تصویب شوۍ/خپل شوئ 14 اکتوبر، کال 2020
زده کوونکې
مقررات 1-714
د حکومت تر نظارت تر لاندی پاملرنه، د والدینو پر ځائ د بل چا لخوا (فوسټر کيئر): تعلیمي ثبات، نوم لیکنه،
او د زده کوونکو شاملول
د بریالیتوب او په خپلوئ نیولو لپاره د پالنی ارتباطاتو د 2008 کال قانون (د پالنی ارتباطات یا فوسټرنګ کنکشن) او په "هر زده کوونکی بریالی کیږي" (ESSA) قانون کی د ټائټل I د لومړي برخی احکام د ټولنیزو خدماتو سیمه ییزه څانګه (LDSS) او د تعلیم سیمه ییزه اداره (LEA) (د ښوونځي ډیویژن) اړ کوي چی په فوسټر کيئر کی زده کوونکو لپاره د ښوونځی ثبات ډاډمن کړي تر څو دغه څانګی په ګډه سره کار وکړي او دا ډاډ رامنځ ته کړي چی په دغو برخو کی د پالنی ارتباطاتو یا د فوسټرینګ کنکشن قانون شرایط پوری شوي دي: د LDSS او LEA رول او مسؤلیتونه، په ښوونځي کی ځای پرځای کونه مشخص کول، معلولیت لرونکي زده کوونکي، ترانسپورت، ځانګړې قضیې، ټیوشن یا په فیس زده کړه کول، خواړه، او د شخړو حل کول.
د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ د پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا مقرره او اړونده پالیسي باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې پکی بدلون رامنځ ته شي.
قانوني حوالی
د 2015 کال د "هر زده کوونکی بریالی کیږی" قانون (20 USC 6301)
د 2008 کال د "بریالیتوب په لور پالنی ارتباطات او په فرزندی اخیستلو کی د زیاتوالی قانون (42 USC 1305)
سوشل سیکیورټی قانون، ټائټل IV, او 475 (1) (G) (42 USC 1305)
Uninterrupted Scholars قانون (USA), (20 USC 1305)
د اړیکی پیاوړی کولو او د هر زده کوونکی بریالی کیږي قانون: په فوسټر کيئر کی د ماشومانو او تنکی ځوانانو د تعلیمی ثبات لپاره په ګډه لارښوونه.
نوری حوالی
مقرره 1-714 ضمیمه 1، د فیس ورکوونکی فوسټر کیر زده کوونکی د نوم لیکنی غوښتنه