د Discovery وده موندلو پروګرامونو لپاره د راجسټریشن نیټه د 2026 کال د مارچ 9می څخه تر مۍ 22می نیټی پوری ده.
وروسته به مشخص کیږي
آیا د نوم لیکنی په اړه کومه پوښتنه لری؟ مهرباني وکړئ [email protected] سره اړیکه ټینګه کړئ.
مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامينځ ته کیدائ شي. مونږ د 2026 کال اوړي لپاره د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو لاندې ذکر شوي پالیسي وړاندی کوو.
موجوده ټولکي: 1 تر 4
تفصیل: په دې دوه اونیزه هنري سفر کې په آزاده ډول ګډون وکړئ چې پکې فکر کونه هیڅ محدودیت نلري! د بصری/انځوریزه هنرونو په دې کمپ کې، زده کوونکي به د دوه او درې اړخیزو هنرونو څخه جوړ متحرک ترکیب تجربه کړي، هغه تخنیکونو باندی به تسلط تر لاسه کړي چې مفکوري په عملی شکل ژوندي کوي. له برسیره جوړ شوي انځوریز رنګونو څخه تر متحرک مجسمو پورې، د غیر عادی یا فوق العاده څیزونو جوړولو لپاره هره ورځ یو نوې فرصت دی. دا تجربه د هنر په یوه نندارتون کې پای ته رسیږي، چیرته چې زده کوونکي په ویاړ سره خپل شاهکارونه له کورنۍ او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 1 تر 4
تفصیل: په دې دوه اونیزه موسیقۍ سفر کې ګډون وکړئ چې د غږ او تال لپاره ستاسو مینه راپاروي! د ودی موندنی په دې پروګرام کې، زده کوونکي به د موسیقۍ په عملی توګه د تجربه کولو په دی پروګرام کې ګډون وکړي. د نړۍ انګیزه ور کلتورونو څخه بیلابیل دودونه، متنوع ژانرونو او متحرک سټایلونو به وپلټي. د موسیقۍ نړیواله ژبه جوړولو، په ګډه سره پلټلو او لمانځلو لپاره هره جلا ورځ له ځانه سره نوي فرصتونه لري. دا سفر په یوه په زړه پورې نندارتون سره پای ته رسیږي، چیرته چې زده کوونکي خپل استعدادونه له خپلو کورنیو او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: مونږ سره د دوه اونیزه رسنیزو هنرونو په زړه پورې سفر کې ګډون وکړئ، چېرته چې تصور له نوښت سره یوځای کېږي! زدهکوونکي به د عکاسۍ او ډیجیټلي هنرونو نړۍ وپلټي او هغه تخنیکونه به زده کړي چې په وسیله یې زړه راښکونکي انځورونه واخلي او زړور، اصلي ډیزاینونه جوړ کړي. د عصري وسیلو او ټیکنالوژۍ له لارې بی څاری ویژن تجربه کولو، جوړولو او څرګندولو لپاره هره جلا ورځ تاسو لپاره نوي فرصتونه برابروي. دا تجربه د مسلکي سټایل هنر نندارتون سره پاۍ ته رسیږي، چیرته چې زده کوونکي په ویاړ سره خپل شاهکارونه له کورنۍ او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: د سیرامیک او مجسمه جوړونی د سټوډیو دوه اونیز عملي کارونو سفر لپاره چمتو شئ! زده کوونکي به د خټو او مجسمه جوړونی ډیزاین لرونکی هنر ته ننوځي، د کاري او ښکلي هنري تخلیقاتو جوړولو لپاره به بیلابیل تخنیکونه زده کړي. په دې بهیر کی به زده کوونکي د بېلابېلو کلتورونو او تاریخي دورو څخه د سیرامیک او مجسمی جوړونی په زړه پورې تاریخ وڅېړي، پداسې حال کې چې خپل نظرونه په ځانګړي هنري کارونو کې ژوند ته راوړي. دا تجربه او پروګرام د ګالري سټایل نندارتون سره پاۍ ته رسیږي، چیرته چې زده کوونکي په ویاړ سره خپل شاهکارونه له کورنۍ او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: