Skip to main content

د کورنیو د ښکیلتیا لړئ

د کورنیو د ښکیلتیا لړۍ کورنیو ته داسی سرچینې وړاندي کوي کومی چی ورسره د زده کوونکو بریا ته رسیدو کی مرسته کوي. دا لړۍ د PWCS د نورو پروګرامونو، او د ټولنې او سوداګریز شریکانو سره په ګډه د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) ټولنی ته د لاسرسی، سوداګریز ملتیا کوونکو او د بشر دوستی څانګې لخوا رهبري کیږي او پر مخ وړل کیږي.

تمرکز پر: د کالج د لګښتونو ورکول – د فډرال یا مرکزی حکومت لخوا د زده کوونکو لپاره د مالی مرستې وړیا غوښتنلیک (فیفسا) او د ویرجینیا د ایالتي مالي مرستو بدیل (واسا)

پنجشنبه، ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، د ماښام ۶:۳۰ څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری – په ژوندی بڼه د زووم ویبینار له لاری

مخاطب اوریدونکی:

د عالي ښوونځي د دولسم (۱۲م) ټولګي زده کوونکي او د هغوی کورنۍ، او همدارنګه د پوهنتون او کالج برحاله زده کوونکي.

د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۶مه، له موږ سره په داسې یوه وېبینار کې ګډون وکړئ چې د کورنیو او زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو د کالج او راتلونکي مسلکي پلانونو لپاره د مالي مرستو پر بهیر او پروسه پوه شي.

د دغې ناستی په جریان کې به، کورنۍ د تحصیلي مالي مرستو له بنسټیزو اصولو سره اشنا شي، په شمول د فډرال یا مرکزی حکومت لخوا د زده کوونکو لپاره د مالی مرستې وړیا غوښتنلیک (FAFSA) او د ویرجینیا د ایالتي مالي مرستو بدیل غوښتنلیک (VASA) په اړه به هر اړخیز عمومي معلومات تر لاسه کړي. ګډونوال به همدارنګه د ویرجینیا ایالت د ځانګړو وړیا مالي مرستو ، بورسونو ، او نورو هغو امکاناتو په اړه زده کړی چې له عالي ښوونځي وروسته لوړې زده کړې له مالي پلوه اسانه او د زغملو وړ ګرځوي. والدین، سرپرستان، او زده کوونکي به د مالي مرستو د شته انتخابونو او دغو مالي سرچینو ته د لاسرسي لپاره د اړینو عملي ګامونو په اړه له بشپړ او روښانه پوهی سره له غونډې رخصت شي.

د دې غونډي وړاندې کوونکي: په Alexandria، ویرجینیا کی د College Place ریٔیس، جیسن پوریر (Jason Puryear).

د ژباړنی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر میاشتی تر ۱ نیټی پورې سپارل اړین دي.

تمرکز پر: د ابتدایهٔ ښوونځيو زده کوونکو لپاره د تخصصی پروګرامونو په اړه معلوماتی ناسته

پنجشنبه، ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، د ماښام ۶:۳۰ څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری – په ژوندی بڼه د زووم ویبینار له لاری

مخاطب اوریدونکی:

د PWCS ټولو ابتدایهٔ ښوونځيو زده کوونکو او د هغوي کورنیو لپاره

د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، له مونږ سره په داسې یوه معلوماتي وېبینار کې ګډون وکړئ کوم چې د PWCS د ځانګړو او تخصصي پروګرامونو او د ابتدایهٔ ښوونځيو زده کوونکو ته د شته ښوونیزو فرصتونو په اړه معلومات تر لاسه کولو لپاره ډیزاین شوی دۍ.

د دغې ناستی په جریان کې، کورنۍ به زده کوونکو ته د شته تخصصي پروګرامونو بېلابېل انتخابونه وڅېړي، د غوښتنلیک د پروسې او مهمو وروستیو نېټو په اړه به زده کړي، او هغه شته سرچینې او اسانتیاوې به وپېژني چې له زده کوونکو او کورنیو سره د باخبره او سمو پرېکړو په کولو کې مرسته کوي. میندې، پلرونه او سرپرستان به له داسی اړینو معلوماتو او سرچینو سره له غونډې رخصت شي چې د پروګرامونو د غوراویو د پلټلو او په پوره باور او ډاډ سره د غوښتنلیک پروسې پرمخ وړلو لپاره ورته اړتیا لري.

