د تړل کېدو/په ځنډ سره د پرانيستل کېدو په هغو شرايطو باندې ځان پوه کړئ کوم چې په PWCS کې کارول کېږي او په کوم کی چی په ډاګه کیږي چی هوا څرنګ ښوونځي او فعاليتونه اغیزمن کړي دي. د هوا په اړه عمومی پوښتنی او ځوابونه وګورۍ

سور کوډ:  د زده کوونکو او کارکوونکو لپاره ښوونځي تړلی وي. (په استثنا: د خرابې هوا کارکوونکو)

"د پرنس ويليم کاونټي ټول عامه ښوونځي او دفترونه به د سور کوډ پر مهال تړلي وي."

  • ښوونځي او دفترونه تړل شوي وي.
  • مجازي ټولګي لغوه شوي وي.
  • د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پروګرام (SACC) به نه پرانيستل کېږي.
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډله ییز تمریناتو، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول د ښوونځي ټول فعاليتونه (د ورځې او ماښام لخوا) لغوه کیږي.
  • د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په شمول د‎ ‎غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي.
  • زده کوونکي کولی شي چی دغه ورځ په اختياري ډول کورني دندی پوره کولو يا په داوطلبانه شکل هغه کورنيو دندو باندې کار وکړي چې لا د وړاندی څخه ورته ورکړل شوي وي.

کارکوونکي

مقرره 1-404.04
  • کارکوونکی دی کار ته نه حاضریږی پرته له دی څخه که د خرابی هوا کارکوونکو په توګه اعلان شوي اوسی. هغه کسان چې د خرابی هوا پرسونل په توګه په نښه شوي وي، هغوی به په هغه وختونو کې کار ته حاضریږي، د کومو وختونو چی ورته لارښوونه شوي وي، او د هوا د حالاتو سره سم په اړینی دندی پرمخ وړي. د خرابی هوا د کارکوونکو د څرنګوالی په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره مقرره 1-404.04 ته مراجع وکړیٔ.
  • 1-561, “لیری څخه کار / Telework” مقرری پر اساس) د ښوونکو ډله ممکن په داوطلبانه شکل د "telework / لیری ځای څخه کار" یا د د کور څخه د کار کولو د کومی بلی ستراتیژی په کارولو سره لکه، ډاټا داخلول، د زده کوونکو آزموینو ته نمری ورکولو یا د خپلو عادی کارونو د بشپړولو هڅې کولو له لاری کار وکړي مګر اړ نه دی چی دا کار تر سره کړي. په دې شکل د کار کولو لپاره لګول شوۍ وخت په کلکه یو داوطلبانه عمل دی او د قرارداد ساعتونو یا په بل ډول معاوضه کې نه شمیرل کیږي.
  • د مجازی په شمول د مسلکی ودی په موخه ټول فعالیتونه لغوه کیږي.

نارنجي کوډ د زده کوونکو لپاره په مجازي ډول د زده کړې ورځ او د غير ضروری کارکوونکو لپاره له لیری څخه د کار ترسره کولو ورځ وي.

‎” ‎ د پرنس ويليم کاونټي ټول عامه ښوونځي په نارنجی کوډ کې خپلې چارې په مخ بیایی.‎“‎

