د مقرری خپلولو نیټه: 21 فبروری 2018
ملاتړی خدمات
مقرره 1-405.02
د ښوونځی تجهیزاتو/سامان او ملکیت ته زیان رسول
د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ به هر شخص، مور/پلار یا زده کوونکی ملکیت ته، پشمول د کتابونو، ښوونځی توکو، تجهیزاتو، ودانیو او ډګرونو مګر دغو پورې محدود نه دي، ته د هر ډول زیان رسولو یا ویجاړولو لپاره مسؤل ګڼړي لکه څرنګ چی لاندی ورکړل شوي دي.
د مالیي او ملاتړی خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.