په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه: 17 سپتمبر، 2025
زده کوونکي
پالیسی 724
د زده کوونکو حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او په ځنډ سره حاضریدنه
د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ په دی باور لري چې زده کوونکي باید په منظم ډول ښوونځي ته لاړ شي ترڅو خپل اعظمي ظرفیت ته ورسیږي.
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي باید د ټولو ښوونځي عمر لرونکو زده کوونکو لپاره جبری حاضری سره په تړاو د ویرجینیا قانون احکام عملی کړي. ټاکل شوي کارکوونکي یا پرسونل باید د اجباري حاضري د قوانینو شرایٔط پوره کولو په موخه ښوونځي، زده کوونکو، او کورنیو سره مرسته وکړي.
د زده کوونکو غیر حاضري به د ښوونځي په کچه او څرنګ چی د ویرجینیا د قانون له مخې اړین دی، څارل کیږي، والدین باید د خپلو ماشومانو په منظم ډول ښوونخی ته د حاضريدو ډاډ رامینځته کولو لپاره هر ممکنه کوښښ وکړي. هغه غیر حاضري چې عذر ګڼل کیږي، په "چلند کوډ" کې تعریف شوې دي. انفرادی ښوونځی کولی شی د زده کوونکو د حاضرۍ لپاره د جایزې ورکولو لار غوره کړي.
هغه زده کوونکي چې د مذهبي رخصتۍ د لمانځنې له امله غیر حاضر وي، هغوی به معاف ګڼل کیږي او سزا به نه ورکول کیږي.
په وخت سره ټولګي ته حاضرېدل ډېر مهم دي. زده کوونکي باید د زنګ یا ټلی وهلو پر مهال په خپلو څوکيو کې ناست وي او د کار لپاره چمتو وي. تکراري یا د عادت له امله ښوونځی ته ناوخته تلل د ناوړه شخصي عادتونو د رامینځته کېدو لامل کیږي او د ښوونځي د منظم تدریس بهیر ګډوډوي. دا کار اصلاحی اقدام پورته کولو ته اړتیا لری. د ښوونځی هر مدیر باید د ښکیل خواو یا اړخونو سره په مشوره، او د 1-724 مقررات "حاضري، غیر حاضري، عذرونه، او ځنډ سره حاضریدل" سره په مطابقت، یو پلان جوړ کړي ترڅو زده کوونکي پر وخت ټولګی ته رسیدو ته وهڅوي.
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو د خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا پالیسی او هر ډول اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامینځ ته شي.
قانوني حوالی:
Va. Code § 22.1-254, et seq., Compulsory attendance required; excuses and waivers; alternative education program attendance; exemptions from article
Va Code § 22.1-279.3, Parental responsibility and involvement requirements