د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) د K-8، غیر دودیز، او دودیز ښوونځيو په شمول په ټولو عالي او منځنیو ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ یا پلټنی ټیکنالوژي لري.

ځواب: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو (PWCS) د K-8، غیر دودیز، او دودیز ښوونځيو په شمول په ټولو عالي او منځنیو ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي فعاله کړي ده.
د دغی نهایی پریکړي کولو سره چې په ثانوي ښوونځیو باندی په اغیزمنه توګه او په کافی اندازه تمرکز کول د دغو ښوونځیو یا ځایونو د خوندیتوب او امنیت پراخه کولو لپاره یو مناسب اقدام دی، دا پریکړه د مختلفو ټولګیو په کچه د ځانګړی امنیتي اړتیاوو او پاملرنو په شمول د ډیری فکتورونو پر اساس وه.
PWCS د ټولو زده کوونکو او کارکوونکو لپاره یو خوندي، او ښه راغلاست ویوونکی چاپیریال رامینځ ته کولو ته ژمن دی. مونږ د امنیتي تدابیرو ارزولو ته دوام ورکوو او د نظرونو وړاندی کولو هرکلی کوو.
اوس مهال، په ابتدايه ښوونځیو کې د دغی ټیکنالوژي د پلي کولو لپاره کوم پلان شتون نلري. PWCS ممکن په راتلونکي کې د ابتدایه ښوونځیو ځانګړي اړتیاوې پوره کولو لپاره د اضافی نوښتونو یا ټیکنالوژيو څخه ګټه پورته کړي.
ځواب: د زده کوونکو، کورنیو او کارکوونکو لپاره د خوندي او ډاډمن چاپیریال ډاډ رامینځته کولو په موخه زمونږ د روانې ژمنې د یوې برخې په توګه، PWCS به د عالی ښوونځیو د فوټبال او د هلکانو په باسکټبال لوبو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي وکاروي.
د احتمالی ګواښونو په چټکۍ سره پیژندلو لپاره د خوندیتوب په موخه د پلټنې ټیکنالوژي یو بل اضافی امنیتی پوړ وړاندی کوي.
PWCS ممکن دا ټیکنالوژي د ښوونځی کال په بهیر کی په غیر ترتیبی شکل سره په نورو تعلیمی پیښو/غونډو کې وکاروی.
د یادونې په توګه، په سپورتی پیښو کی د ګډونوالو لپاره د بیګ کومه پالیسی شتون نلری.
ځواب: Evolv سیسټمونه د اشخاصو د تلاشی کولو لپاره مصنوعي ځیرکتیا (AI) او پرمختللي سینسرونه کاروي کله چی هغوي د ښوونځي ودانیو ته د داخلیدو په وخت کی د سکرینینګ قطارونو څخه تیریږي. حساس ځایونو ته په کتو سره، دغه سیسټمونه د یو شخص سره یا د هغوي په توکو کی د وسلو او نور منع شوي توکو د کشفولو لپاره ډیزاین شوي دي. د Evolv سیسټمونه په دوامداره توګه نوي کیږي او مخ پر وړاندی ودې موندونکی ګواښونو او ټیکنالوژیو سره ځان برابرولو لپاره برابریږي.
هر ډول منع شوي توکي چی کشف شي، سیسټم اداره کوونکو ته به د مناسب اقدام پورته کولو لپاره پټ خبرداری ورکوي تر څو نږدی موجود زده کوونکی خبر نه شي.
ځواب: په طبیعي ډول د داخلیدو بهیر ته اجازه ورکولو لپاره دا سیسټمونه په یو وخت کې د ډیری خلکو ګړندۍ او په مؤثره توګه سکرینینګ تر سره کولو لپاره ډیزاین شوي دي.
ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د یو شخص یا اشخاصو سره د وسلو او منع شوي توکو د معلومولو لپاره ډیزاین شوې ده، که هغوي په انفرادي ډول یا په ډله ییزه توګه د لاینونو څخه تیریږي. د AI یا مصنوعی ځیرکتیا سینسرونو په کارولو سره ، سیسټم کولی شي په یو وخت کې د یو یا ډیرو اشخاصو سره منع شوي توکي کشف او توپیر یی وکړي. دا وړتیا لرنه د دی خبری ډاډ رامنځ ته کوي چې که چیرته په یوه ډله کې له یو څخه زیات کسان منع شوي توکي ولري، د سیسټم کاروونکی به خبرتیا ترلاسه کړي.
