ټولی نوي نوم لیکنی د زده کوونکو د نوم لیکنی ویب پاڼی له لاری تر سره کیږی. په دې پروسې کی د مرستې یا پوښتنو لپاره، له خپل ښوونځی سره (خپل ښوونځی ومومئ)، سره اړیکه ټینګه کړئ یا زمونږ د نړیوال ښه راغلاست مرکزونو سره، په ماناساس کې د 3800-402-571 شمیری سره یا په ووډبریج ښار کې د 6813-374-571 شمیری سره اړیکه ټینګه کړئ یا [email protected] ته برېښنالیک واستوئ. اداری کارکوونکو څخه یو تن به له تاسو سره د مرستې کولو لپاره زر تر زره اړیکه ټینګه کړي.
نړیوال ښه راغلاست مرکز د انګلیسي ژبې پوهه معلوموي یا ارزوي او هغه زده کوونکي راجسټر کوي چې له انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه خبرې کوي او/یا پری پوهیږي.
مهربانی وکړئ د دغو مرکزونو څخه د یو سره د لیدنی لپاره اړیکه ټینګه کړئ.
د نړیوال ښه راغلاست مرکز کاری ساعتونه:
دوشنبی څخه تر جمعی ورځی پوری
سهار 8 بجو څخه تر ماسپښین 4 بجو پوری (د وخت اخیستلو له لاری)
دوه ژبی ویوونکی کارکوونکی د هغو کورنیو سره مرسته کولو لپاره شتون لري چې له انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه خبرې کوي یا پری پوهیږي. مهرباني وکړئ د ملاقات لپاره د وخت اخیستلو په وخت کی مونږ ته وویاست که چیرته تاسو به ژباړونکی ته اړتیا لرئ.
نړیوال ښه راغلاست مرکز سره د ملاقات وروسته باید د څه شي تمه ولرۍ

10100Lomond Dr., Manassas, VA 20109
ټلیفون شمیره: 3800-402-571
فاکس نمبر: 8773-831-703

15111Blackburn Rd., Woodbridge, VA 22191
ټلیفون شمیره: 6813-374-571
فاکس نمبر: 6437-374-571
په دی ځاکی کی هغه درسی مواد شتون لري چی زده کوونکي یې د محتوی بیلابیلو برخو کی آزموینی او چمتوالی نیولو لپاره مطالعه کولی شي.

دا د ورکشاپونو په زړه پوری او محاوره یی لړی ده چې د ګڼو ژبو ویوونکو کورنیو لپاره ډیزاین شوې.