د مقرری د خپلولو نیټه: 28 فبروری 2018
زده کوونکي
مقرره 728-2
مذهبی معافیتونه
د ویرجینیا کوډ B.1 ،254-22.1 § مادې له مخې، ښوونځي بورډ باید ښوونځي ته د حاضریدو څخه "هر هغه زده کوونکی معاف کړي چې د خپلو والدینو سره یوځای، د ریښتنی/اصلی مذهبي روزنې یا عقیدې له امله، په شعوري توګه ښوونځي ته له حاضرۍ سره مخالفت لري." په اصل کې په "ریښتنی/اصلی مذهبي روزنې یا عقیدې" اصطلاح کی سیاسي، ټولنیز، یا فلسفي نظریات، یا شخصي اخلاقي کوډ نه دی شامل. دا مقرره د والدینو لپاره یوه داسی پروسه بیانوي چې له مخې یې دوی کولی شي د ښوونځي بورډ ته د مذهبي معافیت لپاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.