د دې پریزنټیشن وړاندې کوونکي: د پرنس ویلیم کاؤنټی عامه ښوونځيو سره د PWCS د پرمختللو اکاډمیکو زده کړو او ځانګړو پروګرامونو نظارت کوونکی، جینیفر کاوانا (Jennifer Cavanaugh)؛ او د PWCS د دوه ګونی نوملیکنی د چارو همغږې کوونکې، ډاکټره لورا ایونز (Dr. Laura Evans)

د ژباړنی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۱۲می نیټی پورې سپارل اړین دي.

تمرکز پر: د منځنی ښوونځيو زده کوونکو لپاره د تخصصی پروګرامونو په اړه معلوماتی ناسته

سه شنبه، ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، د ماښام ۶:۳۰ څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری – په ژوندی بڼه د زووم ویبینار له لاری

مخاطب اوریدونکی:

د ۵ څخه تر ۷ ټولګی پوری د PWCS ټول زده کوونکي او د هغوي کورنی

د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، له مونږ سره په داسې یوه معلوماتي وېبینار کې ګډ،ن وکړئ کوم چې د کورنیو لپاره د PWCS د ځانګړو او تخصصي پروګرامونو او د منځني ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د شته ښوونیزو فرصتونو په اړه د پوهېدو لپاره ډیزاین شوی دی.

د دغې ناستی په جریان کې، کورنۍ به زده کوونکو ته د شته تخصصي پروګرامونو بېلابېل انتخابونه وڅېړي، د غوښتنلیک د پروسې او مهمو وروستیو نېټو په اړه به زده کړي، او هغه شته سرچینې او اسانتیاوې به وپېژني چې له زده کوونکو او کورنیو سره د باخبره او سمو پرېکړو په کولو کې مرسته کوي. میندې، پلرونه او سرپرستان به له داسی اړینو معلوماتو او سرچینو سره له غونډې رخصت شي چې د پروګرامونو د غوراویو د پلټلو او په پوره باور او ډاډ سره د غوښتنلیک پروسې پرمخ وړلو لپاره ورته اړتیا لري.

د دې پریزنټیشن وړاندې کوونکي: د پرنس ویلیم کاؤنټی عامه ښوونځيو سره د پرمختللو اکاډمیکو او ځانګړو پروګرامونو نظارت کوونکی، جینیفر کاوانا (Jennifer Cavanaugh)؛ د دوه ګونی نوملیکنی د چارو همغږې کوونکې، ډاکټره لورا ایونز (Dr. Laura Evans)؛ او د پرمختللو اکاډمیکو او ځانګړو پروګرامونو چارو همغږې کوونکې، ډاکټره جیسیکا ډویرون (Dr. Jessica Doiron)

د ژباړنی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۱۵می نیټی پورې سپارل اړین دي.

تمرکز پر: د عالي ښوونځيو زده کوونکو لپاره د تخصصی پروګرامونو په اړه معلوماتی ناسته

سه شنبه، ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، د ماښام ۶:۳۰ څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری – په ژوندی بڼه د زووم ویبینار له لاری

مخاطب اوریدونکی: د ۸ څخه تر ۱۱ ټولګی پوری د PWCS ټول زده کوونکي او د هغوي کورنی

د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۷مه، له مونږ سره په داسې یوه معلوماتي وېبینار کې ګډون وکړئ کوم چې د کورنیو لپاره د (PWCS) د ځانګړو (تخصصي) پروګرامونو او د مسلکي او تخنیکي زده کړو (CTE) په اړه د معلومات تر لاسه کولو لپاره ډیزاین شوی دی چی د عالي ښوونځي زده کوونکو لپاره شتون لري.

