مخکې له دې چې یو زده کوونکی راجسټر شی او ورڅخه آزموینه واخیستل شی، لاندې ذکر شوي توکی سپارل اړین دی:
که تاسو وثیقه یا قواله، د د مورګیج یا کور اخیستلو تړون، یا د کور د کرایی تړون نلرئ نو تاسو به اړ یاست چې د استوګنځی لپاره تخلیف پاڼه تصدیق کړئ. دا به ستاسو د اوسیدو پتی لپاره د عمومی ثبوت په توګه کار وکړی. لومړۍ پاڼه باید د والدینو/سرپرست لخوا ډکه شی. دویمه پاڼه باید د کور مالک لخوا ډکه شی او د هوکړی/ قوالی/ د کور کرایی تړون باید وړاندې شی.
که تاسو د خپل زده کوونکی د زیږیدنی سند نه لرئ نو تاسو به اړ یاست چی د زیږیدنی سند لپاره تخلیف پاڼه تصدیق کړئ.