  • د زده کونکو لپاره په نا هممهاله توګه د زده کړې ورځ او د غير ضروری کارکوونکو لپاره له لیرې واټن څخه د کار ترسره کولو ورځ په معنی ده.‎ ‎  
  • د ښوونځي او دفترونو ودانۍ تړل شوي وي.‎ ‎  
  • بسونه به چاری په مخ نه بیایی.‎ ‎  
  • په مخامخ توګه او په ژوندۍ بڼه مجازي زده کړی به نه ترسره کېږي. هغه زده کوونکي چې په ورچول ورجينيا کې يې شامل شوي دي، بايد خپل مهالويش تعقيب کړي.‎ ‎ ‎ ‎     
  • زده کوونکي بايد په دغه ورځې باندي په نا هممهاله توګه په هغه کورنی دندو باندې کار وکړي چې دوی ته له مخکې څخه د ښوودل شوي درسی نصاب اړوند وي.   
  • ښوونکي به د Zoom له لارې په کاري ساعتونو کې خپل کار ته دوام ورکوي.  مهربانی وکړۍ د مهالويش لپاره خپل ښوونځي ته مراجعه وکړئ.‎ ‎         
  • د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پروګرام (SACC) به نه پرانيستل کېږي.  
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډله ییز تمریناتو، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول په مخامخ شکل یا فیزکی ډول د ښوونځي ټول فعاليتونه (د ورځې او ماښام لخوا) لغوه کیږي. 
  • کیدی شي چې له لیرې څخه په (مجازي)‎ ډول فعاليتونه ترسره شي.   
  • د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په شمول د‎ ‎غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي کوم چی د ښوونځیو په ودانیو کی مهالویش شوي اوسی.  
  • د خرابې هوا پر مهال د فعاليتونو د مهالويش لپاره د اوبو فعالیتونو اړوند مرکز  د ويب پاڼی څخه ليدنه وکړئ. 

کارکوونکي:

  • د خرابی هوا کارکوونکو څخه تمه کیږي چې په ودانیو کی حاضر شي. 
  • هغه کارکوونکي چې دندې یې د لیرې څخه نشي ترسره کیدی (د بیلګې په توګه، خواړه او تغذیه، ترانسپورت، او اسانتیاوې)، هغوي به د خپلو څارونکو څخه ځانګړي لارښوونې ترلاسه کړي. 
  • د خرابی هوا د کارکوونکو د څرنګوالی په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره مقرره 1-404.04 ته مراجع وکړیٔ. 

شين کوډ د زده کوونکو او ښوونکو لپاره ښوونځي تړلی وي.

‎" د پرنس ويليم کاونټي ټول عامه ښوونځي او دفترونه به د شین کوډ پر مهال تړلي وي.‎"

  • ښوونځی تړل شوي وي د خلکو پر مخ دفترونه تړل شوي وي.
  • په مجازي ډول ټولګي لغوه شوي وي.
  • د ښوونځي عمر لرونکی ماشوم برنامه (SACC) به نه پرانيستل کېږي.
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په ګډون د ښوونځي ټول فعاليتونه (د ورځې او ماښام لخوا) لغوه کیږي.
  • د بالغ ځوانانو د زده کړۍ، د ښوونځي شپنی ټولګيو، او د ښوونځي په ودانیو کې مهالویش شوي د ټولنې د ګټې اخيستنې تفريحي پروګرامونو په ګډون د‎ ‎غیر ښوونځي ټول فعاليتونه ( ورځې او شپې لخوا) لغوه کیږي.
  • زده کوونکي کولی شي چی دغه ورځ په اختياري ډول کورني دندی پوره کولو يا په داوطلبانه شکل هغه کورنيو دندو باندې کار وکړي چې لا د وړاندی څخه ورته ورکړل شوي وي.

کارکوونکي: 

