سه شنبه، ۲۹ سپټمبر، ۲۰۲۶ | ماښام ۶ بجو څخه تر ۷:۳۰ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول څخه تر 12 ټولګی پوری د زده کوونکو کورنۍ
نن ورځ والدین له داسې یوې نړۍ سره مخ دي چې د کرونا وبا وروسته پکې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو ترمنځ اضطراب په پام وړ توګه زیات شوی دی، او په دی اړه پوهیدل چی د دې ننګونو په وړاندې د ماشومانو ملاتړ څرنګه وشي، تر بل هر وخت ډېر مهم شوي دي. پدې په زړه پورې او عملي ناسته کې، مونږ به د ځوانانو د اضطراب په اړه اوسنۍ ارقام وڅیړو، هغه ځانګړي رواني فشارونه به تشریح کړو چې ماشومان په ننني چاپیریال کې ورسره مخ دي، او روښانه، پر شواهدو ولاړې تګلارې به وړاندې کړو چې والدین یې د خپلو ماشومانو د مقاومت پیاوړتیا، د اندیښنو مدیریت او احساساتي پرمختګ لپاره کارولی شي. دا ناسته د دې لپاره طرحه شوې چې کورنیو ته پوهه، ډاډ، او عملي وسایل ورکړي چې سمدستي یې په خپل ورځني ژوند کې وکاروي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر میاشتی تر ۲۴می نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۶ اکتوبر، ۲۰۲۶ | ماښام ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د ۶م څخه تر ۸م ټولګي پورې د زده کوونکو کورنی
آیا ستاسو زده کوونکی د عالی ښوونځی وروسته ژوند لپاره پلان لري؟ له مونږ سره یوځای شئ ترڅو په دی اړه زده کړئ چې د لېږد پلان جوړونه څنګه له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته ژوند ته ځان چمتو کړي. په دې غونډه کې به د انفرادی زده کړې په پروګرام (IEP) کې د لېږد د پلان جوړونې بهیر، له عالي ښوونځي وروسته د معنی لرونکو او پر زده کوونکي متمرکزو اهدافو ټاکل، د عالي ښوونځي د هغو درسي کورسونو لپاره پلان جوړونه چې له فراغت وروسته اهدافو اړتیاوې په غوره توګه پوره کوي، او هغه شته ملاتړ تر پوښښ لاندې ونیول شي چې له زده کوونکو سره د دوی د راتلونکي لیدلوري یا ویژن تر لاسه کولو کې مرسته کوي.
ګډونوال به د (PWCS) د پروګرامونو، د ټولنې د سرچینو، او هغو عملي لارو چارو او وسایلو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د لوړو زده کړو، دندې (کارموندنې)، خپلواک ژوند، او په ټولنه کې فعال ګډون ته د زده کوونکو د بریالي لېږد ملاتړ کوي. په دې برخه کې به ګټورې سرچینې هم وړاندې شي.
د اسانتیاوو تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۴می نیټی پورې سپارل اړین دي.
چهارشنبه، ۷ اکتوبر، ۲۰۲۶ | سهار ۱۱:۳۰ څخه تر غرمی ۱۲:۰۰ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: له Pre-K (پری سکول) څخه تر ۱۲م ټولګي پورې د زده کوونکو کورنۍ
که څه هم د مغزو روغتیا د هر چا لپاره حیاتي او اړینه ده، خو په دې اړه پوهېدل چې څنګه ورته لومړیتوب ورکړو، کېدای شي یو ننګونکی کار وي. د عصبي علومو له موندنو څخه په ګټې اخیستنې سره، په دې ناسته کې به هغه ورځني معمولات او فعالیتونه وڅېړل شي چې په شخصي او کاري ژوند دواړو کې د مغزو د وړتیاوو او فعالیت د اعظمي کولو یا ښه کولو لپاره ډیزاین شوي دي. مونږ به د کور او کارځای لپاره داسې عملي تګلارې روښانه کړو چې د حافظې، کاري ګټورتوب، او ټولیز ذهني فعالیت په لوړولو کې مرسته کوي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتونبر میاشتی تر ۴می نیټی پورې سپارل اړین دي.
