عنوان مقرره - د زده کوونکی (شاملول) - د غبرګونی ماشومانو یا له یو څخه زیاتو یو ځائ پیدا شوي ماشومانو شاملول
کوډ 1-712
حالت فعال
تصویب شوۍ 24 جنوری، 2018
زده کوونکي
مقررات 1-712
د زده کوونکی ځائ پر ځائ کول یا شاملول
د غبرګونی ماشومانو یا له یو څخه زیاتو یو ځائ پیدا شوي ماشومانو شاملول
په هم یو ښوونځی او په هم یو ټولګي کی د شامل شوي غبرګونی یا له یو څخه زیاتو زیږیدلی ماشومانو ( دریو، څلورو، پنځو یا زیات شمیر ماشومانو په شمول د دری ګونی، څلور ګونی، پنځه ګونی، شپږ ګونی، او اوو ګونی)، ماشومانو والدین یا قانوني سرپرست دا وړاندیز کولئ شي چی ماشومان دی په هم یو ټولګي یا جلا جلا ټولګيو کې ځای پر ځای یا شامل شي. ښوونځي کولئ شي چی والدینو یا قانوني سرپرست ته تجویز وړاندی کړي چی ماشومان په کوم ټولګی کی شامل کړي.
والدین یا قانوني سرپرست کولی شي چی په هم یو ټولګی کی یا جلا جلا ټولګي کې د دوه ګونی یا له یو څخه زیاتو ماشومانو ځائ پر ځائ یا شاملولو غوښتنه وکړي؛ خو بیا هم، دا د ښوونځی د مدیر مسؤلیت دی چې ټولګي او ښوونکي مشخص او غوره کړي. والدین یا قانوني سرپرست باید په ټولګي کی د ځای پرځای کولو غوښتنه د روان ښوونځي کال په بهیر کې د ماشومانو د نوم لیکنې په وخت کې وکړي.
په ډیری حالتونو کې، په ټولګی کی ځای پرځای کونه د والدینو یا قانوني سرپرست غوښتنې سره سم ترسره کیږي. که چیرته د ښوونځی مدیر په دې باور وي چې زده کوونکی باید په بل ټولګی کی ځائ پر ځائ شي، د دی کار منظوری باید د لیول ایسوسی سوپرانټنډنټ ( چی د سوپرنټنډنټ د استازی په توګه کار کوي) لخوا ورکړل شي. د ښوونځی مدیر به د دې پریکړې لپاره والدینو یا قانوني سرپرست ته معقول دلیلونه وړاندې کوي.