په وروستی ځل د کتل کیدو نیټه: 28 فبروری 2018
زده کوونکي
پالیسی 728
د اجباري ښوونځي حاضري څخه مستثنیات او معافیتونه
لکه څرنګ چې د قانون له مخی اړین ګڼړل کیږي، هغه زده کوونکي چې د ساري ناروغیو پر ضد یې خپل واکسینونه نه وي بشپړ کړي، تر هغه وخته پوری به له ښوونځي څخه ایستل کیږي تر څو چې د اړینو واکسینو شرایٔط پوره نکړي. د ویرجینیا کوډ شرایٔطو سره سم، د نیمګړی تر سره شوي واکسینونو سره د زده کوونکی نوم لیکنی ته په مشروط ډول اجازه ورکول کیدی شي.
هغه زده کوونکي چې په ساري یا انتاني ناروغیو اخته وي، له ښوونځي څخه به ایستل کیږي. د ښوونځي د روغتیا خدمتونو نظارت کوونکی او د ښوونځي اداره باید په دغی کټګورۍ کې د زده کوونکو لپاره د آیالت موجوده مقررات او کړنلارې تعقیب کړي.
د ښوونځی مدیر او د سوپراینټنډنټ په سپارښتنه، د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ باید هغه زده کوونکی له اجباري حاضرۍ څخه معاف کړي چې د ښوونځي حاضرۍ ورته کومه ګټه نه رسوي، په دې شرط چې د مور یا پلار/سرپرست لخوا دغی کار ته په لیکلي ډول رضایت څرګند شوي وي.
زده کوونکي باید د ټولې ورځې د ښوونځي د ټولګیو مهالویش ته دوام ورکړي پرته له دی که د سوپراینټنډنټ لخوا معافیت ورکړل شوی اوسی.
هغه زده کوونکی چې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ لخوا ایستل شوی یا شړل شوی وي، له اجباري ښوونځي حاضرۍ څخه به لیری کیږي.
د پرنس ویلیم کاونټي د ځوانانو او کورنیو اړیکو محکمه کولی شي زده کونکي له اجباري ښوونځي حاضرۍ څخه لیری یا بیرته کړي.
په پرنس ویلیم کاونټي کې، یو زده کونکی له ښوونځي ته تګ څخه معاف کیدی شي که چیرې زده کونکی او د هغه مور او پلار/سرپرستان دواړه یو ریښتینی مذهبي عقیده ولري چې ښوونځي ته د تګ خلاف وي. دا یوازې له ښوونځي څخه کرکه نه ده؛ دا باید یو صادقانه مذهبي دلیل وي. د "اصلي مذهبي روزنې یا عقیدې" اصطلاح په اصل کې سیاسي، ټولنیز، یا فلسفي نظریات، یا یو شخصي اخلاقي کوډ نه لري. د زده کوونکی یا زده کوونکو والدین/سرپرستان باید د ښوونځي ډیویژن کارکوونکو ته په لیکلی ډول غوښتنلیک وسپاري څوک چې باید معلومات تایید کړي او غوښتنلیک د بیاځلی کتنی لپاره د ډیویژن کونسل ته واستوي. که د ډیویژن سلاکار دا ډول وګڼړي چی غوښتنلیک د ښوونځي بورډ د پخوانیو کړنو یا چارو سره په مطابق دۍ، نو دا باید د ښوونځي بورډ د تصویب لپاره د سپارښتنې سره سوپراینټنډنټ ته واستول شي. که چیرته د ښوونځي کارکوونکی د غوښتنلیک له کتنې وروسته ډاډه نه وي چې دا باید تصویب شي (هغوي پوښتنې لري)، نو د ښوونځي بورډ باید د اوریدنې پروسه ترسره کړي. غوښتونکي باید د ښوونځي بورډ لخوا ټاکل شوي د لیکلي معلوماتو او/یا شخصي پریزنټیشن له لارې بشپړ ښوونځي بورډ ته استیناف یا اپیل وکړي.
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامینځ ته شي.
قانونی حوالی
Virginia Code § 22.1-271.2, Immunization requirements
Virginia Code § 22.1-271.4, Health requirements for home-instructed, exempted, and excused children.
Virginia Code § 22.1-272, Contagious and infectious diseases.
Virginia Code § 22.1-277, Suspensions and expulsions of students generally