د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی د ښوونځی فیسونو راټولولو لپاره د آنلاین لاری د پیسو ورکولو سیسټم (Student Quick Pay by Rycor) کاروي. دا سیسټم د کور څخه د ښوونځی فیسونه اداره کولو او ورکولو لپاره آسانه، خوندی او پرته له کاغذ لار وړاندې کوي.
پیسی د ماسټر کارډ، ویزا ډیبټ کارټ او کریډټ کارډ په کارولو سره سپارل کیدی شي.
د زده کوونکی په چټکی سره د پیسی ورکولو سیسټم یا Student Quick Pay والدینو ته اجازه ورکوی چی:
دا سیسټم د کورس فیسونو ورکولو، د اطلانامو وړاندیزونو، د وسایٔلو په کرایه رانیولو، د موټر چلولو د زده کړی کورس، د اوړي ښوونځي پروګرامونو، د فعالیت فیسونو، د کتابتون د جریمو، د ساحوی سفرونو فیسونو او نورو ډیزو څیزونو د پیسی ورکولو اسانتیا لپاره کارول کیدی شي.
Student Quick Pay ویب پاڼی ته لاړ شئ.
که چیرته ستاسو حساب یا اکاونټ کی له یو څخه زیات زده کوونکی اضافه شوی وي، تاسو به لنډیز پاڼی ته وی وړل شئ، چیرته چې تاسو کولی شئ خپل ټول ماشومان ووینئ چې ستاسو حساب یا اکاونټ پورې تړلی دی.
د زده کوونکی انفرادی ټب یا تڼی باندی کلیک وکړئ ترڅو د هغوی فیسونه وګورئ، آنلاین فورمې بشپړې کړئ، او خپل کارټ یا کراچی کی څیزونه اضافه کړئ.
که چیرته ستاسو حساب یا اکاونټ سره یوازې یو زده کوونکی نښلول شوئ دۍ، نو تاسو به سمدستی د زده کوونکي حساب یا اکاونټ ته یوړل شئ ترڅو د هغوی فیسونه وګورئ، آنلاین فورمونه بشپړ کړئ، او خپل کارټ ته څیزونه اضافه کړئ.
خپل کارټ یا کراچی ته د توکو یا څیزونو د اضافه کولو وروسته، د وتلو او په آنلاین شکل د پیسی ورکولو لپاره د پاڼی ښی اړخ پورته کونج کی د خریداری په اکن باندی کلیک وکړئ.
والدین کولی شي چی د آنلاین لاری د اولسوالی په کچه د ګڼو ماشومانو لپاره په مختلفو ښوونځیو کی نامحدوده فیسونه او د اختیاری څیزونو لپاره په یو وار سره پیسی ورکړي.
دا به عامو خلکو ته د هغو څیزونو د لیدو وړتیا ورکړي چې دلته شتون لري، لکه د هیلټن (Hylton) پلانیټریوم ټکټونه.
دا به د کارکوونکو د هر ډول موجودی فورمې کتو وړتیا رامینځته کړي.
د حساب یا اکاوڼټ جوړولو کې د مرستې لپاره، [email protected] ته برېښنالیک واستوئ.
د فیس په اړه د عمومی معلوماتو لپاره، د خپل زده کوونکی ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ.