په وروستی ځل د کتلو نیټه: ۱۷ فبروری، ۲۰۲۶
زده کوونکي
ٹائٹل IX – تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته یو برابر لاسرسي
موخه: د ۱۹۷۲ کال د تعلیمي تعدیلاتو د ټایٔټل IX او د ښوونځي بورډ د ۷۳۸ پالیسۍ، "د زده کوونکو پر ضد د تبعیض او ځورونې نه کول،" سره سم، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) زده کوونکي باید د جنسیت پر بنسټ په کوم ټولګي، پروګرام یا فعالیت کې د شاملیدو له حق څخه محروم نه شي. په دې کې تدریسي، روغتیایي، بدني روزنه، صنعتي، سوداګریز، حرفوي، تخنیکي، د کور اقتصاد، موسیقي، او د بالغو کسانو د زده کړې پروګرامونه شامل دي. هغه کسان چې غواړي داسې کوم راپور ثبت کړي چې یو زده کوونکی تعلیمي پروګرام یا فعالیت ته د لاسرسي په برخه کې د جنسیت پر بنسټ له تبعیض سره مخ شوی وي، کولی شي د شکایت ثبتولو لپاره په دې مقرره کې د شکایت له طرزالعملونو څخه ګټه پورته کړي. د ښوونځي ډیویژن نیت دا دی چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض ټول شکایتونه په چټکۍ او عادلانه توګه حل کړي.
هغه کسان چې غواړي د جنسي ځورونې او/یا نورو جنسي ناوړه کړنو په اړه، کوم چې د ټایٔټل IX تر پوښښ لاندې راځي، شکایت ثبت کړي یا راپور ورکړي، باید د ښوونځي بورډ د ۱-۷۳۸ مقرری "د زده کوونکو په وړاندې د جنسي ناوړه چلند د ادعاوو حل" کې ټاکل شوی کړنلارې تعقیب کړی.
د مساواتو د برابرولو څانګی عمومی مشر (یا د هغه استازی) د دې مقرری د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.