PWCS د زده کوونکو د خواړو پیسی ورکولو لپاره یو شمیر لاری وړاندې کوي.
مونږ په دی پوهیږو چې کله کله والدین په بی فکری سره په چیکنګ حساب کی د موجوده پیسو څخه زیاتی پیسی راباسی او ممکن ستاسو د بانک لخوا د پیسو چیک بیرته راستون شي. که چیرته د پیسو چک د بانک لخوا بیرته راستون شی، نو د پیسو چک په اندازه پیسی به د زده کوونکی له حساب څخه لیرې کړل شی - په احتمالی توګه د زده کوونکی په حساب کی د منفی پیسو لرلو پایله لري. د بیرته راستون شوی چک پروسس کولو لپاره به د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو لخوا هیڅ ډول فیس نه اخیستل کیږی. مونږ به د دغه ډول حالتونو په شخصی او مسلکی توګه سنمبالولو لپاره هره هڅه وکړو.