په وروستی ځل د کتلو نیټه: ۱۷ فبروری، ۲۰۲۶
زده کوونکي
مقرره ۱-۷۳۸
د ټایٔټل IX لخوا د منع شوې جنسي ځورونې په اړه د زدهکوونکو پر ضد د تورونو حل او پرېکړه
موخه: د ۱۹۷۲ کال د ښوونې او روزنې د تعدیلاتو قانون (ټایٔټل IX) او د ښوونځي بورډ د ۷۳۸ پالیسي، "د زده کوونکو نه تبعیض او ځورونه"، د جنسیت په شمول د جنسیتي هویت او جنسي تمایل پر بنسټ، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د زده کوونکو ځورونه منع کوي. دا مقرره د ټائټل IX د خوندیتوبونو/محافظتونو؛ د ادعا شوي جنسي ځورونی چلند د راپور ورکولو او ورته د غبرګون ښودلو د کړنلارو؛ او د ټائټل IX د شکایت پروسی په اړه خبرتیاوي وړاندی کوي کوم چې هغو زده کوونکو پر ضد رسمی شکایتونو ته د غبرګون ښوودلو، څیړلو او حل کولو لپاره کارول کیږي چی د ټائټل IX ("ټائټل IX جنسي ځورونه") قانون تر لاندې جنسی ځورونه بلل کیږي.
د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ادعاوې چې یو یا څو زده کوونکي پکې ښکیل وي، باید په دې مقرره کې د ذکر شویو طرزالعملونو سره سم په اړه یی په سمدستي توګه د PWCS د "ټائټل IX کوردیناتور" ته راپور ورکړل شي.
د پوسټ/میل لیږدولو پته:
د PWCS ټائټل IX کوردیناتور
د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي
PO Box 389
Manassas, VA 20108
ټلیفون شمیره: ۶۸۳۹-۳۷۴-۵۷۱
بریښنالیک: [email protected]
کله چې ادعا وشي چې د PWCS یو زده کونکي د جنسیت پر بنسټ داسې ځورونه کړې چې د "ټایٔټل IX" جنسي ځورونې په تعریف کې راځي، دا ادعاوې باید په دې مقرره کې د ذکر شویو طرزالعملونو سره سم په مطابقت حل شي. 1که معلومه شي چې د جنسیت پر بنسټ ادعا شوې ځورونه، که ثابته هم شي، د "ټایٔټل IX" جنسي ځورونې په تعریف کې نه راځي، نو دا ادعاوې به د PWCS د "چلند د کوډ" د طرزالعملونو له مخې حل شي. 2
کله چې ادعا وشي چې د PWCS یو کارکوونکي یا د PWCS تر کنټرول لاندې یو بالغ کس د جنسیت پر بنسټ داسې ځورونه کړې چې د "ټایٔټل IX" جنسي ځورونې په تعریف کې راځي، دا ادعاوې به د ۳-۵۰۷ مقررې "د ټایٔټل IX تر لاندې د جنسي ځورونې په اړه د کارکوونکو په ضد د ادعاوو حل کول) د طرزالعملونو له مخې حل شي.
د مساواتو د برابرولو څانګی عمومی رئیس (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او هر ډول اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلونونه رامنځ ته شي.
د پائ نوټونه
1په دې مقرره کې ذکر شوي کړنلاري/پروسیجرونه د جنسي ځورونی په هغو شکایتونو باندی د پلی کیدو وړ دي چې د متحده ایالاتو د ښوونی او روزنی وزارت د ملکي حقونو د دفتر لخوا د وړاندی شوي لارښوونو سره په مطابقت د ادعا په توګه په ۱۴م اګست ۲۰۲۰ یا له هغی وروسته رامنځ ته شوي وي. د جنسي ځورونی شکایتونه چې د ادعا په توګه د دغې نیټې څخه مخکې رامنځ ته شوی وي، هغه به د هغه لارښوونو له مخی حل کیږي چی د ادعا شوي سرغړوی په وخت کې نافذلعمل وي، د دې خبرې ډاډ رامنځ ته کولو سره چې پروسه به د PWCS د داسې چارواکو لخوا پر مخ وړل کېږي چې د ټائټل IX اړوند مسایلو کې په لوړه کچه روزل شوي وي.
2د دغی مقررې موخی لپاره، د PWCS د "چلند کوډ" په حوالو کې ۱-۶۸۱ مقرره، "د زده کړي غیر دودیز پروګرامونه"؛ ۱-۷۴۳، "د زده کوونکو ډسپلین"؛ ۱-۷۴۴، "د زده کوونکو په لنډمهاله توګه ځنډونه"؛ ۱-۷۴۵، "د زده کوونکو په اوږدمهاله توګه ځنډونه یا اخراج"؛ ۲-۷۴۵، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو ډسپلین"؛ ۳-۷۴۵، "د اوړي ښوونځي زده کوونکو ډسپلین"؛ او د PWCS "د چلند کوډ” شامل دي.
3دا ډول تورونه د هغه کړنلارو / پروسیجرونو لخوا اداره کیږي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند د څېړنې او حل باندی د پلی کیدو وړ دي.
4د دی اصطلاحاتو تعریفونه په XIII برخه، د لغاتونو فهرست/ټولګه، کې ورکړل شوي دي.
5دا ډول تورونه د هغه کړنلارو / پروسیجرونو لخوا اداره کیږي چې د کارکوونکو د ناوړه چلند د څېړنې او حل باندی د پلی کیدو وړ دي کوم چی په ۲-۵۰۷ مقرره , “جنسی ځورونه چی کارکوونکی پکی ښکیل وي” کی ورکړل شوي دي.