  • د ښوونکو د معاش په کچه ټول کارکوونکي د (دولسم ګریډ) او د 250 کاری ورځو څخه کم غیر مستثنی کارکوونکی دی دندی ته نه حاضریږي. 
  • د 250 ورځو ټول کلاسیفایډ کارکوونکی دی د سهار په 10:00 بجو کار ته حاضر شي.
  • د ښوونځی میشته/مرکزی دفتر اداری کارکوونکي دی د سهار په 10:00 بجو حاضر شی. (د مدیرانو، مرستیال مدیرانو، د زده کوونکو د فعالیتونو د عالي لیسې رییسان، او د ښوونځي د مشورې ورکولو عالي لیسې مدیران، او د مرکزي دفتر مدیرانو په شمول د 13 ګریډ او د هغی پورته کارکوونکی دی نه حاضریږي.) 
  • د امتحانی دوری اداره کوونکي دی دندی ته نه حاضریږي.
  • ( د 1-561, "لیری واټن څخه کار / Telework" مقرری پر اساس) د ښوونکو ډله ممکن په داوطلبانه شکل د "telework / لیری ځای څخه کار" یا د د کور څخه د کار کولو د کومی بلی ستراتیژی په کارولو سره لکه، ډاټا داخلول، د زده کوونکو آزموینو ته نمری ورکولو یا د خپلو عادی کارونو د بشپړولو هڅې کولو له لاری کار وکړي مګر اړ نه دی چی دا کار تر سره کړي. په دې شکل د کار کولو لپاره لګول شوۍ وخت په کلکه یو داوطلبانه عمل دی او د قرارداد ساعتونو یا په بل ډول معاوضه کې نه شمیرل کیږي.
  • د خرابی هوا کارکوونکی باید په خپل وخت سره حاضر شي. د خرابی هوا د کارکوونکو د څرنګوالی په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره مقرره 1-404.04 ته مراجع وکړیٔ.
  • د لیبرال رخصتي یا وړیا رخصتی پالیسی په خپل ځای د پلی کیدو وړ ده. - کارکوونکی ممکن د سختی هوا شرایطو یا د ورته بیړنی حالت له امله د رخصتۍ لپاره د تصویب غوښتنه وکړۍ چې په خوندي ډول د دوی په حاضریدو کی مخه نیسي.
  • د مسلکي ودی په موخه فعالیتونه ممکن لغوه شي نو د فعالیت سپانسر کولو څانګې یا د ښوونځي سره پخلی وکړۍ.

* د ډویژن سوپر انټنډنټ واک لري چې د ښوونځي د ټولو کارکوونکو د راپور ورکولو یا حاضریدو وخت وځنډوي.


د دوه ساعته ځنډ وروسته پرانيستل کېدل: ښوونځي به دوه ساعته ناوخته پرانيستل کیږي

‎”‎ د پرنس ويليم کاونټی ټول عامه ښوونځي به دوه ساعته ناوخته پرانيستل کیږی.‎ “‎

  • په مخامخ او مجازي ډول د PWCS ټولګي به دوه ساعته ناوخته پیل کیږي.‎ ‎ د ځانګړي زنګ وختونو لپاره د خپل ښوونځي سره معلومات وکړۍ.
  • د سهار لخوا د بس ټرانسپورټ به د دوه ساعته ځنډ سره فعاليت پيل کوي.
  • د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پروګرام (SACC) به دوه ساعته ناوخته پرانيستل کېږي.
  • په ساده ډول سباناری به ورکول کېږي. د غرمې ډوډۍ به ورکول کېږي.
  • مسلکي سفرونه لغوه کیږي.
  • د سړک حالت ته په کتو سره به د ورزشي سفرونو په اړه پریکړه په انفرادي ډول د اړوندو پرسونل له لوري تر سره کېږي.
  • د سهار لخوا او د بشپړ ورځې وړکتون زده کوونکي به د دوه ساعته ناوخته را رسیدو تګ لاره تعقیبوي. د سهار لخوا د وړکتون زده کوونکی به د خپل عادي مهالويش وخت څخه يو ساعت وروسته رخصت کېږي. د ماسپښين لخوا د وړکتون زده کوونکي به د خپل عادي مهالويش وخت څخه يو ساعت وروسته حاضریږي.

والدينو/سرپرستانو، مهربانی وکړی زده کوونکي ښوونځي ته دوخته مه راولي کله چی په ځنډ سره د پرانیستل کیدو مهالويش د عملي کېدو وړ وي، دا ځکه چې د ښوونځي کارکوونکي ممکن هم ښوونځي ته په ځنډ سره راشي.

والدين/سرپرستان اختيار لري چې خپل ماشوم ښوونځي ته ونه لېږي. خو بیا هم د زده کوونکي څخه تمه کېږي چې ټولې کورنۍ دندې بشپړې کړي. ستاسو زده کوونکی به په اکاډمیکی ډول نه جریمه یا سزا کیږي او ستاسو زده کوونکي ته به غذر شوي غیر حاضرۍ ورکړل شي.

