په پرنس ویلیم کاونټي (Prince William County)، مناساس ښار (Manassas City) او مناساس پارک ښار (Manassas Park City) کې د بالغ کسانو (۱۸ کلن او تر هغی پورته) لپاره د عالي ښوونځی د بشپړولو پروګرامونو، د انګلیسي ژبې ټولګیو، او د کاري مهارتونو ټولګیو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده. ټولګی به د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې پیل شی.
د بالغو کسانو د زده کړې پروګرام په پرنس ویلیم کاونټي، مناساس ښار او مناساس پارک ښار کې د هغو بالغو کسانو (۱۸ کلن او تر هغی پورته) لپاره تعلیمي فرصتونه برابروي چې غواړي عالي ښوونځۍ بشپړ کړي، انګلیسي زده کړي او کاري مهارتونه رامینځته کړي.
د بالغو کسانو د زده کړې پروګرام دفتر د ازموینو خدمتونه وړاندې کوي او د Pearson VUE ازموینې یو رسمي مرکز دی. د ازموینې مرکز او د ازموینو د مهالویش په اړه معلومات وګورئ.