ځواب: Evolv ټیکنالوژی دخپلواکی ارزونی تدابیرو څخه تیره شوي او د امنیتي تدابیرو په لوړولو کې یې د اغیزمنتوب لرلو لپاره پیژندل شوۍ. دې ټیکنالوژی ته د متحده آیالاتو د کورني امنیت د خوندیتوب قانون لخوا د تروریزم ضد وړتیا لرونکی ټیکنالوژۍ په توګه شناخت ورکړل شوې دی. دا پیژندنه دا په ډاګه کوي چې Evolv د DHS لخوا ټاکل شوي سخت معیارونه پوره کوي او د احتمالي امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه پیژندل شوي.
ځواب: د ښوونځي امنیتی چارواکی، اداره کوونکی، او تدریسی او غیر تدریسي رضاکاران کارکوونکی به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي څخه نظارت کوي او کاروي به یی. تدریسی او غیر تدریسي رضاکاران به د زنګ یا ټلی وهلو وخت څخه 45 دقیقې دمخه راځي او د خپل ژمنتیا لپاره به یو مقدار پیسی ترلاسه کوي.
ټاکل شوي کارکوونکی به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ د څرنګ کارولو ، په تیروتنی سره د خبرتیا ورکولو ستونزی حل کولو ، د دویم ځلی سکرینینګ لپاره د اړتیا معلومولو او ترسره کولو، او هغه پروتوکولونو لپاره که چیرته کوم منع شوی توکي وموندل شي، روزنه تر لاسه کوي.
ځواب: که چیرته سیسټم د یو شخص سره د هغه په سامانونو کې منع شوي توکي کشف کړي، د سیسټم کاروونکی به هغه شخص ته د سکرینینګ لین یا قطار څخه لیرې بل ځای ته د تګ لپاره لارښوونه وکړي، تر څو دویم ځلی سکرینینګ/تلاشی ترسره کړي.
دویم ځلی سکرینینګ د سکرینینګ یوه اضافي پوړ دی چې د یو شخص یا د هغه د توکو دقیقه تلاشی پکې شامله وي او ممکن د خوندي زده کړې چاپیریال ډاډ ترلاسه کولو لپاره د منع شوي توکو موندلو لپاره د لاسي وسیلې یا فزیکي تلاشی کارول هم پکی شامل وي.
ځواب: دویم ځلی سکرینینګونه د ښوونځي د امنیتی او نورو ټاکل شوي کارکوونکو لخوا ترسره کیږي، څوک چې د دا ډول حالتونو په دقت، درناوي او مسلکیتوب سره اداره کولو لپاره روزل شوي ترڅو د اشخاصو محرمیت او وقار ډاډمن کړي پداسې حال کې چې خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
ځواب: د ډیویژن ځانګړي اړتیاوی او شرایط په پام کی نیولو سره د تنظیماتو د حساسیت په اړه به د ګډی همکارۍ پروسې له لارې د PWCS او Evolv ترمنځ پریکړه تر سره کیږي ترڅو د امنیت ساتلو او د تیروتنی خبرتیا کمولو تر منځ د غوره توازن ډاډ ترلاسه شي.
د خوندیتوب په موخه د اضافي پوړ او د وسلو او نورو منع شوي توکو د کشفولو لپاره د سیسټم وړتیا زیاتولو په شمول د ښوونځي ټولنې لپاره د اضافی ذهنی آرامۍ رامینځ ته کولو په موخه ممکن د حساسیت کچه لوړه شي.
ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي کولی شي مختلف ډول توکي کشف کړي ، په شمول د چاقو ، وژونکی وسلی ، لاسي ټوپکونو ، اوږده ټوپکونه ، او هغه توکی او اجزا چی د چاودیدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول کیږي مګر دغو پوری محدود نه دی.
سربیره پردې، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د دې وړتیا لري چې د نامعلوم ټوپکونه او 3D چاپ شوي ټوپکونه په کشفولو سره ټول امنیتي تدابیر لوړ کړي.