پنجشنبه، ۱۳ اکتوبر، ۲۰۲۶ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د Pre-K (پری سکول) کورنۍ
په دی اړه زده کړئ چې څنګه کولی شئ چی د خپل ماشوم تر ټولو توندو او قوي احساساتو (لکه غوسه، ناکامي او ژړا) پر مهال ځان ارامه وساتئ او له هغه سره ښکیل پاتې شئ، پداسې حال کې چې هغوی ته هغه مهارتونه ور زده کوئ چې د خپلو احساساتو او چلند د سمبالښت لپاره ورته اړتیا لري.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۷می نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۱۳ اکتوبر، ۲۰۲۶ | ماښام ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: ۲ څخه تر ۵ ټولګي پوری د زده کوونکو کورنی
مونږ خوښ یو چې تاسو یوې آنلاین معلوماتي غونډې ته راوبولو ترڅو د «سیبشاپس» (Sibshops) په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ؛ دا یو بې ساري او ملاتړ کوونکی پروګرام دی چې په ۲-۵ ټولګیو کې د هغو زده کوونکو لپاره جوړ شوی چې معلولیت لرونکي خویندې یا وروڼه لري او د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو (PWCS) کې زده کړې کوي.
د دغې غونډې په اوږدو کې به تاسو د سیبشاپس پروګرام د موخو، د دې پروګرام د ګټو، او په دی اړه معلومات ترلاسه کړئ چې دا پروګرام څنګه له ماشومانو سره مرسته کوي ترڅو له خپلو همزولو سره اړیکې جوړې کړي، دوه اړخیز درک رامنځته کړي، او د یوه معلولیت لرونکي خور یا ورور د لرلو له ځانګړو او بې ساري تجربو سره په سمه توګه چلند کول زده کړی. د پریزنټیشن له وړاندې کېدو وروسته، کورنۍ به دا فرصت ولري چې خپل ماشوم په دغه ارزښتناک، ګټور او بډای کوونکي پروګرام کې راجسټر کړي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۷می نیټی پورې سپارل اړین دي.
چهارشنبه، ۱۴ اکتوبر، ۲۰۲۶ | غرمی ۱۲ بجو څخه تر ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د ۹ څخه تر ۱۲ ټولګي پوری د زده کوونکو کورنی
دا ناسته به د زده کوونکو او کورنیو سره په دی اړه پوهیدو کی مرسته وکړي چې د پوهنتون په چاپیریال کې څرنګه اسانتیاوی برابریږی، او دا چی څرنګه زده کوونکی کولی شي په بریالیتوب سره د عالي ښوونځي د IEP خدماتو څخه پوهنتون میشته ملاتړ او اسانتیاوو ته ځان ولیږدوي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۱۱ نیټی پورې سپارل اړین دي.
پنجشنبه، ۱۵ اکتوبر، ۲۰۲۶ | سهار ۱۱ څخه تر غرمی۱۲:۰۰ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول څخه تر ۸ ټولګی پوری د زده کوونکو کورنۍ
کورنۍ د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره د سواد زده کړي پياوړي مهارتونو رامینځته کولو کې اړین شریکان دي. دا ناسته به پر هغو تګلارو تمرکز وکړي چې پلي کول یې اسانه دي او والدین یا پالونکی یې په کور کې د لوست د مهارتونو د لوړولو لپاره کارولی شي.
تاسو به په دی اړه زده کړئ چی:
له مونږ سره یوځای شئ ترڅو د کورنیو لپاره مناسبې او عملي لارې چارې ومومئ چې ستاسو ماشوم پیاوړی کړي ترڅو د یو ښه لوستونکي په توګه وده ومومي!
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۱۱ نیټی پورې سپارل اړین دي.
