په وروستی ځل د بیاځلی کتل کیدو نیټه: 4 ډسمبر 2024
زده کوونکې
پالیسی نمبر 738
د زده کوونکو تبعیض نه کول او ځورونه
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) له هر ډول تبعیض او ځورونې څخه د ښوونځي چاپیریال پاک ساتلو ته ژمن دي. هر هغه زده کوونکی چې په PWCS کې شامل وي، باید د نژاد یا نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، د جنسیت پیژندنې، جنسي تمایل، امیندوارۍ، ماشوم زیږون، یا د شیدو ورکولو، عمر، ازدواجي یا د والدینو د حالت، پوځی دندی حالت، معلولیت، او د جنیټیکی معلوماتو په شمول د اړوند طبی حالاتونو یا ستونزو، یا د کوم بل څیز پر اساس چې د قانون لخوا منع شوی وي، د هیڅ ډول اکاډمیکی، غیر نصابي، څیړنې، حرفوي روزنی، یا نور تعلیمی پروګرامونو څخه یا چی د PWCS لخوا په فعاله توګه پرمخ وړل کیږي، د ګټو تر لاسه کولو څخه منع نه شي یا ورسره تبعیض تر سره نه شي.
هغه ادارې او اشخاص چې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ یا د هغې هرې فرعي برخې سره تړون کوي یا کومه بله هوکړه کوي، دا موافقه کوي چې د فډرال یا مرکزی حکومت او آیالت لخوا د تبعیض او ځورونې ضد قوانینو او پلي کیدونکی مقرراتو، او د جنسی ځورونی پالیسی په شمول د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ټولو پالیسیو او مقرراتو ته غاړه ایږدی. د ښوونځي د بورډ د پالیسیو او مقرراتو سره مطابقت نه لرل، د تړون یا هوکړه لیک د لغوه کیدو لامل کیدی شي.
سوپر انټندنټ ته د دې خبری مسؤلیت په غاړه ورکول شوۍ دی تر څو دا ډاډ رامنځ ته کړي چی د PWCS مقررات او چاری په مؤثره توګه د لاندې قانوني شرایطو سره مطابقت ولري:
د تبعیض یا ځورونې شکایتونه چې زده کوونکي پکې ښکیل وي، باید همغسی حل شي لکه څرنګ چې په مقرره -1-738، په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل,” او مقرره - 3-738, په تبعیض یا ځورونه کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندی د تورونو حل” کی وړکړل شوي دي.
د مساواتو د افسرانو مشر (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.
قانوني حوالی
د 1964 کال د مدني حقونو VI او د ټائټل VI قانون 42U.S.C. § 2000c ,42U.S.C. § 2000d؛
د 1972 تعلیمي تعدیلاتو IX عنوان, 20U.S.C. § 1681(e)
د 1973 د بیارغونې قانون 504 برخه, 29U.S.C. § 794 (a)
د کال 1975، د عمر د تبعیض قانون, 621 § 29U.S.C
د 1990 کال د معلولیت لرونکی امریکایانو قانون 42U.S.C. § 1201, او ورپسی لړۍ
د ویرجینیا د بشري حقونو قانون, د ویرجینیا کوډ 3900-2.2 §
ویرجینیا کوډ 23.3-22.1 § د ټرانسجنډر یا نر ښځی زده کوونکو سره چلند؛ پالیسۍ.
نوری حوالی
مقرره -1-738، په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل
مقرره - 3-738, په تبعیض یا ځورونه کی د ښکیل زده کوونکو پر وړاندی د تورونو حل