ځواب: د جوږښت او موادو په شمول د نشه یی توکو او نشه یی لوازم (پارفیرنالیا) کشف په ډیری فکتورونو پورې اړه لري کوم چی د سیسټم د حساسیت تنظیماتو سره په ګډه کارول کیږي.
پداسی حال کی چی دا سیسټمونه د ځانګړو نشه یی لوازو کشفولو وړتیا لري، او ممکن په ناڅاپي توګه دا منع شوي توکي کشفوي، PWCS د وسلو په کشف باندې تمرکز کوي.
ځواب: AI یا مصنوعی ځیرکتیا کوم چی د خوندیتوب په موخه د Evolv سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا کارول کیږي، دومره پرمختللی ده چی کولی شي هغه وسلی، او منع شوي توکي وپیژنی کوم چی په بند ځائ کی وي لکه بیګ، کڅوړه، بټوه یا بکس کی وي.
ځواب: دا چی دا سیسټمونه خورا دقیق دي، ناسم خبرداری کله کله رامینځ ته کیږي. د Evolv سیسټمونو لخوا د منع شوي توکو په اړه نهه سلنه ورکړل شوي خبرداری د لا زیاتی څیړنی په ترس کی ناسم ثابت شوئ دۍ.
ځواب: PWCS د خبرداری لپاره که نا سم وي یا بل ډول، عمومی پروتوکولونه رامینځته کړي کوم چې ښوونځیو ته په لاس ورکړل شوي دي. ښوونځي ممکن د محفوظ او خوندي زده کړې چاپیریال ساتلو په موخه خپلی ځانګړي اړتیاوی پوره کولو لپاره اضافی پروتوکولونه پلي کړي.
د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ نظارت کوونکي روزل شوي دي او ورڅخه تمه کیږي چې وضعیت وو ارزوي، د اړتیا په صورت کې دویم ځلی سکرینینګ ترسره کړي ، او د اندیښنې حل کولو یا په اړه خبری کولو لپاره مناسب ګام پورته کړي.
ځواب: PWCS هغه عام توکي ارزولي دي چې په Evolv سیسټمونو کې ناسم خبرداری رامنځ ته کوي او د ناسم خبرداری محدودولو لپاره یی د حساسیت تنظیماتو کی برابر کړي دي.
د ناسمی خبرتیا ورکولو څخه د مخنیوی لپاره دلته ځینې تجویزونه وړکړل شوي دي:
نوټ: د ښوونځي د دقیق توکو لیستونو په اړه په انفرادي ډول د ښوونځیو/ښوونکو لخوا خبرداری ورکول کیږي.
ځواب: د ټولو لپاره د خوندي چاپیریال څخه د ملاتړ کولو په موخه ټول هغه کسان، زده کوونکي، کارکوونکی، او لیدونکي یا ملاقات کوونکی چې د ښوونځي په درسی ساعتونو کې د ښوونځي ودانۍ ته ننوځي باید هره ورځ د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ څخه تیر شي.
هر ښوونځی به د ننوتلو ډیری دروازې ولري چې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ په ټیکنالوژۍ سنمبال دي. په هرصورت، د ښوونځي د ورځې له پیل کیدو وروسته، زده کوونکو، کارکوونکو، او ملاقات کوونکو ته به د داخلیدو ځانګړي ځاي ته لارښوونه کیږي کوم چې به د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ په ټیکنالوژۍ سنمبال شوي وي او په فعاله توګه به د کارکوونکو لخوا څارل کیږي.
ځواب: هغه زده کوونکي او کارکوونکی چې د لارښوونی لپاره باید د ښوونځي ودانۍ څخه بهر لاړ شي، او د یوې ډلې په توګه بیرته راستانه کیږي، معمولا هغوي اړتیا نلري چې بیاځلی د سکرینینګ لاینونو څخه تیر شي. د ښوونځي ځانګړي طرزالعملونه ممکن د انفرادي ښوونځي امنیتي پروتوکولونو له امله توپیر ولري. دا سپارښتنه کیږي چې ودانی ته د بیا ننوتلو په اړه د اضافي لارښوونو لپاره د ښوونځي ادارې سره پخلی وکړئ.