کارکوونکي:

  • د ښوونکو د معاش په کچه ټول کارکوونکي د (دولسم ګریډ) او د 250 کاری ورځو څخه کم غیر مستثنی کارکوونکی دی دندی ته یا ټیلی ورک لپاره دوه ساعته ناوخته حاضر شي.
  • د خرابی هوا کارکوونکی باید په خپل وخت سره حاضر شي. د خرابی هوا د کارکوونکو د څرنګوالی په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره مقرره 1-404.04 ته مراجع وکړیٔ.
  • د ښوونځي د خوړو او تغذیې خدماتو کارکوونکی دی په وخت حاضر شي.
  • بس چلوونکي، د بس مرستیال، د لارې اداره کوونکی، او لیږدونکي دی کار ته یو ساعت ناوخته حاضر شي.
  • د ښوونځی میشته/مرکزی دفتر اداری کارکوونکي (معاش ګریډ 13 او پورته) دی دندي ته یا ټیلی ورک لپاره یو ساعت ناوخته حاضر شی یا په ټاکل شوي وخت کی څرنګ چی ورته د سوپر انټینډنټ لخوا لارښوونه شوي وي.
  • د 250 ورځو ټول کلاسیفایډ شوي کارکوونکي دی دندی ته یا ټیلی ورک لپاره یو ساعت ناوخته حاضر شي یا په ټاکل شوي وخت کی څرنګ چی ورته د سوپر انټینډنټ لخوا لارښوونه شوي وي.
  • د لیبرال رخصتي یا وړیا رخصتی پالیسی په خپل ځای د پلی کیدو وړ ده. - کارکوونکی ممکن د سختی هوا شرایطو یا د ورته بیړنی حالت له امله د رخصتۍ لپاره د تصویب غوښتنه وکړۍ چې په خوندي ډول د دوی په حاضریدو کی مخه نیسي.
  • د مسلکي ودی په موخه فعالیتونه ممکن لغوه شي نو ځکه د فعالیت سپانسر کولو څانګې یا د ښوونځي سره پخلی وکړۍ.

له وخت مخکی تړل کېدل: ښوونځي به يو ساعت وخته تړل کېږي

‎ ”‎د پرنس ويليم کاونټي ټول عامه ښوونځي به نن ورځ يو ساعت وخته تړل کېږي‎“‎

  • د PWCS په مخامخ او مجازي ډول ښوونځی به یو ساعت وخته تړل کیږي.‎ ‎
  • له ښوونځي وروسته، د SACC پروګرام به نه پرانيستل کېږي.
  • بسونه به په عادي ډول چاری پرمخ بیایی.
  • د سهار لخوا او د بشپړ ورځی وړکتون زده کوونکی به د خپل عادي مهالويش وخت څخه يو ساعت مخکی رخصت کېږي. د ماسپښن له خوا به د وړکتون ښوونځی نه وي.‎ ‎
  • د غرمې ډوډۍ به ورکول کېږي.
  • سیمه ییزه سفرونه به لغوه کیږي پرته له دې که د مخکې څخه یی سفر پيل کړی اوسی. د بس ناوخته فعالیتونه لغوه کیږي.
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په ګډون د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • د ماښام ټول غیر ښوونځي فعالیتونه لغوه کیږي.

کارکوونکي

له وخت مخکی تړل کیدل (یو ساعت)

  • ښوونکي، د ښوونکو مرستیالان، د کتابتون د رسنیو مرستیالان، د اشارو ژبې ژباړونکي، او د ښوونځي نرسان (هغه کارکوونکی چې اصلي مسؤلیت یې د زده کوونکو سره په ګډه کار کول دي) ممکن د مدیر لخوا له وخت مخکی رخصت کړل شي.
  • اداري کارکوونکي او نور ټول غیر مستثنی کارکوونکي په خپل نورمال کاری مهالویش کې پاتې کیږي پرته له دې چې په ځانګړي ډول د سوپر انټینډنټ لخوا رخصت کړل شي.

