د ښوونځیو تړل، په ځنډ سره پرانیستل او بیړنی حالتونه - Pashto

د خرابی هوا له امله د لغوه کیدو تګلاری

کله چې هوا خرابه شي یا نور بیړني حالات رامینځته شي، نو ښايي دا د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) لپاره اړینه وي چی د ښوونځیو په لغوه کولو سره، د پرانیستلو وختونه په ځنډولو سره، له وخت مخکی د ښوونځیو په رخصتولو سره یا مجازی (د واټن څخه) د زده کړی بهیر ته په اوړیدو سره د ښوونځیو په نورمال چارو کی بدلون رامینځ ته کړي.

په یاد ساتلو لپاره اړین څیزونه

کله چی پرېکړی تر سره کیږي، زمونږ لپاره د زده کوونکو او کارکوونکو خوندیتوب تر ټولو زیات لومړیتوب لري.

PWCS د سړکونو د حالت په اړه د بیړني حالت د اداره کوونکو، د هوا د متخصصینو او د آیالت د لویو لارو د چارواکو څخه تر لاسه شوي معلوماتونه ګوری، او د ښوونځي پرسونل هم په ټوله کاونټی کې د سړکونو، پیاده لارو، د موټرو د تمځایونو او بس لینونو د حالت څارنه کوي. د ټولې کاونټی د حالت او د هوا د پیش بینیو پر اساس پریکړې تر سره کېږي تر څو د 350 مربع میلو څخه زیات په ټوله کاونټی کې د زده کوونکو، پرسونل او د اوسېدونکي د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته شي. دا په دی معنی چې ممکن ښوونځی هغه وخت هم وتړل شی حتی کله چی ستاسو په خپله سیمه کې د هوا حالات په ځانګړي ډول خراب نه معلومیږي. مهرباني وکړئ د خطری هوا دغه کوډونه وپیژنئ چې مونږ یې په PWCS کې کاروو کله چې د خرابی هوا له امله چارو کی بدلون رامنځ ته کیږي.

د تر سره شوي پرېکړو په اړه خبر زر تر زره ورکول کېږي.

د هغه کورنیو په نظر کې نیولو سره څوک چی د مناسب انتظام کولو لپاره وخت ته اړتیا لري، PWCS کوښښ کوي چې د ښوونځیو په ځنډ سره د پرانیستلو او تړلو په اړه چی څومره زر امکان ولري، پریکړې تر سره کړۍ. په زیاتو مواردو کی پرېکړه یوه شپه مخکی تر سره کیږي، یا په نا معلوم حالاتو کی، د تړل کیدو په سهار باندی د سهار تر 4:30 بجو پورې پریکړه کېږي. کله چی د هوا اړوند پریکړی تر سره شي، د هغی وروسته د هوا په اړه معلومات چی څومره زر امکان ولري، ورکول کیږي.

نهایي پرېکړه تاسو کوئ.

د والدینو او سرپرستانو په توګه، که تاسو داسی احساس لری چې شرایط خوندي نه دي او ښوونځی پرانیستل شوي دی، نو تاسو دا انتخاب لرئ چې ماشوم (ماشومان) مو ښوونځي ته ولیږي او که نه. که چیرته تاسو دا انتخاب وکړۍ چی خپل ماشوم ښوونځی ته نه لیږي کله چی ښوونځي پرانیستل شوي وي، نو د هغوي دا غیر حاضری به غضر شوي وګڼل شي که چیرته د دغی غیر حاضری په اړه د والدینو یا سرپرستانو لخوا راپور ورکړل شوي وي. مهرباني وکړئ د خپل ماشوم د غیر حاضرۍ او د لامل په اړه خپل ښوونځی ته راپور ورکړۍ. زده کوونکي به په اکاډمیکی ډول مجازات نشي مګر ورڅخه تمه کیږي چې ټولې کورنی دندې ترسره کړي.

یو ښه سنجول شوئ پلان ولرئ.

د ښوونځیو له وخت مخکی د تړل کیدو په حالت کې، له کوم څخه چې PWCS ډډه کوي، که چیرته والدین یا سرپرستان په کور کی نه وي نو ماشومان باید په دی پوه وی چې چیرته لاړ شي یا څه باید وکړي. مهرباني وکړئ دا ډاډ رامینځته کړئ چې په ParentVUE پروګرام ستاسو د اړیکو ټینګولو معلومات تازه دي ځکه چې ښوونځي په دغو معلوماتو تکیه کوي ترڅو ستاسو د ماشوم خوندیتوب ډاډمن کړي. د سور کوډ یا نارنجي کوډ په ورځو کې زده کوونکی ښوونځي ته مه راولئ ځکه چې کارکوونکی به په ودانۍ کې شتون ونه لري.

د لاندینیو په شمول، PWCS د ښوونځي د تړلو یا په څنډ سره د پرانیستلو په اړه معلومات له ډېرو لارو ورکوي:

  • د بریښنالیک او تیلیفونی پیغامونو له لاری چی والدینو/سرپرستانو ته لیږل کیږی (په ParentVUE کې ورکړل شوي اړیکو معلوماتو په کارولو سره)
  • د PWCS په کور پاڼی او د هر ښوونخی په ویب پاڼی کی د خبرتیا ورکولو له لاری
  • د PWCS تلویزیون له لاری ( په Comcast کی 18 چینل او په Fios کی 36 چینل )
  • PWCS Facebook
  • د سیمی راډیو او تلویزونی شبکو له لاری

آیا تاسو دغه کوډونه پیژنی؟

مهرباني وکړئ د خرابی هوا دغه کوډونو په اړه ځان پوه کړی څه وخت چی مونږ په PWCS کی د ښوونځیو تړلو یا د ښوونځیو په څنډ سره د پرانیستلو لپاره کاروو.

ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ښوونځیو د تړلو، په ځنډ سره د پرانیستلو، او بیړني حالتونو په شمول د PWCS څخه اړین پیغامونه ترلاسه کوئ

د برېښلیک آکن د لیکلی پیغام آکن

د PWCS خبرتیاوي

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د زده کوونکو او کارکوونکو والدین او سرپرستان د PWCS د خبرتیا او پیغام رسولو په خدماتو کی په اتومات ډول ثبت کیږي.

د PWCS مرکزي دفتر او ښوونځي دا سیسټم، د ښوونځي په ځنډ سره د پرانیستلو او د ښوونځي د تړلو ، بیړني پېغامونه استولو ، او د حاضري، د غرمنۍ ډوډی د حساب بیلانس، او د ښوونځي لخوا پېغامونو لیږدولو په اړه د خبرتیا ورکولو لپاره کاروي. دا پېغامونه د اړیکو ټینګولو د هغه معلوماتونو پر اساس استول کېږي چې د والدینو او کارکوونکو لخوا ورکړل شوي وي.

د اړیکی ټینګولو د معلوماتونو تازه کول

دا ډیره اړینه ده چې په بیړني حالت د اړیکی ټینګولو لپاره خپل معلومات تازه وساتئ. والدین کولی شی چی د خپلو زده کوونکو لپاره په بیړنی حالت کی د اړیکې ټینګولو معلوماتونه بیرته ښوونځی ته د ستنیدو کلنی پاکټ په بشپړولو سره په انلاین ډول په ParentVUE کې تازه کړی.

کارکوونکی کولی شي چی د Employee Self Service له لاری خپل د اړیکی ټینګولو معلومات وګوری او تازه کړي.