چهارشنبه، ۲۸ اکتوبر، ۲۰۲۶ | ماښام ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د وړکتون څخه تر ۱۲ ټولګي پوری د زده کوونکو کورنی
هر ماشوم د زده کړې یو ځانګړی پروفایل (ځانګړتیاوې او طرز) لري کوم چې په دې اغېزه کوي چې هغوی څنګه زده کړه کوي، اړیکه ټینګوي، او له شاوخوا نړۍ سره تعامل (راکړه ورکړه) کوي. په دې بنسټیزه (معرفتي) غونډه کې به کورنۍ زده کړي چې څنګه له مخکې سنجول شوې فعالې او پر شواهدو ولاړې تګلارې کولی شي د زده کړې ملاتړ وکړي، په ماشومانو کې خپلواکي پیاوړې کړي، او په کور او ټولنه کې مثبت چلند ته وده ورکړي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر میاشتی تر ۲۵ نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۱۰ نومبر، ۲۰۲۶ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
د اړیکو ټینګولو داسې ساده تګلارې وپېژنئ چې د واک پر سر کشمکش (ضد او لانجې) راکموي او په کور کې همکاري، عاطفي نږدېوالی او دوه اړخیز درناوی هڅوي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د نومبر میاشتی تر ۵ نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۸ ډسمبر، ۲۰۲۶ | سهار ۱۱:۳۰ بجو تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
له خپل ماشوم سره د خپلو اړیکو د پیاوړي کولو عملي لارې چارې وپلټئ او داسې یو کورنی چاپېریال رامنځته کړئ چې د کورنۍ هر غړی پکې د قدر، عاطفي نږدېوالي او خوندیتوب احساس وکړي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر میاشتی تر ۳می نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۱۲ جنوري، ۲۰۲۷ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
په دی اړه زده کړئ چې څنګه د معنی لرونکو غوراویو (انتخابونو) وړاندې کول کولی شي ورځنۍ لانجې او ضد راکم کړي او په ماشومانو کې خپلواکي، مسؤلیت مننه او ځان باوري رامنځته کړي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۷ کال د جنوری میاشتی تر ۷می نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۹ فبروري، ۲۰۲۷ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
په دی اړه وڅیړی چې څنګه د خپل ماشوم د احساساتو او ځانګړو اړتیاوو درک کولی شي، ناندرۍ او شخړې راکمې کړي، متقابل باور ژور کړي، او په ماشوم کې د ستونزو پر وړاندې مقاومت او زغم وروزي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۷ کال د فبروری میاشتی تر ۴می نیټی پورې سپارل اړین دي.
شنبه، ۹ مارچ، ۲۰۲۷ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
په دی اړه زده کړئ چې څنګه ورځنۍ ستونزې او ننګونې د نویو مهارتونو د ور زده کولو په فرصتونو بدلېدای شي، پداسې حال کې چې ستاسو د ماشوم ځان باوری او د په خپل ځان د ارزښت احساس پیاوړی کوي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۷ کال د مارچ میاشتی تر ۴می نیټی پورې سپارل اړین دي.
سه شنبه، ۱۳ اپریل، ۲۰۲۷ | سهار ۱۱:۳۰ بجو څخه تر غرمی ۱ بجی پوری | په ژوندۍ بڼه د زووم ویبینار له لاری
مخاطب اوریدونکی: د پری سکول کورنۍ
په دی اړه وڅېړئ چې څنګه سنجول شوې او هدفمندې پایلې (عواقب) کولی شي له سزا او مجازاتو ورهاخوا لاړې شي او د زده کړې، مسؤلیت پیژندنی، او ودې لپاره په خورا ځواکمنو فرصتونو بدلې شي.
د ژباړنی/ترجمی خدمتونه تر لاسه کولو لپاره ټول وړاندیزونه د ۲۰۲۷ کال د اپریل میاشتی تر ۸می نیټی پورې سپارل اړین دي.
.که تاسو د اضافي پروګرامونو لپاره تجویزونه لرئ یا غواړئ چی ځینې ناستې یا برخی دی په راتلونکي کال کی تکرار شي، مهربانی وکړئ مونږ ته وویاست