د چاپ هنر زده کولو په موخه د دوه اونیزه تخلیقي سفر لپاره زمونږ سره یوځای شئ! زده کوونکي به د چاپ کولو تخنیکونو او سټایلونو پراخه ډولونه تجربه کړي، له کلاسیک میتودونو څخه تر معاصر طریقو پورې. په دې بهیر کې به زده کوونکو د بیلابیلو کلتورونو او په مختلفو مودو کې د چاپ کولو پراخه تاریخ وپلټي - او داسې اصلي هنري آثار به ډیزاین کړي چې د دوی خپل نظرونه او علاقې منعکس کړي. دا تجربه د هنر په یو ژوندي نندارتون سره پای ته ورسیږي، چیرته چې زده کوونکي به په ویاړ سره خپل شاهکارونه له خپلو کورنیو او ملګرو سره شریک کړي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: راشئ د موسیقۍ او ټیکنالوژۍ دوه اونیزه پروګرام کې ګډون وکړۍ کوم چې د هغو ځوانو موسیقارانو لپاره ډیزاین شوې دۍ چې نوښت موندلو ته چمتو دي! زدهکوونکي به د موسیقۍ جوړولو بنسټیز اصول زده کړي، له اصلي سندرو او تار او سور جوړولو څخه نیولې تر هغو ډیجیټلي وسیلو پوری تجربه کړي چی آواز/غږ ته ژوند وربښی. په ګډه سره کار کونه اړینه ده - ګډون کوونکی زده کوونکی به د متحرک، یو ډول میوزیک پروژې رامینځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي چې د هغوي خلاقیت یا نوښت څرګندوي. دا پروګرام به په ژوندی بڼه د نندارې کولو سره پای ته ورسېږي، چېرته چې زدهکوونکي خپ موسیقی د خپلو کورنیو او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر8
تفصیل: مونږ سره د دوه اونیزه ګیتار سفر لپاره یوځای شئ چېرته چې زدهکوونکي به د مختلف میوزیک سټایلونو هڅه کولو پرمهال د تارونو ، سټرومینګ نمونو او تالونو اساسات وپلټي. دا پروګرام د باور جوړولو، خلاقیت پیاوړتیا، او له موسیقۍ څخه خوند پورته کولو لپاره جوړ شوی دی—که دا ستاسو لومړی ځل وي چې ګیتار په لاس کې اخلئ، یا له دی وړاندی مو مخکې تمرین کړی اوسی. دا پروګرام به په ژوندی بڼه د اجرا کولو سره پای ته رسېږي، چېرته چې زدهکوونکي د خپلو کورنیو او ملګرو سره هغه څه شریکوي چی زده کړی یی اوسی.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: راشۍ، مونږ سره د تیاتر دوهاونیزه په زړه پورې سفر لپاره یو ځاۍ شۍ، چېرته چې خلاقیت/نوښت په سټېج کې ځانګړی ځای لري! زدهکوونکي به د اداکارۍ د بېلابېلو تجربو نړۍ ته ورننوځي، بېلابېل ژانرونه، تخنیکونه او رولونه به وپلټي چې کیسې ژوندۍ کوي. له ډراماتيکو صحنو څخه تر کامیډي شیبو پورې، د هنرمند په توګه د فعالیت، همکارۍ او ودې موندلو لپاره هره جلا ورځ نوي فرصتونه وړاندې کوي. دا سفر به په ژوندی بڼه د اجرا سره پای ته ورسیږي، چیرته چې زده کوونکي خپل استعدادونه له خپلو کورنیو او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 8
تفصیل: د دې دوهاونیزې ژوري تجربې له لارې د موزیکي تیاتر نړۍ ته ننوځئ! زدهکوونکي به د غږیزې اجرا، نڅا، او کوریوګرافي له لارې د سټېج جادو وپلټي، او دا به زده کړي چې څرنګه کولی شي کیسې په انرژۍ او احساس سره ژوندۍ کړي. په یو ملاتړ کوونکي او تخلیقي چاپېریال کې به هره ورځ د اجرا، همکارۍ، او ځلېدو لپاره له فرصتونو ډکه وي. دا سفر به په زړه پوری اجرا سره پای ته ورسیږي، چیرته چې زده کوونکي خپل استعدادونه له خپلو کورنیو او ملګرو سره شریکوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5-8