له وخت مخکی تړل کېدل: ښوونځي به دوه ساعته وختي تړل کېږي

‎”‎د پرنس ويليم کاونټي ټول عامه ښوونځي به نن ورځ دوه ساعته وخته تړل کېږي‎“‎

  • په مخامخ او مجازي ډول ښوونځی ورځ به دوه ساعته وخته پای ته رسیږي. ‎
  • له ښوونځي څخه وروسته د SACC پروګرام به نه پرانيستل کېږي.
  • بسونه به په عادي ډول چاری پرمخ بیایی.
  • د سهار لخوا او د بشپړ ورځی وړکتون زده کوونکی به د خپل عادي مهالويش وخت څخه دوه ساعته مخکی رخصت کېږي. د ماسپښن له خوا به د وړکتون ښوونځی نه وي.‎ ‎
  • د غرمې ډوډۍ به ورکول کېږي.
  • سیمه ییزه سفرونه به لغوه کیږي پرته له دې که د مخکې څخه یی سفر پيل کړی اوسی. د بس ناوخته فعالیتونه لغوه کیږي.
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په ګډون د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • د ماښام ټول غیر ښوونځي فعالیتونه لغوه کیږي.

کارکوونکي

له وخت مخکی تړل کیدل (دوه ساعته)

  • ښوونکي، د ښوونکو مرستیالان، د کتابتون مرستیالان، د اشارو ژبې ژباړونکي، او د ښوونځي نرسان (هغه کارکوونکی چې اصلي مسؤلیت یې د زده کوونکو سره په ګډه کار کول دي) ممکن د مدیر لخوا له وخت مخکی رخصت کړل شي.
  • اداري کارکوونکي او نور ټول غیر مستثنی کارکوونکي په خپل نورمال کاری مهالویش کې پاتې کیږي پرته له دې چې په ځانګړي ډول د سوپر انټینډنټ لخوا رخصت کړل شي.

د ښوونځي څخه وروسته فعاليتونو او د ماښام پروګرامونو لغوه کیدل

‎" د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو کې یا د ښوونځیو په ودانیو کی د نن ماسپښین او ماښام ټول مهالویش شوي فعالیتونه لغوه کیږي." ‎

  • د ښوونځي عمر لرونکی ماشومانو پروګرام (SACC) به د ماښام په ‎5 بجو تړل کېږي.
  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول د ماسپښین او ماښام لخوا د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • د ماښام لخوا د غیر ښوونځي ټول فعالیتونه لغوه کیږي.

د اونی د پاي د رخصتی فعاليتونو لغوه کېدل

‎" د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو کې یا د ښوونځیو په ودانیو کی د اونی د پای رخصتی ټول مهالویش شوي فعالیتونه د خرابی هوا شرایطو له امله لغوه کیږي."

  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • غیر ښوونځي ټول فعالیتونه لغوه کیږي.

د شنبې د ورځې د فعاليتونو لغوه کيدل

‎" د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو کې یا د ښوونځیو په ودانیو کی د شنبی د ورځی ټول مهالویش شوي فعالیتونه د ممکنه خرابی هوا شرایطو له امله لغوه کیږي."‎

  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • غیر ښوونځي ټول فعالیتونه لغوه کیږي.

د يکشنبې د ورځې د فعاليتونو لغوه کیدل

‎" د پرنس ویلیم کاونټي په عامه ښوونځیو کې یا د ښوونځیو په ودانیو کی د یک شنبی ورځی ټول مهالویش شوي فعالیتونه د ممکنه خرابی هوا شرایطو له امله لغوه کیږي." ‎

  • د سیمه ییزه سفرونو، د ډلو تمرینات، د کلب غونډو، د ښوونځيو ترمنځ د سياليو او د ورزشي سياليو په شمول د ښوونځی ټول فعالیتونه لغوه کیږي.
  • غیر ښوونځي ټول فعالیتونه لغوه کیږي.