د اوړی ښوونځی لپاره نوم لیکنه د 2025 کال د اپریل د 7 نیټی څخه تر جون 6می نیټی پرانیستی ده.
د 9 څخه تر 12 ټولګی پوری د زده کوونکو سره په خپل وخت فراغت تر لاسه کولو کی مرسته کولو لپاره د PWCS د اوړی ښوونځی پروګرامونه شتون لري.
د عالي ښوونځی زده کوونکي باید د خپلو سلاکارانو سره خبری اتری وکړي ترڅو دا معلومه کړي چی د هغوي لپاره تر ټولو سم انتخاب کوم یو دئ.
د 9 څخه تر 11 ټولګي پوری زده کوونکي چی په یو کورس کی پاتی راغلی وي، کولی شي د لګښت/فیس پرته د کریډټ تر لاسه کولو لپاره د عالي ښوونځئ تر دوه کورسونو پوری ووایی یا د SOL رغولو د دوه اونیو یو کورس واخلی.
د عالي ښوونځی د وروستی کال زده کوونکي چې په جون میاشت کې فارغیدو ته سم په لار نه دی روان، مګر په جولای میاشت کی د اضافی ملاتړ سره د فارغیدو وړتیا لري، کولی شی په اوړی ښوونځی کی اضافی تصدیق شوی کریډیټ ترلاسه کړی ترڅو د ډیپلوم شرایط پوره کړی او په دې اوړی کې فراغت تر لاسه کړي.
زده کوونکي به هغه وخت په دوهم کورس کې شامل شي کله چې هغوي لومړي کورس بشپړ کړئ. زده کوونکی باید د 2025 کال د جولای میاشتی تر 11 نیټی پورې لومړی کورس بشپړ کړی ترڅو دویم کورس پیل کړی.
د عالي ښوونځی هغه زده کوونکي چې په لومړني ځل د کریډیټو تر لاسه کولو لپاره د کورس په لټه کی دي، کولئ شي چی د آنلاین کورس لپاره د ورچول پرنس ویلیم پروګرام څخه ګټه پورته کړي. مهربانی وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره مجازی (Virtual) پرنس ویلیم ویب پاڼی ته لاړ شئ.
زده کوونکی باید د خپل ښوونځی سلاکار سره خبرې وکړی ترڅو معلومه کړي چی هغوي لپاره غوره کوس کوم یو دۍ یا د اوړی په موجودو کورسونو کی د نوم لیکنې لپاره آزموینه تر سره کړي.
Colgan عالي ښوونځئ او Woodbridge عالي ښوونځئ د کوربه ښوونځي سایټونو په توګه دي. د پروګرام اړوند دقیق معلوماتو لپاره لاندی ځائ وګورئ او د لا زیاتو معلوماتونو لپاره د اوړي ښوونځئ پروګرام ځایونو ویب پاڼه وګورئ.
زده کوونکي نشي کولئ چی په 19 ورځنی پروګرام کی په مجموعی ډول د دریو ورځو یا 15 ساعتونو څخه زیات وخت لپاره غیر عذر شوي غیر حاضری ولري، ترڅو د اخیستل شوي کورس لپاره کریډت تر لاسه کړي. له زده کوونکو څخه تمه کیږی چې هره ورځ حاضر شي او ټولی آزموینی په فیزکی ډول د ګډون کولو لا لاری بشپړی کړی تر هغه چی خپل کورس بشپړ کړی. مونږ له ټولو زده کوونکو او والدینو څخه غواړو چې د نوم لیکنی تر سره کولو څخه وړاندی د اوړی مهالوېشونه، دندی، ورزشی لوبی ، فعالیتونه او پلانونه په نظر کې ونیسی.
نمری یا درجه بندی به د پرنس ویلیم کاونټي د عامه ښوونځیو د نمری ورکولو/درجه بندي مقرری کی په ډاګه شوي لارښوونو پر اساس محاسبه کیږي.
مهربانی وکړی په یاد ولریٔ: هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جون میاشت د 26 نیټی او د جولای میاشتی د 3 نیټی تر مینځ د ښوونځی څخه وځی، کولی شي چی دا کار د نمرو یا ګریډ د کمیدو سزا پرته ترسره کړي. هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جولای میاشت د 7 نیټی او د جولای میاشت د 19 نیټی تر مینځ د ښوونځی څخه وځی، هغوي به د ناکامیدو سره د وتلو (WF) یا بریالی کیدو سره د وتلو (WP) نمری تر لاسه کړئ. هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جولای میاشت د 19 نیټی څخه وروسته وځی، هغوي به د ناکامیدو (F) نمری ترلاسه کړي.
