په وروستی ځل د تازه کیدو نیټه: 16 جولای، 2024
زده کوونکې
مقرره 5-745
بیاځلی داخلیدنی او اخراج/داخلی
هغه قوانین چی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) د زده کوونکو بیاځلی داخلیدل او اخراج اداره کوي، په دې مقرره کی په ډاګه شوي دي او د PWCS په "چلند کوډ" کې لنډیز شوي دي.
د دې مقرری موخی لپاره، "school day یا د ښوونځي ورځ" اصطلاح په دی معنی ده کله چی ښوونځی د زده کړي لپاره پرانیستی وي، او د " business day یا د رسمی ورځ" اصطلاح په معنی ده کله چی د PWCS مرکزی دفترونه پرانیسی وي. په داسی حال کی چی دا مقرره دا غوښتنه کوي چی وړاندیز باید په لیکلې بڼه تر سره شي یا تر یوی مشخصی ورځی پوری هر استازی، کارکوونکي، یا د ښوونځی ډیویژن څانګی سره ثبت کیدی شي، خو په لیکلی بڼه دغه وړاندیز یا کاغذ باید استازی، کارکوونکی یا څانګې ته د ذکر شوي ښوونځی ورځی یا رسمی ورځی په بهیر کی د مازدیګر 4 بجو پوری ولیږدول شي.
که چیرته د دې مقرری کومه برخه، ماده، فرعي برخه، جمله، فقره، یا نیمګری جمله د کوم دلیل لپاره غیر قانونی یا باطل اعلان شي، یا په بل ډول د قانون څخه سرغړونه وي، هغه اعالامیه باید د دې مقرری د کومی بلی برخی اعتبار یا جواز اغیزمن نه کړي، دا د ښوونځي بورډ ښکاره هوډ دۍ چې د مقرری هر بند یا حکم خپلواکه دۍ او د قانون لخوا د ورکړل شوۍ اجازی پر اساس په زیاته کچه په جدی توګه پلی کیږي.
د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا د هغه/هغی استازی) د دې مقرری پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او هر ډول اړوند پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.