ځواب: د ټولو اشخاصو لپاره د زده کړې د چاپیریال خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي پلي کول یو اړین امنیتي اقدام دی ، او تمه کیږي چې د ښوونځي ودانیو ته د ننوتلو پر مهال ټول زده کوونکي سکرینینګ شي. که والدین د سیسټم او یا خپل زده کوونکی په اړه کومه ځانګړې اندېښنه یا پوښتنه لری، هغوی هڅول کیږی چې د لا زیاتو خبرو اترو لپاره د ښوونځی ادارې سره اړیکه ونیسی.
ځواب: Evolv سیسټمونه غیر اثر کوونکی او غیر شعاع لرونکی او خورا ټیټ فریکونسۍ (ELF) لرونکی بریښنایی مقناطیسي برخی کاروي ترڅو له فزیکي تماس پرته منع شوي توکي کشف کړي. دا مقناطیسي بانډونه د فډرال (مرکزی حکومت) د کچی څخه په ټیټه کچه فعالیت کوي کوم چې د فډرال مقرراتو او پلي کولو لپاره اړین دي. دا ډاډ رامنځ ته کولو لپاره چې دغه سیسټمونه د احتمالي روغتیا خطرونو کمولو لپاره د برابر شوي خوندیتوب لارښوونې او مقررات پوره کوي، Evolv د خوندیتوب معیارونو پراساس تصدیق ترلاسه کړی دی کوم چی د بریښنایی انسټیټیوټ او بریښنایی انجینرانو لخوا ټاکل شوي دی.
د Evolv سیسټمونو د اوږدمهاله روغتیا اغیزو په اړه هیڅ ډول مطالعه نه ده تر سره شوي؛ خو بیا هم غیر شعاع لرونکی ټیکنالوژي په پراخه کچه مطالعه شوې او د هغو کسانو لپاره خوندي ګڼل کیږي چې په دوام داره توګه سکرین کیږي. دا ټیکنالوژي د ګن شمیر کلونو په اوږدو کی د سکرینینګ په مختلفو امنیتی اپلیکیشنونو او وسیلو کې کارول شوې ده.
ځواب: Evolv سیسټمونه محرمیت او د ډاټا محافظت ته لومړیتوب ورکولو لپاره ډیزاین شوي دي او د منع شوي توکو په کشفولو باندی تمرکز کولو سره د احتمالي ګواښونو ارزولو لپاره تازه معلوم راجمع کوي. دغه ډاټا د پلان کولو لپاره، د سکرین شوي زده کوونکو شمیر معلومولو لپاره، د خبرداری تکرار او د سکرینینګ کولو مودی معلومولو لپاره د دویمی موخی په توګه کار کوي. د معلوماتو ډولونه چی دغه سیسټم رامنځ ته کوي او راټولوي، په هغی کی لاندی شامل دي:
ځواب: د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ لخوا لاس ته شوي معلومات پخپله په سیسټم کې زیرمه کیږي یا ساتل کیږي او په هغه ټابلیټ کی ورته لاسرسی موندل کیدئ شي چی د سیسټم نظارت لپاره کارول کیږي. دا په کلاوډ ( cloud) یا کوم بل بهرني سرور کې نه زیرمه کیږي. په کلکه سره د محلي ذخیرې په کارولو سره دا ډاډ رامنځ ته کیږي چې ډاټا د PWCS په کنټرول کې پاتې کیږي.
دا چې ډاټا په ځايي توګه زیرمه کیږي او ځای ممکن محدود وي، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د "لومړي داخلیږی، لومړي وځی " (FIFO) اصول تعقیبوي، په اتوماتيک ډول تر ټوله زړه ډاټا حذف کوي کله چې نوي ډاټا داخلیږي، او دا ډاډ رامینځ ته کوي چې د غیر ضروری معلوماتو جمع کولو پرته سیسټمونه د زیرمه کولو بهیر ته دوام ورکوي.
په ځایی توګه د ذخیره کولو نوره ګټه دا ده چې هر هغه عکس چې د سکرینینګ موخو لپاره اخیستل شوي وي ممکن د سیسټم ټابلیټ د بریښنا سایکل چلولو له لارې لیرې شي.
