Español | Tiếng Việt | فارسی | 한국어 | العربية | اُردو | 中文
زووم (Zoom) د ویډیو له لاری د خبرو اترو یا کنفرانس ځائ دی چې ښوونکی یی کولی شی په آنلاین ډول د خپلو ټولګیو درسونه ښودلو لپاره وکاروی. زمونږ د ډیویژن Zoom لایٔسنس ټینګ امنیتی تدابیر او پراخه ځانګړتیاوی لری، کوم چې د زده کړی تجربو په موخه اسانتیاوی برابرولو لپاره کارول کیدی شی.
دلته د زووم (Zoom) ځینې امنیتی ځانګړتیاوي ذکر شوي دي:
یوازې د وړکتون څخه تر 2 ټولګی پوری زده کوونکی به د کینوس له لارې زووم ته لاسرسی ولری. زده کوونکي به کینوس ته ننوځی، خپل کورس به مومی او د زووم ناستې لپاره به لینک پیدا کوي کوم چی د ښوونکی لخوا ترتیب شوۍ دۍ.
په زووم کی خپل حساب فعالولو لپاره درې اختیارونه یا لاری شتون لری. خپل حساب فعالولو لپاره تاسو د دی اختیارونو څخه یوازې یو اختیار کارولو ته اړتیا لرۍ.

دآفس 365 له لارې زووم (Zoom) حساب فعالول (PDF)
د کینوس له لاری د زووم (Zoom) ټولګی په ناسته کې ګډون کول (PDF)
د زده کوونکی په توګه د کینوس پیل کولو لارښوونی وګورئ!
آیا تاسو د کینوس زده کوونکی اپلیکیشن کارولو کی مرستې ته اړتیا لرئ؟



د کینوس زده کوونکی لارښود وګورئ تر څو خپل ځوابونه تر لاسه کړئ!
والدین باید د خپل ماشوم ښوونکی څخه د جوړه کولو یا نښلولو کوډ په اړه د غوښتنی کولو څخه پیل کړي یا له خپل ماشوم څخه وغواړی چی کینوس ته ننوځی تر څو د جوړه کولو یا نښلولو کوډ ته لاسرسی ومومي.



په کینوس کی د مرستی لپاره، مهربانی وکړی د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ.