د ښوونځي ټولنې هر یو غړي مکلف دۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، (په شمول د طی ورکولو حالت)، عمر، معلولیت، یا د کوم بل څیز پر اساس د شک وړ تبغیض یا ځورونی ناوړه چلند په اړه راپور ورکړۍ کوم چی د قانون لخوا منع شوي دي.
د "یو څه ووایاست" په نامعلومه توګه د راپور ورکولو سیسټم له لاری په نامعلومه توګه راپورونه ورکول کیدی شی.
د PWCS کارکوونکی باید د تبعیض او ځورونې د تور راپور ورکولو څرنګوالي په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د مساواتو او ملاتړ لانچ پیډ پاڼې ته مراجعه وکړي.
د 1972 کال د تعلیمی تعدیلاتو ٹائٹل IX قانون او د ښوونځي بورډ 738 پالیسي، د جنډر هویت او جنسي تمایل په شمول د جنسیت پر بنسټ ځورونه منع کوي. PWCS ټول زده کوونکي هڅوي، او له ټولو کارکوونکی څخه غواړي چې د جنسي بڼه لرونکی ناوړه چلند په اړه زر تر زره د ښوونځی چارواکو ته راپور ورکړي. د ناوړه جنسي چلند د راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره، لاندې برخه وګورئ چې عنوان یې "د ناوړه جنسي چلند راپور ورکول چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي" دۍ.
هر یو کس کولی شي چی د ناوړه چلند په اړه راپور ورکړي چی جنسی بڼه ولري. د ناوړه جنسي چلند په اړه په مستقیم ډول د ټائټل IX کوردیناتور ته راپور ورکولو لپاره، د راپور ورکولو آنلاین فورمه وکاروئ.
د ټائټل IX جنسي ځورونې رسمي شکایت د چاپ وړ نسخه، د ټائټل IX کوردیناتور سره ثبت کیدی شي.
د ناوړه جنسي چلند په اړه د راپور ترلاسه کولو وروسته چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي، د مساواتو او ملاتړ ټیم به دا مشخص کوي چې آیا ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX ځورنی تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کوي او که څرنګ، لکه څرنګ چې په 738-1 مقرره "د ناوړه جنسي چلند زده کوونکو پر ضد د تورونو حل" کې تعریف شوی دي.
که چیرته ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کړي، PWCS به ملاتړی اقدامات تر سره کړي کوم چی د ادعا شوي ځورونې قربانی (شکایت کوونکی) او هغه زده کوونکي لپاره موجود دي چې پر وړاندی یی د ځورونې تور لګول شوی وي، (ځواب ویوونکی).
ملاتړي اقدامات انضباطي یا مجازاتی نه دي؛ بلکه، دا انفرادي خدمات دي کوم چې له دی لپاره جوړ شوي دي چی شکایت کوونکي او ځواب ویوونکی وتوانیږي چی په دوام داره توګه د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسی ولري په داسی هال کی چی تورونه څیړل کیږي او حل کیږي.
د ٹائٹل IX تحقیقاتو وروسته، که چیرته دا معلومه شي چې ځواب ویوونکی په جنسی ډول شکایت کوونکی ځورولی دۍ، PWCS به د PWCS تعلیمي پروګرامونو یا فعالیتونو ته د شکایت کوونکي مساوي لاسرسي بیرته ځای پر ځای کولو یا حق لرلو لپاره جوړ شوي تدابیر پلي کړي او د ځورونې د بیا تکرار مخه به ونیسي.
د ډیری پوښتل شویو پوښتنو ځوابونو ترلاسه کولو لپاره د ټائټل IX کورنۍ لارښود وګورئ.
تر کومه حده چی امکان ولري، د شکایاتو او/یا د تبعیض یا تبعیضي ځورونې تحقیقاتو پورې اړوند معلومات باید محرم وساتل شي، پرته له دې چې ځواب ویوونکي ته د ځان څخه دفاع کولو ته اجازه ورکولو سره د بشپړ او عادلانه څیړنې ترسره کولو لپاره یی افشا کول اړین وي.
کله چې یو شکایت کوونکی PWCS ته د هر ډول تبعیض یا تبعیضي ځورونې راپور ورکړي مګر د محرمیت ساتلو غوښتنه کوي، دغه ډول غوښتنه ممکن د تحقیق کولو وړتیا او اړین اصلاحي اقدامات پورته کول محدود کړي.
کله چې یو شکایت کوونکی دا غوښتنه وکړي چې PWCS دی دا ډول ناوړه چلند نه څیړي، نو دا پریکړه به PWCS کوي چی آیا د پلی کیدو ړو قوانینو سره په مطابقت، دغی ډول غوښتنې ته درناوی کولی شي او که څرنګ. په دغه ډول حالاتو کې، PWCS ممکن دا پریکړه وکړي چې هغه به څیړنه تر سره کوي او/یا قانون پلي کوونکو چارواکو ته یی په اړه راپور ورکړي، یا دواړه کاره تر سره کړي.
د PWCS زده کوونکی یا کارکوونکی چې په پوهی سره یا قصدا غلط راپور ورکړي یا لیکل شوی شکایت درج کړي، یا څوک چې په پوهی سره غلط بیانی وکړي، د PWCS "د چلند کوډ" یا مقرری 1-503، "د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه،" او 1-572 مقرری، "انضباطي اقدام” تر لاندی به د ډیسپلین کیدو تابع وي.
PWCS په کلکه سره د یو داسی کس پر ضد غچ اخیستونکی اقدام پورته کول منع کوي څوک چې د تبعیض یا تبعیضی ځورونې په اړه راپور ورکوي؛ یا څوک چې د تبعیض یا تبعیضی ځورونې په څیړنه کې مرسته کوي، پکی ګډون کوي یا پکی له ګډون څخه انکار کوي یا منع کوي.
زده کوونکي او کارکوونکی نشي کولی په څیړنه کې مداخله وکړي یا پکی حلل رامنځ ته کړي او دا هم نه شي کولی چی د کوم شاهد په شاهدي ویلو باندی اثر/اغیزه ولري یا د اغیزی کولو هڅه وکړي. د PWCS د زده کوونکي یا کارکوونکی لخوا دا ډول ناوړه چلند باید د PWCS "د چلند کوډ” تر لاندی یا 1-503 مقرری، "د ټولو کارکوونکو لپاره د مسلکي چلند معیارونه،" او 1-572 مقرری، "انضباطي اقدام” تر لاندی حل شي.