مهرباني وکړئ له مونږ سره یوځای شئ ترڅو له نورو کورنیو، ښوونکو او ټولنیزو سرچینو سره د اشنا کیدو، یو ځاۍ کیدو او په اړه یی د پوهیدو فرصت ترلاسه کړئ
په دې پروګرام کې به درې ناستې وړاندې شي او وبه کولای شئ له بېلابېلو موضوعاتو څخه د خپلی خوښی موضوعات انتخاب کړئ.
دا ناستې به له پری-کې (Pre-K) څخه تر ۱۲م ټولګي پورې اړوند وي.
د ژباړی یا ترجمانی خدمتونه به شتون ولري.
په دی پروګرام کی به په حضوری شکل ګډون کوۍ. مهربانی وکړئ لاندې ځائ کی ځان راجسټر کړئ.
نیټه: شنبه، ۱۷ اکتوبر، ۲۰۲۶
وخت: سهار ۸:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱۲:۳۰ بجو پوری
ځائ: Hampton Middle School, 14800 Darbydale Ave., Woodbridge, VA 22193
| وخت | بیلابیلی ناستی/برخی |
| سهار ۸:۳۰ څخه تر ۹ بجو پوری | نوم لیکنه |
| سهار ۹ څخه تر ۹:۴۵ بجو پوری | د ښه راغلاست ویلو ناسته |
| سهار ۹:۵۰ څخه تر ۱۰:۳۰ بجو پوری | ۱ ناسته/ برخه |
| سهار ۱۰:۴۰ تر ۱۱:۲۰ بجو پوری | ۲ ناسته / برخه |
| سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱۲:۱۰ بجو پوری | ۳ ناسته/ برخه |
| غرمی ۱۲:۱۵ څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پوری | راغونډول او پاي ته رسول |
بېلابېلی ناستی به وړاندې کیږي. د ناستو په اړه معلومات به د سپټمر له لومړئ نیټی وروسته ستاسو د ښوونځي له لاری شتون ولری.
مونږ هغو بالغو کسانو ته وړیا د Pre-K کمپ او KidCamp خدمتونه وړاندې کوو چې په دې پیښه کې ګډون کوی. KidCamp د وړکتون څخه تر پنځم ټولګی پورې زده کوونکو لپاره دی او د زده کوونکو لپاره به بېلابېل فعالیتونه ولری. Pre-K کمپ د دری او څلورو کلونو ماشومانو لپاره دۍ چی په تشناب کارولو باندی روزل شوي اوسي.
مونږ به په Hampton منځنی ښوونځي کی پیښي کی ګډون کولو لپاره د ښوونځی بس له لاری محدود ټرانسپورټ وړاندې کوو. هر هغه څوک چې د ټرانسپورټ تر لاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوی، تفصیلات ورکولو لپاره به ورسره اړیکه ونیول شی. بس ته پورته کول او بیرته ښکته کول به په هغه ښوونځیو کې تر سره کیږي چیرته چی د ټرانسپورټ خدمتونه وړاندی کیږي. د راجسټریشن په فورمه کی د ټرانسپورټ په اړه پوښتنه شتون لري. که تاسو ټرانسپورت ته اړتیا لرئ، مهربانی وکړئ په پوښتنه کې یې په ډاګه کړۍ.
د راجسټریشن په فورمه کې د ماشوم پالنی او ټرانسپورټ لپاره راجسټریشن شامل دۍ.
مهربانی وکړۍ د ټائټل I دفتر سره په ۷۲۴۸-۷۹۱-۷۰۳ شمیره اړیکه ټینګه کړۍ.
.نوم لیکنه کول اړین دي
مهربانی وکړۍ د ټایٔټل I دفتر سره په ۷۲۴۸-۷۹۱-۷۰۳ شمیره اړیکه ټینګه کړۍ.