زده کوونکې
مقرره 4-723
د توبر کلوز / نری رنځ (TB) سکرینینګ شرایٔط
په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کې د زده کوونکي د شاملولو په وخت کی به د ټولو والدینو / سرپرستانو لخوا د زده کوونکی د شاملولو نري رنځ/توبر کلوز فورمه (I ضمیمه) بشپړیږي.
د زده کوونکو د زده کړې او احتساب ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.