په وروستی ځل د بیاځلی کتل کیدو نیټه، سه شنبه، 5 ډسمبر 2023
د ښوونځي بورډ اداره داری او چاری
پالیسی نمبر 134
د اتباعو یا ښاریانو ګډون
د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ د عامه اندیښنی د اوسني ستونزو په تړاو د پرنس ویلیم کاونټي ټولنې لخوا د اړیکو او ارتباطاتو هرکلی کوي کوم چې په مستقیم ډول د ښوونځي ډیویژن (PWCS) د چارو یا پالیسیو پوری تړاو لري. د ښوونځي بورډ د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکی هڅوي چې اړیکی ساتلو لپاره د ښوونځي بورډ غړو ته لیکلي، ثبت شوي ویډیوي پیغامونه او / یا بریښنایی لیکونه واستوي، د ښوونځي بورډ د ویب پاڼې له لارې خپل نظرونه وسپاري ، د ښوونځي بورډ غونډو ، د تالار غونډو او اوریدونو کې ګډون وکړي یا د تلویزون له لاري عامه غونډي وګوری، او د عامو ښوونځي بورډ غونډو، د تالار غونډو او عامه اوریدونو پر مهال د اتباعو د نظر ورکولو په بهیر کې ګډون وکړۍ.
د ښوونځي بورډ او د ښوونځي بورډ کلرک (میرزا) د دې پالیسۍ د پلي کولو او څارنې مسٔولیت په غاړه لري. دا پالیسی باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې بدله شي.
قانوني حوالی
ویرجینیا کوډ 72-22.1 §، د ښوونځي بورډونو کلنۍ تنظیمي غونډې
ویرجینیا کوډ 78-22.1 §, قوانین او مقررات
ویرجینیا کوډ 79-22.1 § (A) (8), واکونه او دندې.
ویرجینیا کوډ 86-22.1 §، د ښوونځي څانګې د خلکو تر منځ غونډې؛ سیمه ییزه کمیټې
ویرجینیا کوډ 13.7-22.1.253 § (C) (4) او (6)
نوری حوالی