د بالغو کسانو د زده کړي پروګرام آنلاین نوملیکنه تل پرانیستې وي؛ مګر په ډېری ټولګیو کې د شاملېدلو لپاره نوم لیکنه د ټولګیو له پیل کیدو څخه نږدې ۱۰ ورځې مخکې پای ته رسیږي. د هغو ټولو زده کوونکو لپاره چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو لوړ وي، نوملیکنه باید پخپله د زده کونکي لخوا د هغه د خپل ParentVUE حساب له لارې وسپارل شي؛ نوم لیکنه د کوم بل کس لخوا سپارل کیدی نشي.
وروسته له دې چې ستاسو نوملیکنه وسپارل شي او د بالغو کسانو د زده کړې پروګرام د دفتر لخوا وکتل شي، زده کوونکو ته به د منل کیدو لپاره یو بریښنالیک واستول شي چې پکی په ټولګي کې د شاملېدو په اړه لا زیات معلومات شتون لري. د بالغو کسانو د زده کړې په هر ډول ټولګي کې له شاملېدو دمخه، بنسټیزه ارزونه تر سره کول اړین دي. د بالغو کسانو د زده کړي پروګرام دفتر له خوا په رالېږل شوي بریښنالیک کې به ستاسو د بنسټیزه ارزونې لپاره د نوملیکنې کولو لینکونه شتون ولري. ستاسو له بنستیزه ارزونې وروسته، د دفتر یو کارکوونکی به درسره په ټولګي کې د شاملېدو په برخه کې مرسته وکړي. ستاسو د زده کړې فیس چې بیرته به نه درکول کیږي، باید د بنسټیزه ارزونې یا په ټولګي کې د شاملېدو پر مهال تادیه شي.
د غوښتنلیک د څرنګ کتل کیدو او منل کیدو پروسې په اړه که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهربانی وکړئ د بالغو کسانو د زده کړي پروګرام دفتر سره اړیکه ټینګه کړئ.

یو ځل چې یوه برخه بشپړه شي، تاسو کولئ شئ چی د سکرین په چپ اړخ کې د نیویګیشن لسټ څخه د ټب یا تڼی په غوره کولو سره بیرته هغی برخی ته لاړ شئ.
دا تڼی یا ټیب د هغه ټولو والدینو او سرپرستانو لپاره دی چې د یو یا ډیرو زده کوونکو سره تړلی دي. د هر یو زده کوونکی سره تعلق یا خپلوي په پروسه کی وروسته د زده کوونکی په تڼی یا ټب کی تشریح شوي دي. په دی ټیب یا تڼی کی باید یوازی هغه والدین او سرپرستان اضافه شي چی د زده کوونکو بریښنایی ریکارډ ته د لاسرسی قانونی حقونه لري. که چیرته تاسو د بالغ کسانو د زده کړې پروګرام لپاره د بالغ زده کوونکي په توګه نوم لیکنه تر سره کوئ، تاسو باید خپل معلومات د والدینو/سرپرست برخه کې ولیکئ. تاسو به وروسته د زده کوونکي په توګه هم د خپلو معلوماتو داخلولو ته اړتیا ولرئ.
مهرباني وکړئ د اړیکه ټینګولو موجوده معلومات بیاځلی وګورئ او په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو لپاره شمیره اضافه کړئ که اړتیا ورته لیدل کیږې. تاسو حڅول کیږي چې په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو لپاره لږ تر لږه یوه شمیره لیست کړي.
دا سکرین/پاڼه د هغه ټولو زده کوونکو لیست په ډاګه کوي چې په اولسوالی کی اوس مهال شامل دي یا پخوا شامل وو. د زده کوونکو دا معلومات یوازې د لوستلو وړ دي او د نوم لیکنې له پروسې څخه ایستل شوي دي.
د راجستر کولو په موخه د زده کوونکي د اضافه کولو لپاره د نوئ زده کوونکی اضافه کړئ/Add new Student تڼۍ کلیک یا کیکاږي.
د راجسټریشن یا نوم لیکنی سپارلو دمخی مهرباني وکړئ د شاملیدو لپاره ټول اړین اسناد دلته اپلوډ یا پورته کړئ. د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي زده کوونکو لپاره، د غوښتنلیک سپارلو څخه وړاندي باید د اجباري حاضري خوشې کولو فورم اپلوډ یا پورته شي.
خپله نوم لیکنی سپارلو څخه وړاندي، تاسو باید د بیاځلی/Review تڼی په کیکاږلو سره غوښتنلیک بیاځلی وګورئ. په اپلیکیشن کې د هر ډول ترمیم یا بدلون رامنځ ته کولو لپاره، د هرې برخې سرلیک کیڼ اړخ ته د ترمیم / Edit تڼۍ کیکاږئ. کله چی بدلون رامنځ ته شي، د ثبت او دوام / Save & Continue تڼی کیکاږیٔ ترڅو بیرته د بیاځلی کتلو/سپارولو Review/Submit پاڼی/سکرین ته وګرځی. کله چې تاسو غوښتنلیک بیاځلی وکته، د ما د نوم لیکنی ټوله ډاټا کتلی ده او دا تصدیق کوم چی معلومات سم دي/ I have reviewed all registration data and verified that it is correct خانه په نښه کړئ، بیا د سپارلو/Submit تڼی کیکاږئ.