تفصیل: مونږ سره د دوه اونیزی عصري بانډ تجربې لپاره یوځای شئ چیرته چې زده کونکي په زړه پورې ، ګډ چاپېریال کې د میوزیک جوړولو لپاره راټولیږي! زدهکوونکي به د بانډ غږولو بنسټیزه مهارتونه وپلټي—لکه ګیتار، بېس، کېبورډ، ډرمونه، او غږیز اجرا—او د مشهورې موسیقۍ سندرې به زده کړي، همدارنګه به د خپلو تخلیقي مفکوري به سره تجربه کړي. دا پروګرم په ډله ایزه کار، تال، او د یوې ډلې په توګه په زړه پورې موسیقۍ جوړولو تمرکز کوي. دا تجربه به د لوړې انرژۍ نندارې سره پای ته ورسېږي، چېرته چې زدهکوونکي د خپل بانډ ځانګړی غږ کورنۍ او ملګرو ته اوروي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو لپاره فیس 250$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Andrew Watson سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: د مایکرو: بټ مایکروکنټرولرونو په کارولو سره، زمونږ د بټونو او بایټس اوړي کمپ، د خوندورو او عملي پروژو له لارې زده کوونکي د کوډ زده کولو او د بریښنا زړه راښکونکې نړۍ ته معرفي کوي. د اوونۍ په اوږدو کې، ګډونوال به د بلاکمحوره پروګرامنګ اساسات وپلټي، دا به زده کړي چې سنسرونه او LED څراغونه څرنګه کار کوي، او تعاملاتي وسایل به جوړ کړي لکه ساده لوبې، ډیجیټلي حیوانات، او کوچني ګټور وسایل. د ملاتړ کوونکو ښوونکو تر لارښوونې لاندې، زدهکوونکي به تجربی تر سره کړي، ستونزی حل کړي، او خپلی مفکوری به عملي کړي—په داسې حال کې چې د STEM مهارتونو کې رښتینی باور ترلاسه کوي. دا کمپ د پیل کوونکو لپاره ډېر مناسب دی، دا کمپ کوډ لیکنه ساده، تخلیقي، او خوندور کوي، او له ځوانو نوښتګرو سره مرسته کوي چې وویني ټکنالوژي څرنګه د ډیزاین، د ستونزو د حل، او تصور لپاره کارېدلی شي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: زمونږ د 3D چاپ کمپ د تخلیقي او عملي پروژو له لارې زدهکوونکي د ډیجیټلي ډیزاین او زیاتېدونکې تولید په زړه پورې نړۍ سره معرفی کوی. د اوونۍ په اوږدو کې، ګډونوال زده کوونکی به زده کړي چې 3D چاپ څرنګه کار کوي، د کمپیوټر په مرسته د ډیزاین (CAD) د پیل لپاره اسانه وسایل به وپلټي، او خپل ځانګړي توکي به ډیزاین کړي—له ساده بڼو څخه تر ګټورو او عملي جوړښتونو پورې. د تجربه لرونکو ښوونکو د لارښوونی تر لاندی، زده کوونکي به خپلی مفکوري پرت په پرت ژوندی کړي، په ستونزې حل کولو، فضايي استدلال، او د ټیکنالوژۍ مهارتونو کې باور ترلاسه کړي کوم چې په مستقیم ډول زده کوونکي د عصري انجینرۍ او ډیزاین کیریر سره نښلوي. د نویو پیل کوونکي زده کوونکو لپاره بیخی مناسب دۍ، او د ډیجیټلي وسیلو په کارولو سره د ریښتیني نړۍ د توکو د جوړولو لپاره یو خوندور او تخیلي پیل وړاندی کوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: ته چمتو یاست چې قضیه حل کړې؟ راشئ له مونږ سره د فارنزیکي پلټونکو په یوه په زړه پورې تجربه کې ګډون وکړئ او د فارنزیکی سایٔنس په نړۍ کې اتل شئ! د طبي پلټونکي په رول کې ځان واچوئ او د فارنزیکي پلټنې له ټیم سره یوځای کار وکړئ ترڅو یوه په زړه پورې معما حل کړئ. زدهکوونکي به زده کړي چې څنګه د جرم صحنې سکیچ کړي، نښې نښانی ومومي، شواهد مستند کړي، او د بایومیډیکل علومو په برخه کې د شواهدو موندلو نړۍ وپلټي. د ودی موندنی دا کمپ د منځني ښوونځي هغه زده کونکو لپاره مناسب دی چې پلټونکی دي، توضیحاتو ته پاملرنه کوي، او د بایو میډیکل علومو، جنایي عدلي، او فارنزیک په اړه زده کړې سره لیوالتیا لري.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: د دې اونی په اوږدو کی، د عملی کارونو تر سره کولو په دی پروګرام کی به زده کوونکي یو داسې سفر کی ښکیل کیږي کوم چی موسیقۍ/میوزیک د ټیکنالوژیکي سره یو ځائ کوي. زده کوونکي به خپل 3 ډي پرنټیډ ډیجیټلی پیانو جوړه کړي، د هر یو تڼي او نوټ طریقو سره به په عملی ډول تجربه ترلاسه کړي. د محاوره یی یا تعملاتی ناستو له لارې، زده کوونکي به په زړه پورې نړۍ یا آرډونو (Arduino) مایکرو کنټرولرونو کی ښکیل شي، د نغمو او تالونو جوړول به زده کړي او خپل تخلیقونه به د موسیقۍ په وسیلو بدل کړي. میخانترونیکی سندري د هغو زده کوونکو لپاره غوره دي چې د موسیقۍ سره مینه لري او د وسایلو د کار کولو په اړه تجسس لري، هغو زده کوونکو ته چې د ټیکنالوژۍ په جوړولو او ترمیمولو کې خوند اخلي، او هغو زده کوونکو ته چې غواړي په نوې او نوښتګره لار کې د موسیقۍ له لارې خپل ځان څرګند کړي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: زمونږ د ډرون پیژندنې کمپ په چټکۍ سره وده موندونکی نړۍ کی زده کوونکو ته د بې پیلوټه الوتکو سیسټمونو په اړه په زړه پوري، عملي کتنه وړاندې کوي. د اونۍ په اوږدو کې، زده کوونکي به د ډرون خوندیتوب، الوتنې کنټرولونو، او مسؤلانه ډول د کارولو اساسات زده کړي پداسې حال کې نویو زده کوونکو لپاره اسانه ډرونونو باندې د پرواز کولو، کښته کیدو، او حرکت ورکولو مهارتونه تمرین ښودل کیږي. د تجربهلرونکو ښوونکو تر لارښوونې لاندې، زدهکوونکي به په دی اړه پوه شي چې ډرونونه څرنګه په بیلابیلو برخو، لکه عکاسي، انجنیرۍ، سایٔنسی چاپیریال، او بیړني حالتونو ته د غبرګون ښودلو په وخت کی کارول کېږي. همدارنګه، هغوی به د ساتېرۍ ډکې، الوتنې ته د پرواز ورکولو ننګونې سره مخ شي کوم چې باور، د ستونزو حل کولو مهارتونه، او ټیم ورک یا په ګډه سره کار کونه پیاوړي کوي. دا کمپ د پوښتنهکوونکو او تازه پیل کوونکو زدهکوونکو لپاره ډېر مناسب دی او د ډرون ټیکنالوژۍ او په اصلی نړي کی د هغی د کارونی په اړه یو خوندي او ښکیل کوونکی پېژندنه وړاندې کوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: د چپ کمپ د زده کونکو لپاره یوه په زړه پورې تجربه ده چې د عملي کارونو زده کړې له لارې د سیميکونډکټرونو نړۍ وپلټي. زده کوونکي به د سیميکونډکټرونو صنعت لپاره د اړینو توکو په ډیزاین کولو، پروګرام کولو، جوړولو، او ازمویلو چارو کې برخه واخلي. سربیره پردې، زده کوونکي به د یو لارښوود په ملتیا په ماناساس کې د مایکرون ټیکنالوژۍ تاسیساتو ځانګړي سفر ولري، چیرته چې به زده کوونکي د مایکرو چپ جوړولو په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 7 تر 9
