د بیاځلی کتلو وروستی نیټه: 19 جنوري، 2022
هوساینه
مقرره 2-752
تازه - په بیړنی خالت کی د مخ پښولو شرایط / اړتیاوې
د Virginia قانون لازمي کوي تر هغه حده چې د عملي کیدو وړ وي، چې هغه د ښوونځي ډویژنونه کوم چې په حضوري بڼه زده کړې وړاندې کوي اوسمهال د تطبیق وړ خطر کمولو ستراتیژیو ته غاړه کیږدي چې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي فدرالي مرکزونو (CDC) لخوا چمتو شوي ترڅو په د ماشومتوب لومړنۍ پاملرنې او زده کړې پروګرامونو، او ابتدايي او ثانوي ښوونځيو کې د COVID-19 لیږد یا سرایت کم کړي.
د 2022 کال د جنوري له 13 څخه پیل، CDC د ټولو زده کوونکو (2 کلن او د پورته عمر)، کارمندانو، ښوونکو او د K-12 ښوونځیو ملاقاتیانو ته په داخل کې د عمومي ماسک کارولو وړاندیز کوي، پرته له دې چې د واکسین وضعیت ته پام وکړي. فدرالي قانون هم لازمي کوي چې ماسک کارول په Head Start برنامو او په ټول عامه ترانسپورت کې پلي شي، په شمول د زده کوونکو لپاره د ښوونځي ډویژن لخوا چمتو شوی ترانسپورت.
دا مقررات به تر هغه وخته پورې نافذ وي تر څو چې د ایالت یا فدرالي قانون، یا د CDC لارښود کې د بدلون منعکس کولو لپاره پکې تعدیل وشي یا لغوه شي.
Tد زده کونکي د زده کړې او حساب ورکولو لپاره مرستیال رییس (یا ځای ناستی) باید د دې مقرراتو پلي کولو او نظارت کولو مسؤل یې.
دا مقرره او اړوند پالیسي باید لږترلږه هرو پنځه کلونو کې بیاکتنه شي او د اړتیا له مخې اصلاح شي.