د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د بالغ کسانو د زده کړې پروګرام په پرنس ویلیم کاونټي، ماناساس ښار او ماناساس پارک ښار کې د بالغ کسانو لپاره د عالي ښوونځي د بشپړولو دوه پروګرامونه وړاندی کوي.
په بریالیتوب سره د بشپړولو په ترس کی د ®GED پروګرام د عالي ښوونخی په کچه تصدیق نامه ورکوي. PWCS له مخامخ څخه او د مجازی لاری داسی ټولګي او پروګرامونه وړاندي کوي کوم چې د رسمي GED ازموینې لپاره د ګډون کوونکو چمتو کولو لپاره ډیزاین شوي دي.
د بهرنۍ ډیپلوم ملي پروګرام (NEDP) د 18 کالو او تر هغی ډیر عمر لرونکي اشخاصو لپاره د وړتیا پر اساس د عالي ښوونځی ډیپلوم تر لاسه کولو پروګرام دئ. په بریالیتوب سره د NEDP بشپړول ګډون کوونکی ته د عالي ښوونځی ډیپلوم په لاس ورکوي.
د چمتووالي نیولو ټولګي د هغو کسانو لپاره دي چې د عالي ښوونځی په کچه د تعلیم تر لاسه کولو سره لیوالتیا لري. دا کار به یو فرد ته اجازه ورکړي چې خپل کیریر/مسلک ته د راتلوونکی پړاوونو په لور پرمختګ ورکړي او ډیری فرصتونو ته لار پرانیزي.
د ټولګي مناسبه کچه مشخص کولو په موخه د زده کوونکو د ځای پرځای کولو لپاره اړینه آزموینه اخیستل کیږي. د فیس سره کتاب هم شامل دی.
راتلونکی ټولګي به په جنوري او فبروري میاشتو کې پیل کیږي. د پروګرام په اړه تفصیلي معلومات به ډیر ژر شتون ولري.
دا ټولګي د هغو کسانو لپاره دي چې عمرونه یې 18 کاله یا ډیر وي، څوک چې د رسمي ®GED آزموینې په RLA (انګلیسی ژبی له لاری استدلال)، ټولنیزو مطالعاتو، او سائنس برخو کې بریالي شوي دي او یوازې یی د ریاضی برخه پاتې ده، ترڅو خپل باورلیکونه تر لاسه کړي. دا کورس به د ®GED لوړ اغیزه لرونکی ریاضی معیارونو، د ستونزو حل کولو، او د آزموینې ورکولو په ستراتیژیو باندې تمرکز کولو سره په بنسټیزه ریاضي، الجبرا، جیومیټري (هندسه)، ګرافونو، او معدلو باندی تمرکز وکړي.
د لیری ځائ څخه د ®GED زده کړې پروګرام د هغو زده کوونکو لپاره دی چې د انټرنیټ لرونکی کمپیوټر څخه د زده کړې اسانتیا خوښوي او د انفرادي اړتیاو پر اساس په خپل سرعت سره ماډیولونو ته لاسرسی مومي. د ®GED تسهیل کوونکی/سهولت کار به ستاسو پرمختګ څاري. د دې پروګرام انعطاف یا نرمی زده کوونکو ته دا اجازه ورکوي چې خپل مهالویش ته په کتو سره چی هر وخت وغواړي، پیل کړي. د دې پروګرام بشپړولو لپاره کمپیوټر/انترنیټ (Wi-Fi) ته لاسرسۍ لرل اړین دي.
د پروګرام په مناسب ځائ کی د ځائ پر ځائ کیدو ډاډ رامنځته کولو لپاره غوښتنلیک ورکوونکی باید آزموینه ورکړي. علاقه لرونکی کسان باید د لاندې لست شوي نیټو او وختونو څخه په یو کی په معلوماتی ناسته کې ګډون وکړي. دغه ناسته به تقریبا یو ساعت وخت ونیسي. د معلوماتی ناستی په تړاو د خپلی خوښی نیټی په اړه معلومات [email protected] بریښنالیک ته واستوئ.
