د زده کوونکی په چټکی سره د پیسی ورکولو سیسټم یا Student Quick Pay
د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی د ښوونځی فیسونو راټولولو لپاره د آنلاین لاری د پیسو ورکولو سیسټم (Student Quick Pay by Rycor) کاروي. دا سیسټم د کور څخه د ښوونځی فیسونه اداره کولو او ورکولو لپاره آسانه، خوندی او پرته له کاغذ لار وړاندې کوي.
پیسی د ماسټر کارډ، ویزا ډیبټ کارټ او کریډټ کارډ په کارولو سره سپارل کیدی شي.
د زده کوونکی په چټکی سره د پیسی ورکولو سیسټم یا Student Quick Pay والدینو ته اجازه ورکوی چی:
- د ګڼو زده کوونکو لپاره په یو ځل سره فیس ورکړئ
- فیسونه او پاتې بیلانس/پیسی وګورئ
- رسیدونه او د زده کوونکی د اکاونټ حساب کتاب چاپ یا پرنټ کړئ
دا سیسټم د کورس فیسونو ورکولو، د اطلانامو وړاندیزونو، د وسایٔلو په کرایه رانیولو، د موټر چلولو د زده کړی کورس، د اوړي ښوونځي پروګرامونو، د فعالیت فیسونو، د کتابتون د جریمو، د ساحوی سفرونو فیسونو او نورو ډیزو څیزونو د پیسی ورکولو اسانتیا لپاره کارول کیدی شي.
اکاونټ/حساب جوړ کړئ او زده کوونکی ورسره ونښلوئ
یو اکاونټ/حساب جوړ کړئ
Student Quick Pay ویب پاڼی ته لاړ شئ.
- د ننوتو/Sign In په آیکن/انځور کلیک وکړئ (یوازې ډیسک ټاپ کمپیوټر)
- د حساب جوړولو / Create Accountتڼی باندی کلیک وکړئ
- خپل لومړی نوم، تخلص یا وروستی نوماو د برېښنالیک پتهولیکئ
- خپل د بریښنالیک پته تائید/Confirm کړئ
- پاسورډ یا پټ نوم غوره کړئ
- خپل پټ نوم یا پاسورډ تائید/Confirm کړئ
- بیا
زده کوونکی ونښلوئ یا وصل کړئ
- زده کوونکي اضافه کړئ / Add Students تڼی باندی کلیک وکړئ
- د خپل زده کوونکی، ایی ډی نمبر او تخلص یا وروستی نوم ولیکئ
- تاسو کولای شئ د زده کوونکي ایی ډی نمبر (چې د "Perm ID" په توګه لیکل شوې)، په ParentVUE کی د زده کوونکی د معلوماتو په برخه کې ومومئ.
- زده کوونکی اضافه کړئ / Add Student تڼۍ باندې کلیک وکړئ
- کله چې د زده کوونکی نوم په بریالیتوب سره حساب یا اکاونټ کی اضافه شی، نو د زده کوونکی نوم به د نښلول شوي اکاونټ یا حساب تر لاندی په پاڼه کی څرګند شی
- خپل حساب یا اکاونټ ته د نورو زده کوونکو اضافه کولو لپاره،زده کوونکی اضافه کړئ/ Add Students تڼی باندی کلیک وکړئ او هر څه بیا ځلی تکرار کړئ.
- که چیرته تاسو نور ماشومان نه لرئ چې خپل حساب یا اکاونټ کی یی اضافه کړئ، د پائ/Done تڼۍ باندې کلیک وکړئ.
له آنلاین لاری پیسی ورکړئ
لنډیز پاڼه
که چیرته ستاسو حساب یا اکاونټ کی له یو څخه زیات زده کوونکی اضافه شوی وي، تاسو به لنډیز پاڼی ته وی وړل شئ، چیرته چې تاسو کولی شئ خپل ټول ماشومان ووینئ چې ستاسو حساب یا اکاونټ پورې تړلی دی.
د زده کوونکی انفرادی ټب یا تڼی باندی کلیک وکړئ ترڅو د هغوی فیسونه وګورئ، آنلاین فورمې بشپړې کړئ، او خپل کارټ یا کراچی کی څیزونه اضافه کړئ.
د زده کوونکی انفرادی حساب یا اکاونټ
که چیرته ستاسو حساب یا اکاونټ سره یوازې یو زده کوونکی نښلول شوئ دۍ، نو تاسو به سمدستی د زده کوونکي حساب یا اکاونټ ته یوړل شئ ترڅو د هغوی فیسونه وګورئ، آنلاین فورمونه بشپړ کړئ، او خپل کارټ ته څیزونه اضافه کړئ.
پیسی ورکول
خپل کارټ یا کراچی ته د توکو یا څیزونو د اضافه کولو وروسته، د وتلو او په آنلاین شکل د پیسی ورکولو لپاره د پاڼی ښی اړخ پورته کونج کی د خریداری په اکن باندی کلیک وکړئ.
والدین کولی شي چی د آنلاین لاری د اولسوالی په کچه د ګڼو ماشومانو لپاره په مختلفو ښوونځیو کی نامحدوده فیسونه او د اختیاری څیزونو لپاره په یو وار سره پیسی ورکړي.
د نورو حسابونو یا اکاونټونو نښلول
د نورو حسابونو یا اکاونټونو د نښلولو انتخاب/غوراوی
د مېلمه په توګه اکاونټ جوړول
دا به عامو خلکو ته د هغو څیزونو د لیدو وړتیا ورکړي چې دلته شتون لري، لکه د هیلټن (Hylton) پلانیټریوم ټکټونه.
- د مېلمه نوم لیکنه کول/Guest Sign-Up باندی کلیک وکړئ
- د مېلمه حساب جوړولو / Create a Guest Account تڼۍ باندې کلیک وکړئ
کارکوونکی/سټاف
دا به د کارکوونکو د هر ډول موجودی فورمې کتو وړتیا رامینځته کړي.
- د کارکوونکی نوم لیکنه کول/Staff Sign-Up تڼی باندی کلیک وکړئ
- د کارکوونکی حساب جوړ کړئ/Create a Staff Account تڼۍ باندې کلیک وکړئ
آیا پوښتنی لرۍ؟
د حساب یا اکاوڼټ جوړولو کې د مرستې لپاره، [email protected] ته برېښنالیک واستوئ.
د فیس په اړه د عمومی معلوماتو لپاره، د خپل زده کوونکی ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ.