د والدینو د سرچینو د مرکز موخه دا ده چې د معلولیت لرونکو ماشومانو له والدینو او کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی د خپلو ماشومانو په زده کړو کې په فعال توګه ګډون وکړي.
مهرباني وکړئ دا لنډه سروې بشپړه کړئ ترڅو د کورنۍ د ښکیلتیا لړی بڼو او موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړۍ.
د ځانګړي زده کړو د والدینو د سرچینو دفتر د ۱۹۹۲ کال د نومبر راهیسې فعالیت کوي، او دنده یې دا ده چې د معلولیت لرونکو ماشومانو له والدینو او کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو دوی د خپلو ماشومانو په زده کړو کې فعال ګډون کوونکي شي. د دې دفتر موخه د والدینو او ښوونکو ترمنځ د مثبتو اړیکو پیاوړتیا ده.
PRC والدینو ته معلومات، د کتابونو امانتی په پور ورکولو کتابتون وړاندی کوي او په پرنس ویلیم کاونټي کې د ځانګړې زده کړې په پروسه کې د والدینو ملاتړ کوي او والدین به په دې ډیویژن او ټولنه کې اړونده سرچینو ته راجع کړي. د PRC کارکوونکي نشي کولی په ښوونځي مداخلو، IEP یا د وړوالی معلومولو په غونډو کی د والدینو لپاره مدافعین شي؛ یا د مرکزي دفتر په څیړنه، د دولت منځګړیتوب، یا د قانوني پروسې اوریدنې په ناستو کې ګډون وکړي.
مهرباني وکړئ د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره په دوام داره توګه د پیښو ویب پاڼه ګورئ چې ممکن ستاسو لپاره د دلچسپی وړ وي. TTAC آنلاین، چې ویبسایټونه یې د پیښو په پاڼه کې لیسټت شوي دي، ګن شمیر سرچینې لري.
د والدینو سرچینې مرکز (PRC) کولی شی والدینو ته دوه ژبنی ملاتړ برابر کړی. که دغه ډول ملاتړ ترلاسه کولو سره علاقه لرئ، نو د PRC سره د 703-791-8846 یا 703-791-7438 ټلیفون شمیرو له لارې اړیکه ونیسئ. مهربانی وکړئ لاندی ذکر شوی معلومات وړاندی کړئ:
دوشنبی تر جمعی
سهار 8 بجو څخه تر ماسپښین 4:30 بجو پوری
د ملاقات له لاری رسمی ساعتونه
د ویرجینیا کوډ 253.13:2-22.1 § له مخی، میرمن کونټریراس (Contreras) د PWCS هغه کارکوونکې ده چې د ځانګړي زده کړو د والدینو/کورنۍ د اړیکو مسؤولیت لري.