علاقه لرونکی زده کوونکي باید:
د لیری ځائ څخه د ®GED زده کړې معلوماتی ناسته به تقریبا یو ساعت وخت ونیسی. زده کوونکي کولی شي چی د لاندې ذکر شویو نیټو او وخت څخه په کوم کی چی غواړي ګډون وکړي، باندی کلیک کولو سره ځان راجسټر کړي، د اضافي نیټو لیدلو لپاره د ډراپ-ډاون (ښکته غځیدو) تڼۍ باندې کلیک وکړئ.
که تاسو کومی پوښتني لرئ، مهرباني وکړئ 7357-791-703 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ یا [email protected] ته بریښنالیک واستوئ.
د زده کړي فیس د نوم لیکنی په وخت کی اخیستل کیږي. تاسو ته د درکړل شوي لینک په کارولو سره، فیسونه د کیشیر چک، منی آرډر، یا کریډیټ کارت (ویزه یا ماسټر کارډ) له لاری د ورکولو وړ دي. شخصي چکونه نه منل کیږي. ټول فیسونه بیرته د تر لاسه کولو وړ نه دي. د کورسونو وړاندی کول د تمویل/بودیجی او کافي اندازه نوم لیکنې پورې اړه لري. ماشومانو ته په ټولګي کې اجازه نه ورکول کیږي.
د دی پروګرام له لاری د بالغ کسانو د عالي ښوونځی ډیپلوم تر لاسه کړئ. د بهرنۍ ډیپلوم ملي پروګرام (NEDP) د 18 کالو او تر هغی ډیر عمر لرونکي اشخاصو لپاره د وړتیا پر اساس د عالي ښوونځی ډیپلوم تر لاسه کولو پروګرام دئ. دا پروګرام د هغه بالغ کسانو لپاره ډیزاین شوې دۍ چې خپل اکاډمیکی مهارتونه یی د ژوند او کاري تجربو له لارې ترلاسه کړي دي او کولی شي چی هغه څه ننداره کړي چې زده کړي یی دي.
زده کوونکي به د سلاکار سره یو په یو لیدنه تر سره کوي او مهالویش یی د انعطاف وړ دی. د دې پروګرام بشپړولو لپاره کمپیوټر/انترنیټ (Wi-Fi) ته لاسرسۍ لرل اړین دي.
د زوم (Zoom) لاری یو ساعته معلوماتی ناسته کې ګډون وکړئ، ترڅو لا زیات معلومات ترلاسه کړئ او دې پروګرام ته د ننوتلو لپاره د وړوړالی معلومولو آزموینه ورکړئ. معلوماتي ناستی په لاندی لست شویو دوشنبي ورځو باندی د سهار په 10 بجو او د ماښام په 7 بجو تر سره کیږي.
د لاندې ذکر شویو نیټو څخه په کوم کی چی غواړي ګډون وکړي، باندی کلیک کولو سره ځان راجسټر کړي.
که تاسو کومی پوښتني لرئ، مهرباني وکړئ 7357-791-703 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ یا [email protected] ته بریښنالیک واستوئ.
د بشپړولو وخت د هر کس لپاره توپیر لري، په اوسط ډول له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې وخت نیسی. د انعطاف وړ مهالویش شتون لري او ستاسو او ستاسو د سلاکار لخوا به مشخص کیږي. د NEDP پروګرام د عالي ښوونخی معیاري ډیپلوم وړاندی کوي کوم چې د ځایی ښوونځي بورډ لخوا د بالغ کسانو د زده کړې پروګرام له لارې صادریږي/ورکول کیږی. دا ډیپلوم د کالجونو لخوا منل کیږي، مګر ځینې کالجونه ممکن غوښتنه وکړي چې بالغ کسان دی د داخلیدو نور معیارونه پوره کړي.
د بهرنۍ ډیپلوم ملي پروګرام د ویرجینیا آیالت د پوهنې ریاست او CASAS له لارې تطبیق کیږي.