تفصیل: زمونږ د پخلي چارو د اوړي کمپ ځوان آشپزانو ته دا فرصت ورکوي چې په رښتینې ډول پخلنځي کې قدم کښېږدي او د خوندورو خوړو پخولو تر شا خوند، نوښت، او په ګډه سره کار کونه تجربه کړي. د دغی اونۍ په اوږدو کې به زده کوونکي د پخلنځي اړین مهارتونه زده کړي لکه د خواړو اندازه کول، د چاقو په خوندیتوب سره سنمبالول، د خواړو چمتو کول، او د صحي خواړو پلان جوړونه - دا ټول کارونه په خوندي، ملاتړ کونکي چاپیریال کې د تجربه لرونکو ښوونکو تر لارښوونې لاندې تر سره کیږي. زده کوونکي به د عملي تجربو له لارې تخنیکونه تمرین کړي کله چی هغوي مختلف ډول خواړه چمتو کوي، نوي ذایقی ګوري، او د خواړو مختلفو توکو په کارولو سره به خپله باور لوړ کړي. که زده کوونکي د مسلکي شیف (اشپز) کېدو خوب لري او که یوازې په کور کې پخلی خوښوي، دا کمپ د پخلي د هنر په زړه پورې او خوندوره پېژندنه وړاندې کوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
Potomac عالی ښوونځي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 5 تر 7
تفصیل: زمونږ د پخلي چارو کمپ سره پیژندنه د هغو زده کوونکو لپاره ډیزاین شوې چې پخلنځي سره اشنا نه دي او د خوندور، ساده خواړو جوړولو اساسات زده کولو ته لیواله دي. د غونډی اونۍ په اوږدو کې، زده کوونکي به د پخلي بنسټیزه مهارتونه وپلټي لکه د اجزاو اندازه کول، د چاقو په خوندي ډول اداره کول، د خوړو ترکیبونو لوستل، او د پخلنځي عام توکی کارول - دغه ټول کارونه به په یو ملاتړ کونکي، عملي چاپیریال کې تر سره کیږي. د تجربه لرونکو ښوونکو تر لارښوونې لاندې، زده کوونکي به د پیل کونکو په توګه مناسب خواړه چمتو کړي، نوي ذایقی به ومومي، او باور به رامینځته کړي او د ژوند داسې عملي مهارتونه به زده کړي چې په کور کې یې هم کارولی شي. دا کمپ د هغو ځوانو زدهکوونکو لپاره بهترین ځاي دی چې پخلي سره شوق لري، یا هر هغه چا لپاره چې د پخلي له هنر څخه د لا ډېرې پوهې هیله لري؛ دا کمپ د پخلي نړۍ ته ننوتلو لپاره یو خوندور، اسانه، او زړه راښکونکی لومړنی ګام دی.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولای 13می څخه تر 17می نیټی
یا د 2026 کال د جولای 20می څخه تر 24می پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 4 تر 6
تفصیل: د زده کوونکو زمونږ د روبوټیک کیمپ سره پیژندنه زده هغوي هڅوي چې د عملی کارونو، کوډ کوډینګ (کوډ لیکلو)، او ستونزې حل کولو له لارې د روبوټیک په زړه پورې نړۍ ته ننوځي. د اونۍ په اوږدو کې، زده کوونکي به د روبوټیک جوړولو اساسات زده کړي، پشمول د دی چی چې سینسرونه، موټورونه، او ساده پروګرامونه څرنګه یوځای کار کوي ترڅو ژوندی ماشینونو جوړ کړي. د تجربه لرونکو ښوونکو تر لارښوونې لاندې، زده کوونکي به په بیلابیلو ټیمونو کې په ګډه کار وکړي ترڅو خپل روبوټونه ډیزاین او جوړ کړي، په زړه پورې او خوندوری ننګونې بشپړې کړي، او د ریښتیني انجینري ستونزو باندی بریالي کیدو لپاره په تخلیقي توګه فکر وکړي. دا کمپ د نوي پیل کونکو لپاره بهترین فرصت دی، دا کمپ باور، همکاري، او لیوالتیا رامینځته کوي - زده کوونکو ته دا ور زده کوي چې د روبوټیکی ماشینونو په نړی کې ساینس، ټیکنالوژي، او تخیل یوځای کارول کیږي.
