د فډرال د مدني حقونو قانون او د متحده ایالاتو د کرنې ریاست (USDA) د مدني حقونو مقرراتو او پالیسیو سره په مطابقت، دا اداره د نسل، رنګ، ملي اصل، جنسیت (د جنډر هویت او جنسي تمایل په شمول)، معلولیت، عمر، یا غچ اخیستلو یا د مدني حقونو د مخکینو کړنو لپاره د غچ اخیستلو پر اساس د تبغیض کولو څخه منع شوي ده.
د انګلیسي ژبی پرته په نورو ژبو کې د دی پروګرام په اړه معلوماتو ته لاسرسی ورکول کیدئ شي. هغه معلولیت لرونکي کسان چې د دی پروګرام معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ارتباطاتو بدیلو وسیلو ته اړتیا لري، (د بیلګې په توګه، بریلی، د غټو ټکو چاپ، غږیز پیغام، د اعشارو امریکایی ژبه)، باید د مسؤل آیالت یا سیمه ییزه ادارې سره اړیکه ټینګه کړي کوم چې دغه پروګرام اداره کوي یا د USDA مرکز سره په202-720-2600- 1 شمیره (غږ او TTY) یا د فډرال معلومات ورکولو خدماتو له لارې د USDA سره په 8339-877-800-1 شمیره اړیکه ټینګه کړئ.
د پروګرام تبعیض په اړه شکایت درج کولو لپاره، شکایت کوونکی باید د AD-3027 فورمه ډکه کړي کوم چی د USDA پروګرام تبعیض شکایت فورمه ده او په آنلاین ډول د www.usda.gov/sites/default/files/documents/ad-3027.pdf لینک له لاری، یا د USDA هر دفتر څخه، 9992-632-8661-1 شمیری ته په زنګ وهلو سره، یا USDA دفتر ته د یو لیک په لیکلو سره تر لاسه کیدئ شي. د ادعا شوي مدني حقونو سرغړونې د نوعیت او نیټې په اړه د مدني حقونو لپاره د مدني حقونو معاون سکرتر (ASCR) ته خبر ورکولو لپاره باید په لیک کې د شکایت کونکي نوم، پته، د تلیفون شمیره، او د ادعا شوي تبعیض عمل لیکل شوي توضیحات په کافي تفصیل سره موجود وي. د لاندی ورکړل شوي معلوماتو له لاری باید USDA ته د AD-3027 بشپړ شوی فورمه یا لیک وسپارل شي:
دا په مساوي ډول فرصت وړاندی کوونکی اداره ده.
په وروستی ځل د کتل کیدو نیټه: 9 دسمبر، کال 2022