د دغې ناستی په جریان کې، کورنۍ به زده کوونکو ته د شته تخصصي پروګرامونو او د مسلکي او تخنیکي زده کړو (CTE) بېلابېل فرصتونه وڅېړي، د غوښتنلیک د پروسې او مهمو وروستیو نېټو په اړه به معلومات ترلاسه کړي، او هغه شته سرچینې او ملاتړ به وپېژني چې له زده کوونکو او کورنیو سره د عالي ښوونځي د تحصیلي او مسلکي تګلارو په اړه د باخبره او سمو پرېکړو په کولو کې مرسته کوي. میندې، پلرونه او سرپرستان به له داسی اړینو معلوماتو او سرچینو سره له غونډې رخصت شي چې د پروګرامونو د غوراویو د پلټلو او په پوره باور او ډاډ سره د غوښتنلیک پروسې پرمخ وړلو لپاره ورته اړتیا لري.

د دې پریزنټیشن وړاندې کوونکي: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو سره، د پرمختللو اکاډمیکو او ځانګړو (تخصصي) پروګرامونو نظارت کوونکی، جینیفر کاوانا (Jennifer Cavanaugh)؛ د PWCS د دوه ګونی نوملیکنی د چارو همغږې کوونکې، ډاکټره لورا ایونز (Dr. Laura Evans)؛ د پرمختللو اکاډمیکو او ځانګړو پروګرامونو چارو همغږې کوونکې، ډاکټره جیسیکا ډویرون (Dr. Jessica Doiron)؛ او د مسلکي او تخنیکي زده کړو (CTE) نظارت کوونکي، کریسټین ګوډ (Christine Good)

د ژباړنی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۲۲می نیټی پورې سپارل اړین دي.

تمرکز پر: کورنیو ته د ډیجیټلی وسیلو د کارولو په اړه لارښوونه

پنجشنبه، ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، د ماښام ۶:۳۰ څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری – په ژوندی بڼه د زووم ویبینار له لاری

مخاطب اوریدونکی: د PWCS ټول زده کوونکي او د هغوي کورنۍ

د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۹مه، له مونږ سره په داسې یوه وېبینار کې ګډون وکړئ کوم چې له ماشومانو سره مرسته کوي چی د ټیکنالوژۍ په خوندي ډول، مسؤل پیژندونکی او ځان باوري کاروونکي شي.

د دغې ناستی پر مهال، کورنۍ به داسې عملي لارښوونې زده کړي ترڅو له ماشومانو سره مرسته وکړي چې انلاین موندل شوي معلومات وارزوي (سم او غلط وپېژني)، په خوندي او محترمانه توګه اړیکې ټینګې کړي، له ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه په مسؤلانه ډول کار واخلي، او د برېښنایي وسایلو د سکرین د وخت او ورځني ژوند ترمنځ یو روغ او سالم توازن وساتي. مونږ به دا معلومات هم شریک کړو چې (PWCS) څنګه د ډیجیټلی وسیلو په مسولانه ډول د کارونی ملاتړ کوی او د زده کوونکو د شخصي معلوماتو (ډیټا) محرمیت خوندي ساتي، او ترڅنګ به یې داسې سرچینې او تګلارې تر لاسه کړي چې کورنۍ ورڅخه په کور کې د خپلو ماشومانو لخوا د ټیکنالوژۍ کارولو د سمې لارښوونې لپاره ګټه اخیستلی شي. والدین او سرپرستان به له داسی وسایلو، سرچینو او عملي تګلارو سره له غونډې رخصت شي چې له هغوی سره مرسته کوي ترڅو خپل ماشومان په ډیجیټلي نړۍ کې په خوندي او بریالي ډول رهبري کړي.

د دې پریزنټیشن وړاندې کوونکي: د پرنس ویلیم کاونټي له عامه ښوونځیو (PWCS) سره د تدریسي (ښوونیزې) ټکنالوژۍ روزونکی / کوچ، ډاکټر شان وارډ (Dr. Sean Ward)؛ او د تدریسي او معلوماتي ټکنالوژۍ د روزنې چارو همغږی کوونکی، پیټریک هیت (Patrick Heath)

د ژباړنی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۲۶می نیټی پورې سپارل اړین دي.

آیا له تاسو څخه د کورنیو د ښکېلتیا لړۍ ناسته تیره شوي ده؟

مونږ سره اړیکه ټینګه کړۍ