نیټی او ځایونه:
13 څخه تر 17 جولای، 2026
د 2026 کال د جولای 20 څخه تر 24 پوری
وروسته به مشخص کیږي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Christine Good سره د [email protected] بریښنالیک یا Tim Vaughan سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 7 تر 9
تفصیل: زمونږ د ویلډینګ د اوړي کمپ زدهکوونکي هڅوي ي چې د فلزي کاری په زړه پورې نړۍ کې د خوندي او عملي فعالیتونو له لارې تجربه ترلاسه کړي—هغه تجربې چې د تخلیق، نوښت، او تخنیکي مهارتونو وده پیاوړې کوي. زده کوونکی به د ویلډینګ اساسات زده کړي، چی پکی د وسایلو په خوندیتوب سره کارولو، د فلزکاری بنسټیزه تخنیکونه شامل دي، او د ښوونکو د نږدې څارنې لاندې به دا زده کړۍ چی څرنګه کولی شي د ریښتیني صنعت تجهیزات وکاروي. د اونۍ په اوږدو کې، زده کوونکي به خپل کوچني فلزي پروژې ډیزاین او رامینځته کړي، چې د دوی باور، د ستونزو د حل وړتیا، او د مهارت لرونکي کار ویاړ پیاوړی کوي. که زده کوونکي د مسلکي هنرونو سره لیوالتیا لري، یا یوازې د لاسو په کار کې خوند ویني، دا کمپ د نوښت، زدهکړې، او فرصتونو څخه ډک مسلکي لوري ته یو زړه راښکونکی او الهام بخښونکی پیل وړاندې کوي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13می څخه تر 17می نیټی پوری یا د 2026 کال د جولائ 20می څخه تر 24می نیټی پوری
Potomac عالی ښوونځي
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ د [email protected] بریښنالیک له لاری Tim Vaughan سره اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 4 تر 5
تفصیل: د عملی کارونو تر سره کولو په دې کمپ کې، زدهکوونکي به د ګیم ډیزاین نړۍ له لارې پرمختللي ریاضي مفکورې لکه د معلوماتو تحلیل، احتمال، او تناسب وپلټي.
* دا کمپ د ټولو زده کوونکو لپاره پرانیسئ دی، نه یوازې ګفټډ زده کوونکو لپاره.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13 څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20 څخه تر 24می نیټی پوری
Mary Williams ابتدایهٔ ښوونځی
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Melissa Edmonds سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: وړکتون
تفصیل: زدهکوونکي به د بېلابېلو متونو سره کار وکړي چې سایٔنس، انجینري، او ریاضي سره یوځای کوي. زده کوونکی به دا متنونه د عملي تحقیقاتو له لارې د STEM په اړه خپل پوهاوی لا زیات پیاوړې کولو لپاره وکاروي—کوم چې به د زده کوونکو سره په دی اړه پوهیدو کی مرسته وکړي چې څرنګه کولی شي دا ډاټا تحلیل او تشریح کړي، ماډلونه جوړ کړي، او حلونه ډیزاین کړي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13 څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20 څخه تر 24می نیټی پوری
Mary Williams ابتدایهٔ ښوونځی
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وګړئ Diane Fernandez سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 1 تر 2

موجوده ټولکي: 3 تر 5

موجوده ټولکي: وړکتون او 1
تفصیل: د ریاضیاتو د ذهنیت Discovery کمپ د یوی اوونی او د ودی موندنی تعلیمي پروګرام دی چې د هغو زدهکوونکو لپاره ځانګړی شوی چې له ریاضیاتو سره مینه لري او د خپل ټولګي په درسي مطالبو باندی یې په بریالیتوب سره تسلط تر لاسه کړۍ دۍ. دا پروګرام د ټولګي کچې د توقعاتو څخه په اخوا د ډیر څه په معنی دۍ او زدهکوونکو ته فرصت وړاندی کوي چې د ستونزو د حل، د بڼو پیژندلو، او تخلیقي پلټنې له لارې خپله پوهه ژوره کړي. د عملي او ښکیل فعالیتونو، تعاملاتي لوبو، او ننګونکو پلټنو له لارې، زدهکوونکي به ریاضیات په زړه پورې او معنی داره توګه تجربه کړي—چې دا به د منظم نصاب تر څنګ د هغوی باور، لېوالتیا، او مثبت ریاضي تفکر پیاوړی کړي.
نیټی او ځایونه:
د 2026 کال د جولائ 13 څخه تر 17می نیټی یا د 2026 کال د جولائ 20 څخه تر 24می نیټی پوری
Williams ابتدایهٔ ښوونځی
ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر ماسپښین 12:30 بجو
ټیوشن/ فیس: د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي زده کوونکو لپاره فیس 150$ دۍ.
د زده کړی تادیه/فیس باید د Student Quick Pay اپلیکیشن له لاری ورکړل شي.
ټرانسپورت: د ټرانسپورت خدمتونه به وړاندې کیږي. د بس تمځایونه به د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ نو د بس تم ځای به غوره شی.
آیا پوښتنې لرۍ؟ مهربانی وکړئ Kate Roscioli سره د [email protected] بریښنالیک یا Kelly Pratte سره د [email protected] بریښنالیک لاری اړیکه ټینګه کړئ.
موجوده ټولکي: 2 او 3

موجوده ټولکي: 4 او 5

ساعتونه: سهار 9 بجو څخه تر غرمی - 12:30بجو