
ParentVUE یوه داسی وسیله ده چې والدین او سرپرستان یې د خپل ماشوم د بس معلوماتو، ټولګي مهال ویش، نمرې، د واکسینو ریکارډ، د حاضری معلومات او نور زیات څیزونو لیدلو لپاره کاروي.
که تاسو لا دمخه په PWCS کې زده کوونکۍ شامل لرۍ او تاسو د ParentVUE حساب نه لرئ، نو د ParentVUE حساب فعالولو کوډ غوښتلو لپاره د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړۍ.
د ParentVUE حسابونه د هرې ښوونځی ولسوالۍ لپاره ځانګړی دی. هغه کورنۍ چې د بلې ښوونځي ولسوالۍ څخه د پرنس ویلیم کاونټي ته راغلي وي باید د راجستریشن پروسې په بهیر کې د PWCS ParentVUE حساب جوړ کړي.
په آنلاین ډول د نوم لیکنی حساب (اکاونټ) او ریکارډ لاسرسی سکرین ته لاړ شئ.

د والدینو د حساب فعالولو / Parent Account Activation پوښتنو ته ځواب ورکړئ او د دوام / Continue تڼی کیکاږئ.
د ParentVUE/StudentVUE کارونکی موافقت نامه وګورئ، او د دوام لپاره د I Accept / زه قبلوم تڼی کلیک کړئ.
خپل حساب د لاندې خالي ځایونو په بشپړولو سره جوړ کړئ، او د ۳ ګام ته دوام ورکړۍ تڼی کیکاږۍ.
یو تایٔیدی پیغام به را څرګند شي. تاسو به په خپل بریښنالیک پته کی یو لینک تر ترلاسه کړئ چې تاسو ته به اجازه در کړي چی د خپل حساب جوړول بشپړ کړئ او د نوم لیکنې پروسه پیل کړئ.
د خپل پاسورډ د بیا تنظیمولو لپاره د ParentVUE ویب پاڼې ته لاړ شئ.