویډیوي ناوړه چلند په کلکه منع دی او د انضباطی اقداماتو لامل کیدي شي.
  • په تشنابونو یا په لاکر/الماری خونو کې د ګرځنده ټلیفونونو او بیسیم مخابراتی وسیلو کارول په کلکه منع دی. د ښوونځي په دغو ځایونو کی یا په نورو ساحو کې په لوڅ حالت کې د نورو زده کوونکو انځوراخیستنه یا ویډیوی عکاسی کونه به انضباطي پایله ولری او ممکن قانون پلي کوونکو چارواکو ته د راجع کولو پایله هم ولري.
  • د ګرځنده ټلیفونونو او د بېسیم مخابراتی وسیلو د نقل لپاره کارول یا په داسی شکل کارول چې ښوونځی ډیویژن ته د منلو وړ پالیسی څخه سرغړونه کوی.

خوندیتوب او محرمیت

په بیړنی حالاتو کی اړیکه ټینګول: که چیرته اړتیا پیښه شي، زده کوونکو ته به اجازه ورکول کیږي چې په عمومی دفتر کې د ښوونځی رسمیاتو په بهیر کې والدینو/ سرپرستانو سره اړیکه ټینګولو لپاره ټلیفون وکاروي. بیړنی حالاتو څخه وروسته د یوځای کیدو لپاره، که چیرته د والدینو / سرپرستانو سره اړیکه ټینګولو لپاره شخصی بېسیم مخابراتی وسیلې کارولو ته اړتیا وی، اداری کارکوونکی به لازمه لارښوونه کوي کله چې د دغی کار تر سره کولو اجازه وشي.
پرده یا محرمیت او احترام: د نورو محرمیت یا پرده پام کې نیولو باندی ټینګار کیږي؛ د ښوونځی بسونو په شمول د ښوونځی په ملکیت کی، یا پداسې حال کې چې د ښوونځی اړوند فعالیتونو کې یاست، د اداره کوونکو یا کارکوونکو لخوا له وړاندی څخه د اجازه اخیستلو پرته د هم ټولګیوالو، همځولو، او د کارکوونکو انځورونه اخیستل او عکاسی کول په کلکه منع دي.

د زده کوونکو او والدینو څخه توقعات

  • زده کوونکی باید د ښوونځی کارکوونکو د لارښوونو او د دې پالیسۍ د احکامو سره په مطابق عمل تر سره کړی ترڅو په تعلیمی چاپیریال کی د ګډوډی مخه ونیول شي، په بل صورت کی هغوي د انضباطی اقداماتو سره مخامخ کیدی شي.
  • والدین/سرپرستان باید د ښوونځی ورځ/ساعتونو په جریان کې خپلو زده کوونکو سره د شخصی بېسیم مخابراتی وسیلو له لاری اړیکه ټینګه نه کړي. والدین/ سرپرستان باید زده کوونکو ته عاجل پیغامونه رسولو لپاره د ښوونځی دفتر سره اړیکه ټینګه کړي او دفتر به د دغه پیغامونو په رسولو کی مرسته وکړی.
  • زده کوونکی او کورنۍ/سرپرستان به د ښوونځی کال په پیل کې د ګرځنده ټلیفون او د بې سیم مخابراتی وسیلو په اړه د ښوونځی تګلاری یا خبرتیا ترلاسه کوي او هغوي باید دغه خبرتیا ولولی. د یو زده کوونکي او/یا والدینو د دی لارښوونو په لوستلو کی پاتی راتلل یو زده کوونکی د دې لارښوونو د تعقیبولو مسؤلیت څخه نه آزادوی یا معاف کوي.
  • زده کوونکی دی لارښوونو/تګلارو ته د ژمن پاتی کیدلو او د خپلو شخصی توکو د خوندی کولو مسٔولیت په غاړه لري. د بی درکه شوی شخصی بېسیم مخابراتی وسیلې ستونزی حل کولو یا لټی لپاره به ټولګی او/یا لارښوونی نه ودرول کیږي.

په وروستی ځل د تازه کیدو نیټه: 2 اګسټ، 2024