ځواب: دغی ډاټا ته ممکن د کاروونکو لخوا د ټابلیټ له لاری لاسرسی وموندل شي کله چې هغوي د دغو سیسټمونو نظارت کوي، ترڅو د سکرینینګ پروسې په بهیر کې ورکړل شوي خبرداری یا اندیښنو په اړه خبری اتری وشی او حل شي.
د سکرینینګ پروسې څخه پرته، دغه معلوماتو ته لاسرسی د پروتوکولونو اغیزمنتوب مشخص کولو ، د تنظیمولو، او د عمومي امنیتي تدابیرو ښه کولو په شمول د ټاکل شوي عملیاتي امنیت پلان کولو او تحلیل موخی لپاره یوازې مجاز لرونکی داخلي کارکوونکو پورې محدود شوی ده. هیڅ معلومات به عامو خلکو یا غیر مجاز لرونکی داخلي یا بهرني اشخاصو سره نه شریک کیږي.
ټول معلومات د تطبیق وړ محرمیت قوانینو او مقرراتو په تعقیبولو سره په جدی محرمیت، او همدارنګه د PWCS پالیسیو او مقرراتو سره په مطابقت اداره کیږي.
ځواب: که چیرته کومه سلاح وموندل شي او د قانون پلي کوونکي، لکه د پولیسو څانګه پکی ښکیل شي، د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژۍ ډاټا کیدای شي د پروسس او محاکمی لپاره وکارول شي.
د یوې پیښې په اړه اړونده معلومات چې د قانون پلي کوونکو مداخلې ته اړتیا ولري، یوازې په لیکلی بڼه د محکمی د امر په وړاندی کولو او د محکمی امر مطابق افشا کیدی شي تر څو د ښکیل کسانو محرمیت او حقونه خوندي پاتی شي.
ځواب: دا چې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د منع شوي توکو په کشفولو تمرکز کولو لپاره ډیزاین شوې ده، نو ډیر کم امکان لري چې د اوریدو آلي یا نور طبي وسایل کشف کړي چې د کوم کس لخوا اغوستل کیږي یا وړل کیږي.
هغه کسان چې د کوکلیر (cochlear) نصب شوي آلاتو په شمول د وړولو وړ یا نصب شوي طبي آلو یا وسایلو په اړه اندیښنې لري، هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي حالتونو او وسایلو پر اساس د لا زیاتو معلوماتو او شخصي مشورې لپاره د خپل طبي ډاکټر سره مشوره وکړي.
ځواب: PWCS ژمن دی چې ټولو زده کوونکو او کارکوونکو ته د زده کړي یو خوندي او ښه راغلاست ویوونکی چاپیریال رامینځ ته کړي. PWCS د دودیزو او غیر دودیزو ښوونځیو په شمول په منځنیو او عالي ښوونځیو کې د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي پلي کړي ده. د خوندیتوب په موخه د سکرینینګ ټیکنالوژي د منع شوي توکو په کشفولو تمرکز کولو لپاره ډیزاین شوې ده، ناشونی ده چې د اوریدلو آلي یا نور طبي وسایل کشف کړي که د کوم کس لخوا اغوستل کیږي یا وړل کیږي. هغه اشخاص چې د بریښنایی طبي وسیلو په اړه اندیښنې لري، هغوي هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي حالتونو او وسیلو په اړه د خپلو طبي ډاکترانو سره سلا مشوره وکړي. هغه والدین/سرپرستان چې د خپلو زده کوونکو لپاره د سکرینینګ د بدیلو کړنلارو غوښتنه کوي باید د خپلو ښوونځيو مدیرانو سره اړیکه ټینګه کړي.
ځواب: غیر شعاع لرونکی بریښنایی مقناطیسي برخی چی د Evolv سیسټمونو لخوا د عام څارنی لپاره کارول کیږي، د حامله میرمنو او د هغوي د ماشومان په شمول د اشخاصو لپاره خوندي ګڼل کیږي.
هغه اشخاص چې د امیندوارۍ په اړه اندیښنې لري، هڅول کیږي چې د ځانګړي طبي حالتونو او آلاتو پر اساس د لا زیاتی لارښوونو او شخصي مشورې لپاره د خپل طبي ډاکټر سره مشوره وکړي.