Colgan عالي ښوونځي یا Woodbridge عالي ښوونځی ته به د بس ټرانسپورت خدمتونه وړاندی کیږي. هغه زده کوونکي چې په پروګرام کی ګډون کوي، کولی شي خپل ټرانسپورت برابر کړي یا د مستقیم بس خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. د بس نمبر او وختونو په اړه به معلومات په جون میاشت کی خپاره شي.
مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي ښوونځي ټرانسپورت ویب پاڼه په جون میاشت کی وګورئ.
د 9 څخه تر 12 ټولګي پوری زده کوونکو لپاره لاندې کورسونه شتون لری:
دا کورسونه یوازې د وروستی کال زده کوونکو لپاره شتون لری:
* په دې کورس کې شامل زده کوونکو ته به په اوړی ښوونځی کې د SOL آزموینې په اړه د معلوماتو لپاره د وخت ورکړل شي.
نهم څخه تر دولسم ټولګی پوری زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس په آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی د کوم لګښت پرته ګډون وکړي. د دې کورس په پائ کې، زده کوونکي به د کورس د پای د SOL آزموینه بیاځلی تر سره کوي. زده کوونکی نشی کولی چی د کریډیټ ترلاسه کولو په موخه کوم کورس او SOL اصلاح یا جوړولو لپاره نوم لیکنه ترسره کړی.
هغه زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی ګډون کولو لپاره ځان راجسټر کړي. د 9 څخه تر 12 ټولګي پوری زده کوونکي کولی شي په لاندې کورسونو کې پرته له کوم فیس/لګښت د رغونی په پروګرام کې ګډون وکړي. د لومړۍ اونۍ په پائ کې، زده کوونکی به د کورس په پائ کې د SOL آزموینه بیاځلی ورکوي، او که اړتیا وي، په دویمه اونۍ کې به اصلاح کونی ته دوام ورکوی او د کورس په پائ کې به بیاځلی د SOL آزموینه تر سره کوي.
د SOL د بیا رغونی او آزموینی پروګرامونه به په Colgan عالي ښوونځی او Woodbridge عالي ښوونځی کی وړاندی کیږي.
* د پروګرام له مخې مهالویش او ځایونه توپیر لري.
د مستقیم ټرانسپورت خدمتونه به Colgan عالي ښوونځي یا Woodbridge عالي ښوونځی ته ورکول کیږي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي ښوونځی د ټرانسپورت ویب پاڼه وګورئ.
هغه زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی ګډون کولو لپاره ځان راجسټر کړي. دا یوازې د SOL آزموینې د تطبیق لپاره دۍ او د آزموینې وړاندی رغونه یا چمتوالی پکې نه دی شامل.
زده کوونکی باید لږ تر لږه 375 نمرې ترلاسه کړی اوسی ترڅو یوازې د آزموینې لپاره نوم لیکنه تر سره کړی.
د SOL د بیا رغونی پروګرامونه او آزموینی به په Colgan عالي ښوونځی او Woodbridge عالي ښوونځئ کی وړاندی کیږي.
* د پروګرام له مخې مهالویش او ځایونه توپیر لري.
د مستقیم ټرانسپورت خدمتونه به Colgan عالي ښوونځی یا Woodbridge عالي ښوونځی ته ورکول کیږي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړی ښوونځی ټرانسپورټ ویب پاڼه وګورئ.
نوم لیکنه د 2025 کال د اپریل میاشتی د 7 نیټی څخه د جون میاشتی تر 6 نیټی پوری پرانیستی ده.
ناوخته نوم لیکنه به په هیڅ ډول د منلو وړ نه وي.
لا هم پوښتنی یا وضاحت ته اړتیا لرئ؟
په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنی وګورئ
یا [email protected] ته بریښنالیک واستوئ
د عالي ښوونځی هغه زده کوونکي چې د نیسټیزه کریډیټ تر لاسه کولو په لټه کی دي، کولئ شي چی د آنلاین کورس انتخاب لپاره د ورچول پرنس ویلیم پروګرام څخه ګټه پورته کړي. مهربانی وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره مجازی (Virtual) پرنس ویلیم ویب پاڼی ته لاړ شئ.
د غځول شوي ښوونځي کال (ESY) په اړه د پوښتنو لپاره او د ESY د خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د خپل ماشوم د ځانګړي زده کړو ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.